• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغانستان له زیمبابوې د پنځوس اوره سیالیو لړۍ هم وګټله

۱ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۲:۳۶ GMT+۰

افغانستان د دریو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ دوه پرله پسې لوبې له زیمبابوې وګټلي او لوبلړۍ یې په خپل نوم کړه. د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د باران له امله بې نتیجي اعلان شوي وه. تردې وړاندې افغانستان له زیمبابوې د شل اوره لوبو لړۍ هم ۲پر ۱ ګټلي وه.

د زیمبابوې په کوربه توب د دریو یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ د وروستۍ لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او کوربه لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې افغان توپ اچوونکو د زیمبابوې لوبډلې ټوله لوبډله د لوبې په ۳۰،۱ اورونو کې په ۱۲۷ منډو وسوځوله.

په توپ اچونه کې د افغانستان ځوان ورو توپ اچوونکي الله محمد غظنفر پنځه، راشد خان درې عظمت الله عمرزي او فرید ملک یوه ـ یوه ویکټه واخیستله.

د لوبې په دوهمه پاڼۍ کې د افغان لوبډلې دوه پیلیز توپ وهونکو ښه ملګرتیا وکړه.

په توپ وهنه کې صدیق اتل ۵۲، عبدالمالک ۲۹ او حشمت الله شهیدي ۲۰ ناسوځیدلې منډې جوړې کړي او د لوبې په ۲۶،۵ اور کې یې د زیمبابوې د ۱۲۸ منډو هدف پوره کړ.

د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ د دغې لوبلړۍ لومړۍ لوبه د روان له امله بې نتیجې اعلان شوه او دوه ورځې وړاندې په دوهمه لوبه کې افغان لوبډلې کوربه لوبډلې ته د ۲۳۲ منډو په توپير ماتې ورکړه.

افغان لوبډلې زیمبابوې ته په خپل دغه سفر کې د شل اوریزو لوبلړۍ هم ۲ پر ۱ ګټلې ده.

فغان لوبډله پنځه ورځز وروسته د زیمبابوې په وړاندې دوه ټېسټ لوبې هم کوي.

دغو ټېسټ لوبو ته تېره اونۍ د افغانستان کرېکټ بورډ حشمت الله شهیدي په لوبډلمشرۍ ۱۸ کسیزه لوبډله اعلان کړل.

ترویج لرونکی

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو
۱

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو

۲

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۳
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۴
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۵

شاه محمود میاخېل: د امریکا د ولسمشر مرستیال د پاکستان د پوځ مشر له خپلې ښځې سره مقایسه کړی

•
•
•

نور کیسې

د زیمبابوې کرېکټ لوبډلې افغان لوبډلې ته د ۱۲۸ منډو هدف وټاکه

۱ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۲۷ GMT+۰
د زیمبابوې کرېکټ لوبډلې افغان لوبډلې ته د ۱۲۸ منډو هدف وټاکه
100%

د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ په دریمه نړیواله یو ورځنۍ لوبه کې زیمبابوې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره افغان لوبډلې ته ۱۲۸ منډې هدف وټاکه.

د دې لوبلړۍ لومړنۍ لوبه د باران له کبله بې نتیجې اعلان شوه، خو دویمه لوبه افغان لوبډلې په لوی توپیر وګټله.

تر دې سیالیو مخکې افغان ملي لوبډلې له زیمبابوې سره د شل اوره سیالیو لړۍ هم درلوده.

هغه لړۍ افغان لوبډلې دوه د یو په مقابل کې وګټله.

د افغان کرېکټ بورډ د اعلامیې له مخې، په نننۍ سیالۍ کې د افغان لوبډلې په ګټه غضنفر ۵، راشد خان ۳، فرید احمد ملک او عظمت الله عمرزي یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

افغان لوبغالي په څو شېبو کې د زیمبابوې په مقابل کې توپ وهنې ته کوزېږي.

افغان کرېکټ لوبډلې د دې لړۍ دویمه لوبه د ۲۳۲ منډو په لوی توپیر ګټلې وه، خو لومړنۍ لوبه د باران له کبله بې پایلې شوه.

د افغانستان ملي لوبډله به سبا له زمبابوې سره خپله وروستۍ لوبه ترسره کړي

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۸:۴۷ GMT+۰
د افغانستان ملي لوبډله به سبا له زمبابوې سره خپله وروستۍ لوبه ترسره کړي
100%

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله به سبا د زمبابوې له ملي لوبډلې سره د یو ورځنیو سیالیو درېیمه او وروستۍ سیالي ترسره کړي.

دغه لوبه به د افغانستان پر وخت د غرمې په ۱۲:۰۰ بجو پېل شي.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د درې نړۍوالو یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ په دویمه لوبه کې کوربه زمبابوې لوبدلې ته د ۲۳۲ منډو په ستر توپیر ماته ورکړه.

د زمبابوې پر وړاندې د افغان لوبډلې د ۲۳۲ منډو په توپیر بریا په یو ورځنیو نړۍوالو سیالیو کې د منډو له اړخه، تر ټولو ستره بریا ګڼل کېږي.

صدیق اتل ددغه سیالۍ غوره لوبغاړی وټاکل شو، چې ۱۰۴ منډې یې جوړې کړې وې او په ډګر ساتنه کې یې درې کېچونه نیولي و.

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ لومړۍ یو ورځینۍ نړۍواله لوبه په هرارې کې د دوامداره ورښت له امله بې پایلې پای ته رسیدلې وه.

له دې وړاندې افغان لوبډلې د روان کال په سپتمبر میاشت کې سوېلي افریقا ته د ۱۷۷ منډو په توپیر ماتې ورکړې وه، چې هغه مهال د لوبډلې تر ټولو ستره بریا وه.

افغان فوټبال لیګ کې ابومسلم، صرافانو او سرخ پوشان خوافي، سرسبز یاشلر لوبډلې ته ماتې ورکړه

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۱۸ GMT+۰
افغان فوټبال لیګ کې ابومسلم، صرافانو او سرخ پوشان خوافي، سرسبز یاشلر لوبډلې ته ماتې ورکړه
100%

د افغانستان فوټبال فدراسيون د اتلانو لیګ د څلورم پړاو سيالیو کې د جمعې په ورځ لومړۍ لوبه کې د هرات سرخ پوشان خوافي، د فاریاب سرسبز یاشلر لوبډلې ته ۲ پر یو او د فراه ابومسلم لوبډلې د هرات صرافانو لوبډلې ته یو پر صفر ماتې ورکړه.

د افغانستان د فوټبال اتلانو لیګ د پنځمې اونۍ د جمعې ورځې په لومړۍ سيالۍ کې کې د هرات سرخ پوشان خوافي لوبډلې ۲ پر يو د فاریاب سرسبز یاشلر لوبډلې ته په ماتې ورکولو او د ۱۳ نمبرو په درلودلو سره د سیاليو د جدول دريم ځای خپل کړ.

د همدې سيالۍ په لومړۍ نیمایي کې د سرخ پوشانو لوبډلې لوبغاړي فرهاد عليزاده په ۱۵ مه او امید رجبي په ۱۹مه دقیقه کې ګولونه وکړل.

د لوبې په دويمه نيمايي کې د یاشلر لوبډلې لوبغاړي میرویس غفوري په ۴۷ مه دقیقه کې یو ګول وکړ.

د همدې ورځي په دويمه سيالۍ کې د فراه ابومسلم لوبډلې د هرات صرافانو لوبډلې ته په ماتې ورکولو د لوبو د جدول لومړی ځای خپل کړ.

د فراه ابومسلم لوبډلې لوبغاړي حامد اميري د لوبې د دويمې نيمایي په ۷۷ مه دقيقه کې ګول تر سره کړ او لوبډله یې تر بریا ورسوله.

په دې سياليو کې ابومسلم لوبدله د ۱۵ نمرو او مثبت ۱۳ ګولو په کولو د جدول په سر کې، د هرات اټک انرژۍ لوبډله د ۱۵ نمرو او مثبت ۹ ګولونو په لرولو سره د جدول په دویم او د هرات سرخ پوشان خوافي لوبډله د ۱۳ نمرو په لرلو سره د جدول په دريم ځای کې قرار لري.

د افغانستان د فوټبال د اتلانو لیګ په څلورم پړاو کې ۱۲ لوبډلې د اتلولۍ ګټلو لپاره یو د بل سره لوبيږي.

د افغانستان فوټبال اتلانو لیګ دغه سيالۍ د هرات په کوربتوب شروع دي.

رحمن الله ګربز: ډېر ژر به د مینه والو له پاره سیالیو ته راوګرځم

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۸:۳۱ GMT+۰
رحمن الله ګربز: ډېر ژر به د مینه والو له پاره سیالیو ته راوګرځم
100%

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې پیاوړي پیلیز توپوهونکي رحمن الله ګربز په پښه کې د ټپ له امله خپلو مینه والو ته ډاډ ورکړی چې ډېر ژر به لوبو ته راوګرځي. نوموړی د ورانه عضلې د اوښتو او برېښ له امله د زمبابوې پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو له لوبلړۍ بهر شوی وو.

رحمن الله ګربز پر فیسبوک پاڼه د خپلې ناروغۍ په اړه لیکلي:« ګرانو او خوږو مینوالو زما ټپ زیات د تشویش وړ ندی دا یو څه وخت کیده چې د پښې د عضلې له امله مې درد محصوص کولو چې د ډاکټر په هدایت یې درې هفتې استراحت راکړی دی امید دی چې ستاسو د خوښ ساتلو لپاره بیاځلې زر لوبو ته راوګرځم ،ستاسو د دوعاګانو په هیله».

تر دې وړاندې د کرکټ بورډ ادارې په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي وو، چې رحمن الله ګربز په پښه کې د ټپ له امله له زبمابوې سره په یو ورځينیو سیالیو کې برخه نشي اخیستی او نوموړي ته د لوبډلې د ډاکټر او فېزیوتراپیست له لوري تر بشپړې درملنې پورې د استراحت سپارښتنه شوې ده.

په دغه سیالیو کې د ګربز پر ځای د لوبډلې بل ویکټ ساتونکی او توپوهونکی محمد اسحاق د ۱۸ کسیز نوملړ برخه دی.

همدا راز ورو توپ اچونکي مجیب الرحمن ته هم د روغتیایي پروسې او معایناتو وروسته د اړوند ډاکټر له لوري سپارښتنه شوې، ترڅو د هغه تر بشپړې روغتیا او ډاډ پورې د یو ورځنیو لوبو پر مهال استراحت وکړي.

افغانستان له زیمبابوې نه په ستر توپیر دویمه لوبه وګټله

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۳:۳۷ GMT+۰
افغانستان له زیمبابوې نه په ستر توپیر دویمه لوبه وګټله
100%

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې له زیمبایوې سره په یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې خپله دویمه لوبه په ستر توپیر وګټله.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د ۲۳۲ منډو په ستر توپیر سره بریالۍ شوه، چې له زیمبابوې دا لوبه وګټي.

افغانستان په لومړۍ پاڼۍ کې ۲۸۷ منډې وکړې، چې ۱۰۴ منډې صدیق الله اتل او ۸۴ منډې عبدالمالک وکړې.

زیمبابوې په ۱۷ اورونو او پنځو توپونو ټولې ۵۴ منډې وکړې او په دې توګه یې په ستر توپیر افغانستان ته لوبه وبایلله.

الله محمد غضنفر او نوید ځدراڼ په دې لوبو کې درې درې لوبغاړي وسوځول او فضل فاروقي او عظمت عمرزي یوه یوه ویکټه واخسته.

د دواړو لوبدلو ترمنځ د لوبلړۍ وروستۍ لوبه راتلونکې شنبه ترسره کیږي.