طالبانو د کمال خان بند اوبه زرنج ښار ته خوشې کړې دي

په نيمروز کې د طالبانو د اوبو او انرژۍ ادارې رییس وایي، چې د کښتونو او کروندو د خړوبولو لپاره یې د کمال خان بند اوبه زرنج ښار ته خوشې کړې دي. عبدالقهار حاجي ناصر زياتوي، چې دغه اوبه یې د کروندګرو د پرله پسې غوښتنو په پام کې نيولو سره خوشې کړې دي.