پر مذهبي لږکیو د بندیزونو دوام؛ طالبانو د افغانستان په ختیځ کې پر سلفيانو بندیزونه سخت کړي
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په افغانستان کې د نورو مذهبي لږکیو ترڅنګ سلفيان هم له سختو بندیزونو او ننګونو سره مخ شوي دي.
طالبانو د سلفیانو د جوماتونو امامانو ته ویلي، چې خپلې ځینې مذهبي کړنې ترسره نه کړي او تر سخت څار لاندې یې راوستي دي.
په لمانځه کې پر ځینو برخو بندیزونه
په دغو بندیزونو کې یو دا هم دی چې نور هېڅ سلفي مذهبي ملا امام حق نه لري چې جومات او نورو ځایونو کې د لمونځونو امامت وکړي.
سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې په دغو بندیزونو کې طالبانو سلفي مذهبو ته سپارښتنې کړې چې (رفع الیدین) به نه کوي او نه به هم په لمانځه کې له فاتحې سورت وروسته په لوړ غږ امین وایي.
همدا راز د سلفي مذهب د ترويج ځینې مرکزونه او ډلې هم د طالبانو له لوري له بندیزونو سره مخ شوي او سپارښتنې ورته شوې، چې باید د خپل مذهب په تړاو خلکو ته له معلوماتو ورکولو څخه ډډه وکړي.
سلفي مذهبي د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې تر نورو سیمو ډېر دي او کونړ ولایت بیا یو له هغو ولایتونو دی چې تر بل هر ځای په کې سلفیان ډېر دي چې ان مرکز یې ګڼل کېږي.
افغانستان کې د سلفیانو مخکښ شیخ جمیل الرحمان څوک دی؟
د داود خان د واکمنۍ پر مهال سلفیانو په کونړ کې خپل تبلیغات پیل کړل او ان ځینې ځانګړې مدرسې یې د دغه مذهب د زدهکړې لپاره جوړې کړې. په دغه وخت کې له سلفیانو مخکې د پنج پیریانو اغېز ډېر و او د سلفي مذهب ځینې ملایان هم د پنج پیریانو له مدرسې فارغ شوي وو.
د سلفیانو مخکښ ديني عالم شیخ جمیل الرحمان
په دغو دیني عالمانو کې یو هم شیخ جمیل الرحمان و چې د مولوي محمد حسین په نوم یې هغه وخت شهرت درلود، هغه د کونړ د ننګلام ولسوالۍ په پېچ درې کې زیږیدلی و او د پنج پیر په مدرسه کې یې زدهکړې کړې وې. دی هم د سلفي مذهب د پراخولو په موخه میدان ته راکېوت او عملآ یې د سلفیانو د ډېریدو لپاره هڅې پیل کړې.
د کونړ کتاب لیکوال، د تېر جمهوري حکومت پر مهال د ننګرهار والي او د ملي دفاع وزارت پخواني سرپرست شاه محمود میاخېل په خبره، په لومړیو کې د سلفیانو او د حنفي مذهب د پیروانو ترمنځ په کونړ کې سخت جنجالونه رامنځته شول؛ خو د شیخ جمیل الرحمان د قومي نفوذ له امله بیا وروسته د دوی شمېر مخ په ډېرېدو شو.
د شاه محمود میاخېل په وینا، تر کونړ وروسته د سلفیانو د ډېریدو او تبلیغ لړۍ نورستان ته پسې وغځیده چې هلته د ملا رباني په نوم یوه کس د شیخ جمیل الرحمان ملا ور وتړله او د سلفي مذهب د پراخېدو لپاره یې هڅې پیل کړې.
شیخ جمیل الرحمان د مجاهدینو په رامنځته کیدو سره د شوروي ځواکونو خلاف په جهاد کې د حزب اسلامي سره لاس یو کړ او د ګلبدین حکمتیار تر مشرۍ لاندې یې وسله پورته کړه.
د سرچینو د معلوماتو له مخې هغه په اتیاېیمه لسیزه کې د سلفي مذهب د پراخیدو لپاره له عربي هېوادونو څخه په ځانګړي ډول له سعودي عربستان څخه پیسې ترلاسه کړې او په «۱۹۸۶ زېږدیز کال» کې یې بالاخره د سلفیانو د منظمولو په موخه د «جماعت الدعوه القران» په نوم یوه سیاسي ډله هم رامنځته کړه.
شیخ جمیل الرحمان د کورنیو جګړو پر مهال باجوړ ته کډه شو، هلته یې هم خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړ او د «۱۹۹۱زېږدیز کال په اګسټ میاشت» کې د یو مصري خبریال عبدالله رومي له لوري هماغلته په ډزو ووژل شو.
د معلوماتو له مخې دغه مصري خبریال هڅه کوله چې له سیمې وتښتي؛ خو د شیخ جمیل الرحمان د کورنۍ غړي حاجي روح الله وکیل ترې غېږه چاپېره کړه او تر نیول کیدو وروسته یې وواژه. تر دغې پېښې وروسته د سیمې اوسیدونکو او سلفیانو روح الله وکیل د هغه د ځای ناستي په توګه وټاکه.
روح الله وکیل د عربانو له خوندیتوبه تر ګوانتنامو زندانه
۶۲ کلن روح الله وکیل د دیني زدهکړو کومه ځانګړې مخینه نه لري، خو د شیخ جمیل الرحمان د قاتل د نیولو او د کورنۍ د غړي په توګه پرې سلفیانو پرېکړه وکړه چې د هغه ځای ناستی شي.
هغه په ۲۰۰۱ کال کې له امریکایانو سره څنګ په څنګ د طالبانو او القاعده ډلې خلاف جګړه وکړه. د ویکي لېکس د معلوماتو له مخې روح الله وکیل په ۲۰۰۳ کال کې د امریکایانو له لوري په ننګرهار کې په دې تور ونیول شو چې ګوندې په توره بوره کې یې د یو شمېر عربانو او د القاعده ترهګرې شبکې د جنګیاليو په خوندي اېستلو کې مرسته کړې وه.
حاجي روح الله وکیل
سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د سلفیانو دغه مشر په ختیځو ولایتونو په ځانګړي توګه کونړ کې د یاد مذهب لارویانو ته ګڼې مدرسې او مسجدونه جوړل کړل، څو د دغه مذهب د نفوس سیمې لا ډېرې شي. د سرچینې د معلوماتو له مخې د دغو فعالیتونو تر شاه ورسره د ځینو عربي هېوادونو مالي مرسته هم وه.
روح الله وکیل په ۲۰۰۸ زېږدیز کال کې له ګوانتنامو زندانه څخه خوشې کړی شو؛ خو د افغانستان جمهوري نظام په وروستیو کلونو کې د ملي امنیت ادارې له لوري د استخباراتي راپورونو پر بنسټ ونیول شو.
ډاکټر بشیر د ننګرهار د کوټ ولسوالۍ اوسیدونکی دی چې له داعش سره یې د طالبانو په پخوانیو جګړو کې پراخه ونډه لرله. هغه د دغې ډلې په لیکو کې یو له هغو کسانو دی چې پر داعشیانو هېڅ ډول رحم نه کوي.
پر ډاکتر بشیر داسې تورونه هم پورې دي، چې په کوټ ولسوالۍ کې یې په شخصي تربګنیو هم یو شمېر ځايي کلیوال په بیلابیلو تورونو وژلي او له ځینو هغو یې سرونه هم د دې لپاره غوڅ کړي چې ګینې دغه وژنې داعش ترسره کړې دي.
د طالبانو استخباراتو له لوري په کونړ او نورستان کې د سلفیانو دیني عالمان تر سخت څار لاندې دي. پر دوی ان په عامو ځایونو کې پر دیني تقریرونو هم بندیزونه لګیدلي دي.
شاه محمود میاخېل وویل، «د سلفي مذهب له ځینو مدرسو زدهکوونکي د داعش لیکو ته لاړل؛ خو دا په دې مانا نه ده چې ګوندې ټول سلفیان دې له داعش سره اړیکې ولري.» د هغه په وینا؛ په سلفي مدرسو کې زدهکړه او یا هم د سلفي مذهب پیروي په هېڅ ډول د داعش سره د اړیکو په مانا نه ده.
طالبان د حنفي مذهب پلویان دي او باورونه دا دي که په ختیځو ولایتونو کې د دوی له لوري پر سلفي مذهبو فشارونه لا ډېر شي؛ نو ښايي مذهبي جګړو ته لاره پرانېزي.