حال وش: په سیستان او بلوچستان کې سپاه پاسداران افغان کارګران په زور کار کولو ته اړباسي

د حال وش د بشري حقونو سازمان وايي، په سیستان او بلوچستان کې د ایران سپاه پاسداران ځواک، افغان کارګران له ایرانه د ایستلو په ګواښ په زور کار ته اړباسي. یاد سازمان زیاته کړه چې دغه کارګران د جالق په ښار کې د سپاه پاسداران اړوند د ودانۍ جوړولو په کار بوخت دي.





