• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وايي په کونړ کې یې یوه ۷۰ کلن سړي ته د ۱۸ کلنې نجلې د ودېدو مخه نیولې ده

۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۹:۴۴ GMT+۰

د طالبانو د امربالمعروف وزارت وايي، چې په کونړ ولایت کې یې یوه ۷۰ کلن سپینږېري ته د یوې ۱۸ کلنې نجلۍ د جبري نکاح مخه نیولې. دغه وزارت ویلي، یاده جبري نکاح د دوه لکه افغانیو په بدل کېده.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت په دې اړه خپره شوې خبرپاڼه کې وایي: «دغه عمل له اسلامي اصولو او ټولنیزو اصولو سره په ټکر کې دی.»

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو او د نجونو پر زده‌کړو د دغې ډلې له بندیزونو سره د کم عمره نجونو د ودونو شمېر زیات شوی دی.

د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویاند څه موده وړاندې ویلي و، چې دغې ډلې په تېرو درېیو کلونو کې د شاوخوا پنځه زره جبري نکاحو مخنیوی کړی دی.

طالبان په داسې حال کې د جبري نکاح کولو د مخنیوي هڅه کوي، چې د دغې ډلې غړي له یوه څخه په ډېرو ودونو کولو، اجباري نکاح او د کم عمره هلکانو د ساتلو په تور تورن دي.

څه موده وړاندې د دغې ډلې مشر ملا هبت الله اخوندزاده د یوه فرمان په صادرولو سره له ډېرو ودونو کولو څخه طالبان منع کړي هم دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

یوناما: افغانستان لا هم د ماینونو او ناچاوده مرمیو له ګواښ سره مخ هېواد دی

۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۹:۳۰ GMT+۰

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ د (مرغومې نهمه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې افغانستان لا هم د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې د ماینونو او جګړې د چاودیدونکو توکو له امله یې سخت زیانونه ګالي.

دغه نړۍوال سازمان په دې ټینګار کوي چې ماینونه د انسانانو لپاره ورځ تر بلې زیاتېدونکی ګواښ دی او اکثره قربانیان یې ماشومان دي.

افغانستان له څو لسیزو جګړو او ناورینونو وروسته، لا هم د ځمکنيو ماینونو او د جګړې د پاتې شونو له زیات شمېر سره مخ دی چې د ماشومانو ژوند ته یې ستر ګواښ ګڼل کېږي.

د یوناما د راپور له مخې، د ځمکنیو ماینونو ګواښ په هغو سیمو کې ډېر دی چې د ماین پاکونې هېڅ ډول عملیات په کې نه دي‌ ترسره شوي.

اندیښنې دا دي چې په لرې پرتو او جګړه ځپلو سیمو کې لا هم ماشومان له دغه ګواښ‌ سره مخ دي.

یوناما د ارمان په نوم د هغه ماشوم ویډیو هم خپره کړې چې یوې ناچاوده مرمۍ سره یې لوبې کولې او د چاودیدو له کبله یې هغه ټپي شوی و. ارمان وايي: «اوسپنه مې راوخیسته اور مې ورته بل کړ، بیا یې درز وهل چې زه یې ژوبل کړم او سترګې یې هم راته خرابې کړې.»

د ارمان پلار هم د خپل زوی دغه دردونکې پېښه بیانوي،‌ د هغه په خبره تر چاودنې وروسته ارمان په وینو کې لت پت و او روغتون ته یې د لېږدولو لپاره په کلي کې موټر هم نه پیدا کیدلو.

هغه اندېښنه لري چې د دوی په سیمه کې لا هم په ځمکه کې ماینونه ښخ دي او په دې تړاو خلکو ته هېڅ ډول لازم عامه پوهاوی نه دی شوی.

د روان زیږدیز کال په اپریل میاشت کې یوناما په یوه راپور کې یاده کړې وه چې په تېرو څو لسیزو کې د ځمکې لاندې د ماینونو چاودیدو له امله نږدې ۴۵زره افغانان مړه او ټپیان شوي دي.

د ماشومانو د ساتنې نړۍوالې ادارې د معلوماتو له مخې هره میاشت په هېواد د ځمکې دننه د‌ پټو شویو ماینونو د چاودیدو له امله ۶۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.

پر افغانستان د شوروي یرغل پر مهال شوروي ځواکونو په بېلابېلو ولایتونو او کلیوالي سیمو کې تر ځمکې لاندې ماینونه ښخ کړي چې د طالبانو تر راڅرګندیدو وروسته دغه ډلې هم د پخواني جمهوري نظام د امنیتي سرتېرو او بهرنیو ځواکونو د نښه کولو لپاره په ځمکو کې ماینونه ښخول.

په افغانستان کې د بهرنیو اینجوګانو تر څنګ یو شمېر داخلي ادارې هم د ماینونو پاکولو په برخه کې فعالیتونه کوي چې د رسمي شمېرو له مخېپه ټولو ولایتونو کې یې څه باندې درې زره کیلومېټره ساحه د ماینونو له ګواښ څخه پاکه شوې ؛خو لا هم دغه مرګوني چاودیدونکي به پشړه توګه لمنځه نه دي تللي.

نادولتي موسسو ته د طالبانو ګواښ؛ که ښځینه کارکوونکي له دندو لرې نه کړئ ‌دفترونه در تړو

۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۶:۰۵ GMT+۰

د طالبانو اقتصاد وزارت په یو مکتوب کې نادولتي موسسو ته تازه خبرداری ورکړی چې ژر تر ژره دې ښځینه کارکوونکې له دندو لرې کړي. د طالبانو مشر ملا هبت‌الله دغه پرېکړه په خپل تازه فرمان کې کړې ده.

افغانستان انټرنشنل د هغه مکتوب یوه کاپي ترلاسه کړې ده چې د طالبانو له لوري اکبر موسسې ته استول شوی چې په کې د طالبانو اقتصاد وزارت کورنیو او بهرنیو اینجوګانو ته ګواښ کړی چې د سرغړونې په صورت کې به یې جوازونه لغوه کړي او دفترونه به یې هم ور وتړلي.

اکبر موسسې ته د طالبانو اقتصاد وزارت له‌خوا استول شوی مکتوب
100%
اکبر موسسې ته د طالبانو اقتصاد وزارت له‌خوا استول شوی مکتوب

د سرچینو د معلوماتو له مخې د طالبانو د سختو محدودیتونو له کبله یو شمېر موسسو وار له مخه په دفترونو کې د ښځینه وو کارځایونه له نارینه وو جلا کړي او ځینو موسسو لا د ښځینه کارکوونکو شمېر هم کم کړی دی.

د طالبانو له لوري روانو بندیزونو د افغانانو پر رواني حالت خورا بدې اغېزې کړي او پر ښځینه وو سخت بندیزونه د دې لامل شوي چې په هېواد کې انجونې په رواني ناروغیو اخته شي.

د مسکا (مستعار نوم) په نوم یوه کابل مېشتې پېغله وايي، د جمهوریت پر مهال به هر سهار له خوبه تر پورته کیدو وروسته د طالبانو له لوري د ترسره شويو ترهګریزو بریدونو له بدو خبرونو خبریده او اوس بیا هره ورځ له خوبه تر پاڅیدو وروسته د ښځو په اړه د طالبانو تازه بندیزونه اوري.

ویل کېږي تېره اوونۍ د طالبانو اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د خپل مشر ملا هبت‌الله لیدو لپاره کندهار ته تللی و، څو یې قانع کړي چې پر نادولتی موسسو بندیزونه نه لګوي؛ خو د راپورونو له مخې طالب مشر یې دا وړاندیز نه دی منلی.

د خوراکي توکو او کرنې اداره وایي، روان کال یې د نږدې ۲۰ زرو بزګرانو وړتیاوې لوړې کړې دي

۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۵:۰۷ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د خوراکي توکو او کرنې ادارې په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د روان زیږدیز کال له پیله تر اوسه پورې یې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۹ زره او ۵۰۰ بزګرانو ته د حاصلاتو د ښه تولید په موخه روزنیز پروګرامونه چمتو کړي دي.

د دغې ادارې د معلوماتو له مخې دغه روزنیز پروګرامونه بزګرانو ته د دوی د مهارتونو د لوړولو او د تولید د کچې د زیاتیدو په برخه ښه موقعې وې، څو خپلې کرنیزې ځمکې په ښه توګه مدیریت کړي.

د خوراکي توکو او کرنې نړۍواله اداره وایي، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې یې ۷۳۹ روزنیز پروګرامونه چمتو کړي چې د مسلکي روزونکو له لوري په کې بزګرانو ته د ښو حاصلاتو د ترلاسه کیدو لارې چارې هم ور وښودل شوې دي.

په افغانستان کې کروندګر له وچکالۍ څخه هم کړېږي چې دې حالت یې هم په اقتصادي او کاري ژوند خورا بدې اغېزې کړي دي.

د ملګرو ملتونو د‌ پخوانیو راپورونو پر بنسټ ۱۴ میلونه افغانان د خوراکي توکو مصوونیت نه لري او وچکالۍ په ټول افغانستان کې نږدې اوه سوه میلیونه وګړي له ګواښ سره مخ کړي‌ دي.

د کرنیزو چارو کارپوهان په دې باور دي چې په افغانستان کې د وچکالۍ د مخنیوي لپاره باید د سېلابونو د کنټرول او د اوبو د ښه مدیریت په موخه په بېلابېلو سیمو کې ذخیروي بندونه جوړ شي.

روسیې د طالبانو له حکومت او پاکستان د زغم غوښتنه کړې

۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۴:۵۷ GMT+۰

د روسبې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، چې روسیه د افغانستان او پاکستان تر منځ پر ترینګلي وضعیت اندېښمنه ده. هغې وویل، چې روسیه د طالبانو له حکومت او پاکستان څخه د زغم غوښتنه کوي او له دواړو خواوو غواړي چې شته ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د اغلې زاخارووا په حواله په خپله پاڼه لیکلي: «روسیه د افغانستان او پاکستان تر منځ د ترینګلتیاوو له ډېرېدو اندېښمنه ده، چې د نښتو له امله نه یوازې پوځیان؛ بلکې ولسي وګړي هم وژل کېږي.»
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې طالبانو او پاکستان ته سپارښتنه کړې، چې د اختلافاتو د سوله‌ییز حل لپاره دې "رغنده خبرې" وکړي.

تېره ورځ او وړمه شپه پر ډیورنډ کرښه د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو تر منځ څو ځایه جګړه شوې چې دواړو لوریو یو بل ته د زیانونو د اوښتو دعوې کړې دي.

دغه ترینګلتیا له هغه وروسته رامنځته شوه چې د تېره اوونۍ پاکستاني جیټ الوتکو د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې څو ځایه هوايي بریدونه وکړل چې د طالبانو حکومت د شمېرو له مخې تر ۵۰ زیات کسان په کې وژل شوي چې ډیری یې ولسي وګړي دي.

پر افغانستان د مراکشي ملخانو یرغل؛ د غنمو حاصلاتو ته یې جدي ګواښ پېښ کړی

۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۳:۴۳ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (ایف‌اې‌او) ویلي، چې مراکشي ملخان د افغانستان د غنمو تولید لپاره له تر ټولو لویو ګواښونو څخه ګڼل کېږي او په ۲۰۲۴ زیږدیز کال کې یې له دغو حشرو څخه د خوندیتوب په برخه کې مبارزه کړې ده.

یاد سازمان په دې باور دی چې دغه ناورین کولای شي د میلیونونو کسانو د خوړو امنیت له ګواښ سره مخ کړي.

د خوړو او کرنې نړۍوال سازمان د راپور له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې د دغه ناورین پر وړاندې یې پراخې هڅې کړې دي.

دغه سازمان ویلي چې د میخانیکي او کیمیاوي لارو چارو په کارولو سره، توانېدلی چې۴۰,۸۷۰ هکتاره کرنیزه ځمکه د مراکشي ملخانو له یرغل څخه خوندي کړي.

وايي، دغه هڅې د اقتصادي زیانونو کمولو او د افغانانو د خوړو امنیت تضمینولو لپاره ترسره شوې دي.

د دغه سازمان کارپوهانو ټینګار کړی چې یاد اقدامات به نه یوازې اوسنی وضعیت ښه کړی، بلکې هېواد یې د راتلونکو کرنیزو ننګونو د مخنیوي لپاره هم چمتو کړی دی.

مراکشي ملخان په ۲۰۲۰ کال کې د منځنۍ اسیا هېوادونو له لارې افغانستان ته ننوتي چې د هېواد شمالي او لوېدیځ ولایتونه یې ډېر زیانمن کړي دي.

تر دې مخکې مراکشي ملخانو د شمالي افریقا، منځني ختیخ، د مرکزي اسیا ګڼ هېوادونه او د افغانستان په ګاونډ کې یې د ایران تر څنګ ازبکستان هم لاندې کړی وو.

مراکشي ملخان خاورین رنګ لري چې په ډله ییزه توګه مزل کوي. دغه ملخان په غنمو او جوارو سربېره د نورو کرنیزو توکو پاڼې او ان واړه بوټي خوري چې په چټکۍ سره یې شمېره هم زیاتیږي. وچ اقلیم او د بارانونو کموالی د دې ملخانو د خپریدو اصلي لاملونه ګڼل کېږي.