• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ژوند او روغتیا؛ د معدې یا د نس باد لپاره غوره خواړه کوم دي؟

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۰:۳۳ GMT+۰تازه شوی: ۲۴ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۳:۲۲ GMT+۰

موږ ټولو سره داسې پيښ شوي یا پیښږي چې کله ډوډۍ خورو معده مو پړسیږي یا هم نس مو باد نیسي. له خوړلو وروسته بیا دا د اندېښنې وړ نه وي خو تجربه یې ځورونکې ده. دا زموږ ټولو سره پیښیږي لکه دا احساس کوي چې معده د ډیر خوراک څخه ډکه شوې ده.

د معدې او کولمو ستونزه هغه وخت رامینځته کیږي کله چې په معدې یا کولمو کې د باد (ګاز) کچه ډېره شي او معمولاً ناروغ یو څه وخت وروسته ښه کیږي.

مګر ښه خبره داده چې داسې خواړه وخوړل شي چې د نس د باد یا ګازو ستونزه ورسره ښه شي.

څه وخورو چې د نس باد ستونزه ورسره حل شي؟

مالتې وخورئ

مالټې د فایبر او اوبو ښه سرچینه ده چې په معده کې د مایع له ساتلو مخنیوی کوي او د کولمو فعالیت ښه کوي.

مالټې له ویټامین سي څخه بډایه ده، کوم چې په کولمو کې صحي باکتریا ته وده ورکوي او د معدې د سوځیدو خطر هم کموي.

کیلې وخورئ

په کیلې کې د فایبر سربیره پوتاشیم هم موجود دي او پوتاشیم په بدن کې د مالګې کچه تنظیموي او نه پریږدي چې مایع په بدن کې ټولې شي.

یوې څېړنې ښودلې چې د کیلې خوړل د معدې د سوځیدلو احتمال کموي. بلکې څېړنې دا موندلې چې له ډوډۍ مخکې د کیلې خوړل د نس د پړسوب احتمال کموي.

د کارپوهانو په وینا، پوتاشیم او نور غذايي مواد په معده کې د باکتریا د اضافي باد یا ګاز د تولید مخه نیسي.

اناناس وخورئ

په اناناس کې موجود فایبر او د برومیلین په نوم یو انزایم د هاضمې سیسټم لپاره ډېر ګټور دی

یوې څېړنې موندلې چې د اناناس جوس د نس پړسوب کموي ، او معده درد ته نه پریږدي.

پپیتا وخورئ

یوې څیړنې موندلې چې پپیتا د هاضمي سیسټم د ستونزو مخنیوي لپاره ډېره ګټوره ده.

څیړنې موندلې چې هغه خلک چې پپیتا خوري د معدې او قبض په څېر ستونزو سره لږ مخ کیږي.

رومیان وخورئ

روميان هغه مرکبات لري چې په کولمو کې د صحي باکتریا وده ډېروي.دا مرکبات د هغو خلکو لپاره ګټور دي چې د معدې درد لري.

دال وخورئ

دال په پریمانه فایبر لري په داسې حال کې چې په دې کې موجود کاربوهایډریټ د هضم پروسه ورو کوي. مګر د نس پړسوب یا باد خطر کموي.

ګازرې وخورئ

کازر ې پریمانه ویټامین اې لري چې دغه ویټامین د معدي د فعالیت لپاره ډېر مهم دی. یوې څېړنې ښودلې چې د خوړو څخه تر لاسه شوې ویټامین اې په کولمو کې صحي باکتریا په ډېریدو کې مرسته کوي.

پالک وخورئ

پالک هغه سبزي ده چې په پریمانه اندازه فایبر لري. څېړنې ښیي چې د پالک خوړل د هاضمې لپاره ښه او د نس باد یا ګاز کموي. د پالک خوړل په کولمو کې د ځینو صحي باکتریاو شمېر هم زیاتوي.

زنجبیل چای وڅښئ

که چېرې نس مو باد یا ګاز نیولی وي زنجبیل چای مو دا ستونزه ښه کوي او ارامښت درکوي.

زنجبیل د هاضمې سیسټم پیاوړی کوي او د معدې د خرابیدو مخه نیسي.

د زنجبیل چای د معدې، قبض او مثانې او نور لپاره غوره ګڼل کیږي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

ژوند او روغتیا؛ بې خوبي مو د روغتیا قاتله ده

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۰:۳۶ GMT+۰

خوب مو څنګه دی؟ هره شپه څو ساعته خوب کوی؟ ایا خوب مو منظم دی که نه؟ که چېرې منظم خوب نه لرئ او تل بې خوبه یاست نو دغه لیکنه راسره ولولئ.

که د انسان بدن اوبو او خوړو ته ډېره اړتیا لري، همداسې خوب ته هم ډېره اړتیا لري. بدن د ورځې په اوږدو کې له ذهني او بدني فشارونو وروسته د بیا رغونې لپاره خوب ته اړتیا لري. خو کله چې خوب په کافي اندازه او په ښه توګه ونه شي، نو بدن او ذهن له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي.

د بې خوبۍ زیانونه په لاندې توګه دي:

بي خوبي مو په ذهني ستونزو اخته کوي

که چېرې منظم خوب ونه کړی نو بي خوبي به مو د دماغ په فعالیتونو په مستقیمه توګه اغیز کوي. بي خوبي حافظه کمزوري کوي او تمرکز خرابوي.

همداراز، بې خوبي د ذهني فشار، خپګان، او ان شیزوفرینیا په څېر رواني ناروغیو د زیاتېدو لامل ګرځي.

بي خوبي مو فزیکي روغتیا زیانمنوي

بي خوبي د وینې فشار لوړوي او د زړه حملې خطر زیاتوي. بي خوبي د بدن معافیتي سیسټم کمزورۍ کوي او د ناروغیو اخته کیدو ګواښ سره مو مخ کوي.

بي خوبي مو په شکر ناروغۍ اخته کوي

بې خوبي د بدن د انسولین تولید اغېزمنوي، چې د شکر ناروغۍ د زیاتېدو سبب ګرځي.

بي خوبي مو وزن زیاتوي

که خوب مو منظم نه وي نو دا د خوب کمښت د اشتها زیاتولو هورمونونو تولید زیاتوي، چې د وزن زیاتېدو سبب ګرځي.

بي خوبي مو ټولنیزې او کاري ستونزې ډېروي

بې خوبي د انسان ټولنیز او مسلکي ژوند هم اغېزمنوي. خلک له بې خوبۍ سره له نورو سره د اړیکو په جوړولو کې ستونزې احساسوي. په کاري چاپېریال کې د بې خوبۍ ښکار خلک ډېری وخت تېروتنې کوي، نوښت او خلاقیت له لاسه ورکوي، او له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي.

څنګه له بې خوبۍ ځان وژغورو؟

څېړونکو تل ویلي، هر انسان په نورمال ډول باید ۷ تر ۸ ساعته خوب وکړي. که منظم خوب نه لری نو د خوب لپاره منظم مهالویش جوړ کړئ. له موبایل او کمپیوټر څخه د خوب نه مخکې ځان لرې وساتئ.کافئین او نور محرک توکي د شپې له خوا مه مصرفوئ په خاصه توګه قهوه او انرژي څښاک.

همدا راز ، په ارامه او تته رڼا لرونکې چاپېریال کې خوب وکړئ.که بیا مو هم د بې خوبۍ ستونزه جدي وي، نو ډاکټر سره مشوره وکړئ.

مشهوره امریکایې سندرغاړې او اداکاره سیلینا ګومیز هم د مجردانو له لېست څخه ووتله

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۱:۰۰ GMT+۰

مشهوره امریکایې سندرغاړې، اداکاره او فلم جوړونکې سیلینا ګومیز هم د مجردانو له لېست څخه ووتله. هغې پر انستاګرام یو پیغام کې چې د کوژدۍ ګوتمۍ پر لاس ده لیکلي،و چې تل پاتې اړیکه اوس پیلیږي.

سیلینا ګومیز د ۱۹۹۲ کال د جولای په ۲۲مه نېټه د متحده ایالاتو په تکزاس ایالت کې زیږېدلې ده. هغې د لومړي ځل لپاره د ماشومانو د ټلویزیوني لړۍ "بارني او ملګري" کې د ماشومې اداکارې په توګه پیژندل شوې.

100%

خو هغه بیا هغه وخت ډېره مشهوره شوه کله چې هغې په دیزني چینل کې د (Wizards of Waverly Place) لړۍ کې چې له ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۱۲ کال پورې خپره شوه د الیکس روسسو رول ولوبوه.

سیلینا ګومیز له مشهورې امریکایي سندرغاړي، موسیقي جوړونکي او سندرلیکونکي بینني بلادکو سره کوژده وکړه.

100%

بینني بلادکو اصلي نوم بینجامین جوزف لیونس دی او د ۱۹۸۸ کال د مارچ په اتمه نېټه زیږېدلی دی.

بینني بلادکو د موسیقۍ په صنعت کې د خپلو خلاقیتونو او نوښتونو له امله شهرت ترلاسه کړی او د نړۍ د ګڼو مشهور سندرغاړو لپاره یې سندرې لیکلي او جوړې کړي دي.

ژوند او روغتیا؛ د قهوې څښل مو عمر زیاتوي

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۳:۴۷ GMT+۰

ایا د قهوې څښل مو خوښ ‌دي؟ هره ورځ څو ګیلاسه قهوه څښی؟ او ایا د قهوې په ګټو پوهیږی؟ که یې په ګټو نه پوهیږئ او غواړئ پوه شې نو دغه لیکنه راسره ولولئ.

په پرتګال کې د یو کلینیک څېړنو ښودلې، چې که هره ورځ قهوه وڅښل شي، نو دا عادت د اوږد او سالم ژوند لپاره خورا ښه ده.

د کویمبرا پوهنتون څېړنو موندلې، چې د قهوې منظم مصرف کولی شي په اوسط عمر کې ۱،۸ سلنه کاله اضافه کړي.

په دې څېړنه کې د تېرو ۵۰ څېړنیزو راپورونو معلومات معاینه شوي چې د خلکو په روغتیا باندې د قهوې څښلو اغېزې یې لیدلي دي.

د څېړنو له مخې، هره ورځ د قهوې څښل د انسان عمر زیاتوي او د ګڼو ناروغیو خطر کموي.

دغې څېړنې موندلې، چې د قهوې څښل د زړه او سږو ناروغۍ، فلج، د سرطان ځینې ډولونه، د شکرۍ ناروغۍ، د حافظې اختلال او ډیپرېشن خطر کموي.

همدا راز، دغه ګرم څښاک د عضلاتو معافیتي روغتیا لپاره هم ګټور دی.

څېړونکو ویلي، چې په اوسني عصر کې په مختلفو هېوادونو کې د زړو خلکو شمېر په چټکۍ سره مخ په ډېرېدو دی، نو اړینه ده چې د هغو غذایي عادتونو په اړه پوه شو چې کولی شي د اوږد او سالم ژوند سره مرسته وکړي.

څېړونکو ویلي، چې څېړنې ټول شته شواهد وڅېړل ترڅو د دې ګرم څښاک اغېزې پر انساني عمر او عمر پورې اړوند ناروغیو باندې پوه شي.

دوی زیاته کړه: «موږ وموندله چې د قهوې څښلو او د سالم اوږد ژوند ترمنځ اړیکه موجوده ده.»

دوی زیاته کړې، چې په قهوه کې د پولي فینولز په نوم د انټي اکسیډنټ او التهاب ضد نباتي مرکباتو له امله دي، چې د اکسیډیټ فشار کنټرولوي.

د څېړونکو په وینا، هره ورځ له ۳ څخه تر ۵ پیالو قهوه څښل د انسان پر روغتیا مثبت اغېز لري.

که چېرې قهوه په منظم ډول وڅښل شي، نو د روغتیا لپاره ګټه لري، که تاسو یې کله نا کله وڅښئ نو ډېره ګټه نه لري.

څېړونکي وایي، چې دغه څېړنه په ځینو برخو کې محدوده ده او لا هم په دې اړه څېړنې روانې دي.

په جاپان کې د انسانانو د مینځلو ماشین جوړ شوی دی

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۰:۴۶ GMT+۰

په جاپان کې د انسانانو د مینځلو ماشین جوړ شوی دی. د مصنوعي ذهانت (اې ای) ټیکنالوژۍ سره سمبال دا د مینځلو ماشین لومړی د انسان بدن تحلیلوي او بیا د مینځلو او وچولو پروسه پیل کوي.

دا عجیب او غریب ماشین جاپاني شرکت (Science Co) جوړ کړی، چې د کالیو مینځلو ماشین په څېر کار کوي او په ۱۵ دقیقو کې یو سړی پاکوي.

دا د یوې جنګي الوتکې د پیلوټ کابین په څېر ښکاري او ډیر ژر به د اوساکا کانسای اېکسپو کې نندارې ته وړاندې شي، چېرې چې زر کسان به د دغه ماشین کې د مینځلو تجربه ترلاسه کړي.

د شرکت په وینا، له نندارې وروسته به د دغه ماشین ډېر تولید پیل کړي.

کله چې یو کس د دغه ماشین پاستیکي برخې ته ننوځي ۵۰ سلنه یې له ګرمو اوبو ډکېږي او وروسته بیا په تېز فشار سره اوبه بهر کېږي.

دغه اوبه یو پیاوړی فشار رامنځته کوي، چې د پوستکي څخه خیرې لرې کوي.

مګر دغه شرکت ادعا کوي، دا ماشین نه یوازې د انسان بدن مینځي بلکې د اې ای ټکنالوژۍ په مرسته ذهن هم پاکوي.

له دې سره سره، داې ای ټیکنالوژي زاړه معلومات په پام کې نیولو سره د پلاستيک دننه ویډیو غږوي چې اعصاب ارامه کوي.

د شرکت په وینا، دا د فزیکي او ذهني تازه والي احساس زیاتوي.

په زړه پورې خبره خو دا ده، چې دا ډیزاین نوی ندی بلکې د ۱۹۷۰ له وخته ده، کوم چې په هغه وخت کې د جاپان په نړۍوال نندارتون کې ښودل شوی و، خو هېڅکله د عامو خلک لپاره نه و.

لا تراوسه دا نه ده روښانه شوې، چې دا ماشین به کله عامو خلکو ته وړاندې شي او د لګښت په اړه یې هم معلومات نه شته.

ژوند او روغتیا؛ که غواړئ ښکلی پوستکی او قوي وېښتان ولرئ، نو لانده کاجو وخورئ

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۱:۰۲ GMT+۰

کاجو نه یوازې خوندوره وچه مېوه ده، بلکې له غذایي موادو بډایه ده او که په لوږه کې یې وخورئ هم خوند کوي او هم ستاسو لوږه ختموي. کاجو که چېرې لانده شي بیا وخوړل شي، په اسانۍ سره هضم کېږي.

که هره ورځ په دوامداره توګه یو ټاکلی مقدار لانده کاجو وخورئ تاسو به دغه لاندې ګټې په خپل وجود کې حس کړئ:

کاجو د زړه لپاره ګټه لري

کاجو په صحي غوړو کې بډایه دی، چې د زړه لپاره خورا مهم دي.

کاجو د خراب کولیسټرول کچه راټیټوي او کولی شي د وینې جریان تنظیم او د وینې د فشار کنټرول کې هم مرسته وکړي.

همدا راز په کاجو کې شته مګنیزیم د زړه روغتیا لپاره ډېر ګټور دی.

کاجو ماغزه پیاوړي کوي

زنک، اوسپنه او مګنیزیم چې د ماغزه د ودې لپاره اړین دي، کاجو کې په پریمانه اندازه شته. کاجو پر ماغزه فشار کموي او حافظې ته وده ورکوي.

همدا راز په کاجو کې موجوده اوسپنه مغزو ته د اکسیجن رسولو کې مرسته کوي.

د یوې څېړنې له مخې چې په ۲۰۲۲ کال کې خپره شوې، کاجو د دماغي روغتیا لپاره ډېر ګټور دی، ځکه چې لنده شوې کاجو د ټرپټوفن لري، کوم چې د سیروټونن (د ښه احساس کولو هورمون) تولید ته وده ورکوي.

کاجو د هډوکو لپاره ګټور دی

کاجو د مګنیزیم، کلسیم او فاسفورس څخه بډایه ده چې دغه منرالونه د هډوکو لپاره اړین دي. د کاجو منظم مصرف کولی شي، د اوستیوپوروسس یا د هډوکو پړسوب په څېر ناروغیو مخه ونیسي.

یوه څېړنه چې په ۲۰۲۰ کې خپره شوې وموندله، چې د کاجو منظم مصرف د درد شدت کموي.

په کاجو کې ویټامین کې هم د کلسیم په ښه جذب کې مرسته کوي، کوم چې د هډوکي روغتیا نوره هم ښه کوي.

کاجو وېښتان قوي او پوستکی ښکلي کوي

که غواړئ، چې روښانه پوستکی او ښکلي وېښتان ولرئ نو تاسو باید هره ورځ کاجو وخورئ.

په کاجو کې په لوړه کچه مس موجود دي، چې د کلوجن د جوړولو لپاره اړین دی، کوم چې پوستکی ښکلی او ځوان ساتي.

مس مرسته کوي، چې وېښتان ژر سپین نه شي.