• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان او تاجکستان وروستۍ اړېکې؛ طالبان له تاجکستان سره د ښه ګاونډیتوب غوښتونکي شول

۱۶ مرغومی ۱۴۰۳ - ۵ جنوری ۲۰۲۵، ۰۷:۵۰ GMT+۰

د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري په تخار ولایت کې د ای خانم له بندر څخه لیدنه کړې او له تاجکستان سره یې پر ښو اړیکو ټینګار کړی دی. تېره اونۍ د پاکستان د استخباراتو مشر د سیمې په حالاتو د خبرو لپاره تاجکستان ته تللی و.

د‌ طالبانو سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې د (مرغومې ۱۶مه) ویلي چې د دوی وزیر د تاجکستان په ګډون له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د ښو اړیکو په هڅه کې دي.

همدا راز ملا نورالله نوري له تاجکستان سره د سوداګرۍ په برخه کې د ښو اړیکو درلودو یادونه هم کړې ده.

ای خانم بندر له تاجکستان سره پر پوله پروت دی او د طالبانو یو لوړ پوړی غړی داسې مهال دغه سرحدي پولې ته سفر کوي چې تازه تېره اونۍ د پاکستان د استخباراتي‌ ادارې (ای ‌ایس‌ ای) مشر هم تاجکستان ته سفر کړی و او د هغه هېواد له ولسمشر یې په ناسته کې په سیمه کې د ترهګرۍ پر ضد د ګډو هڅو په تړاو خبرې کړې وې.

ورته مهال د (مقاومت جبهه) ادعا کوي‌ چې په سیمه کې د انصارالله په نوم وسله واله ډله غواړي چې له طالبانو څخه په الهام اخیستنې د تاجکستان اوسنی حکومت نسکور کړي.

د یادې جبهې د بهرنیو اړیکو مسوول علي میثم نظري ویلي چې انصارالله د داعش توغ کاروي ؛خو د طالبانو په ګډون القاعده شبکې ته هم وفاداره دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د خواله رسنیو فعال وايي، له مدرسو تازه فارغ کسان به راتلونکي کې دوکانداران وي

۱۶ مرغومی ۱۴۰۳ - ۵ جنوری ۲۰۲۵، ۰۶:۴۶ GMT+۰

د طالبانو د خواله رسنیو فعال چې په جنرال مبین مشهور دی نیوکه کوي چې د دوی په واکمنۍ کې له مدرسو فارغېدونکي کسان په غیر معیاري توګه روزل کېږي او یوازې د ملا او شېخ د نومونو شوقیان دي. هغه وايي، تازه فارغېدونکي کسان به راتلونکي کې دوکانداران وي.

د خواله رسنیو فعال مبین دغه څرګندونې پر خپلې اېکس پاڼې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس ستانکزي د هغو خبرو په تایید کړې چې ګنې د دوی د واکمنۍ د دوام لپاره د دیني زده‌کړو تر څنګ عصري زده‌کړې هم اړینې دي.

مبین وایي،د طالبانو ترمنځ په هر څه کې سیالي روانه ده ؛خو د دین اړوند په مدرسو کې د فراغتونو روانه سیالي ورته خورا دردونکې ده.

هغه ویلي چې له مدرسو څخه فارغېدونکي سم نیمایي کسان به په راتلونکي کې دوکانداران وي او یا به هم د ملا تر څنګ د شېخ د لقبونو شوق پوره کوي.

د طالبانو د واکمنیو په لومړیو ورځو کې د جنرال مبین په نوم مشهور د خواله رسنیو دغه فعال د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند و ؛خو له څه مودې تېریدو وروسته بېرته له دندې ګوښه کړی شو.

هغه د طالبانو له لوري څو څو ځله په خواله رسنیو کې د پاکستان او طالب مشرانو پر ضد د څرګندونو له امله زنداني شوی هم دی.

څه موده وړاندې له هېواده وتلی او د درملنې په بهانه متحده عربي اماراتو ته تللی و.

طالبانو په افغانستان کې له واکمنۍ سره سملاسي د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلې‌ دي چې په ځینو ولایتونو کې یې ان د نجونو ښوونځي د هلکانو په دیني مدرسو بدل کړي دي.

کارپوهان په دې باور دي چې طالبانو د خپلې واکمنۍ د دوام په موخه په ټول هېواد کې سلګونه نوې دیني مدرسې جوړې کړې او د افراطي طالب ملایانو له لوري په کې ځوانانو ته د دیني‌ زده‌کړو تر څنګ د دوی د نظام د پایښت فکري روزنې ورکول کېږي.

وېره دا ده چې ورځ تر بلې د دغو افراطي دیني‌ مدرسو د ډېریدو له کبله په هېواد کې د هغو کسانو په شمېر کې ډېروالی راځي چې په افراطي توګه ورته طالبان د خپلې سختدریځۍ فکرونه ورکوي.

د روغتیا نړۍوال سازمان: په ۲۰۲۴ کې مو د افغانستان دننه د ساري ناروغیو د پېښو مخنیوی کړی

۱۶ مرغومی ۱۴۰۳ - ۵ جنوری ۲۰۲۵، ۰۵:۳۸ GMT+۰

د روغتیا نړۍوال سازمان په خپل وروستي راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۴ زیږدیز کال کې یې د اروپايي اتحادیې په مالي ملاتړ او همکارۍ، په ټول افغانستان کې ۳۴ د ساري ناروغیو د څارنې او درملنې کاري ډلې ځای پر ځای کړې دي.

دغو کاري ډلوپه ټول هېواد کې د ساري ناروغیو د پېژندلو، څېړلو او د خپرېدو د مخنیوي په برخه کې کار کوي.

د راپور له مخې، د څارنې دغوکاري ډلو په تېر یو کال کې د ساري ناروغیو د خپرېدو د ۳۱۵ پېښو پر وړاندې چټک او اغېزمن ګامونه پورته کړي‌ دي.چې په دغو هڅو کې د نارغیو لومړنۍ پېژندنه، دقیقه څېړنه او چټک مخنیوی شامل وو.

نرۍ رنځ، ملاریا، سینه بغل، ګوزڼ، شری او اسهال د هغو ساري ناروغیو په نوملړ کې دي چې د افغانستان دننه یې شمېر خورا لوړ دی او د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ترې خلک کړېږي.

په وروستیو کلونو کې افغانستان د روغتیا په برخه کې له ستر ګواښونو سره مخامخ دی. د اقتصادي کړکېچونو زیاتوالی، په کافي توګه روغتیایي خدمتونو ته نه لاسرسی او د نړۍوالو مرستو کموالی هغه لاملونه دي چې د ساري ناروغیو د خپریدو ګواښونه یې زیات کړي دي.

طالبان وايي، د ملا هبت‌الله په امر بهر ته د افغان کارګرو د لېږد بهیر ګړندی کوي

۱۶ مرغومی ۱۴۰۳ - ۵ جنوری ۲۰۲۵، ۰۴:۴۲ GMT+۰

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت د (مرغومې ۱۵مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د ملا هبت‌الله په ځانګړې لارښوونه بهرنیو هېوادونو ته د افغان کارګرو د لېږد بهیر پر ګړندي کېدو طالب وزیرانو خبرې کړې دي.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزیر ملا عبدالمنان، د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د یو شمېر نورو وزارتو مرستیالانو په ګډه ناسته کې پرېکړه کړې چې د افغان کارګرو د لېږد بهیر د اسانتیا لپاره به ګډې هڅې کوي‌ او د پنځه وزارتونو ترمنځ به په ګډه هوکړه لیک وشي.

دا لا نه ده څرګنده چې طالبان به په دغه کار څومره بریالي شي او تر کومه بریده به په دې برخه کې ولسي خلکو ته پام وکړي خو تر دې وړاندې پر دغې ډلې خلکو نیوکې کړې چې په کور دننه ټول کاري چانسونه خپلو جنګي وسله والو ته ورکوي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه ناسته کې بهرنیو هېوادنو کې د افغان کارګرو پر وضعیت هم خبرې شوي او د هغوی د کارونو د تنظیم او تحلیل تر څنګ ورته د اسانتیاوو پر برابرولو هم بحث شوی دی.

متحده عربي امارات، سعودي عربستان، پاکستان او ایران هغه هېوادونه دي چې په ډېر شمېر افغان کارګر په کې په کارونو بوخت دي او له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي.

افغان کارګر په دغو هېوادونو کې د مېشتیدنې قانوني اسنادو، د کاروباري پراختیا اسانتیاوو او پر وخت د کاري ویزو نه نوي کېدو له ستونزو سره مخ کېږي.

طالبانو د ټانک او چورلکو ضد د نوي رهبري شوي راکټ د فعاله کېدو خبر ورکړ

۱۵ مرغومی ۱۴۰۳ - ۴ جنوری ۲۰۲۵، ۲۲:۰۶ GMT+۰

د طالبانو دفاع وزارت په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د میلان کنکورس (9M135) په نوم د نوي رهبري شوي راکټ د فعاله کېدو خبر ورکړ. دغه وزارت ویلي، چې د دې نوي توغندي د کارولو لپاره یې ۱۳ سرتېري روزلي دي.

د طالبانو د ملي دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه ځواکونه د لوی درستیز د توپچي له ریاسته فارغ شوي دي.
د طالبانو په وینا، دغو سرتېرو په دې برخه کې یو میاشتنی مسلکي او علمي روزنیز کورس بشپړ کړی دی.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، کنکورس میلان کولای شي زغره وال ټانکونه، جنګي بېړۍ او ټيټې چورلکې په نښه کړي.
د کنکورس توغندی د پخواني شوروي اتحاد له خوا جوړ شوی او د میلان توغندی بیا د فرانسې او جرمني ګډ تولید دی.

دواړه توغندي د پخوانیو سیسټمونو څخه دي.

د میلان راکټ په ۱۹۶۲ کې ډیزاین شوی او کنکورس په ۱۹۷۴ کې تولید شوی.
ایران په ۱۹۹۱ کال کې د «تاسان» په نوم د کنکورس توغندي د داخلي نسخو د تولید جواز ترلاسه کړ او تولید یې پیل کړ.
له تخنیکي پلوه د کنکورس توغندی د میلان په پرتله اوږد واټن او د نفوذ لوړ ځواک لري.
میلان اکثرا د ناټو په هېوادونو کې کارول کیږي، په داسې حال کې چې کنکورس په هغو هېوادونو کې مشهور دی، چې د روسیې یا پخواني شوروي اتحاد سره تړاو لري.
طالبانو دا نه دي ویلي، چې دا توغندي یې له کومو هېوادونو ترلاسه کړي او که د پخواني افغان حکومت د تجهیزاتو برخه ده.

فضلي: مجاهد او طالب د راولپنډۍ تولید شوي عناصر دي

۱۵ مرغومی ۱۴۰۳ - ۴ جنوری ۲۰۲۵، ۱۹:۴۳ GMT+۰

د وروستي جمهوریت د چارو ادارې رییس وایي، د ډیورنډ کرښه او د راولپنډۍ د دفتر جوړېدل د برېتانوي استعمار هغه میراثونه دي، چې افغانانو ته د منلو نه دي. د نوموړي په وینا: «مجاهد او طالب د راولپنډۍ تولید شوي عناصر دي.»

فضل محمود فضلي د شنبې په ورخ (د مرغومې۱۵مه) وویل: «د ډیورنډ منحوسه کرښه او د راولپنډۍ د دفتر ایجاد د برېتانوي استعمار هغه میراثونه دي، چې هېڅ افغان ته د منلو وړ نه دي. په همدې ډول، مجاهد او طالب هم د راولپنډۍ (د استعمار د استازي) تولید شوي عناصر دي.»

فضلي زیاته کړه، چې دا به د ملي پالو افغانانو لویه تېروتنه او له تاریخ څخه د نه زده کړې نښه وي، چې د ډیورنډ کرښې په اړه د طالب څرګندونو ته د ملي دریځ نوم ورکړي.

هغه وایي: «دا ډول څرګندونې یوازې د پنډۍ او طالب د ګډ تیاتر يوه صحنه ده.»

فضلي دغه خبرې تر هغه وروسته وکړې، چې افغان طالبانو په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د پاکستاني پوځ د هوایي بریدونو په غبرګون پر ډیورنډ کرښه د پاکستان پر سرحدي پوستو بریدونه وکړل.

که څه هم د پاکستان د پوځ دغه بریدونه له پراخو غبرګونونو سره مخ شو، خو د طالبانو له ځوابي برید څخه بیا یو شمېر ملت پالو افغانانو ملاتړ وکړ.