د مقاومت جبهه: په تېرې لېندۍ میاشتې کې مو په بېلابېلو بریدونو کې ۴۲ طالبان وژلي دي

د مقاومت جبهه وایي، چې د تېرې لېندۍ میاشتې په اوږدو کې یې په ۲۵ بېلابېلو عملیاتو کې ۷۱ تنه طالبانو ته مرګژوبله اړولې ده.

د مقاومت جبهه وایي، چې د تېرې لېندۍ میاشتې په اوږدو کې یې په ۲۵ بېلابېلو عملیاتو کې ۷۱ تنه طالبانو ته مرګژوبله اړولې ده.
دغې جبهې زیاته کړې، چې په دغو عملیاتو کې یې شاوخوا ۴۲ طالبان وژلي او ۲۹ نور یې بیا ټپیان کړي دي.
دغې جبهې پر اېکس پاڼه کاږلي، چې دغه عملیات یې په اتو ولایتونو کې ترسره کړي دي.
د دغې جبهې په وینا، دغه عملیات یې په کابل، هرات، بادغیس، فراه، بدخشان، پروان، کاپیسا او کندوز ولایتونو کې ترسره کړي دي.
دغې جبهې وړاندې لیکلي، چې ډېری دغه عملیات د شپې لهخوا ترسره شوي چې د ملکي تلفاتو مخنیوی وشي.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د مقاومت او ازادۍ جبهه وخت ناوخت پر طالبانو د بریدونو او دغو ډلو ته د اوښتو تلفاتو راپورونه خپاره کوي.
خو طالبان بیا د دغو بریدونو او راپورونو پخلی نه کوي.
افغانستان انټرنشنل هم د یوې خپلواکې او بې پرې رسنۍ په توګه د دغې ادعا تایید نه شي کولای؛ خو په تېره میاشت کې د مقاومت په نامه جبهې وخت نا وخته د یو لړ خبر پاڼو له مخې د بېلابېلو بریدونو ادعاوې کړې او ګڼو رسنیو خپرې کړې هم دي.

په کابل کې د ( مرغومې ۴مه) د طالبانو تر واک لاندې د کانونو او پیټرولیم وزارت په یوې غونډه کې چې د دغې ډلې اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم په کې برخه لرله، د ۱۴۵ میلونه ډالرو په ارزښت د لوګر د سېمنټو فابریکې تړون لاسلیک کړ.
د طالبانو د کانونو او پېټرولیم وزارت وزیر ملا هدایت الله بدري په وینا؛ دا تړون د راتلونکو دېرش کلونو لپاره شوی چې د افغان ساکو شرکت به د ۱۴۵ میلونه ډالرو په پانګونې سره په یاده فابریکه کې هره ورځ ۲۵۰۰ ټنه سېمنټ تولید کړي.
طالبان په دې باور دي چې د دغې پروژې له لارې به سلګونه کسانو ته د سېمنټو د تولید په برخه کې د کار کولو زمینه برابره شي.
د رسمي معلوماتو له مخې طالبانو تر اوسه د ۶۲۳ میلونه ډالرو په ارزښت د سېمنټو د څلورو بېلابېلو پروژو تړونونه لاسلیک کړي ؛خو هېڅ عملي اقدام پرې نه دی شوی.
نیوکې دا دي چې طالبان د خپلو تبلیغاتو لپاره د رسنیو په وړاندې دغه ډول تړونونه لاسلیکوي ؛خو په عملي توګه یې د پیل کیدو هېڅ راز شواهد نه لیدل کیږي.
د طالبانو سره دغه ډول تړونونه د بهرنیو شرکتونو له لوري کېږي چې د افغانستان دننه د پروژو هېڅ ډول مخینه نه لري او ډېری یې نوي رامنځته شوي دي.
د کانونو او پېټرولیم وزارت یوې سرچینې ویلي چې دغه ډول تړونونه باید د قانوني پړاوونو له بشپړیدو وروسته ازادې داوطبلۍ ته وړاندې شي؛ خو د نامالومه دلایلو له امله داسې شرکتونو سره تړونونه کېږي چې په اړونده برخو کې هېڅ ډول کاري مخینې نه لري.
د سېمنټو یو کاروباري افغانستان اینټرنېشنل ته وویل، چې طالبان په غولوونکي توګه د سېمنټو د فابریکو د کار د پیلیدو خبرې کوي او دوی اړ دي چې د پاکستان په ګډون له نورو هېوادونو څخه سېمنټ را وارد کړي.
په افغانستان کې د غوري، جبلسراج، یتیم تاق او د هرات د سیمنټو فابریکې د هېواد مشهورې فابریکو وې چې د تېرو جګړو پر مهال ویجاړې شوې وې چې ځنې یې بېرته رغول شوي دي؛ خو لا هم په کور دننه د سېمنټو شته اړتیاوې نه پوره کوي.

د پاکستان په بلوچستان کې د پولیو د تازه پېښې په ثبتېدو، په پاکستان کې په روان کال کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۶۵ ته لوړ شو.
پاکستاني چارواکي وايي، چې د بلوچستان په قلعه عبدالله ولسوالۍ کې په یوې تازه پېښه کې یو نیم کلن ماشوم په دغې ناروغۍ اخته شوی دی.
له دې سره په بلوچستان صوبه کې د پېښو شمېر ۲۷ ته رسېدلی، چې دا د صوبو په کچه تر ټولو لوړه شمېره ده.
له دغو ۶۵ پېښو له ډلې ۲۷یې په بلوچستان کې، ۱۸ یې په سند کې، ۱۸ نورې په خیبر پښتونخوا کې او یوه، یوه بیا په اسلام اباد او پنجاب کې ثبتې شوې دي.
د پولیو وروستۍ پېښه د پاکستان په سند ایالت کې (د لېندۍ په ۲۹مه) ثبت شوې وه.
دغه پېښه داسې مهال ثبتېږي، چې په پاکستان او افغانستان کې د پولیو واکسینونو کمپاین پیل شوی دی.
د دغه کمپاین له لارې په پاکستان کې ۴۴مېلیونه ماشومانو ته واکسین ورکول کېږي.
تر دې وړاندې د پولیو په برخه کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکارې عایشه رضا فاروق وویل، د هېواد په ۱۴۳ ولسوالیو کې به د پولیو شاوخوا ۴۰۰،۰۰۰ کارکوونکي هر کور ته ورځي چې د پنځو کالو څخه کم عمره ماشومانو ته د پولیو څاڅکي ورکړي.
تر دې دوه میاشتې وړاندې په افغانستان کې د طالبانو د ډلې مشر په دغه کمپاین بندیز لګولی و.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق سره په لیدنه کې د دواړو خواوو ترمنځ د اړیکو د لا ښهوالي او شته ستونزو د حل لپاره پر یو لړ موضوعاتو خبرې اترې کړې دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع پر اېکس پاڼه د سراج الدین حقاني او د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان له لېدنې خبر ورکړی.
هغه د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق په حوالې لیکلي: «موږ ژمن یو، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ شته ستونزې په ګډو هڅو حل کړو، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او ولسي اړیکې لا پیاوړې شي.»
ورته مهال سراج الدین حقاني هم ویلي، اوسنی وخت د دې غوښتنه کوي چې د امنیتي او سیاسي ستونزو د حل لپاره ګډې هڅې چټکې شي؛ چې د دواړو خواوو د ولسونو ترمنځ اړیکې له زیانمنېدو څخه وساتل شي او د سیمې ټیکاو او پرمختګ تضمین شي.
د دغې لیکنې له مخې، ښاغلي محمد صادق په دغې لیدنه کې د خلیل الرحمن حقاني د وژنې په تړاو د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف، د هغه د مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د تسلیت مراتب هم وړاندې کړل.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترینګلو اړیکو پر دوام؛ د پاکستان لهخوا افغانستان لپاره د ځانګړي استازي له ټاکل کېدو وروسته دا افغانستان ته د محمد صادق لومړی سفر دی.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق تر دې وړاندې ویلي و، چې تېره شپه د (مرغومي په څلورمه نېټه) کابل ته رسېدلی او د طالبانو جګپوړو غړو یې هم تود هرکلی کړی دی.

د روسیې او تاجکستان ولسمشران ولادیمیر پوتین او امام علي رحمان، د سې شنبې په ورځ د (مرغومي په څلورمه) په سينټ پيټرزبورګ (لیننګراد) کې سره خبرې کوي.
د روسیې د ولسمشر مرستیال یوري اوشاکوف وایي چې په دغې لیدنه کې به په مسلکي او پوځي همکاریو او په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه خبرې وشي.
د روسیې دولتي خبري اژانس ریانووسټي د دوشنبې په ورځ د مرغومي په درېیمه د اوشاکوف له قوله راپور ورکړی، چې کډوالي، پراختیا، سوداګري، اقتصاد او فرهنګ هغه نورې برخې دي چې دواړه ولسمشران به یې په اړه خبرې کوي.
دغه لېدنه کتنه داسې مهال ترسره کیږي چې تاجکستان د ۲۰۲۵ کال له جنورۍ وروسته به د هم ګټو خپلواکو هېوادونو د اتحادیې مشري په غاړه واخلي. په ۲۰۲۴ کال کې د دغې اتحادیې مشري روسیې کوله.
د همګټو خپلواکو هېوادونو مشر د روان کال د لړم په میاشت کې ویلي و، چې دغه ټولنه د افغانستان پولو په شاوخوا کې د امنیتي کمربند د جوړولو ملاتړ کوي. سیرګي لبدوف هیله مندي ښودلې وه چې دغه تګلاره به په سیمه کې د ترهګرو ډلو کړنې راکمې کړي.
د افغانستان په شاوخوا کې د امنیتي کمربند تګلاره د لومړي ځل لپاره د امام علي رحمان له خوا وړاندې شوه او د ۱۴۰۱ کال د تلې په میاشت کې د ټولیز امنیت د سازمان په ځانګړې ناسته کې پرې بحث وشو.
هغه مهال ښاغلي رحمان ویلي و، چې د ځینو ګواښونو د مخنیوي لپاره د افغانستان په شاوخوا سیمو کې د امنیتي کمربند جوړول اړین بریښي.
سره له دې چې د سیمې ځیني هېوادونه له طالبانو سره ښه اقتصادي او ډیپلواټیک اړیکي پالي، خو یو هېواد هم لا تر اوسه طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي او ورسره له افغانستانه د ترهګریزو فعالیتونو په اړه اندیښمن دي.

د خوړو نړۍوال پروګرام (ډبلیو اېف پي) وایي، چې په سږني ژمي کې د بودجې د کمښت له امله په افغانستان کې یوازې له شپږ مېلیونو کسانو سره مرسته کولای شي.
دغه سازمان پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د بودجې د کمښت له امله مېلېونونه کسان د ژوند ژغورونکي خوړو پرته پاتې کېږي.
دغه پروکرام پر خپلې پاڼې دا هم لیکلي، چې په افغانستان کې تر ۹۰ سلنې ډېر خلک کافي خواړه نه لري.
په دغې لیکنه کې راغلي: «لوږې ګڼ خلک نا هیلي کړي. ځینې کورنۍ د خوراکي توکو د پېرودلو لپاره خپل شخصي توکي او د کور سامانونه پلوري.»
د خوړو نړۍوال پروګرام تېره اونۍ هم ویلي و، چې په افغانستان کې نږدې ۱۵ مېلیونه خلک نه پوهېږي چې خپل راتلونکي خواړه له کومه کړي.
دغه پروګرام پر اېکس پاڼه لیکلي و، چې سږنی ژمی به په افغانستان کې د هرو درېیو کسانو له ډلې یو کس یې د خوراکي توکو له سخت کموالي سره مخ شي.
له بل پلوه له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ لاهم روانه ده.
دغه کډوال تر ستنېدو وروسته د سرپناه د نشتوالي ترڅنګ ګنو نورو ستونزو او لالهاندیو سره مخامخ دي.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته ګڼ خلک له دندو لرې شوي، مېرمنې په کور کېنول شوې او ورسره د نړۍوالو بنسټونو مرستې هم پام وړ کمې شوې دي.
