• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا د ملي امنیت سلاکار: تاریخ له افغانستان څخه د بایډن د وتلو پرېکړه تاییدوي

۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۵، ۱۶:۵۵ GMT+۰

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جېک سلیوان له افغانستان نه د ځواکونو د اېستلو په تړاو د جوبایډن د پرېکړې ننګه کړې ده. هغه وویل چې تاریخ د دې ګام مثبته ارزونه کړې او په راتلونکي کې به هم ښه قضاوت پرې وشي.

سلیوان دسي اېن اېن په یوه خپرونه کې وویل: « هغه ستراتیژیکه پرېکړه چې ولسمشر بایډن وکړه، درې کاله وروسته تاریخ ښه ارزونه پرې کړې او راتلونکي کې به هم دا پرېکړه مثبته وګڼل شي».

سلیوان ټینګار وکړ چې که امریکا اوس هم په افغانستان کې پاتې وای، نو جګړې به دوام درلود او امریکایانو به لا هم خپل ژوند له لاسه ورکاوه.

هغه زیاته کړه، « که موږ نن په افغانستان کې وای، امریکایان به وژل کېدل؛ روسیې به پر موږ زیات نفوذ درلود او موږ به د هغو ستراتیژیکو ننګونو په وړاندې کمزوري وای چې موږ ورسره مخ یو».

سلیوان د نوي کال په ورځ د متحده ایالتونو په نیو اورلیانز کې د وروستي برید بېلګه وړاندې کړه، چې د هغه په وینا، د ترهګرۍ ګواښونه اوس له افغانستان څخه نورو ځایونو ته خپاره شوي دي. هغه وویل چې که څه هم ایف بي آی د دې پېښې څېړنه کوي، خو تر اوسه یې له افغانستان سره اړیکه نه ده موندلې.

هغه زیاته کړه، « دا د هغه څه ثبوت دی چې ولسمشر بایډن ویلي، یعنې د ترهګرۍ ګواښونه اوس ډیر خپاره شوي او نورو ځایونو ته انتقال شوي، کورني افراطي کسان هم پکې شامل دي چې په امریکا کې یې ترهګریز بریدونه کړي.»

سلیوان زیاته کړه چې د دې وضعیت له امله، امریکا اړه وه خپله توجه د افغانستان له جګړې څخه پراخو نړیوالو ترهګرۍ ضد هڅو ته واړوي.

کله چې له سلیوان څخه وپوښتل شول چې ایا هغه له افغانستان نه تر وتلو وروسته د استعفا وړاندیز کړی و، هغه وویل چې له ولسمشر سره پر شخصي خبرو به تبصره ونه کړي.

هغه زیاته کړه:« هغه څه چې زه یې درته ویلی شم دا دي چې امریکا نن په دې ښه وضعیت کې ده چې موږ د افغانستان جګړې د ۲۵م کال په لوري روان نه یو».

له افغانستان څخه د وتلو پرېکړه د بایډن د ولسمشرۍ یوه مهمه پېښه ګڼل کېږي او سلیوان ټینګار کوي چې دا ګام د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ لپاره اړین بدلون و.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

اصف درانی: طالبان په دې پوهیږي چې له پاکستان پرته مخکې تګ نه شي کولی

۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۵، ۱۶:۳۳ GMT+۰

د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی وايي، د طالبانو په اړه د پاکستان پالیسي کې بدلون نه دی راغلی، خو پر افغانستان د پاکستان وروستي هوايي بریدونه خبرداري ورکوونکي وو. نوموړی وایی، طالبان به له ټي ټي پي سره د اړیکو او همکاریو تاوان ورکړي.

اصف درانی په یوه پاډکاسټ کې د افغانستان په اړه بحث کې د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د پاکستان هوايي بریدونو ته په اشاره وویل، چې دغه برید طالبانو ته د خبرداري په مانا و.

نوموړی وایي، د طالبانو په اړه د دغه هېواد په پالیسیو کې کوم تغییر نه دی راغلی.

نوموړی وايي، ټي ټي پي یوازې په افغانستان کې پټنځایونه نه لري بلکې دوی په پاکستان کې هم خپل بنسټ لري نو دوی داسې خلک لري چې د دوی ملاتړ کوي؛ دوی ته پناه ورکوي او دوی په افغانستان کې هم استخدام کوي، په داسې حال کې چې دوی له خپلو کورنیو سره یو ځای اوسیږي.»

نوموړي د افغان طالبانو او ټي ټي پي د اړیکو په اړه زیاته کړه چې «کله دوی په پاکستان کې برید کوي دوی طالبان هم له ځان سره لري، طالبان د دوی د جوړښت برخه ده.»

اصف درانی وايي، پاکستان دوه لارې په لاس کې لري، چې د افغان طالبانو او ټي ټي پي ترمنځ اړیکې پرې کړي او دا «یو یې هوایې بریدونه او بل د لارو بندول» دي.

نوموړي په دې اړه زیاته کړه:«دلیل دادی چې موږ باید له خپلو لاس شته انتخابونو استفاده وکړو. دوی په دې پوهیږي چې له پاکستان پرته مخکې تګ نه شي کولی. ځکه دد واړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ډیرې مهمې دي ځکه دواړو لوریو ته ډیر پښتانه دي او تردې لا مهمه دا، چې د ډیورنډ دواړو خووو ته له ۱۷ قومونو ډیر دي، څه چې د افغانستان لپاره په کار راځي، هغه د پاکستان لپاره هم په کار راځي.»

درانی وايي، طالبان به له ټي ټي پي سره د اړیکو او همکاریو تاوان ورکړي: «دوی به یې حتما تاوان پرې کوي ځکه دوی د پاکستان دښمن ته بلنه ورکړې ده.»

درانی وايي، طالبان تر اوسه لا هم په دې نه دي توانیدلي چې په افغانستان کې خپل مشروعیت ثابت کړي. هغه وايي، «د افغانستان ۶۴ سلنه برخه د یو طالب ملاتړ نه کوي، نو زه فکر کوم چې په ښېښه کې ناست خلک باید ډبرې ونه غورځوي».

اصف دراني له طالبانو څخه د پاکستان د ملاتړ او بیا د هوایې بریدونو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل:«دا چې پاکستان یوازې له طالبانو سره نه بلکې په ټوله کې د افغانستان او د افغانانو ترڅنګ ولاړ دی نو مجبوره دی چې د نړیوالو نیوکې وزغمي.»

نوموړی په رسمي ډول له طالبانو د پاکستان د ملاتړ په اړه وویل:« دا ویل ډیر وختي دي او له دې څخه زما هدف دادی، چې موږ یوازې په رسمي ډول په ۱۹۹۵ کال کې د طالبانو ملاتړ وکړ. هغه وخت زموږ پر سفارت برید شوی و، یو ډیپلوماټ ووژل شو او ۲۱ کسان ټپیان شول.د طالبانو حضور په په کندهار کې پیل شو، یو کوچنی ګروپ و، خلکو داسې فکر کاوه، چې دابه یوه سیمه ییزه ډله وي، خو وروسته یې امتیاز پاکستان ته ورکول کیده، چې دا ډله پاکستان تاسیس کړي ده، خو زه فکر کوم دوی د مخه حضور درلود، دوی د مجاهدینو په مختلفو ګوندونو پورې تړاو درلود.»

اصف درانی وايي، د امریکا او ناټو پر وړاندې د طالبانو د ۲۰ کالو په جریان کې یې له طالبانو ملاتړ نه دی کړی، خو هغه طالبان چې په پاکستان کې ونیول شول او په ګونتانامو کې بندیان شول اوس د پاکستان پر وړاندې ډیر خطرناک دي.

ډیورنډ کرښه

اصف درانی د طالبانو او پاکستان ترمنځ ورستیو مخالفتونو په اړه ډیورنډ ته په اشاره وايي: «ډیورنډ کرښه زموږ لپاره د سر درد مساله نه ده. موږ له خپلو پالیسیو جوړوونکو سره هیڅکله په دې اړه خبرې نه دي کړې. دا یو نړیوال سرحد دی، طالبان یا نور چې څه فکر کوي، ودې یې کړی دا د دوی ستونزه ده.»

مولوي هبت الله

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی وايي، دغه هېواد ته کندهاري او کابلي طالبان یو شان دي: «طالب، طالب دی هغه که د هر ځای وي.»

نوموړی وایي، د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخوندزاده چې د قطر له یوه چارواکي پرته له بل هیچا سره نه دي کتلي، د ډیر وخت لپاره د پاکستان په کچلاک کې اوسیدلی دی. هغه زیاتوي، «زه ډاډه یم ډیر خلک به هغه پیژني او د هغه له عادتونو سره به اشنا وي.»

اصف درانی وايي، د پاکستان او طالبانو اړیکې په هغه کچه نه دي ورانې په کومه کچه چې په رسنیو کې انعکاسیږي.

نوموړی وايي، همدا اوس له افغانستان سره فعاله ټرانزیټ لري، « د شیرخان بندر له لارې تاجکستان ته لاسرسی لرو. د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټرانزیټ نه دی بند شوی او عادي روان دی.»

هند او طالبان

اصف درانی په عربي اماراتو کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او د هند د بهرنیو چارو وزارت استازي لیدنې ته په اشاره وايي، هغه ژمنې چې طالبانو هند ته ورکړې دي، د پاکستان، چین او طالبانو ترمنځ په یوه درې اړخیزه لیدنه کې اسلام اباد ته هم ورکړل شوې دي. نوموړی وايي، طالبانو ژمنه کړې، چې د افغانستان خاوره به د پاکستان پر ضد نه کارول کیږي خو اوس لیدل کیږي چې طالبان خپلې ژمنې هیروي.

هغه زیاته کړې، « کله چې زه وایم چې طالبان باید د حکومت چلونې هنر زده کړي نو دوی باید خپل یادښتونه هم د مشورې لپاره چمتو وساتي، له بده مرغه طالبانو ډیر ژر هیر کړل چې څه ډول ژمنه یې کړې وه. دوی اوس مجبور دي چې د هر څه لپاره مسوولیت منونکي شي، له بده مرغه دوی اوس هرڅه هیروي‌ او نړیوالو اصولو او ښه ګاونډیتوب ته غاړه نه ږدي.»

اصف درانی ادعا کوي، چې هند د یو شمېر افغان ډلو له لارې ټی ټي پی ته مالي امکانات په واک کې ورکوي او دغه هېواد په افغانستان کې د پاکستان ضد مفکورې او پښتونستان غوښتنې لپاره کار کوي.

درانی وايي، په افغانستان کې د هند نفوذ تر اوسه هغه حالت ته نه دی رسیدلی، چې د جمهوریت پر مهال و، خو احتمال یې شته، « هند غواړي پاکستان د افغانستان په مساله کې بوخت وساتي. تر اوسه هغه حالت ته هند نه دی رسیدلی، لکه څنګه چې د جمهوریت په وخت کې فعاله و، خو امکان یې شته».

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانکړی استازی اصف درانی، چې د خپل ماموریت پرمهال کابل کې له طالبانو ښې خاطرې نه لري، وايي، طالبان د ښځو پر کار کولو او زده کړو بندیز له لارې، چې د نړیوالو له خوا له سختو نیوکو سره مخ شوی، اسلام په ډیره وحشتناکه طریقه پلی کوي.

د ستانکزي هیله؛ د بیکدلي د ماموریت په ترڅ کې به د ایران او طالبانو اړیکې لاپیاوړې شي

۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۵، ۱۴:۰۱ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، چې د دې ډلې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د ایران له نوي سفیر سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسی، اقتصادي او فرهنګي اړیکو پر پیاوړتیا او په ایران کې د میشتو افغان کډوالو د ستونزو په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، د یک شنبې په ورځ د دې ډلې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي د افغانستان لپاره د ایران سفیر علیرضا بیکدلي سره د پيژندنې په ناسته کې تمه ښودلې، چې د نوموړي د ماموریت په لړ کې به سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکې لاپیاوړې شي.

په دې لیدنه کې ستانکزي د ایران له نوي سفیر څخه په دغه هېواد کې د میشتو افغان کډوالو ستونزو ته د رسیده ګي او ایران ته د افغانانو د تګ راتګ پر مهال اسانتیاوو رامنځته کېدو غوښتنه هم کړې ده.

په خبرپاڼه کې د بیکدلي په حواله لیکل شوي، چې نوموړي له افغانستان سره د دوه اړخیزو اړیکو د پالنې پر دوام او پراختیا ټینګار کړی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په داسې حال کې د افغان کډوالو ستونزو ته د رسیده ګۍ غوښتنه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لاپیاوړتیا هیله څرګندوي، چې دغه هېواد نږدې هره ورځ سلګونه افغانان په زور بېرته افغانستان ته ستنوي.

ذبیح الله مجاهد: علماء یوازې ددې لپاره نه دي چې خلک یې لاسونه مچې کړي او جومات کې کښینې

۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۵، ۱۳:۵۹ GMT+۰

د طالبانو ویاند په کابل کې د الریاض مدرسه کې د وینا پر مهال وویل چې علماء د پېغمبرانو وارثین دي خو یوازې ددې لپاره نه دي چې خلک یې لاسونه مچې کړي او جومات کې کینې. ذبیح الله مجاهد وویل، «دا واړه فکرونه باید لوی کړو، دین پراخه کړو، د دنیا په کچه فکر وکړو او مسوولیت ادا کړو.»

په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ریاض العلوم په مدرسه کې د طالبانو ویاند ‌ذبیح الله مجاهد اوږده وینا کړې ده.

د مجاهد دا وینا الریاض مدرسې نن یکشنبه د مرغومي ۲۳مه پر خپله اېسکپاڼه خپره کړې ده.

مجاهد وايي، «هسې خو ډېر خلک وايي علماء د پېغمبرانو وارثین دي، صحیح ده خو ددې لپاره نه ده چې یوازې به یې خلک لاسونه مچو کړي او احترام درته وکړي ځکه ته د نبي په قطار کې قرار لرې او ته د نبي غوندې محترم یې نو نبي د ټول انسانیت د ټولو ابعادو لپاره و او د نجات لپاره راغلی و.»

‌‌ذبیح الله مجاهد د وینا په یوه برخه کې وايي چې علماء باید د مسوولیت احساس وکړي.

مجاهدزیاتوي، «ته هم باید داسې مسوولیت ادا کړې او یوازې خو جومات کې نه، د پېغمبر وارثین یوازې دا نه ده، بلکې بیرون ټولنه ستا په لاس کې ده او مسوولیت یې په مقابل کې حس کړه او ځان زهیر کړه او ځان کم وبوله چې ولې ما دا کار نه دی کړی او ځان اماده کړه.»

‌ذبیح الله مجاهد په خپله وینا کې ویلي، «ترکومه به مظلومیت وي او باید ځان له مظلومیت څخه خلاص کړو او له مظلومیت څخه ځان باسل واجب دي او په مظلومیت کې ځان پرېښودل ګناه ده.ولې به موږ مظلومه یو او ولې به پر موږ همیشه مېچنې تاویږي او ولې به د خلکو پالیسیانې پرموږ تطبیقیږي.»

مجاهد په خپله وینا کې ناستو طالبانو زدکوونکو څخه غوښتنه وکړه چې له علم سره به هېڅکله مخالفت نه کوي.

مجاهد په دې باور دی چې د شرعي علومو ترڅنګ طبیعي علوم د ټولنې ضرورت دی.

مجاهد وايي، «انجینري د ټولنې یو ضرورت دی، ساینسي علوم د ټولنې اینده ده. ټول علوم زموږ د دین لپاره اول ضرورت دی.»

مجاهد وايي چې که په ساینسي لحاظ باندې رسېدلي وای نو د غزې مسلمانان به دومره مظلوم نه وای.

هغه نیوکه وکړه چې د غزې خلکو د ساینسي او ټیکنالوژی علومو په برخه کې ناغیړي کړې او په غفلت یې وخت ضایع شویاو نن یې نتیجه دا ده، چې پېړی پېړی په تباهۍ تمامیږي.

د طالبانو ویاند ‌ذبیح الله مجاهد په داسې حال کې دا څرګندونې کوي، چې د نوموړي امیر ملا هبت الله په افغانستان کې د عصري علومو پرځای دیني علومو پراختیا لپاره چټکې هڅې کوي.

د طالبانو له بیا ځلې راتګ سره دې ډلې د نجونو پرمخ د زده کړو مرکزونه وتړل او له کار کولو څخه یې بې برخې کړې دي.

ملاله یوسفزۍ: د اسلامي ټولنو مشران دې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني

۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۵، ۱۲:۳۳ GMT+۰

د بشري حقونو فعالې او د سولې نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ د یکشنبې په ورځ د اسلامي ټولنو له مشرانو وغوښتل چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له رسميت پیژندلو ډډه وکړي او د ښځو او نجونو د زده کړو محدودولو پر وړاندې ودریږي او خپل ریښتینی مشرتوب وښيي.

ملالې یوسفزۍ په اسلام اباد کې د اسلامي ټولنو د استازو په غونډه کې د نجونو د زده کړو په اړه وینا کې په افغانستان کې د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو پر زده کړو د بندیزونو په اړه وویل:«هغوی ته مشروعیت مه ورکوئ.»

ملاله یوسفزۍ وايي:«په ساده ډول، طالبان ښځو ته د انسانانو په توګه نه ګوري. دوی خپل جرمونه په کلتوري او مذهبي توجیهاتو کې پټوي. دا پالیسي له بشري حقونو سرغړونه ده او په اسلامي لارښوونو کې هیڅ اساس نه لري.»

د پاکستان د ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې، ملالې یوسفزۍ د مسلمانو ټولنو پر مشرانو غږ وکړ چې د طالبانو حکومت ته د مشروعیت ورکولو څخه په انکار سره ریښتینی مشرتوب وښيي.

نوموړې زیاته کړه:«د مسلمانو مشرانو په توګه، اوس د دې وخت دی چې خپل غږ پورته کړئ او د داسې بې عدالتیو پر وړاندې له خپل ځواکه کار واخلئ.»

په مسلمانو ټولنو کې د نجونو د زده کړو تر سرلیک لاندې جوړ شوي کنفرانس ته تېره ورځ د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم په خپله وینا کې د نجونو پر زده کړو ټینګار وکړ.

ملالې یوسفزۍ د خپلې وینا پر مهال په غزه کې د اسراییل پر کړنو هم سخته نیوکه وکړه او تل ابیب یې د سیمې د زده کړو د سیسټم په له منځه وړلو او د بشري حقونو په سرغړونو تورن کړ.

نوموړې وویل:«په غزه کې اسراییل ټول تعلیمي سیسټم ویجاړ کړی دی. دوی ټول پوهنتونونه بمبارد کړي، له سلو څخه ډیر ښوونځي یې ویجاړ کړي او له توپیر پرته یې پر هغو ملکي وګړو برید کړی چې د ښوونځیو په ودانیو کې پناه اخلي. که د هغوی ښوونځي بمباري شي او کورنۍ یې ووژل شي، یوه فلسطینۍ نجلۍ هغه راتلونکی نه شي لرلی چې هغه یې مستحقه ده.»

یوسفزۍ وايي، چې د شخړو په سیمه کې د ماشومانو د حقونو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

پاکستاني چارواکي وايي، چې په مسلمانو ټولنو کې د نجونو زده کړو تر سرلیک لاندې کنفرانس موخه په مسلمانو ټولنو کې د نجونو د زده کړې په برخه کې د ننګونو حل کول او زده کړې ته د مساوي لاسرسي په یقیني کولو کې د نړیوالې رهبرۍ رول سپړل دي.

د قدرت انحصار؛ په شمالي ولایتونو کې د طالبانو والیانو او امنیتي چارواکو ترمنځ ناسته شوې

۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۵، ۱۱:۰۱ GMT+۰

د بلخ ولایت د طالبانو د رسنیو مرکز دفتر د شنبې په ورځ، د مرغومي پر ۱۲مه، په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د فاریاب ولایت په مرکز میمنې ښار کې د شمالي زون په کچه د واليانو، امنیتي قوماندانانو او استخباراتو مشرانو ترمنځ د همغږۍ یوه ګډه غونډه د یوسف وفا په مشرۍ ترسره شوه.

په هغو انځورونو کې چې د طالبانو د رسنیو مرکز له خوا پر اېکس خپاره شوي، یوسف وفا، د بلخ والي او د ملا هبت الله باوري کس د غونډې مشري کوي او د شمال په کچه د طالبانو والیان او امنیتي قوماندانان د خپلو ولایتونو په اړه هغه ته راپور ورکوي.

ویل کیږي چې په بلخ کې د طالبانو والي یوسف وفا د طالبانو د مشر نږدې ملګری دی او غواړي چې په شمال کې د کندهار په ګټه خپل نفوذ نور هم پیاوړی کړي.

داسې ښکاري چې هغه ددې ډلې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ته مسوول او ځواب ویونکی نه دی.

ځینې ​​خلک دا اقدام د کندهار د استازو په لاسونو کې د واک د تمرکز او د طالبانو په جوړښت کې د حقاني ډلې د کمزوري کولو په توګه ګوري.

100%

له یوسف وفا څخه مخکې داود مزمل په بلخ کې د طالبانو د والي په توګه دنده ترسره کوله، چې د داعش په برید کې ووژل شو.

له داود مزمل څخه مخکې قدرت الله حمزه، چې د حقاني ډلې ته نږدې کس و، د بلخ والي و.

تر دې مخکې، د طالبانو په منځ کې د داخلي اختلافاتو او ددې ډلې د مختلفو ښاخونو ترمنځ د اختلافاتو په اړه راپورونه خپاره شوي وو.

د لړم پر اتمه ملا هبت الله اخوندزاده په یوه ناڅاپي اقدام کې د کورنیو چارو، دفاع وزارتونو او د استخباراتو ریاست څخه د وسلو، مهماتو او پوځي تجهیزاتو د ویشلو واک واخېست.

په فرمان کې ویل شوي چې یوازې ملا هبت الله اخوندزاده کولی شي د پوځي تجهیزاتو د ویش او انتقال په اړه پریکړه وکړي.