• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سرکوزي له قذافي څخه د میلیونونو یورو د اخیستو په تور محاکمه کېږي

۲۰ مرغومی ۱۴۰۳ - ۹ جنوری ۲۰۲۵، ۰۰:۱۷ GMT+۰

د فرانسې پخوانی ولسمشر نیکولاس سرکوزي د دوشنبې په ورځ محاکمې ته وړاندې شو. په هغه تور دی، چې د ۲۰۰۷ کال د بریالۍ ولسمشرۍ مبارزې لپاره د لیبیا له پخواني واکمن معمر القذافي څخه په ناقانونه توګه میلیونونه یورو ترلاسه کړي و.

سرکوزي د ځان په وړاندې دغه تورونه رد کړي دي.

د مالي څارنوالۍ دفتر وویل، چې د فرانسې د محافظه کار ګوند پخوانی مشر د عامه بودیجې د غلا، د ناقانونه ګټو ترلاسه کولو، په ناقانونه توګه د کمپاین تمویل او د جرم د ترسره کولو لپاره په جنایي توطیې، تورن دی.

د سرکوزي محاکمه به درې میاشتې دوام وکړي او دا به د فرانسي په سیاسي مشرانو او سیاستوالو باندې د خلکو باور نور هم کم کړي.

پلټونکي ادعا کوي، چې سرکوزي د لیبیا له حکومت سره له فساد څخه ډک تړون کړی او قذافي د سرکوزي کمپاین ته میلیونه یورو په بکسونو کې پاریس ته لېږدولي دي.

د یادولو ده، چې معمر القذافي د لیبیا پخوانی واکمن او سیاستوال و او له ۱۹۶۹ څخه تر ۲۰۱۱ کال پورې پر لیبیا حکومت وکړ.

قذافي د نړۍ د جنجالي رهبرانو له ډلې څخه و او د خپل ځانګړي سیاسي او اقتصادي نظام لپاره مشهور و.

د سرکوزي وکیل ویلي، چې د پخواني ولسمشر پر وړاندې دغه دوسیه جعلي ده او د کمپاین لپاره لیبیا هېڅ ډول مالي مرسته نه ده کړې.

کریسټوف انګرین وویل، چې له لسن کلن هر اړخیزو تحقیقاتو وروسته په ښکاره ډول د دغه تورونو په اړه شواهد نه لیدل کېږي.

که چیرې سرکوزي مجرم ثابت شي، په لس کاله بند محکوم کېږي او ۳۷۵ زره ایرو جریمه به هم ورکوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

په کالفورنیا کې اور لګېدنه؛ په لاس انجلس کې له ۱۰۰ زرو څخه ډېر کسان له سیمې تخلیه شوي

۱۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۸ جنوری ۲۰۲۵، ۲۱:۵۵ GMT+۰

د امریکا د کالفرونیا په لاس انجلس کې ځنګلونو اور اخیستی او په زرګونو جریبه خپور شوی دی. د دغې اورلګېدنې له امله تر ۱۰۰ زرو ډېر خلک له سیمې څخه تخلیه شوي دي او دوه کسان یې له امله مړه شوي دي.

د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا د کالفورنیا ایالت د لاس انجلس په څنډه پیسفیک پلاسیډاس کې اور لګېدنه دوام لري، چې د زورور باد له امله له لس جریبه څخه ډېرې ځمکو کې اور لګېدنه خپره شوې ده.

د لاس انجلس والي په سیمه کې بېړنۍ حالت ترهغه وروسته اعلان کړ، چې دغه اور لګېدنه د سې شنبه په شپه ناوخته پیل او د چهارشنبې تر سهاره نه و کابو شوی.

چارواکو ویلي، چې د سانتا مونیکا او مالیبو د ساحلي ښارونو ترمنځ د پاسیفیک پالیسډز په لوړه سیمه کې بې شمېره ودانۍ ویجاړې شوې او نږدې ۳ زره جریبه ځمکه سوځېدلې ده.

په دې سیمه کې د فلم او موسیقۍ ستورو کورونه هم دي.

د راپور له مخې، د اور له ګړندي خپرېدو وروسته په لاس انجلس ښار کې بېړنی حالت اعلان شوی او له ۱۰۰ زرو زیاتو کسانو ته د خپلو کورونو د پرېښودو لارښوونه شوې ده.

د امریکا د برېښنا ادارې د معلوماتو له مخې، د سې شنبه ماسښتن په لاس انجلس کې له ۲۲۰ زرو څخه ډېر کورونه او تجارتونو برېښنا نه لرله.

متحده عربي اماراتو ۱۹ کسان او شرکتونه د ترهګرو په نوملړ کې شامل کړل

۱۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۸ جنوری ۲۰۲۵، ۲۰:۰۹ GMT+۰

متحده عربي اماراتو ۱۹ کسان او شرکتونه د ترهګرو په نوملړ کې شامل کړي دي. د اماراتي رسنیو د راپور له مخې، دغه کسان او شرکتونه له اخوان المسلمین سره د تړاو له امله د ترهګرو په نوملړ کې شامل شوي دي.

په راپورونو کې دغه راز راغلي، چې متحده عربي اماراتو اخوان المسلمین یو ترهګر سازمان اعلان کړی دی.

د یادلو ده، چې په دې راپور کې بیا د یاد شمېر شرکتونو او اشخاصو نومونه نه دي اخیستل شوي.

اخوان المسلمین د یوه اسلامي تنظیم نوم دی، چې په ۱۹۲۸ کال کې په مصر کې د حسن ابنا په مشرۍ جوړ شو.

دا ډله د یو سیاسي، ټولنیز او مذهبي غورځنګ په توګه پېژندل کېږي، چې هدف یې د اسلامي اصولو او شریعت پر بنسټ د ټولنې اصلاح کول او د اسلامي حکومت جوړول دي.

د مصر حکومت د ۲۰۱۳ کال د ډسمبر پر ۲۶مه اخوان المسلمین یوه ترهګره ډله اعلان کړه.

ټرمپ د متحده ایالاتو په نقشه کې کاناډا اضافه او انځورونه یې خپاره کړل

۱۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۸ جنوری ۲۰۲۵، ۱۹:۲۳ GMT+۰

د متحده ایالاتو نوي منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا په امریکا کې د کاناډا د شاملولو هیله څرګنده کړې ده.

نوموړي د امریکا په نقشه کې کاناډا اضافه کړې او انځورونه یې پر ټروټ ټولنیزې شبکې خپاره کړي دي.

په هغه نقشه کې چې د ټرمپ له خوا خپره شوې ښکاري، چې کاناډا او متحده ایالات د یوه هېواد په توګه ښیي او پرې د متحده ایالات نوم لیکل شوی دی.

د ټرمپ له خوا شریکه شوې نقشه کاناډا او متحده ایالات د یو هېواد په توګه ښیې، چې متحده ایالات په کې لیکل شوي.

ټرمپ د یوې بلې نقشې انځور هم خپور کړی، چې په نقشه کې د امریکا له بیرغ سره متحده ایالات او کاناډا د یو هېواد په توګه ښودل شوي.

یاده دې وي، چې ټرمپ د "او کاناډا" کیپشن هم لیکلی دی.

ټرمپ تېره ورځ په یوه خبري کنفرانس کې د کاناډا د پولې په اړه وویل، چې که دا کرښه لېرې شي نو د ملي امنیت لپاره به ښه وي.

ټرمپ وویل، چې امریکا او کاناډا یو ځای سره ښه ښکاري.

د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو پرون د سې شنبه په ورځ د امریکا نوي منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړ او ویې ویل، چې کاناډا به د قیامت تر ورځې له امریکا سره یو ځای نه شي.

تر دې مخکې د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي و، چې د کاناډا پر ضد به اقتصادي ځواک وکاروي او دغه هېواد باید د امریکا ۵۱ ایالت شي.

ټرمپ همداراز زیاته کړه، چې هغه به د کاناډا پر وارداتو ۲۵ سلنه تعرفه ولګوي.

یوه پاکستاني د افغان پاسپورټ په کارولو سره د ایرلنډ له حکومته ۴۸ زره ایرو ترلاسه کړي

۱۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۸ جنوری ۲۰۲۵، ۱۸:۴۵ GMT+۰

د ایرلنډ مرکز ډوبلین کې یوه پاکستاني د جعلي افغان پاسپورټ په کارولو د دغه هېواد له حکومته ۴۸ زره ایرو په ناقانونه توګه ترلاسه کړي دي. دغه پېسې یې د ۱۲ کلونو په موده کې د وړیا حکومتي مرستو د پروګرام له لارې ترلاسه کړي دي.

ایرېش ټایمز د چهارشنبې په ورځ یو راپور خپور کړی، چې له مخې یې د ډوبلین محکمې تورن کس ته خبرتیا لېږلې خو هغه کوم ځواب نه دی ورکړی.

دغې محکمې ویلي، چې که تورن کس خپل جرم ومني او خپل پاسپورټ تسلیم کړي، ضمانت کې یې کومه ستونزه نه شته.

د تورن کس مدافع وکیل ایغان اوسلیوان پلټونکو ته د خپل پاکستانی پاسپورټ او د اوسېدو ځای ادرس ورکړی دی.

تورن کس فضل اکبر نومېږي او د پاکستاني پاسپورټ په لرلو واضیح ده، چې د پاکستان دی.

د عامه څارنوالۍ رییس وایي، که چیرې اکبر خپل جرم ومني قضیه به یې د ولسوالۍ په محکمه کې فیصله شي.

د اعتراف د نه کولو په صورت کې به هغه د قاضي او جوري هیت په وړاندې محاکمه شي، چې د سزا ورکولو پراخ واکونه لري او پروسه یې هم اوږده ده.

ډوبلین محکمې له اکبر څخه غوښتي، چې نه باید د سفر د اسنادو غوښتنه وکړي او یا هم خپل پاسپورت نوی کړي.

همدا راز دغې محکمې ورته خبرداری ورکړی، که چیرې خپل ادرس بدلوي نو باید اړوندو ادارو ته خبر ورکړي.

له اکبر څخه غوښتل شوي، چې راتلونکې میاشت کې بیا محکمې ته حاضر شي.

ایران بهرنیو وګړو ته خبرداری ورکړی چې د بوشهر اټومي انرژۍ بټۍ په ۵ کيلومترۍ کې ونه اوسيږي

۱۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۸ جنوری ۲۰۲۵، ۱۴:۰۹ GMT+۰

د ایران د بوشهر د والي سیاسي، امنيتي او ټولنیز مرستیال بهرنیو وګړو ته خبرداری ورکړی، چې د اټومۍ انرژۍ بټۍ په پنځه کيلومترۍ «هلیله او بندرګاه» سېمو کې د اوسېدو او کار اجازه نه لري. احسان جهانیان ويلي، هغه بهرني وګړي، چې په دغو سيمو کې اوسيږي، نیول کیږي.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له بیا ستنېدو وروسته په ایران کې زيات افغانان اوسېږې او ډېری په دغه هېواد کې خپل کاروبار کوي.

ایران هم تر ډېره د بهرنيو اتباعو اصطلاح افغان کډوالو ته کاروي.

ایراني رسنیو د چارشنبې په ورځ خبر ورکړی، چې د بوشهر د والي د سیاسي، امنيتي او ټولنيزو چارو مرستيال احسان جهانیان د شتستان ښار الکي ښارګوټې د لېدنې پر مهال ويلي چې « د بوشهر د اټومي انرژۍ بټۍ په پنځه کیلومترۍ او د دغه ولایت د ګناوې، دیلم او عسلویه ښارونو په شاوخوا کې د بهرنیو اتباعو او کډوالو کار او اوسېدل منع دي.»

نوموړي له کډوالو غوښتنه کړې، چې ژر تر ژر ه دې له دې سيمو ووځي که نه قانوني اسناد به هم ترې واخیستل شي او له هېواده به یې وباسي.

د نوموړي په وینا، غير قانوني کډوال به تر نيولو وروسته سرحدي کمپونو ته ولېږدوي.

هغه په دې برخه کې له اړوندو ادارو څخه د دوامداره ګزمو او پلټنو غوښتنه کړې او زياتوي، چې له هغو ايرانیانو سره به هم قانوني چلند وکړي، چې بهرنيو اتباعو ته د کار زمينه برابروي.

جهانیان په ۲۰۲۵ کال کې د کډوالو په برخه کې د مرستو پر زياتېدو ټينګار کړی او زياتوي، چې په تېرو کلونو کې نړیوالو سازمانونو او ادارو له ایران سره د کډوالۍ په برخه کې لږې مرستې کړې دي.

دغه ایرانی چارواکی پر داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې نن د طالبانو د رییس الوزرا سياسي مرستیال مولوي کبير په افغانستان کې د ایران له نوي سفير سره په پېژندګلویزه ناسته کې له دغه هېواده غوښتي، چې د افغان کډوالو له جبري ايستلو ډډه وکړي.