• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

هبت الله د هغو کسانو دوسیې لغوه کړې چې تېر حکومت کې له طالبانو سره په همکارۍ تورن شوي وو

۲ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۵۵ GMT+۰

د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده له سیستم نه د هغو کسانو ددوسیو حذفولو امر کړی، چې له طالبانو سره د همکارۍ له امله د تېر حکومت په قضايي او امنیتي ارګانونو کې ثبت وې. هغه ویلي چې دا کسان تر هغه بې ګناه دي چې د طالبانو د رژیم له خوا په کومه قضیه کې تورن نه وي پېژندل شوي.

د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده د یکشنبې په ورځ په یوه حکم کې امر کړی، چې د دې ډلې د غړو یا هغو کسانو دوسیې، چې د پخوانیو حکومتونو له خوا محاکمه شوي او یا له طالبانو سره د همکارۍ په تور مجرم پېژندل شوي وي، له اداري اسنادو او برېښنايي سیسټمونو څخه په بشپړه توګه لرې شي.

د طالبانو د مشر په حکم کې راغلي چې اړوندې ادارې مکلفې دي، چې له بایومټریک سیسټم، اداري اسنادو، د محکمې له پرېکړو، د څارنې او امنیتي اسنادو، لېستونو او برېښنايي اسنادو څخه د دغو کسانو نومونه او دوسیې لرې او له منځه یوسي.

هبت الله اخوندزاده دا هم ویلي چې دا کسان تر هغه چې د دې ډلې تر واکمنۍ لاندې یې جرم نه وي کړی، بې ګناه ګڼل کېږي.

خو ویل کیږي چې د طالبانو د مشر له حکم سره سم هر ډول اداري اسناد چې د طالبانو د چارواکو له خوښې سره سم نه وي، له منځه وړل کېږي.

طالبانو لا دمخه د خپلو پخوانیو همکارانو د ملاتړ لپاره اقدامات کړي دي.

په تیرو دریو کلونو کې دې ډلې د ځانمرګو بریدګرو کورنیو ته ځانګړي امتیازات ورکړي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

طالبان له ماین پاکانو سره اوس د خپلو ښخو کړیو ماینونو په شنډولو کې همکاري کوي

۲ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۳۰ GMT+۰

انډیپنډېنټ وايي، پخواني طالب جنګیالي اوس د نړۍ د ماین پاکۍ تر ټولو سترې خیریه موسسې سره د هغو بمونو او ماینونو په موندلو کې مرسته کوي، چې دوی د جمهوري حکومت او ناټو او امریکايي ځواکونو د حضور پرمهال د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ښخ کړي دي.

د هیلو ټرسټ یو تن مسوول وايي، کله چې دوی په کندهار کې د یوه سړک غاړې ماین د پلټنې لپاره لاړل د دوی د کاروان یوه امنیتي ساتونکي په ناببره توګه بم ته اشاره وکړه او ویې ویل «دا ما دلته اېښی و».

دغه امنیتي ساتونکي، چې پخوا طالب جنګیالی و او اوس د سیمې له پولیسو سره کار کوي، وروسته په یوه بله سیمه کې هم هغه ځایونه په ګوته کړل چې دوی نور ماینونه پکې ځای پرځای کړي وو.

دغه موسسه، چې مرکز یې په ډمفریشایر کې دی، له ۱۹۸۸ کال راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي او په دې موده کې یې تر ۸۰۰ زرو ډېر ماینونه شنډ کړي دي.

د انډیپنډنټ د رپوټ له مخې، په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته امنیتي وضعیت ښه شوی، خو د ښځو د حقونو په برخه کې لا هم د نړۍ تر ټولو سخت محدودیتونه لري.

د هیلو ټرسټ د پروګرام مدیر کالوم پیبلز وویل، « ډېری طالب جنګیالي چې ما ورسره خبرې کړې دي وایي چې جګړه پای ته رسېدلې او اوس غواړي افغانستان ورغوي».

هیلو ټرسټ له سیمه ییزو خلکو سره نږدې اړیکې تینګې کړې او دې چارې د باور په رامنځته کولو کې مرسته کړې ده.

په جګړو کې طالبانو ډېری د سړکونو په شاوخوا کې د وسایطو او پرسونل ضد بمونه ځای پرځای کول.

کالوم پیبلز یادونه وکړه، « موږ حتاله بم جوړوونکو سره خبرې کړې دي، دوی موږ ته تشریح کړي چې ولې یې خاص ځایونه د بم ځای پر ځای کولو لپاره غوره کړي وو او د دوی د تاکتیکونو منطق څه و».

د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۴ کال په لومړیو کې هره میاشت شاوخوا ۶۰ ماشومان د هغو ماینونو او چاودېدونکو توکو له امله وژل شوي یا ټپیان شوي، چې له تېرو څو لسیزو جګړو پاتې دي.

د هیلو ټرسټ موسسې په وینا، دوی اوس د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې فعالیت کوي او د ماین پاکۍ په برخه کې یې پرمختګ چټک شوی دی.

له هیلو ټرست سره د طالبانو د بم اېښودونکو همکاري داسې مهال ده، چې دې ډلې له ۲۰۰۱ کال نه تر ۲۰۲۱ کال پورې په افغانستان کې د مرګونو ځانمرګو بریدونو، سړک غاړې بمي چاودنو او بوشکه یې بمونو مسوولیت پرغاړه اخستی چې په زرګونو خلک یې وژلي او معیوب کړي دي.

طالبان وایي، چې په بلخ کې یې بېرته راستنو شویو کډوالو ته کورونه جوړ کړي دي

۲ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۹:۱۶ GMT+۰

طالبان وایي، چې د بلخ ولایت په شولګرې ولسوالۍ کې یې افغانستان ته د بېرته راستنو شویو کډوالو د ۴۰ کورنیو لپاره کورونه جوړ کړي دي. خو ستانه شوي کډوال شکايت کوي چې ورسره شوې ژمنې په سم ډول نه دي عملي شوې.

د طالبانو تر واک لاندې د ملي ټلویزیون پر اېکس پاڼه په بلخ ولایت کې د دغې ډلې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ادارې د یوه چارواکي په حواله لیکلي، چې دغه کورونه یې د یوه خیریه بنسټ په مرسته جوړ کړي دي.

دغه کورونه هغو کډوالو ته جوړ شوي، چې له ګاونډیو هېوادونو بېرته افغانستان ته ستنېدلي او سرپناه نه لري.

د افغانستان دوه ګاونډي هېوادونه هره ورځ شاوخوا سل کډوالې کورونۍ د قانوني اسنادو د نشتوالي له امله په زوره له دغو هېوادونو باسي.

اوس هم ډېری ستنېدلي کډوال د کډوالو لپاره په ځانګړو شویو پنډغالو کې شپې سبا کوي او د سرپناه له نشتوالي سر ټکوي.

نن سبا افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو کډوالو لویه ننګونه هم سرپناه ده؛ خو ځیني کډوال د طالبانو له‌خوا دوی ته د شویو ژمنو پر نه عملي کېدو نیوکه کوي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي له افغانستان سره د جاپان له تازه بشري مرستې هرکلی کړی

۲ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۸:۳۲ GMT+۰

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر ایکس پاڼه د جاپان له تازه مرستې هرکلی کړی او دغه هېواد یې د افغانستان یو ښه ملګری بللی دی. کابل کې د جاپان سفارت تېره چارشنبه د ( لیندۍ ۲۸مه) ویلي و، چې له افغانستان سره ۲۷.۵ میلیونه ډالره مرسته کوي.

ښاغلي کرزي په خپله ایکس پاڼه په یوه یادښت کې لیکلي: «جاپان له افغانستان سره ښې اړیکې لري او په بېلابېلو برخو کې یې د افغانانو لاسنېوی کړی دی.»

جاپان ویلي چې دغه اعلان شوې بشري بسپنه به د ملګرو ملتونو او نادولتي موسسو له لارې اړمنو افغانانو ته ورسوي، څو یې په ژوند کې بدلون رامنځته شي.

جاپان پر افغانستان د طالبانو تر واکمنیدو را وروسته له افغانسان سره ۵۰۵ میلیونه امریکایي ډالره مرسته کړې ده.
 د جمهوري نظام تر پرځیدو وروسته امریکا هم د درې میلیادره ډالرو مرستې کړې او داسې شکونه شته چې طالبانو د دغو بشري مرستو د ترلاسه کیدو لپاره جعلي نادولتي‌ موسسې هم جوړې کړې او دغه پیسې د مرستو پر ځای تالا ترغه کیږي.

طالبان وايي، په پروان ولایت کې یې پنځه زره جریبه دولتي ځمکه تثبیت کړې ده

۲ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۸:۰۸ GMT+۰

طالبان وايي، چې د دغې ډلې د ځمکو د غصب تخنیکي پلاوی د (لیندۍ ۲۷مه) پروان ولایت ته تللی و چې هلته یې پنځه زره جریبه دولتي ځمکه تثبیت کړې ده. دغې ډلې د یادې ځمکې په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

د طالبانو د عدلیې وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه پلاوی د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ اړوند یوزباشي سیمې ته د سفر پر مهال دغه ځمکه د سیمه ییزو خلکو د ویناوو پر بنسټ موندلې ده.

طالبانو دا نه دي ویلي چې دغه ځمکه څه ډول او د چا له لوري غصب شوې ده او په خبرپاڼه کې یې د ځمکې د څرنګوالي په تړاو هم یادونه نه ده کړې.

طالبانو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو ته د ځمکو د غصب ځانګړي پلاوي استولي‌ چې په ډېرو سیمو کې یې دښتې دولتي ځمکې ګڼلې دي.

دغې ډلې په دې وروستیو کې په کابل کې هم د ځمکو د غصب پر ضد پراخ کمپاینونه کړي چې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې یې ان کورونه له دې امله نړولي چې ګوندې د ښاري پلان اړوند سړکونه په کې غصب شوي وو.

د طالبانو سفیر د افغانستان لپاره د سعودي عربستان له سفير سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې

۲ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۶:۳۹ GMT+۰

په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر سردار احمد شکېب د افغانستان لپاره د سعودي عربستان له سفير مشعل مطلق الشمري سره کتلي دي. شکیب په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د دواړو هیوادونو استازو په دوه اخیزو اړیکو خبرې کړې.

د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون هم پر اېکس پاڼه خبر ورکړی، چې دواړه خواوو په دغې لیدنه کې د دوه اړخيزو اړيکو پر پراختيا خبرې کړې دي.

د دغه خبر له مخې، په خبرو کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ د وېزو ورکړې پر اسانتیا هم خبرې شوې دي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، ګڼو هېوادونو پر افغانانو ویزې بندې کړې او یا یې هم د ویزو د ورکړې پروسه سخته کړې ده.

که څه هم په تېرو وروستیو کې ځینو هېوادونو د طالبانو له‌خوا ورپېژندل شوي سفیران منلي؛ خو بیا هم دغه ډله یې په رسمیت نه ده پېژندلې.

تر دې وړاندې په لړم میاشت په اسلام اباد کې د طالبانو له سفیر سره تر لیدنې وروسته مالدیف خپل سفیر له پاکستانه ورغوښتی و.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي و، چې د سفیر له‌خوا یې د دغې لیدنې اجازه نه وه غوښتل شوې.