• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عباس ستانکزي او د بیلاروس د بهرنیو چارو وزارت مرستیال پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي

۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۵، ۰۶:۳۸ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د (مرغومې ۲۳مه) په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغې ډلې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس ستانکزي په کابل کې د بيلاروس د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال لوکا شیویچ سره لیدلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغې ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې پر همکاریو او دوه اړخیزو اړیکو ټینګار شوی دی.

په دغې خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي چې د طالبانو او بیلاروس تخنیکي ټیمونه به د همکاریو د لار پراختیا په موخه په کابل او مېنسک کې ګډې ناستې کوي.

د طالبانو په خپرې شوې خبرپاڼه کې د همکاریو او اړیکو بڼه نه ده څرګنده شوې.

عباس ستانکزي په دې وروستیو کې له امریکا سره د ښو اړیکو د لرلو تر څنګ پر پاکستان هم توندې نیوکې کړي.

هغه ادعا کړې چې پاکستان په خپل هېواد کې د «داعش لپاره ځانکړي مرکزونه جوړ کړي‌ او د پوځ له لوري یې ورته روزنې هم ورکول کېږي او په دې تړاو ثبتونه هم لري.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال همدا راز پر پاکستان تور پورې کړی چې امریکا ته یې د بې پېلوټه الوتکو د الوتنو لپاره خپل هوایي ډګرونه په کرایه ورکړي او له هغې ځایه بې پېلوټه الوتکې د افغانستان اسمان ته ننوځي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

له افغانستان سره د ترکیې څه باندې اوه سوه ټنه بشردوستانه مرسته هرات ته رسېدلې ده

۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۵، ۰۵:۱۸ GMT+۰

په کابل کې د ترکیې سفارت د (مرغومې ۲۳مه) د یکشنبې پر ورځ په یوې خبرپاڼه کې ویلي‌ چې هرات ولایت ته د دغه هېواد ۷۲۴ ټنه بشردوستانه مرستو تازه جوپه له رسېدو سره سم طالبانو ته وسپارل شوه.

یاد سفارت ویلي چې دغه بشردوستانه مرسته ټول ټال ۷۲۴ ټنه کېږي چې په کې د خوراکي توکو او درملو تر څنګ یو شمېر نور توکي هم مرسته شوي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه بشردوستانه مرسته یې د طالبانو د سرې میاشتې مشر شهاب الدین دلاور ته سپارلې او ډېر ژر به د هېواد په ټولو ولایتونو کې اړمنو کسانو ته ووېشل شي.

د ترکیې سفارت ویلي چې دا ژمنۍ مرسته یې د خپل هېواد د ولسمشر رجب طیب اردوغان په ځانګړې لارښوونه او ملاتړ ترسره کړې ده.

د طالبانو په واکمن کیدو سره په هېواد کې د بې روزګارۍ او غربت کچه تر بل هر وخته ډېره شوې ده.

د بشري حقونو نړۍوالو ادارو په هېوادونو او مرستندویه ټولنو غږ کړی چې له افغانانو سره دې خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي، څو په دغه هېواد کې د لوږې مخنېوی وشي.

د طالبانو د سوداګرۍ وزیر او کابل کې د ایران سفیر د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي

۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۵، ۰۳:۲۶ GMT+۰

د طالبانو دسوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په کابل کې د ایران له سفیر علي‌رضا بیکدلي سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او «له ریل پټلۍ سره د چابهار نښلولو» په اړه خبرې کړې دي.

طالبان وايي، دواړو لوریو «له ریل پټلۍ سره د چابهار نښلولو» او د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو خنډونو پر لرې کولو خبرې وکړې.

د طالبانو د خبرپاڼې پر بنسټ، د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او علي‌رضا بیکدلي «د لارې د نقشې د لاسلیکولو، په افغانستان کې د پانګونې د باور رامنځته کولو، د ترانزیټي لګښتونو د کمولو او له ریل پټلۍ سره د چابهار د نښلولو، د ګمرکي تعرفو او بانکدارۍ په اړه» خبرې وکړي.

دواړو لوریو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د زیاتوالي پر وړاندې د پرتو خنډونو پر لرې کولو او د لا زیاتو غونډو پر جوړولو ټینګار وکړ.

ایران د طالبانو لومړنی اقتصادي ملګری دی. د دغه هیواد چارواکي وايي، د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو اړیکو حجم په کال کې څلور میلیاردهډالرو ته رسېدلی دی.

د منځنۍ اسیا هېوادونو او چین سره هم د افغانستان اقتصادي اړیکې زیاتې شوې دي. خو د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وايي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه له ۲.۵ میلیاردهډالرو څخه ۷۰۰ ملیون ډالرو ته راټیټه شوې ده.

د افغانستان لپاره د پاکستان او یوناما استازو د افغانستان د روان وضعیت په تړاو خبرې کړې دي

۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۵، ۰۲:۳۹ GMT+۰

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د «مسلمانو هېوادونو کې د نجونو زده کړو» په اړه د کنفرانس په څنډه کې یې د افغانستان لپاره د یوناما له مشرې روزا اوتنبایوا سره د افغانستان په تړاو ناسته کړې ده.

محمد صادق ویلي چې په دغه ناسته کې یې د افغانستان په روانو حالاتو،‌ د بشري مرستو په اړتیاوو او همدا راز د نړۍوالې ټولنې پر هڅو خبرې کړې دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مشره اسلام اباد ته د «مسلمانو هېوادونو کې د نجونو زده کړو» په تړاو جوړ شوي دوه ورځني کنفرانس کې د ګډون په موخه ورغلې؛ خو طالبانو د پاکسان له بلنې سره سره هم په دغه غونډه کې ګډون نه دی کړی.

د مسلمانو هېوادونو د ټولنې مشر محمد عبدالکریم عیسی په اسلام اباد کې د یادې دوه ورځنۍ غونډې په لړ کې خبریالانو ته ویلي چې ځینو د اسلام په نوم نجونې له زده کړو راګرځولې دي او دا په اسلامي شریعت کې هېڅ ډول بنسټ نه لري.

په اسلام اباد کې جوړ شوی دوه ورځنی کنفرانس به نن یکشنبه د (مرغومې ۲۳مه) په ځايي وخت مازیګر ناوخته پای ته ورسېږي او د نوبل جایزې ګټونکې پښتنه ملاله یوسفزۍ به هم د خپلې ژمنې له مخې د افغان نجونو د زده کړو په ننګه ورته ځانګړې وینا وکړي.

نور جلال جلالي له بلاروسي چارواکي سره د روغتیایي ظرفیت لوړونې په اړه خبرې کړي

۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۵، ۲۱:۰۹ GMT+۰

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د بلاروس د روغتیا وزارت د خوړو او درملو له معین الکساندر ستارویوتوف سره د شنبې په ورځ وکتل.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په یوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې د هېوادونو په کچه د درملو اخیستنې، دوه اړخیزې همکارۍ او د روغتیایي پرسونل د ظرفیټ لوړولو په اړه خبرې شوي دي.

خبرپانه زیاتوي، چې نور جلال جلالي په دې کتنه کې وویل: «موږ د معیاري روغتیايي خدمتونو لپاره، با کیفیته درملو او طبي تجهیزاتو ته اړتیا لرو، چې د دوه اړخیزو ښو اړیکو پر اساس کولای شو په دې برخه کې لا پر مخ ولاړ شو.»

تر دې وړاندې د ۱۴۰۳ کال د تلې په میاشت کې د روغتیا نړۍوال سازمان اعلان وکړ، چې د افغانستان ۱۶۶ روغتیايي مرکزونو ته یې د ۱،۴ میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۱۴ ټُنه درمل او روغتیايي کیټونه ورکړي دي.
له دې وروسته د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال بیا څه موده مخکې د روغتیا د نړۍوال سازمان له پلاوي سره په کتنه کې د نړۍوالو ادارو له خوا په افغانستان کې د تاریخ تېرو درملو په وېشلو اندېښنه څرګنده کړې وه.
حنفي ویلي و، چې د دغو درملو وېشل د نړۍوالو ادارو اعتبار ته زیان رسوي.
له دې سره د روغتیا د نړۍوال سازمان د ختیځې مدیترانې سیمې مشر ویلي و، چې په افغانستان کې به د تاریخ تېر درملو د وېشلو موضوع وڅېړي، خو تر دې مهاله په دې اړه تازه څه نه دي خپاره شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې هر کال د یو میلیارد ډالرو په اندازه دوا مصرفیږي طالب چارواکي وایي، چې که افغانستان په دې برخه کې خپله تولیدات ولري دا اندازه پیسې به په هېواد کې دوران شي.

د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه ښځې مړې شوې دي

۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۵، ۲۰:۰۵ GMT+۰

د نورستان ولایت د کامدېش ولسوالۍ اړوند کامدېش کلې کې د یوې ترافیکي پېښې له امله څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د نورستان لپاره د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند غلام رحمان حیدري وایي، پېښه هغه وخت رامنځته شوه چې یو ډاټسن ډوله موتر له سړک څخه واوښت او یږې کندې ته ولوېد.

حیدري زیاته کړه: «د دې پېښې په پایله کې دوه ښځې ځای پر ځای مړې شوې او دوه تنه ټپیان شوي دي.
ټپیان د درملنې لپاره د کامدېش روغتیایي مرکز ته لېږدول شوي دي.»

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس د ځایي مسوولینو له قوله خبر ورکړی، چې خراب سړکونه د دې ډول ترافیکي پېښو یو له اساسي لاملونو څخه ګڼل کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې مخکې، د کابل - کندهار پر لویه لاره د غزني ولایت په اب بند ولسوالۍ کې په یوې ترافیکي پېښه کې پنځه کسان مړه شول.

تر دې مخکې، په غزني ولایت کې د طالبانو امنیه قومندانۍ په دغه ولایت کې د دوو ترافیکي پېښو خبر ورکړی و، چې یوې پېښه کې یو کس مړ شوی و او په بله پېښه کې بیا چاته زیان نه و اوښتی.

واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې په افغانستان کې په ترافیکي پېښو کې د تلفاتو شمېرې لوړې شوې دي او هره ورځ وخت ناوخت د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ترافیکي پېښو د تلفاتو شمېرې خپرېږي.