• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خپلو دوو ماشومانو د وژلو په جرم تورنه امریکایۍ مېرمن له لندن څخه امریکا ته لېږل کیږي

۵ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۵، ۲۰:۳۰ GMT+۰

په لندن کې یوه قاضي د جمعې په ورخ پرېکړه وکړه، یوه امریکایۍ مېرمن چې په متحده ایالاتو کې د خپلو دوه ماشومانو د وژلو او د خپل درېیم ماشوم د وژنې د هڅې په جرم تورنه شوې ده له بریتانیا څخه دې امریکا ته ولیږل شي.

د رویټرز د راپور له مخې، ۳۶کلنې کمبرلي سنګلر په کولوراډو کې د ۲۰۲۳کال په ډسمبر کې د خپلې نهه کلنې لور او اوه کلن زوی د وژنې په شمول په اوو تورونو تورنه شوې ده.

څارانوالان وایي، سنګلر له خپل پخواني ژوند ملګري سره له جګړې وروسته خپل دوه ماشومان پر تندي په ډزو ویشتلې او بیا یې غاړه کې په چړې وهلو سره وژلي دي.

پر سنګلر بل تور دا دی چې خپل درېیم ماشوم چې ۱۱ کلنه نجلۍ وه، د وژلو هڅه یې کړې ده. خو هغه دا تورونه ردوي.

قاضي جان زاني د جمعې په ورځ حکم وکړ، چې سنګلر دی امریکا ته وسپارل شي.

تر دې مخکې دغې مېرمنې ویلي و که امریکا ته وسپارل شي په عمر بند به محکومه شي چې دا د هغې د بشري حقونو څخه سرغړونه حسابیږي او له محکمې یې غوښتي و چې امریکا ته دې نه سپارل کیږي، مګر د محکمې له خوا یې دغه غوښتنه رد شوه.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

کرملین وايي پوتین چمتو دی چې له ټرمپ سره خبرې وکړي خو د "اشارې" په تمه دی

۵ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۵، ۱۹:۵۹ GMT+۰

کرملین د جمعې په ورځ وویل، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د متحده ایالاتو له سیال ډونالډ ټرمپ سره خبرو ته چمتو دی خو د واشنګټن اشارې ته په تمه دی.

د اوکراین شخړې د دوو اټومي قدرتونو ترمنځ اړیکې د سړې جګړې راهیسې ټیټې کچې ته رسولي، خو ټرمپ په کراتو د "موافقې" سره د جګړې پای ته رسولو ژمنه کړې.

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف د ټرمپ د هڅو په اړه وویل: "پوتین چمتو دی. موږ اشارې ته په تمه یوو. "

پیسکوف وویل چې هغه د دواړو مشرانو تر مینځ د احتمالي ناستې په اړه نور مالومات نشي ورکولی.

ټرمپ روسیې ته ګواښ کړی چې که خپل نږدې درې کلن یرغل پای ته ونه رسوي، سخت اقتصادي بندیزونه به پرې ولګوي.

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د فاکس نیوز سره د مرکې په ترڅ کې وویل: "که دوی دا جګړه ژر تر ژره حل نه کړي، زه به په روسیه باندې لویې تعرفې، مالیات او همدارنګه لوی بندیزونه ولګوم."

د سراییل بې پېلوټه الوتکو په لوېدیځه غاړه کې دوه کسان وژلي دي

۵ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۵، ۱۹:۲۰ GMT+۰

د فلسطین د روغتیا وزارت د جمعې په ورځ وویل، په غزه کې له اوربند وروسته د جنین په ښار کې د اسراییل د پراخو عملیاتو په څلورمه ورځ د لویدیځې غاړې قباتیا ښارګوټي ته نږدې په یوه موټر باندې د اسراییل بې پیلوټه الوتکې برید دوه تنه ووژل.

اسراییلي پوځ ویلي، چې هوايي برید کې یې یو موټر په نښه کړی چې په کې سپاره د دوی مخالفین وو.

دغه عملیات دوه ورځې وروسته له هغې پېل شول چې په غزه کې د اسراییل او حماس ترمنځ اوبند وشو.

د فلسطین روغتیايي چارواکو ویلي، په دغو عملیاتو کې تر اوسه لږ تر لږه ۱۲ فلسطینیان وژل شوي.

بل پلو د اسراییل پوځ ویلي، ددغه عملیاتو په ترڅ کې یې ۲۰ مشکوک کسان او وسلې نیولي دي.

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر تامین الخیتان رسنیو ته وویل چې هغه د ناقانونه وژونکي ځواک کارولو په اړه ژوره اندیښنه لري. نوموړی زیاتوي د جینین عملیاتو د غیر ضروري یا غیر متناسب ځواک په اړه جدي اندیښنې راپورته کړي.

یاده دې وي، چې په غزې تړانګه کې جګړه د امریکا په ملاتړ د شپږ اونیو لپاره د اوربند د لومړي پړاو د پیل لپاره ودرول شوه خو د جنین عملیاتو په اړه اسراییلي ځواکونو ویلي چې یاد عملیات په لويديځه غاړه، سویلي لبنان او يمن کې د ايران پلوه ډلو د محور پر ضد د څو اړخيزو جګړو برخه ده.

د هند په مهاراشترا ایالت کې د وسلو جوړولو په یوې کارخانه کې چاودنه شوې او اته کسان یې وژلي

۵ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۵، ۱۷:۵۶ GMT+۰

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د جمعې په ورځ د مهاراشترا ایالت په ناګپور ښار کې د وسلو جوړولو کارخانه کې چاودنه شوې، چې غږ یې شاوخوا ۵ کیلومتره لرې اورېدل شوی دی.

د دغو رسنیو د راپور له مخې، په دې چاودنه کې اته کارکوونکي وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

په کارخانه کې چاودنه د جمعې په ورځ د سهار لس نیمې بجې شوې. د ژغورنې ډلې د پېښې ځای ته رسیدلي او ټپیان یې سمدستي روغتون ته لیږدولي دي.

د سیمې ولسوال سنجی کولټ وایي، چې ۷ کسان یې د خاور لاندې اېستلي او د ژغورنې عملیات روان دي.

د اور وژنې د چارواکو په وینا چاودنه دومره زوروره وه چې د کارخانې چت یې نړولی او ښایي ۶ کارکوونکي یې تر خاورو لاندې کړي وي.

نږدې ۴۴ سلنه ګډونوال باور لري چې د امریکا له بشري مرستو طالبان ګټه اخلي

۵ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۵، ۱۷:۳۹ GMT+۰

د افغانستان انټرنشنل – پښتو د دوه ورځنۍ پرلیکه نظرپوښتنې پایلې ښيي، چې ۴۳.۷۵ سلنه د نظرپوښتنې ګډونوال په دې باور دي چې د امریکا او نړۍوالې ټولنې له مرستو طالبان او هغوی ته نږدې اشخاص ګټه اخلي او ۳۲.۲ سلنه بیا په دې باور دي چې دا مرستې ولس ته رسیږي.

۱۰.۳۵ سلنه د نظرپوښتنې ګډونوال فکر کوي چې دا مرستې طالبانو او ولس ته رسیږي او ۱۳.۶۵ بیا د یادې موضوع په تړاو د نظر له ورکولو ډډه کوي.

افغانستان انټرنشنل – پښتو دغه نظرپوښتنه د فیسبوک او اېکس ټولنیزو شبکو له لارې ترسره کړې ده. په دې نظرپوښتنه کې ۲۷۶۴ نظر ورکوونکو برخه اخیستې وه، چې ۲۴۱۱ کسان یې د فیسبوک کاروونکي او ۳۵۳ کسان یې د ایکس کاروونکي وو.

100%

په فیسبوک کې د نظرپوښتنې ۴۷ سلنه ګډونوالو دا منلې چې د امریکا او نړۍوالې ټولنې له مرستو طالبان ګټه اخلي، ۳۱ سلنه یې په دې باور دي چې ولس ته رسیږي، ۸ سلنه بیا په دې نظر دي چې له مرستو طالبان او ولس دواړه ګټه اخلي خو ۱۴ سلنه ګډونوالو د نظر له ورکولو ډډه کړې ده.

په اېکس ټولنیزه شبکه کې د نظرپوښتنې ۴۰.۵ سلنه ګډونوال په دې باور دي، چې د امریکا او نړۍوالو له بشري مرستو طالبان ګټه اخلي، ۳۳.۴ سلنه ګډونوال بیا په دې نظر دي چې یادې بشري مرستې ولس ته رسیږي، ۱۲.۷ سلنه ګډونوال بیا په دې نظر دي چې له دغو مرستو طالبان او ولس ګټه اخلي او ۱۳.۳ سلنه ګډونوال بیا د نظر له ورکولو ډډه کوي.

100%

د ۱۴۰۳ کال د زمري په میاشت کې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د څار ځانګړي دفتر راپور ورکړی، چې واشنګټن له ۱۴۰۰ کال راهیسې له افغانستان سره څه باندې ۲۱ میلیارده ډالر مرسته کړې ده.

د سیګار په وینا، دغه پیسې د بشري مرستو، د کډوالو د استوګنې او د افغانستان د بهرنیو اسعارو د شتمنۍ د بېرته تادیې په برخو کې لګول شوې دي.
په راپور کې ویل شوي، چې له افغانستان سره د ۱۴۰۰ کال د زمري له میاشتې څخه د ۱۴۰۳ د چنګاښ تر میاشتې له ۲۰.۷۱ میلیارده ډالرو مرستو ۲.۹۷ میلیارده یې په بشري مرستو او ودانیزو مرستو لګول شوې دي.
د سیګار په وینا، دا مرستې په څلورو برخو کې لګول شوې:« ۲.۰۲۹ میلیارده بشري مرستې، ۴۵۸ میلیونه پراختیایي او رغنیزې مرستې، ۳۱۶ میلیونه سازماني عملیات او ۱۰۰ميلیونه د امنیت په برخه کې لګول شوې دي».
خو سیګار دا نه ده روښانه کړې، چې له "سازماني عملیاتو" او "امنیت" څخه هدف څه ډول همکاري ده چې امریکا په افغانستان کې پرې پیسې لګولې دي.
د سیګار د راپور له مخې، دغه مرستې د ۲۰۲۱ کال له اکټوبر څخه د ۲۰۲۴ کال د جون تر پایه د امریکا د متحده ایالاتو د نړۍوالې همکارۍ سازمان او د ملګرو ملتونو د اړوندو بنسټونو له لارې لګول شوې دي.

د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ مخکې له دې چې د ولسمشر په توګه خپله دنده پیل کړي په خپله وینا کې دې مسالې ته اشاره وکړه او ویې ویل:«ایا تاسې پوهېږئ چې موږ هر کال افغانستان ته میلیاردونه ډالر ورکوو؟ ایا په دې پوهېږئ؟»
هغه د افغانستان لپاره د امریکا نږدې ۳ میلیارده ډالرو بشري مرستې ته اشاره وکړه، چې مرستندویه سازمانونو ته ورکړل شوې دي.
که څه هم واشنګټن ټینګار کړی، چې دا پیسې د بشري موخو لپاره کارول شوې، خو د کانګرس په ګډون نور نیوکه کوونکي په دې باور دي، چې د امریکا مرستې د طالبانو لاس ته لوېدلې دي.

همداراز د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د امریکا د متحدو ایالتونو اداره "سیګار" په یو بل راپور کې وايي، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې افغانستان ته د انتقال شویو ۲.۸ میلیارده ډالرو له جملې نږدې ۳۰۰ میلیونه ډالر لا درکه دي.

د سیګار وروستي راپور له مخې، له افغانستان سره د امریکا د بشري مرستو ۲۹۳ میلیونه ډالره ښايي د طالبانو لاس ته رسیدلي وي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د ځانګړي مفتش "سیګار" راپور یادونه کړې، چې په افغانستان کې د امریکا د مرسته شویو پیسو تر لاسه کوونکو پنځه دفترونو څخه یوازې دریو یې اړین اسناد وړاندې کړې دي.‌

دغه رپوټ خبرداری ورکړی، چې "ښايي طالبانو د متحده ایالاتو له بشري مرستو څخه ناوړه ګټه پورته کړې وي او ښايي دا کار یې د نا دولتي ادارو په جوړولو او په دې توګه د مرستو د تر لاسه کولو له لارې کړی وي او هغه پیسې یې بیا د خپلو اهدافو لپاره کارولې وي."

سیګار د امریکا بهرنیو چارو وزارت څخه وغوښتل چې د مرستو د سپارلو سرچینې ومومي او دا اسناد ترلاسه کړي، چې د امریکا مرستې چا ته رسیدلې دي.

راپور یادونه کړې، چې د بهرنیو چارو وزارت د دغه راپور له موندنو سره موافقه کړې او "د څېړنې اړتیا یې منلې ده."

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د دغه راپور په غبرګون کې هغه ادعاوې په کلکه رد کړې دي، چې ګواکې طالبانو د امریکا مرستو کې درغلي کړې ده.

هغه وايي: «د متحده ایالاتو په ګډون مرستندویه هېوادونو د مرستو د وېش لپاره خپله معیاري کړنلار او پالیسي جوړه کړې ده. هر ډول مرستې چې له دې هېوادونو څخه تر لاسه کیږي هغه نادولتي موسسو ته سپارل کیږي چې د اړوندو مرستندویه هېوادونو له خوا اداره کیږي».

هغه زیاته کړې، چې «دا نادولتي موسسې د خپلو پالیسیو له لارې مرستې وېشي. موږ په دې پروسه کې مداخله نه کوو».

د بنګله ‌دېش انتقالي حکومت رییس: د حسینه واجد د واک پر مهال اقتصادي وده «جعلي» وه

۵ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۵، ۱۶:۱۳ GMT+۰

د بنګله‌دېش انتقالي حکومت رییس او د نوبل جایزې ګټونکي محمد یونس د نړیوال اقتصادي فورم په غونډه کې وویل چې د شیخ حسینه واجد د حکومت پر مهال د بنګله‌دېش لوړه اقتصادي وده جعلي وه.

محمد یونس د نړۍ پر مشرانو تور ولګاوه چې د حسینه واجد فساد ته یې هیڅکله ګوته ونه نیوله.

یونس، چې د ۲۰۰۶ کال سولې نوبل جایزه یې ګټلې وه، د ۲۰۲۴ کال په اګست کې د لاریونونو په پایله کې د حسینه واجد له تېښتې وروسته د بنګله‌دېش د انتقالي حکومت رییس شو.

یونس ټینګار وکړ چې د حسینې له خوا اعلان شوې اقتصادي وده «جعلي» وه او ویې ویل چې نړۍ د دې حالت مسووله ده. یونس زیاته کړه: «هغې ادعا کوله چې زموږ د ودې کچه له ټولو لوړه ده، خو دا یوه بشپړه جعلي وده وه».

د رویټرز د رپوټ له مخې، یونس وویل چې ده ته د اقتصادي ودې پر ځای، د خلکو د ژوند کیفیت مهم دی. هغه وویل: « زه داسې اقتصاد غواړم چې د شتمنۍ د تمرکز له مفکورې ډډه وشي او د ټولنې تر ټولو ټیټ پوړي خلک پکې ښه ژوند وکړي».

د شیخ حسینې پر مهال، د بنګله‌دېش اقتصادي وده په ۲۰۱۷او ۲۰۲۸ مالي کلونو کې نږدې اته سلنې ته لوړه شوې وه، په داسې حال کې چې په ۲۰۰۹ کې د هغې د واکمنۍ په پیل کې دغه کچه پنځه سلنه وه.

یونس د هند او بنګله‌دېش د اړیکو پر ترینګلتیا خواشیني وښوده او له نوي ډیلي یې وغوښتل چې شیخ حسینه د محاکمې لپاره بیرته بنګله‌دېش ته وسپاري.

نوموړي زیاته کړه چې چین د بنګله‌دېش اوږدمهاله ملګری دی، خو له هند سره خرابې اړیکې دردوونکې دي.

نوموړي وویل: « د بنګله‌دېش او هند اړیکې باید تر ټولو قوي وي. تاسې د هند نقشه د بنګله‌دېش له نقشې پرته نه شئ رسمولای».

یونس ژمنه وکړه چې د ۲۰۲۵ کال تر پایه یا د ۲۰۲۶ کال په لومړیو کې به ټاکنې وکړي، خو ویې ویل چې په ټاکنو کې ګډون ته لېواله نه دی.

محمد یونس، چې د بېوزلو بانک (ګرامین بانک) بنسټګر دی، د نړۍ په کچه په بېوزلۍ له منځه وړو کې د خپلې ونډې له امله مشهور دی.

هغه او ګرامین بانک په ګډه له دې امله د نوبل جایزه وګټله چې د کوچنیو پورونو له لارې یې میلیونونه خلک له بېوزلۍ وژغورل.