• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان یوې محکمې عمران خان په ۱۴ کاله او د هغه مېرمن پر اوه کاله بند محکومه کړه

۲۸ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۵، ۰۹:۳۱ GMT+۰تازه شوی: ۲۸ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۵، ۱۲:۳۲ GMT+۰

د پاکستان يوې محکمې نن جمعه د (مرغومې ۲۸مه) د ۱۹۰ میلیونه پونډو د فساد قضیې اړوند د تحریک انصاف ګوند بنسټګر او د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان پر ۱۴ کاله بند او د هغه مېرمن بشریٰ بي بي په اوه کاله بند سزا محکومه کړه.

دغه پرېکړه د ناصر جاوېد رانا په نامه د یوه قاضي له‌خوا د اډیاله زندان دننه واورول شوه.

د پاکستان جیونیوز د راپور له مخې، عمران خان د دغې پرېکړې د اورېدو لپاره د یاد زندان یوې بلې برخې ته لېږدول شوی و او د هغه مېرمن بشریٰ بي بي هم په دغه ځای کې حاضره وه. له دوی سره د دوی مشهورو وکیلانو لکه بیرسټر ګوهر، شعیب شاهین او سلمان اکرم راجه هم په دې اورېدنه کې ګډون کړی و.

د محکمې د پرېکړې له مخې عمران خان د ۱۴ کاله بند تر څنګ باید یو میلیون پاکستاني روپۍ جریمه هم باید پرې کړي. په ورته کې د هغه مېرمن بشری بي بي د اوو کلونو بند تر څنګ باید پنځه لکه پاکستاني کلدارې جریمې پر ورکړې محکومه شوې ده.

د محکمې قاضي دغه اعلان هم کړی که یادې جریمې ورنه کړل شي؛ نو عمران خان به شپږ میاشتې او مېرمن به یې درې میاشتې نور هم په بند کې پاتې کېږي.

د دې تر څنګ محکمه امر وکړ چې د القادر خیریه پوهنتون دې دولتي ملکیت وګرځول شي.

د عمران خان مېرمن بشریٰ بي بي د پرېکړې له اعلان وروسته د محکمې له تالار څخه بیا ځل نیول شوې ده.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د هر ډول امنیتي ګډوډۍ د مخنیوي لپاره د اډیاله زندان دننه او شاوخوا سخت امنیتي تدابیر نیول شوي وو. پولیس او په ځانګړي ډول ښځينه پولیسې او په ساده جامو کې امنیتي مامورین په سیمه کې ځای پر ځای شوي وو.

د ۱۹۰ میلیونه پونډو قضیه چې د القادر خیریه پوهنتون سره تړاو لري، د یوه کال په اوږدو کې له ۱۰۰ څخه زیاتو عدالتي غونډو کې وڅېړل شوه. د اصلي تور له مخې عمران خان په کابینه کې د یو پټ قرارداد د تصویب لپاره له خپل نفوذ څخه کار اخیستی دی.

همدارنګه د تورونو پر بنسټ بشریٰ بي بي د ناقانونه فعالیتونو په ترسره کولو کې کلیدي رول لوبولی دی.

دغه قضیه د ۲۰۲۴ د ډېسمبر په ۱۸مه نېټه د پرېکړې لپاره خوندي ساتل شوې وه؛ خو څو ځله د پرېکړې اعلان ځنډېدلی و او بالاخره د ۲۰۲۵ د جنوري په ۱۷ نېټه وروستۍ پرېکړه واورول شوه.

دغه پرېکړه په پاکستان کې د تحریک انصاف ګوند مشرانو او‌پلویانو ته یوه دروند ګوزار بلل کېږي او د فساد پر ضد د مبارزې په برخه کې د پاکستان دننه یو له مهمو ګامونو څخه ګڼل کېږي.

د عمران خان د واکمنۍ پر مهال یو بل چارواکی او د (ای ایس ای) پخوانی مشر فیض حمید هم د فساد تر څنګ په بېلابېلو قضیو کې زنداني شوی دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

سویلي افریقا کې ۷۸ کان کیندونکي مړه خو ۲۴۶ ژوندي راېستل شوي

۲۸ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۵، ۰۰:۵۰ GMT+۰

پولیسو د پنجشنبې په ورځ وویل، چې په سویلي افریقا کې د سرو زرو په یوه پرېښودل شوي کان کې په ناقانونه توګه د کار کولو پرمهال د پولیسو او کان کیندونکو تر منځ د یوې میاشتې اوږدې شخړې په پایله کې د مړو شمېر لږترلږه ۷۸ ته لوړ شوی.

د سویلي افریقا چارواکو د کان کیندونکو پر مخ د خوراکي توکو او اوبو لارې تړلې وې.

د پولیسو ویاند اتلانډا ماتي رسنیو ته وویل، چې د محکمې په امر د ژغورنې په عملیاتو د ۷۸ جسدونو ترڅنګ ۲۴۶ ژوندي پاتې کسان د ځمکې له ژورو رایستل شوي دي.

ماتي د جزییاتو له ورکولو پرته وویل، چې د ژغورنې عملیاتو دمخه نهه نور جسدونه هم موندل شوي دي.

د پولیسو په دغه عملیاتو کې د مړو شویو کسانو د مړینې لامل نه دی په ډاګه شوی خو خلک فکر کوي چې زیاته مړېنه به د لوږې له امله رامنځته شوي وي.

دا څرګنده نه ده، چې کان کیندونکي څومره وخت لپاره تر ځمکې لاندې وو، خو سرچینو ویلي چي ځینې یې د اګست میاشت راهیسې په کان کې وو او ځينې نور یې له جولای کان ته کوز شوي وو.

په ژوندو پاتې کسانو کې یې زیات شمېر داسې وو چې کمزوري شوي وو او د تلو توان یې نه لره خو پولیسو وویل چې ټول ژوندي کسان به د ناقانوني کیندنې له امله ونیول شي.

د سویلي افریقا دویم لوی سیاسي ګوند، چې د حکومتي ایتلاف برخه ده، د یوې خپلواکې پلټنې غوښتنه کړې ترڅو معلومه کړي چې "ولې وضعیت دومره خراب شو."

اوکراین او بریتانیا د سل کلنې ملګرتیا تړون لاسلیک کړ

۲۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۵، ۲۳:۵۹ GMT+۰

ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي او د بریتانیا لومړي وزیر کییر سټارمر د جنورۍ په ۱۶ په کییف کې د دوی د لیدنې پرمهال د ۱۰۰ کلن شراکت تړون لاسلیک کړ. دا د همکارۍ پراخ تړون په پوځي، انرژۍ، ساینسي، کلتوري، اقتصادي او نورو برخو کې دی.

دا تړون د سوداګرۍ او شراکت ۲۰۲۰ او د ۲۰۲۴ دوه اړخېزه امنیتي تړونونو له مخې چې په خوا لاسلیک شوي وو جوړ شوی دی.

ددغه تړون د لاسلیک پر مهال سټارمر وویل: "د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هیله چې اوکراین له خپلو نږدې ملګرو څخه لیرې کړي یوه ستره ستراتیژیکه ناکامي وه."

هغه زیاته کړه، "د دې پر ځای، موږ د هر وخت په پرتله نږدې یوو او دا ملګرتیا به موږ د ملګرتیا بل پړاو ته ورسوي."

بریتانیا به د یاد تړون له مخې د اوکرایین لپاره نوې نظامي مرستې هم چمتو کړي، په دغه مرستو کې ۱۵۰ توپخانې ، د ګرځنده هوایي دفاع سیسټم او د متحدو هېوادونو سره د روزنې پراخه نوښتونه شامل دي.

سږکال، بریتانیا پلان لري چې اوکراین ته د درې میلیارده پاونډه په ارزښت بې سارې نظامي مرستې ورسوي.

په داسې حال کې چې سټارمر د زېلېنسکي سره د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې لیدنه درلوده، د روسيې بې پېلوټه الوتکو د کییف ځينې سیمې په نښه کړې خو د اوکراین د دفاع هوایي سیسټم یې مخه ونیوله.

د کییر سټارمر نا اعلان شوی سفر اوکراین ته د هغه لومړی سفر دی. نوموړي د جولای په میاشت کې دنده پېل کړه، دا په داسې حال کې ده چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي راتلونکې اونۍ د ټرمپ له راستنېدو مخکې د خپل هېواد له متحدینو سره په جلا جلا غونډو کې د ګډون پلان لري.

فرانسه غواړي چې راتلونکې میاشت د سوریې لپاره د یوه کنفرانس کوربه توب وکړي

۲۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۵، ۲۲:۴۶ GMT+۰

د فرانسې ولسمشرۍ ماڼۍ د پنجشنبې په ورځ د سعودي له ولیعهد سره له ټلیفوني خبرو وروسته په یوه بیان کې وویل، فرانسه په پام کې لري چې د فبرورۍ په دیارلسمه په پاریس کې د سوریې په اړه یو کنفرانس جوړ کړي.

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د سعودي له ولیعهد محمد بن سلمان سره ټیلیفوني خبرې کړي. د مکرون دفتر وویل چې د دواړو مشرانو خبرې د سوریې پر وضعیت راڅرخېدې.

په بیان کې ویل شوي: "دواړو هېوادونو مشرانو د یو عادلانه او ټول شموله سیاسي لیږد د ملاتړ لپاره خپلې ژمنې تکرار کړې چې د ټولو سوريایي وګړو حقونو ته په کې درناوی وي."

چارواکو په وینا، په فرانسه کې د سوریې په اړه د کفرانس موخه په سوریه کې د بشاالاسد د کورنۍ له نیمې پېړۍ واکمنۍ ړنګېدو وروسته له دغه جګړه ځپلي هېواد د واک د انتقال ملاتړ دی.

هسپانیا: د ناقانونه کډوالو کښتۍ د ډوبېدو له امله د ۴۴ پاکستانیانو په ګډون ۵۰ تنه مړه شوي

۲۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۵، ۲۲:۱۸ GMT+۰

افریقايي هېواد موریتانیا څخه هسپانیا ته تلونکې د ناقانونه کډوالو کښتۍ د ډوبیدو په پیښه کې د ۴۴ پاکستانیانو په ګډون ۵۰ تنه مړه شوي دي. د بشري حقونو سازمان په وینا، د جنورۍ په ۱۲ د اسپانیا سمندري ژغورونکو د کښتۍ د ورکېدو په اړه خبر ورکړی وو.

د رسنیو د راپورونو له مخې، دغه کښتۍ چې ۸۶ تنه کډوال په کې سپاره وو د جنورۍ په دوېمه نېټه له موريتانيا څخه حرکت کړی وو، د مراکش چارواکي وايي، په کښتۍ کې ټول ۶۶ پاکستانیان سپاره وو، چې د کشتۍ په پېښه کې ۳۶ کسان ژغورل شوي دي.

په پېښه کې د مړو شویو کورنیو پاکستاني رسنیو ته ویلي، چې د کورنۍ غړو یې غوښتل چې اروپا ته لاړ شي خو د پېسو او خوراکي توکو د نه شتون له امله یې ښکتۍ ډېره موده د سمندر په اوبو کې بنده پاتې وه چې دغه پېښه رامنځته شوه.

له پېښې څخه ژوندی پاتې شوی پاکستانی سړی وایي:« کله چې کښتۍ په سمندر کې ولاړه وه، نو د سختې يخنۍ له امله ځينې کسان ناروغه شول او په کښتۍ کې خوراکي توکي هم کم و او انساني قاچاقبرو د پېسو غوښتنه کوله، ځينې کسان چې ناروغان وو د قاچاقبرو له لورې سمندر ته وغورځول شول او مړه شول.»

د پاکستان ولسمشر او لومړي وزير د دغې پېښې په اړه خواشيني څرګنده کړې او په پېښه کې د وژل شويو پاکستانيانو له کورنيو سره يې خواخوږي کړې.

یاده دې وي چې اکثریت نا قانونه کډوال په لرګینو کښتیو کې چې سر یې خلاص وي، د اتلانتیک په سمندر کې د کنري ټاپو ته ځانونه رسوي خو یو شمیې نور بیا چې مراکش، الجزایر او منځني ختیځ د نورو هېوادونو څخه د هسپانیا په لور حرکت کوي، د مدیترانیې بحیرې او اتلانتیک سمندر د لارې د هسپانیا خاورې ته داخلیږي. پدې خطرناکې لارې هر کال زرګونه کډوال مړه کیږي.

ټي ټي پي: حماس ثابته کړه چې ژوند په جهاد او وسله والې مبارزه کې دی

۲۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۵، ۲۱:۵۵ GMT+۰

تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند هرکلی کړی او دا یې د اسراییل پر وړاندې د حماس د لوړ مقاومت پایله ښودلې. دغه ډله وایي، حماس ثابته کړه چې ژوند په جهاد او وسله والې مبارزه کې دی.

دغې دلې د پنجشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل: «فلسطیني کوچني جهادي تنظیم حماس، د ځواک په نشه کې مست اسراییل په وړاندې نه یوازې پوره مقاومت وکړ، بلکې په صبر، استقامت او د دښمن په ځواب کې د جهاد په پایله کې، له غزې څخه د اسراییلي پوځیانو اېستلو کې بریا ترلاسه کړه.»

ټي ټي پي زیاته کړه: « موږ د دغې سترې بریا مبارکي ټول مسلمان امت په ځانګړې توګه د فلسطین خلکو ته وایوو. هغوی چې د دغې اوږدې جګړې پر وړاندې مبارزه کړې یو ځل بیا ثابته کړه چې ژوند د خپلو حقونو او د دین دفاع لپاره جهاد او وسله واله مبارزه کې دی.»

تر دې وړاندې افغان طالبانو هم د حماس او اسراییل د اوربند هرکلی کړی وو.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضياء احمد د پنجشنبې په ورځ د حماس او اسراييل د اوربند اړوند په يوه ويډيويي پیغام کې ویلي و: «د افغانستان اسلامي امارت د مقاومت مشرباته او د فلسطین صابر ولس ته د دې لویې لاسته راوړڼې مبارکي وایي.»

یاد وزارت دغه اوربند «د فلسطيني ولس افسانوي زغم او په ټرانګه کې د مقاومت د ۱۵ میاشتنۍ تاريخي مبارزې او قربانۍ» پايله بللې ده.»