• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

انوارالحق احدي: د افغانستان اقتصاد مخ پر ځوړ روان دی او دا ښه حالت نه دی

۱۲ سلواغه ۱۴۰۳ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۵، ۱۶:۱۱ GMT+۰تازه شوی: ۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱ فبروری ۲۰۲۵، ۰۵:۲۲ GMT+۰

په سویس کې د افغانستان د وجهي (اماني) صندوق د بورډ غړي انوارالحق احدي د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو په اېکس سپیس کې د ډالرو په وړاندې د افغانیو د ارزښت ټیټیدو ته په اشاره وویل؛ «افغانستان ښې خوا ته نه دی روان، افغانستان د انزوا خوا ته روان دی او دا ښه حالت نه دی.»

احدي وویل، چې افغانستان کې اوسنی حالت د ملي ګټو په زیان دی او د بهرنیو مرستو په بندیدو سره فقر او بیکاري ډیره شوې ده.

نوموړي د امریکا له خوا د مرستو بندیدو ته په اشاره زیاته کړه:« که دا کومکونه بند شي دا بحران به فوق العاده شدید شي، مالي او پولي بحران به هم زیات شي.»

انوارالحق احدي وايي، د افغانستان اوسنی اقتصادي بحراني حالت مخامخ د طالبانو له حکومتدارۍ سره تړاو لري.

احدي وايي، دمګړی د افغانیو د ارزښت ساتلو لپاره په ارګ کې د سرو زرو د خښتو پرته هیڅ ملاتړ نه لري.

نوموړی وايي، په ارګ کې د سر زرو خښتي میعاري نه دي او ارزښت یې د ۲۰۰ څخه تر ۳۰۰ میلیونو ډالرو په شاوخوا کې دی.

احدي وايي، د ډالرو په وړاندې د افغانیو د ارزښت ساتلو لپاره ښه ملاتړ د اماني صندوق سرمایه کیدای شي، خو طالبانو تر اوسه زموږ څخه په دې اړه د مرستې هیڅ ډول غوښتنه نه ده کړې.

احدي د ډالر په وړاندې د افغانۍ ارزښت کمېدو ته په اشاره زیاته کړه:«ډیره سخته ده چې دا حالت ودریږي خو د لنډ مهال لپاره افغانستان بانک کولی شي په دوامداره توګه په بازار کې مداخله وکړي او ډالر لیلام کړي خو زه نه پوهیږم چې طالبان به څومره توان ولري؟»

نوموړی وايي، د افغانستان د اقصاد د ښه والې او افغانیو د ارزښت ساتلو لپاره غوره داده چې طالبان له نړۍ سره ښې اړیکي جوړي او سیاسي مخالفتونه ختم او د خلګو په خوښه حکومتدادري جوړه کړي.

احدي د یوې پوښتنې په ځواب کې چې اوس د افغانستان بانک خپلواک دی وویل:«مخکې مرکزي بانک مستقل وو، ولسمشر حق نه درلود چې لارښوونه ورته وکړي. اوس هغه سیسټم نشته اوس ټول مرکزي دي. زه ډاډه نه یم چې مالیه وزارت او بانک په خپل کار کې څومره مستقل دي؟ طالبان اوس په مالي او‌پولې برخو کې مداخله کوي او کله کله دا مداخله د مثبت پر ځای منفي نتیجه ورکوي.»

نوموړی وايي، د پوهنې او روغتیا وزارتونو په ګډون یو شمېر نورو ادارو فعالیت د نړیوالې ټولنې او په ځانکړې ډول د امریکا په مرستو تکیه و، خو د بهرنیو مرستو په ودریدو سره د یادو وزارتونو او ادارو فعالیتونه د فلج کېدو له ګواښ سره مخ دي.« دا اوس ځیني مسولیتونه د نړیوالې ټولنې اړوند وه، اوس افغانستان مالي توان نه لري، که دا مرستې ودریږي. اتیا سلنه مرستې د امریکا دي اوس د پوهنې او روغتیا وزارتونو بودیجه له دغو مرستو ده که ودریږی، یا به تړل کیږي یا به پیسي ورته پیدا کوي. نو دا پیسي به له کومه پییدا کیږي. دا وضیعت د افغانستان د راتلونکي لپاره ښه نه دي.»

د اماني صندوق د بورډ غړی ښاغلی احدی وايي، سره له دې چې دچین، جاپان او ځیني اروپايي هېوادونه له افغانستان سره مرستې کوي، خو که د امریکا مرستې بندې شي د افغانستان لپاره به یې پایله ډیره خرابه وي.

انوارالحق احدي د هغې پوښتنې په ځواب کې چې، ځینې هېوادونه له طالبانو سره د ډالرو په وړاندې د افغانیو د ارزښت په ساتلو کې همکاري کوي وايي:« د امریکا او نړۍ له خوا زموږ سره بلاعوضه مرستې کیدلې، ډیره برخه په اردو مصرفیدلې، خو روسیه په دا حد کې نه ده او چین هم په دې حد کې نه دی چې دومره مرستې وکړي چین، روسیه او ایران دا توانمندي نه لري چې له افغانستان سره د امریکا په څیر کومک وکړي او افغانستان له دې حالت څخه وباسي.»

همدارنګه ښاغلی احدي په سویس کې پر اماني صندوق د ټرمپ د ادارې د مداخلو په اړه وايي، چې یاد صندوق خپلواک دی د چا تر اثر لاندې نه دی او د صندوق په اړه هره پرېکړه د صندوق د بورډ د څلورو غړو له لوري کیږي خو تر اوسه امریکا د اماني صندوق په اړه کومه لاسوهنه نه ده کړي.

نوموړي په دې اړه زیاته کړه:« د قانون له مخې دا حق نه لري، خو د هغوی استازی زموږ سره شته. د هغوی استازی ویټو حق لري خو دا مسایل ورته واړه دي چې مداخله دې وکړي او عمومي پالیسې یې د دوی پیروي کوي. مثلا یو وخت ما پیشنهاد وکړ، چې له پاکستان راغلو کډوالو لپاره یو څه مرسته وکړو چې په افغانستان کې ځای پر ځای شي، خو دوی وویل چې دا کار به د ملګرو ملتونو له لارې وکړو خو زه طرفدار نه وم بیا ونه شو. که دوی یو پیشنهاد وکړي یا یې موږ وکړو د نه ویلو ځای پکې شته. اساسنامه یې مستقله ده او تصمیم به دا ګډ بورډ نیسي.»

انوارالحق احدي وايي، په دغه صندوق کې دمګړی درې عشاریه نهه میلیارده ډالر شته، خو تمه لري چې ډیر ژر به څلور میلیارده ډالرو ته ورسیږي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

په لغمان کې د یوې مرمۍ د چاودنې له کبله درې ماشومان وژل شوي دي

۱۲ سلواغه ۱۴۰۳ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۵، ۱۴:۵۷ GMT+۰

په لغمان کې د طالبانو امنیه قومندانۍ وایي، چې په الیشنګ ولسوالۍ کې د يوې ناچاودې مرمۍ د چاودنې له کبله درې ماشومان وژل شوي دي. طالبانو ویلي، چې ماشومانو دغه مرمۍ تر موندلو وروسته ټکوله، چې ور باندې وچاودله.

د طالبانو امنيه قومندانۍ د مالوماتو له مخ، چې وژل شوي ماشومان د بيلابيلو کورنیو دي، چې لس، یولس او دیارلس کاله عمرونه یې درلوده.

د طالبانو د اعلاميې له مخي، د دوی پرسونل سيمې ته رسېدلی تر څو د پيښې پلټنه وکړي.

له جګړو پاتې ناچاوده توکي د ماشومانو لپاره خورا ستر ګواښ دی، چې له امله یې ماشومان مړه او یا هم دایمي معیوب کېږي.

یونېسف د مرغومې په ۱۶ مه راپور ورکړی، چې تېر کال په افغانستان کې تر ۵۰۰ ډېر ماشومان د ناچاودو توکو یا د جګړې د پاتې شونو چاودېدونکو توکو له امله مړه او ټپیان شوي دي.

د سره صلیب نړۍوالې کمیټې ای سي ار سي هم څه موده وړاندي په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په دوام ویلي، چې د ۲۰۲۴ کال له پیل څخه تراوسه د ماشومانو په ګډون ۴۵۵ کسان د نا چاوده توکو د چاودنو اړوند پېښو کې مړه او ټپیان شوي دي.

ټیلګراف ورځپاڼه: طالبانو د افغانستان زېږنتونونه له بحران سره مخ کړي دي

۱۲ سلواغه ۱۴۰۳ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۵، ۱۳:۴۹ GMT+۰

ټیلګراف ورځپاڼې نن په خپل یوه راپور کې ویلي، طالبانو په زیږنتونونو کې د محدودیتونو په لګولو سره په افغانستان ناورین رامنځته کړی دی. د ننګرهار ولایت دولتي روغتون کې یوې قابلې ټیلیګراف ته وویل:«دلته هرڅه په زور کیږي، خو موږ طالبانو ته وایو چې تاسو ته هم د نورو په څیر کتل کېږي.»

د ۱۴۰۰ کال په زمري میاشت د واک له ترلاسه کولو راهیسې طالبانو په افغان ښځو او نجونو په ښوونځیو، پوهنتونو او طبې موسسو کې د بندیزونو په ګډون ډېر محدودیتونه لګولي دي.

په کابل کې یوه روغتیاپاله ثمر ضیا وايي، چې د طالبانو د محدودیتونو له امله د غوره ډاکټرانو په ګډون ډیری ښځې له افغانستان څخه ایران یا پاکستان ته تللې دي ترڅو د خپلو لوڼو تعلیم ته لومړیتوب ورکړي.

د نوموړې په ​​وینا کله چې د طالب ډلې غړي خپلې میرمنې د درملنې لپاره روغتون ته ورولي، نو له ټولو نارینه ډاکټرانوخه غوښتل کیږي چې له کوټې ووځي.

اغلې ضیا وايي، فکر کوي چې ډیری طالبان نارینه او ښځي د لومړي ځل لپاره ډاکټر ته مراجعه کوي.

د نوموړې په خبره د هغوی نارینه په ډاکټرانو باور نه کوي.«یوې ښځې جراحي عملیات ته اړتیا درلوده خو د هغې خاوند چې یو طالب جنګیالی و د خپلې مېرمنې له عملیات انکار وکړ.»

اغلې ضیا وايي، چې د دغه طالب د میرمنې له مړینې وروسته، هغه له پولیسو وغوښتل چې په روغتون کې د هغه د مېرمنې د میړنې پلټنه وکړي.

ثمر ضیا وايي، چې ځینې طالبان د روغتون په هغو کارمندنو باور نه کوي د دوی ملاتړي نه دي او هغوی داسې ادعا کوي، چې دغه کارمنان نه غواړي چې د طالبانو کورنۍ زیږون وکړي.

یوه بله افغانه قابله چې په یوه دولتي روغتون کې کار کوي وايي چې په لغمان کې طالبان "د دیکتاتورانو په څیر عمل کوي”

ټیلیګراف لیکلي، چې د بهرنیو مرستو کمیدو، بندیزونو او د طالبانو د پالیسیو له امله د افغانستان اقتصادي سقوط په روغتونونو کې څرګند دی.

وغتیاپالانو له ټیلیګراف سره په خبرو کې روغتونونو کې د روغتیايي چوپړونو د کمښت یو بشپړ توپیان بیان کړی.

دوی وايي؛ چې په یوه روغتون کې سرچینې دومره کمې دي چې کارمنان ځینې وختونه له ناروغانو غوښتنه کوي چې له روغتون بیرون وینه واخلي.

په دغه راپور کې ویل شوي، د یوې میندواره میرمنې کورنۍ د وینې رانیولو د لګښت توان نه درلود او دغې میرمنې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

یوه بله قابله چې د کندهار په یوه دولتي روغتون کې کار کوي وايي، "دلته هیڅوک له لږو پیسو سره نه راځي."

نوموړې چې په یوه سیمه ییز روغتون کې کار کوي، ناروغان یې د کندهار په ګډون د څو سوېلي ولایتونو د ولسوالیو ښځې دي.

نوموړې وايي:«موږ خواشیني یو چې طالبانو په هر ځای کې په ښځو پسې راخیستې ده، دوی ښځې له هرڅه منع کړې دي.»

دغه قابله وايي په ولسوالیو کې خلک غلط فکر لري. دوی فکر کوي چې موږ د دغو خلکو پر ضد یو او نه غواړو چې دا ښځې وژغورو.

امریکایي سناتورې د امریکا له مرستو د طالبانو د لاس لنډېدو لپاره لایحه وړاندې کړه

۱۲ سلواغه ۱۴۰۳ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۵، ۱۲:۲۶ GMT+۰

د امریکا جمهوري غوښتونکي سناتورې شیلي مور کاپيټو د ملګرو ملتونو له لارې د امریکا مالي مرستو ته د طالبانو او ترهګرو سازمانونو د لاسرسي د مخنیوي لپاره یوه لایحه وړاندې کړه.

د «د نړیوالې ترهګرۍ د مالي ملاتړ د بندولو قانون» په نوم دغه وړانديزي لایحه به د ملګرو ملتونو له لارې د امریکا مرستي په دې توګه مشروطې کړې، چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت به د دې تضمين کوي، چې د واشنګټن نغدې مرستې به د ملګرو ملتونو د بشري مرستو په توګه افغانستان ته نه ليږل کېږي.

د لایحې د دوهم شرط له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت باید دا ډاډ تر لاسه کړي، چې هیڅ «ترهګریز سازمان» به د امریکا له دې مرستې ګټه پورته نه کړي.

سناتورې کاپيټو په یوه بیانيه کې لیکلي: «د امریکا خلک د دوی د مالیې له پیسو د ترهګرۍ د تمویل ملاتړ نه کوي.»

هغې وویل، چې وړانديز شوې لایحه به دا ډاډ ورکړي، چې د امریکا مالي مرستې د ملګرو ملتونو د نغدو پيسو په ليږد کې د طالبانو ډلې په ګټه، چې ښځې او نجونې ځوروي افغانستان ته نه داخليږي.

اغلې کاپیټو وویل: «که ملګري ملتونه افغانستان ته د امریکا لخوا د شويو مرستو حساب په سمه توګه نشي ورکولی نو باید باور پرې ونشي.»

د لویدیځې ويرجینیا سناتورې وویل، چې د یو شمیر نورو سناتورانو په ګډون له ارکانزاس ایالت ټام کاټن، د الاباما کيټي بريټ، د لوييزيانا بيل کسیډي، د فلوريډا ریک اسکاټ، د تګزاس ټډکروز، له ټنسي مارشا بلکبرن، د شمالي کارولينا ټام ټيليس او د جنوبي کارولينا ټيم اسکاټ د دې لايحې ملاتړ کړی.

سناتورې کاپیټو په خپله بیانيه کې زیاته کړې، چې د سیګار د راپور له مخې، د تیر کال په می میاشت کې د امریکايي مالیه ورکوونکو لږ تر لږه ۱۰.۹ ملیون ډالر د طالبانو لاس ته ورغلي وو.

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت: کام ایر شرکت له کابل نه خوست ته الوتنې پیل کړې

۱۲ سلواغه ۱۴۰۳ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۵، ۱۰:۴۷ GMT+۰

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وایي، کام ایر خوصوصي هوايي شرکت له کابل څخه خوست ولایت ته لومړنۍ الوتنه وکړه.

دغه وزارت د جمعې په ورځ پر اېکسپاڼه لیکلي، چې کام ایر هوايي شرکت به د کابل او خوست تر منځ دوه طرفه الوتنې په اونۍ کې دوه ځله کوي او د مسافرو لېږد رالېږد په برخه کې به د پام وړ اساتیاوي رامنځته کړي.

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د غبرګولي په ۱۳مه نېټه اعلان کړی و، چې کام ایر هوايي شرکت د خوست او دوبۍ تر منځ ددوه طرفه الوتنې پیل کړې دي.

د تېرکال په اکسټ میاشت کې د خوست نړیوال هوايي ډګر مسولانو ویلي، چې له دغه هوايي ډګره به د متحده عربي امارتو دوبۍ ته د الوتنو ترڅنګ د سعودي عربستان پلازمېنې ریاض او د دغه هېواد جدې ته هم الوتنې پیل کړي.

په امریکا کې نیول شوی افغان بلال صدیقي تر دې وړاندې هم یو کال زنداني شوی و

۱۲ سلواغه ۱۴۰۳ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۵، ۰۳:۱۱ GMT+۰

سپینې ماڼۍ د (سلواغې ۱۱مه) اعلان وکړ چې د ترهګرۍ په تور یې په دغه هېواد کې یو افغان نیولی؛ خو د انځور له خپرولو پرته یې د دغه کس د هویت په تړاو هېڅ ډول معلومات نه دي خپاره کړي.

افغانستان انټرنشنل موندلې چې نیول شوی کس «بلال صدیقي نومېږي» او د کابل ولایت د ګلدرې ولسوالۍ اوسیدونکی دی. هغه تر دې دمخه هم په امریکا کې یو کال زندان تېر کړی و.
افغانستان انټرنشل د نیول شوي کس له ځینو ملګرو سره د هغه د ژوند په تړاو خبرې کړي.
د هغه ملګرو ویلي چې بلال خان صدیقي په هند کې د زده کړو له پای ته رسولو وروسته د برازیل ویزه ترلاسه کړې وه او بیا په قاچاقي ډول د مکسیکو له لارې امریکا ته ننوتی و.
هغه د ۲۰۲۲ کال په جولای میاشت کې د هندوستان اوتر پرادیش ایالت کې له «شاردا پوهنتون» څخه د کمپیوټر ساینس په برخه کې د لېسانس سند ترلاسه کړ. د هغه یوه ملګري د نوم نه ښودو په شرط افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې نیول شوي کس له خپلې کورنۍ د بزګرۍ لپاره د کښت د تخمونو په کاروبار کې هم مرسته کوله. د بلال خان صدیقي کورنۍ په کابل کې د کښت د تخمونو دوکان لري او هغه به له هند څخه افغانستان ته د خپل کاروبار لپاره تخمونه هم واردول.
په هند کې د هغه تر فراغت وروسته نوموړي د برازیل ویزه ترلاسه کړې او هلته تر رسیدو وروسته یې تر مکسیکو پورې قاچاقي لار وهلې او بیا له هماغه ځایه امریکا ته تللی دی. د هغه د یوه ملګري په خبره، نوموړی د ۲۰۲۴ کال په لومړۍ میاشت کې امریکا ته په قاچاقي توګه ننوت.
سرچینې افغانستان انټرنشنل ته زیاته کړې چې نوموړی هغه مهال امریکا ته له ننوتو سره سم ونیول شو او د امریکا د امنیتي ادارو له لوري نږدې یو کال په توقیف کې وساتل شو؛ خو څو ورځې دمخه خوشې شو. د هغه یو ملګری چې په امریکا کې استوګن دی افغانستان انټرنشنل ته ویلي،‌ چې بلال خان صدیقي د دویم ځل لپاره د امریکا د امنیتي ادارو له لوري نیول شوی او دغه چارې دی حیران کړی دی.
بلال خان صدیقي د خواله رسنیو پر فېسبوک پاڼه هم یو اکاونټ لري، وروستی پوسټ یې د ۲۰۲۲ کال د می پر ۳۱مه نېټه د خپل فراغت په تړاو کړی دی.

100%


هغه پر خپله فېسبوک پاڼه هېڅ ډول سیاسي یا مذهبي لیکل نه دي کړي او نه یې هم د کومې جنګي ډلې په ملاتړ په کې څه لیکلي دي.
د معلوماتو له مخې امریکا کې تازه نیول شوی افغان کس نږدې ۲۷ کاله عمر لري او د امریکا حکومت ویلي چې هغه به ډېر ژر له دغه هېواد څخه د ټرمپ د تازه پرېکړې له مخې ډېپورټ شي.
د هغه ملګري په دې باور دي چې بلال له هېڅ ډول ترهګرو ډلو سره اړیکې نه لري او یوازینۍ ګناه یې دا ده چې په ناقانونه توګه امریکا ته ننوتی و.
ډونالډ ټرمپ په خپلې یوې وروستۍ وینا کې ویلي چې هر هغه ناقانونه کډوال چې د امریکا دننه په جرمونو کې ښکېل وي ګوانټنامو زندان ته به یې ولېږي. د بلال خان صدیقي د برخلیک په تړاو تر اوسه دقیقه نه ده څرګنده چې هغه به دغه زندان ته ولېږل شي او که به بېرته خپل هېواد ته واستول شي.