• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پښتونخوا د اعلی وزیر سلاکار: مرکزي حکومت په کورمه کې فرقه‌ پالنې او ایالتي تعصب ته لمن وهي

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۲:۲۳ GMT+۰

د خیبرپښتونخوا د اعلی وزیر د اطلاعاتو سلاکار بېرېسټر ډاکټر سیف د پاکستان مرکزي حکومت تورن کړی، چې د کورمې ولسوالۍ د تاوتریخوالي او شخړو پر وړاندې بې تفاوته دې او یوازې یې له لرې ننداره کوي.

بېرېسټر سیف پر اسلام اباد تور پورې کړ، چې په کورمه کې فرقه‌پالنې او ایالتي تعصب ته لمن وهي او د سیمې د ستونزو له حل سره راښکون نه ښيي.

سیف وویل چې « کورمه د پاکستان برخه ده، نه د ایران او افغانستان» او د پاکستان د کورنیو چارو پر وزیر یې غږ وکړ، چې دا دې یاد وساتي چې هغه یوازې د اسلام‌اباد نه، بلکې د ټول هېواد د کورنیو چارو مسوول دی.

سیف د کورمې ولسوالۍ په تړاو د ایالتي حکومت د چلند په اړه خپل دریځ روښانه کړ او ویې ویل چې د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ته یوازې دا دنده سپارل شوې چې د تحریک انصاف پلویان ونیسي، په داسې حال کې چې د کورمې ناوړه وضعیت ته هېڅ پام نه کوي.

هغه وویل، چې « کورمه سرحدي سیمه ده او د دفاع وزیر خواجه اصف هم مسوولیتونه لري».

هغه له خواجه اصف نه غوښتنه وکړه چې د پاروونکو څرکندونو پرځای خپلې دندې ته ځیر شي.

نوموړي د پاکستان پر لومړي وزیر هم نیوکې وکړې او شهباز شریف یې جعلي لومړی وزیر وباله. ده وویل چې که اصلي لومړی وزیر په واک کې وای، د کورمې لپاره به د هوايي امبولانس انتظامات لا دمخه شوي وای. هغه دا هم وویل چې اوسنی جعلي لومړی وزیر یوازې پر بې بنسټه ادعاوو بوخت دی.

سیف پر پنجاب حکومت نیوکې وکړې او ادعا یې وکړه چې اعلی وزیر علي امین ګنډاپور خپل هیلیکوپټر د کورمې د بیړنیو مرستو الوتنو لپاره کاروي، خو مریم نواز د هوايي امبولانس په اړه خپلې ژمنې نه دي عملي کړې.

په داسې حال کې چې جګړه ځپلې کورمې ته لومړنۍ مرستې ور رسېدلې، ډاکټر سیف وویل چې دا اړینه ده چې دواړه لوري خپلې درندې وسلې تسلیم او مورچلې ړنګې کړي.

سیف د کورمې لویې جرګې له استازو سره په کتنه کې د سیمې روانې ستونزې، د جرګې پرمختګونه او د سولې پروسې عمومي وضعیت څیړلی دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د ۲۰۲۴ کال پاسپورټونو درجه بندي؛ د افغانستان او سوریې پاسپورټونه د درجه بندۍ په پای کې دي

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۲۳ GMT+۰

۲۰۲۴ کال مخ پر پای ته رسېدو دی، خو د پاسپورټ په نړیواله درجه بندۍ کې افغانستان لاهم په پای کې دی. که د الجولاني حکومت له لویدیز او اروپايي هېوادونو سره د طالبانو د حکومت برعکس اړیکې ورغوي او د خپل هېواد یو ښه نړیوال انځور وړاندې کړای شي، ښايي افغانستان د درجه بندۍ پای ته ټېل وهي.

د افغانستان پاسپورټ د نړیوالې درجه بندۍ په ۱۹۸ ځای کې دی، چې یوازې له سوریې یوګام مخکې دی.

افغانان یوازې ۲۶ هېوادونو ته له ویزې پرته یا له رسېدو وروسته په ویزه تلای شي.

دا محدود لاسرسی د افغانستان د سیاسي بې‌ثباتۍ، کمزورو ډیپلوماتیکو اړیکو، بندیزونو، د طالبانو د خپلسریو او اوږدمهاله جګړو پایله ده. د افغانانو لپاره نړیوال سفرونه لا هم یوه ستونزمنه چاره ده، چې د ویزې اوږده پروسه، لوړ لګښتونه او ډېر ځله رد کېدل پکې شامل دي.

متحده عربي امارات د څلورم ځل لپاره په پرله‌پسې ډول د نړۍ تر ټولو ځواکمن پاسپورټ لري. ددغه هېواد پاسپورټ لرونکي۱۸۰ هېوادونو ته سفر کولای شي، چې په دې کې ۱۳۳ هېوادونو ته له ویزې پرته او ۴۷ هېوادونو ته په ویزه تلای شي.

د ارټون کیپټل د ۲۰۲۴ کال پاسپورټونو درجه‌بندي ښيي چې پاسپورټونه یوازې د سفر لاسوندونه نه دي، بلکې د یوه هېواد نړیوال حیثیت څرګندوي. دمتحده عربي اماراتوپه څېر هېوادونو لپاره دا د ډیپلوماتیکو بریاوو تصدیق دی، خو د افغانستان په څېر هېوادونو لپاره دا د اصلاحاتو او نړیوالې همکارۍ ترلاسه کولو اړتیا څرګندوي.

دا درجه‌بندي یو ځل بیا د ټولو هېوادونو لپاره د بېدارۍ زنګ دی، چې خپلې نړیوالې تګلارې له سره وڅېړي او باوري کړي چې وګړي یې په دې نړۍ کې نه منزوي کیږي.

ارټون کیپټل وايي، چې په سیمه کې شخړو د هېوادونو د حرکت نومرې نورې هم ټیټې کړې دي، ځکه حکومتونه د سفر او ویزې ورکولو په برخه کې سختي کوي.

د عامو افغانانو لپاره دا ټیټه درجه‌بندي پدې مانا ده چې بهر ته د زده‌کړې، کار یا له کورنۍ سره د یوځای کېدو په برخه کې لاهم له خنډونو سره مخ دي.

په ډېرو هېوادونو کې د افغانستان محدود ډیپلوماتیک حضور دا ستونزې لا ډېرې کړې دي.

کارپوهان وړاندیز کوي چې د سیاسي ثبات او ډیپلوماتیکو اړیکو په پیاوړتیا سره د افغانستان درجه‌بندي ښه کېدای شي.

د سیمه‌ییزې همکارۍ هڅې او له ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګرۍ او سفر تړونونه کولای شي د افغانانو د تګ او راتګ پر وړاندې خنډونه کم کړي.

کابل کې د پاسپورټ پر ریاست ګڼه ګوڼه، خو په نړیوال نوملړ کې وروستی ځای
100%
کابل کې د پاسپورټ پر ریاست ګڼه ګوڼه، خو په نړیوال نوملړ کې وروستی ځای

اروپا په ۱۰ غوره کې

اروپایي هېوادونه په درجه‌بندۍ کې مخکښ دي. هسپانیا په دویم ځای کې ده، چې جرمنی یې (پنځم ځای) ته ټېل وهلی دی.

فنلنډ په درېیم، فرانسه څلورم، بیلجیم شپږم، ایټالیا اووم، ډنمارک اتم، نیدرلېنډ نهم او لوکزامبورګ په لسم ځای کې ولاړ دي.

بریټانیا او امریکا، چې یو وخت د نړیوال حرکت سمبولونه ګڼل کېدل، په درجه‌بندۍ کې نور هم راښکته شوي دي.

بریټانیا اوس په ۳۲ ځای کې ده، چې د تېر کال له ۲۲ ځای څخه ښکته شوې ده. د دغه هېواد پاسپورټ لرونکي ۱۲۵ هېوادونو ته له ویزې پرته تلای شي. په ورته وخت کې، د امریکا پاسپورټ له۲۷ ځای څخه ۳۸ ځای ته رالوېدلی، چې څښتنان یې۱۲۳ هېوادونو ته له ویزې پرته او ۵۰ هېوادونو ته په ویزو تلای شي.

د سیمې پراخ انځور

د افغانستان ګاونډي هېوادونه لږ څه ښه وضعیت لري، خو لا هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

پاکستان په ۱۹۵ ځای کې دی، چې ۳۵ هېوادونو ته لاسرسی لري، په داسې حال کې چې هند په ۱۴۲ ځای کې دی او خپلو وګړو ته ۶۰ هېوادونو ته له ویزې پرته سفر حق ورکوي.

په مقابل کې، قزاقستان او ازبکستان د خپلو سیمه‌ییزو همکاریو او سوداګریزو تړونونو له امله په۱۱۴ او۱۴۰ ځای د پرمختګ په حال کې دي.

پوتین وايي ناټو او لویدیز د روسیې هایپرسونیک توغندي نه شي شنډولای

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۰۶ GMT+۰

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ د خپلې کلنۍ خبري ناستې او ځانګړې خپرونې پرمهال د روسیې پر اقتصاد ویاړ وکړ او په اوکراین کې یې د خپلو ځواکونو پرمختګ وستایه. پوتین دا خپرونه د خپلې واکمنۍ د پیاوړتیا او په سیاسي ډګر کې د خپل پراخ کنټرول د ښودلو لپاره کاروي.

د اې پي د رپوټ له مخې، پوتین ددې ناستې پیل په دې ټکو وکړ چې د روسیې اقتصاد سږکال د نږدې څلور سلنې ودې په مسیر کې دی. هغه ومنله چې د مصرفي توکو بیې لوړې دي او په دغه هېواد کې انفلاسیون ۹.۳ سلنه دی، خو ټینګار یې وکړ چې اقتصادي وضعیت لا هم «ثابت» دی.

پوتین، چې نږدې یو پر څلورمه پېړۍ یې واکمني کړې، وویل چې پوځ په اوکراین کې د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو په لور پرمختګ کوي؛ چیرې چې ځواکونو یې ورو خو ثابت پرمختګ کړی دی.

هغه وویل، چې « وضعیت په بنسټیزه توګه بدلېږي، موږ د ټولې کرښې په اوږدو کې پرمختګ کوو».

کله چې له پوتین نه پوښتنه وشوه چې روسي ځواکونه به کله اوکرایني ځواکونه له کورسک نه وشړي، هغه په ځواب کې وویل، «موږ به هغوی یقیني شړو» خو دا یې ونه ویل چې څومره وخت به ونیسي.

پوتین د هغو لویدیزو شنونکو ادعاګانې چې د روسیې نوی هایپرسونیک بالسټیک توغندی د ناټو د هوایي دفاع سیسټمونه رانیولای شي، مسخره وبللې. هغه په طنز سره د لویدیز متحدانو ته د "لوړې ټکنالوژۍ مبارزې" چلینج ورکړ او وړاندیز یې وکړ چې مسکو به پر کیېف د برید واردمخه خبرداری ورکړي او وبه ګوري چې لویدیز یې څنګه دفاع کوي. هغه په موسکا وویل، « راځئ چې وګورو څه کېږي».

پوتین وویل چې مسکو د شخړې د سوله‌ییز حل لپاره خبرو اترو ته چمتو دی، خو ټینګار یې وکړ چې اوکراین باید له ناټو سره د یوځای کېدو غوښتنه پرېږدي او د روسیې لاسته راوړنې ومني.

هغه د سوریې د پخواني ولسمشر بشارالاسد په اړه هم خپل لومړي څرګندونې وکړې.

پوتین وویل چې ده لا تر اوسه له اسد سره نه دي لیدلي، خو پلان لري چې ورسره وویني او د امریکایي ژورنالېست اوسټین ټایس په اړه یې هم وپوښتي، چې په سوریه کې ۱۲ کاله مخکې لادرکه شوی و.

طالبانو په تېرو دریو کلونو کې ۵۹ روسي محاربوي ټانکونه بېرته ترمیم او فعال کړي

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۵۹ GMT+۰

د طالبانو دفاع وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي، چې د ۲۰۷ الفاروق قول اردو تخنيکي ډلې ۱۱ روسي محاربوي او توپخانه یي ټانکونه ترمیم او ګټې اخيستنې ته چمتو کړي او په دې توګه په تېرو دریو کلونو کې د ترمیم شویو ټانکونو ټول شمېر ۵۹ ته رسیږي.

د یاد وزارت د مالوماتو له مخې، دغه ټانکونه د روسانو له وخت راهیسې غير فعاله وو او په تېرو شلو کلونو کې ورڅخه هم استفاده نه ده شوې.

د طالبانو د دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ په يوه اعلاميه کې ویلي، چې د دوی تخنيکي ډلې په تېرو دريو کلونو کې ۵۹ روسي ټانکونه ترمیم کړي او دامهال ورڅخه استفاده کوي.

د طالبانو دفاع وزارت د مالوماتو له مخې، د دوی اړوند ټولو قول اردوګانو کې د پخوانيو روسي ټانکونو او وسلو د بیا ترمیم او جوړولو کارونه پیل شوي دي.

په افغانستان کې د شوروي اتحاد له پوځي ماتې وروسته زرګونه روسي ټانکونه، بې شمېره درندې وسلې او ګڼ شمېر نور پوځي تجهیزات پاتې شوي چې یو شمېر يې د کورنیو جګړو پر مهال تخریب او ځينې پر ګاونډيو هېوادونو د کباړ په ډول وپلورل شول.

پاکستان له منځنۍ اسیا سره د افغانستان له لارې ټرانزیټ سوداګري عصري کوي

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۱۶ GMT+۰

د پاکستان د لوژستیک ملي اداره (NLC) وايي، د تورخم او چمن په مهمو سرحدي دروازو کې د پرمختللې ګډې ټرانزیټ سوداګرۍ مدیریت سیسټم (ITTMS) د بشپړیدو په حال کې دی.

د دې عصري تاسیساتو ۹۷ سلنه کار بشپړ شوی، چې د کارګو د پروسس ظرفیت به پنځه برابره لوړ کړي او له افغانستان او مرکزي اسیا سره به د سرحدي سوداګرۍ بهیر نرم او اغېزناک کړي.

پاکستاني چارواکي وايي، ټاکل شوې دغه نوې تاسیسات د ۲۰۲۵ کال په فبروري کې پرانیستل شي، چې د سیمې د سوداګرۍ په ډینامیک کې به بدلون راولي او امنیت، شفافیت او کاري اغیز به لا زیات کړي.

دا پروژه چې د اسیا پرمختیايي بانک په مالي ملاتړ پلې کېږي، پاکستان ته دا توان ور کوي، چې په سیمه کې د ټرانزیټ د یوه مرکز په توګه ځان پیاوړی کړي.

پاکستان ټوډې رسنۍ وايي، په دې عصري تاسیساتو کې د پرمختللو ټیکنالوژیو کارول د عملیاتو د تنظیم او امنیت د پیاوړتیا لپاره حیاتي دي. له ایکسرې او موټرڅار سکینرونواو د چاودېدونکو او نشه‌يي توکو د موندنې له لاسي تجهیزاتو نیولې تر بایومټریک سیسټمونو او توکو سکینرونو پورې دا سیسټم په تورخم او چمن کې د کارګو د ځنډېدو وخت کموي او د چارو روڼتیاډېروي.

د کمپلکس په یوه عصري ودانۍ کې ګمرک، د نشه يي توکو ضد ځواک، د فدرالي څیړنو ادارې، د پوله‌ساتو او د څارویو د قرنطین چارواکو ته ځای ورکړل شوی.

پاکستاني چارواکي وايي، یو ځانګړی سوداګریز مرکز بانکونو، انټرنېټي خدماتو او د تصفیې استازو ته بېل شوی، په داسې حال کې چې د مالیې تادیې لپاره ځانګړي ځایونه به د ګمرکاتو، کډوالو او نورو ادارو خدمات تنظیم کړي. دا مرکزونه په ورځ کې د وارداتو او صادراتو د۲۴۰۰ ګاډو د پروسس وړتیا لري، چې اوسنی د ۵۰۰ ګاډو ظرفیت پنځه برابره لوړوي.

سرچینه وايي، پر دې سربېره د وارداتو او صادراتو لپاره دلته شاوخوا ۵۰۰ موټر ځای پرځای کیږي.

پاکستان داسې مهال په تورخم او چمن کې خپل ګمرکي مراکز عصري کوي، چې پر ډیورنډ کرښه د لارو د بندیدو له امله هرکال د افغانستان تازه میوې خوسا کیږي او افغانستان ته راتلونکي سوداګریز مالونه په دغه هېواد کې د ډېر پاتې کېدو له امله افغان سوداګرو ته په لوړه بیه تمامیږي.

انس حقاني وایي حکومت د ولس خادم دی، نه حاکم

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۳:۴۱ GMT+۰

انس حقاني چې د حقاني شبکې یو له جګپوړو غړو څخه دی وايي، چې زغیم د ولس حاکم نه، بلکې د ولس خادم دی. هغه پرته له دې چې د طالبانو مشر هبت الله ته اشاره وکړي چې د افغانستان له خلکو پټ دی، وویل، چې واکمن باید د خلکو په منځ کې فعال وي.

حقاني د چهارشنبې په ورځ شمشاد ټلویزیون ته وویل، چې زعیم باید د خلکو له دردونو او کړاوونو خبر وي او د هغوی په منځ کې فعال حضور ولري.

د هغه په ​​وينا، خلک نه بايد زعیم له ځان څخه پردی وګڼي.

هغه زياته کړه، کله چې یو کس خادم وي، بايد خپل مسووليتونه درک کړي او له غرور او تکبر څخه ډډه وکړي.

د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشت کې واک ته له رسېدو وروسته طالبانو هبت الله د افغانستان د مشر په توګه اعلان کړ، خو هبت الله له هغه وخت راهیسې په عام محضر کې نه دی څرګند شوی او یوازې په کندهار ښار پورې محدود دی.

هغه اوس هم له خپلو چارواکو سره ډېر لږ ګوري او کله ناکله يې په کندهار کې د طالبانو له امنيه قوماندانانو سره د راډيو له لارې خبرې کړې دي.

طالبانو د خپل مشر د پټېدو په اړه رسمي توضیحات نه دي ورکړي.

په دې مرکه کې انس حقاني د خپل تره خلیل حقاني د وژنې په اړه خبرې وکړې او هغه وویل، چې تره یې د داعش په برید کې وژل شوی دی.

د هغه په ​​وینا، داعش وروسته له هغې راڅرګند شو چې امریکایان "د زوال او ناکامۍ" په حال کې وو.

انس حقاني دا خبره رد کړه، چې تره یې د طالبانو د داخلي شخړو په پایله کې وژل شوی دی.

هغه څرګنده کړه، چې له پخوا څخه تر اوسه د طالبانو تر منځ د نظر اختلاف موجود دی.

د بېلګې په توګه، واک ته له رسېدو مخکې د طالبانو د پوځ او سیاستوالو تر منځ اختلافات موجود وو، خو هغه ټینګار وکړ، چې دغه اختلافات د دوښمنۍ او مخالفت په معنا نه دي.

همدا راز، انس حقاني د طالبانو د مشر د اطاعت په اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د مشرتابه اطاعت د هغوی د بریالیتوب تضمین دی.

انس حقاني زیاته کړې، چې خلیل الرحمان حقاني ولسي څېره وه او د خپل امنیت په تامین کې یې د بې احتیاطۍ له امله وژل شوی دی.

نوموړي په وار - وار خليل حقاني ته د امنيتي مسايلو د جدي نيولو خبرداری ورکړی و، خو هغه دا موضوع جدي نه ده نيولې.

د حقاني شبکې دغه جګپوړي غړي همداراز څرګنده کړه، چې خلیل الرحمان حقاني له شوروي اتحاد او امریکا سره د جګړې پر مهال او حتی د پاکستان په زندان کې هم ونه وژل شو، مګر بالاخره د داعش له خوا ووژل شو.

خلیل الرحمان حقاني تېره اونۍ په کابل کې د داعش په برید کې ووژل شو.