• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مولوي کبیر وايي طالبان کار کوي او د پخوانیو حکومتونو په څېر وخت نه ضایع کوي

۲ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۳:۳۱ GMT+۰

د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال په پکتیکا کې د یوې جهادي مدرسې د پګړۍ تړنې غونډې ته وویل چې «اسلامي امارت د پخوانیو حکومتونو په شان وخت نه ضایع کوي بلکې د هیواد رغونې ته جدي پام لري او په تېرو څه باندې دریو کلونو کې یې ګڼې پروژې پلې کړې دي».

مولوي کبیر د یکشنبې په ورځ د مرغومي پر دویمه په پکتیکا کې د یوې جهادي مدرستې د طالبانو فراغت غونډې ته په خبرو کې، چې ددې ډلې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت معیین یې ملتیا کوله، وویل چې د طالبانو امنیتي او استخباراتي ادارې پیاوړې شوې او دوی توانیدلي چې « فتنه ګر د افغانستان له خاورې ورک کړي».

د «فتنه ګرو» د وکاوي په اړه دا څرګندونې داسې مهال دي، چې دوه اونۍ وړاندې داعش وسله والې ډلې د طالبانو د کډوالو چارو وزیر په خپل وزارت کې وواژه.

کبیر په خپلو خبرو کې وویل چې « د هیواد په کچه مدرسې او ښوونځي په بشپړ امنیت کې فعالیت کوي».

هغه ادعا وکړه، چې «افغانان په حاکم اسلامي نظام کې خپل ځان ويني».

د طالبانو دغه چارواکی وايي، چې د فقر د کچې ټیټولو لپاره هم هڅې پیل شوې او په نږدې کلونو کې به د افغانستان ملي اقتصاد لا ډېر پیاوړی شي.

هغه د ملي اقتصاد د پیاوړتیا په تړاو چې ده یې د پیاوړتیا ادعا وکړه، د خپلې ډلې پلانونه په ډاګه نه کړل.

مولوي کبیر تېر حکومتونه د وخت په ضایع کولو تورن کړل او ویې ویل چې دوی کار کوي.

هغه زیاته کړه، چې « اسلامي امارت د پخوانیو حکومتونو په شان وخت نه ضایع کوي، بلکې د هیواد رغونې ته جدي پام لري او په تېرو څه باندې دریو کلونو کې ګڼې پروژې پلې شوې او نور پراختیایي کارونه هم په پلان کې دي».

د طالبانو دغه چارواکي دغه راز وویل چې اوس څوک په مدرسو او پوهنتونونو کې «د ناسمو افکارو» د خپرولو جرئت نه شي کولای او طالبانو هم په خپل تاریخ کې په اسلامي او دیني ارزښتونو معامله نه ده کړې.

هغه ادعا وکړه، چې امارت یې د پخوا په پرتله ډېر پیاوړی شوی او له ګڼو هېوادونو سره سياسي او اقتصادي اړیکې لري.

د طالبانو دغه چارواکی داسې مهال له نورو هېوادونو سره د اقتصادي او سیاسي اړیکو خبرې کوي، چې دا ډله تراوسه د نړۍ هیڅ هېواد په رسمیت نه ده پېژندلې او ډېری اقتصادي پروژې یې یوازې د خبرو تر حده دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

ملګرو ملتونو افغانستان کې د ښځو په مشرۍ د ۸۰ زره وړو کاروبارونو ملاتړ کړی

۲ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۴۸ GMT+۰

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پراختیايي اداره وايي، په افغانستان کې یې د ښځو په مشرۍ د لږ تر لږه ۸۰ زره کوچنیو کاروبارونو ملاتړ کړی دی. دغه سازمان وايي، په دغو کاروبارونو سره شاوخوا ۹۰۰ زره کاري فرصتونه رامنځته شوي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې د یکشنبې په ورځ «د مرغومي ۲مه» په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې د ښځو له خوا اداره کېدونکو دغو کاروبارونو نه شاوخوا ۴،۵ میلیونه افغانانو په مستقیم او غیر مستقیم ډول ګټه پورته کړې ده.

د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې لیکلي، چې دغه د سوداګرۍ فرصتونه د جاپان او اروپايي ټولنې په مالي مرسته او د دغه سازمان په اسانتیا سره پلي شوي دي.

دې ادارې د لیندۍ پر ۱۱مه اعلان کړی و، چې د جاپان په مرسته له ۲۰۲۱ کال راهیسې په افغانستان کې د ۲۲۵ زره ښځو په ګډون څه باندې۸۶۵ زره کسانو دندې موندلې دي.

دغه سازمان زياته کړه، چې په دې موده کې څه دپاسه يو اعشاريه اووه میليونه تنو پرمختللو خدمتونو ته لاسرسى پيدا کړى دى.

د ملګرو ملتونو پرمختیايي اداره په ۱۷۰ هېوادونو کې د بې وزلۍ له منځه وړو او د طبیعت او ځمکې د ساتنې په موخه فعالیت کوي.

هبت الله د هغو کسانو دوسیې لغوه کړې چې تېر حکومت کې له طالبانو سره په همکارۍ تورن شوي وو

۲ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۵۵ GMT+۰

د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده له سیستم نه د هغو کسانو ددوسیو حذفولو امر کړی، چې له طالبانو سره د همکارۍ له امله د تېر حکومت په قضايي او امنیتي ارګانونو کې ثبت وې. هغه ویلي چې دا کسان تر هغه بې ګناه دي چې د طالبانو د رژیم له خوا په کومه قضیه کې تورن نه وي پېژندل شوي.

د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده د یکشنبې په ورځ په یوه حکم کې امر کړی، چې د دې ډلې د غړو یا هغو کسانو دوسیې، چې د پخوانیو حکومتونو له خوا محاکمه شوي او یا له طالبانو سره د همکارۍ په تور مجرم پېژندل شوي وي، له اداري اسنادو او برېښنايي سیسټمونو څخه په بشپړه توګه لرې شي.

د طالبانو د مشر په حکم کې راغلي چې اړوندې ادارې مکلفې دي، چې له بایومټریک سیسټم، اداري اسنادو، د محکمې له پرېکړو، د څارنې او امنیتي اسنادو، لېستونو او برېښنايي اسنادو څخه د دغو کسانو نومونه او دوسیې لرې او له منځه یوسي.

هبت الله اخوندزاده دا هم ویلي چې دا کسان تر هغه چې د دې ډلې تر واکمنۍ لاندې یې جرم نه وي کړی، بې ګناه ګڼل کېږي.

خو ویل کیږي چې د طالبانو د مشر له حکم سره سم هر ډول اداري اسناد چې د طالبانو د چارواکو له خوښې سره سم نه وي، له منځه وړل کېږي.

طالبانو لا دمخه د خپلو پخوانیو همکارانو د ملاتړ لپاره اقدامات کړي دي.

په تیرو دریو کلونو کې دې ډلې د ځانمرګو بریدګرو کورنیو ته ځانګړي امتیازات ورکړي دي.

طالبان له ماین پاکانو سره اوس د خپلو ښخو کړیو ماینونو په شنډولو کې همکاري کوي

۲ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۳۰ GMT+۰

انډیپنډېنټ وايي، پخواني طالب جنګیالي اوس د نړۍ د ماین پاکۍ تر ټولو سترې خیریه موسسې سره د هغو بمونو او ماینونو په موندلو کې مرسته کوي، چې دوی د جمهوري حکومت او ناټو او امریکايي ځواکونو د حضور پرمهال د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ښخ کړي دي.

د هیلو ټرسټ یو تن مسوول وايي، کله چې دوی په کندهار کې د یوه سړک غاړې ماین د پلټنې لپاره لاړل د دوی د کاروان یوه امنیتي ساتونکي په ناببره توګه بم ته اشاره وکړه او ویې ویل «دا ما دلته اېښی و».

دغه امنیتي ساتونکي، چې پخوا طالب جنګیالی و او اوس د سیمې له پولیسو سره کار کوي، وروسته په یوه بله سیمه کې هم هغه ځایونه په ګوته کړل چې دوی نور ماینونه پکې ځای پرځای کړي وو.

دغه موسسه، چې مرکز یې په ډمفریشایر کې دی، له ۱۹۸۸ کال راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي او په دې موده کې یې تر ۸۰۰ زرو ډېر ماینونه شنډ کړي دي.

د انډیپنډنټ د رپوټ له مخې، په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته امنیتي وضعیت ښه شوی، خو د ښځو د حقونو په برخه کې لا هم د نړۍ تر ټولو سخت محدودیتونه لري.

د هیلو ټرسټ د پروګرام مدیر کالوم پیبلز وویل، « ډېری طالب جنګیالي چې ما ورسره خبرې کړې دي وایي چې جګړه پای ته رسېدلې او اوس غواړي افغانستان ورغوي».

هیلو ټرسټ له سیمه ییزو خلکو سره نږدې اړیکې تینګې کړې او دې چارې د باور په رامنځته کولو کې مرسته کړې ده.

په جګړو کې طالبانو ډېری د سړکونو په شاوخوا کې د وسایطو او پرسونل ضد بمونه ځای پرځای کول.

کالوم پیبلز یادونه وکړه، « موږ حتاله بم جوړوونکو سره خبرې کړې دي، دوی موږ ته تشریح کړي چې ولې یې خاص ځایونه د بم ځای پر ځای کولو لپاره غوره کړي وو او د دوی د تاکتیکونو منطق څه و».

د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۴ کال په لومړیو کې هره میاشت شاوخوا ۶۰ ماشومان د هغو ماینونو او چاودېدونکو توکو له امله وژل شوي یا ټپیان شوي، چې له تېرو څو لسیزو جګړو پاتې دي.

د هیلو ټرسټ موسسې په وینا، دوی اوس د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې فعالیت کوي او د ماین پاکۍ په برخه کې یې پرمختګ چټک شوی دی.

له هیلو ټرست سره د طالبانو د بم اېښودونکو همکاري داسې مهال ده، چې دې ډلې له ۲۰۰۱ کال نه تر ۲۰۲۱ کال پورې په افغانستان کې د مرګونو ځانمرګو بریدونو، سړک غاړې بمي چاودنو او بوشکه یې بمونو مسوولیت پرغاړه اخستی چې په زرګونو خلک یې وژلي او معیوب کړي دي.

طالبان وایي، چې په بلخ کې یې بېرته راستنو شویو کډوالو ته کورونه جوړ کړي دي

۲ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۹:۱۶ GMT+۰

طالبان وایي، چې د بلخ ولایت په شولګرې ولسوالۍ کې یې افغانستان ته د بېرته راستنو شویو کډوالو د ۴۰ کورنیو لپاره کورونه جوړ کړي دي. خو ستانه شوي کډوال شکايت کوي چې ورسره شوې ژمنې په سم ډول نه دي عملي شوې.

د طالبانو تر واک لاندې د ملي ټلویزیون پر اېکس پاڼه په بلخ ولایت کې د دغې ډلې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ادارې د یوه چارواکي په حواله لیکلي، چې دغه کورونه یې د یوه خیریه بنسټ په مرسته جوړ کړي دي.

دغه کورونه هغو کډوالو ته جوړ شوي، چې له ګاونډیو هېوادونو بېرته افغانستان ته ستنېدلي او سرپناه نه لري.

د افغانستان دوه ګاونډي هېوادونه هره ورځ شاوخوا سل کډوالې کورونۍ د قانوني اسنادو د نشتوالي له امله په زوره له دغو هېوادونو باسي.

اوس هم ډېری ستنېدلي کډوال د کډوالو لپاره په ځانګړو شویو پنډغالو کې شپې سبا کوي او د سرپناه له نشتوالي سر ټکوي.

نن سبا افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو کډوالو لویه ننګونه هم سرپناه ده؛ خو ځیني کډوال د طالبانو له‌خوا دوی ته د شویو ژمنو پر نه عملي کېدو نیوکه کوي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي له افغانستان سره د جاپان له تازه بشري مرستې هرکلی کړی

۲ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۸:۳۲ GMT+۰

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر ایکس پاڼه د جاپان له تازه مرستې هرکلی کړی او دغه هېواد یې د افغانستان یو ښه ملګری بللی دی. کابل کې د جاپان سفارت تېره چارشنبه د ( لیندۍ ۲۸مه) ویلي و، چې له افغانستان سره ۲۷.۵ میلیونه ډالره مرسته کوي.

ښاغلي کرزي په خپله ایکس پاڼه په یوه یادښت کې لیکلي: «جاپان له افغانستان سره ښې اړیکې لري او په بېلابېلو برخو کې یې د افغانانو لاسنېوی کړی دی.»

جاپان ویلي چې دغه اعلان شوې بشري بسپنه به د ملګرو ملتونو او نادولتي موسسو له لارې اړمنو افغانانو ته ورسوي، څو یې په ژوند کې بدلون رامنځته شي.

جاپان پر افغانستان د طالبانو تر واکمنیدو را وروسته له افغانسان سره ۵۰۵ میلیونه امریکایي ډالره مرسته کړې ده.
 د جمهوري نظام تر پرځیدو وروسته امریکا هم د درې میلیادره ډالرو مرستې کړې او داسې شکونه شته چې طالبانو د دغو بشري مرستو د ترلاسه کیدو لپاره جعلي نادولتي‌ موسسې هم جوړې کړې او دغه پیسې د مرستو پر ځای تالا ترغه کیږي.