پاکستان د لوېدیځو هېوادونو له خوا د افغانانو د پناه غوښتنې پر پڅ بهیر نیوکه کوي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ناروې د کډوالو شورا د مشر د هغو اندېښنو په ځواب کې چې له پاکستان او ایران څخه یې د افغانانو د اېستلو په اړه کړې وې، نړۍواله ټولنه تورنه کړه، چې په افغانستان کې یې خپل مسوولیتونه عملي کړي نه دي.