• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

فرید حمیدي: طالبانو په افغانستان کې پراخ فساد، ظلم، شکنجې او زور زیاتی روان ساتلی دی

۱۴ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲ فبروری ۲۰۲۵، ۰۲:۵۰ GMT+۰تازه شوی: ۱۴ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲ فبروری ۲۰۲۵، ۱۵:۱۲ GMT+۰

د افغانستان د پرځېدلي جمهوري نظام پخواني لوی څارنوال محمد فرید حمیدي د (سلواغې ۱۴مه) پر اېکس پاڼې طالبان د بشري حقونو د پراخې سرغړونې، د بندیانو پر سېسټماټیکې شکنجې، د قضايي او امنیتي ادارو د فساد او د عدالت‌غوښتونکو پر ځپلو تورن کړي‌ دي.

نوموړي ټینګار کړی، چې دیني عالمان، خبریالان، د بشري حقونو فعالان، لیکوالان، استادان او مدني فعالان په ناقانونه ډول نیول شوي او د واکمنې ډلې د استخباراتو په وحشتناکو زندانونو کې تر غیرانساني شکنجو لاندې دي.

حمیدي وايي، بندیان پرته له دې چې قانوني حقوق ورته ورکړل شي، د استخباراتي ادارو په شخصي زندانونو او پټو مرکزونو کې ساتل کېږي او ډېری له فزیکي شکنجو سربېره له رواني هغو سره هم مخ کېږي.

هغه ټینګار کوي، چې عدالت غوښتنه جرم نه دی؛ بلکې یو انساني مسوولیت دی چې باید ترسره شي. 

پخواني لوی څارنوال د طالبانو په واکمنۍ کې د عدلي، امنیتي او قضايي ادارو د پراخ فساد یادونه هم کړې او ویلي یې دي، چې د بندیانو د نیولو، څېړنو، محاکمې او ساتنې بهیر د رشوت‌ خورو او د قدرت د ناوړه کارونې له لوري کنټرولېږي.

نوموړي ویلي، چې د طالبانو قاضیان، څارنوالان او امنیتي کسان د عدالت د پلي کولو پر ځای په پټو معاملو او د خلکو د حقونو په سیستماتیک نقض کې ښکېل دي.

حمیدي د بندیانو د جنسي ځورونې او رواني شکنجو په غبرګون کې ویلي، چې دا د ظالمانه سیاستونو یوه برخه ده.

نوموړی ټینګار کوي، چې بندیان په سختو شرایطو کې ساتل کېږي او ډېری یې له خپل نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

د هغه په وینا، دغه کړنې د یو ظالمانه او غیرانساني امنیتي او استخباراتي رژیم ښکارندویي کوي. 

هغه وړاندې لیکلي، طالبانو د خلکو د غږ د اورېدو پر ځای د عدالت غوښتونکو ځپلو ته مخه کړې او غواړي د وحشت د خپرولو له لارې هر ډول اعتراضونه غلي کړي.

حمیدي د واکمنې ډلې دغه تګلاره د تاریخ له مستبدو واکمنانو او فرعوني رژیمونو سره پرتله کړې ده.

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې لا هم د هېواد په بېلابېلو زندانونو کې د طالبانو له لوري د پخواني جمهوري نظام سرتېري، خبریالان، مدني فعالان او ښځینه فعالانې په خورا ناوړه ډول ساتل کېږي.

په یوه تازه اقدام کې طالبانو په کابل کې د یوې غونډې پر مهال پر دوی نیوکه کوونکي څلور تنه دیني عالمان ونیول او زنداني یې کړل.

دغو دیني عالمانو د نجونو د زده‌کړو په تړاو د ملا هبت الله بندیز غندلی و او همدا راز یې نیوکه کړې وه، چې طالبانو د واک د انحصار په لړ کې یوازې ۱۲تنه د کابینې وزیران له کندهاره ټاکلي دي.

طالبانو د خپلې سختدریځې مفکورې او واکمنۍ د دوام لپاره د بیان د ازادۍ تر څنګ پر رسنیو هم ګڼ بندیزونه لګولي دي.

د دغو بندیزونو له کبله سلګونه خبریالان له هېواده کډوالۍ ته اړ شوي او په کور دننه د ټولو رسنیو خپرونې د طالبانو تر سانسور لاندې دي.

د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو او یو شمېر هېوادونو د طالبانو دغه کړنې غندلي او ترې یې د نرمۍ غوښتنه کړې؛ خو سره له دې چې طالبانو پرې چندان غوږ نه دی ګرولی، بلکې خپلو کړنو ته یې لا زور ورکړی دی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د ایران د کورنیو چارو وزیر: یو میلیون او سل زره افغان کډوال مو له هېواده اېستلي دي

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱ فبروری ۲۰۲۵، ۲۲:۲۸ GMT+۰

د ایران د کورنیو چارو وزیر سکندر مومني وایي، چې د روان کال له پیل راهیسې څه باندې یو میلیون غیر قانوني کډوال خپلو هېوادونو ته ستانه شوي دي.

هغه زیاته کړه، چې له یاد شمېر کډوالو څخه ښایي ۵۰ سلنه یې بېرته ایران ته راګرځېدلي وي.

سکندر مومني د سې شنبه په ورځ د ایران له دولتي ټلویزیون سره په مرکه کې وویل، چې هېواد یې نور د افغان کډوالو د کوربه توب وړتیا نه لري او هڅه کوي، چې د پولو د تړلو په ګډون د بېلابېلو اقداماتو سره ایران ته د غیر قانوني کډوالو د ننوتلو مخه ونیسي.

نوموړي همداراز اعلان وکړ، چې په ایران کې څه باندې شپږ میلیونه بهرنیان ژوند کوي، چې د دوی له جملې څخه لږ تر لږه دوه میلیونه یې اسناد نه لري.

هغه د بې اسنادو کډوالو پر شړلو ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د دغو کسانو له اېستلو پرته بله لار نه شته.

د ایران د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه، چې له کډوالو سره د مرستې لپاره بهرنۍ مرستې کمې شوې دي او تر څنګ یې دغو کډوالو له ایرانیانو کاري فرصتونه هم نیولي دي.

په ایران کې له تېرو څو میاشتو راهیسې د افغان کډوالو پر وړاندې سخت اقدامات ترسره شوي او لا هم روان دي، چې په ترڅ کې یې لکونه افغانان په زور له دغه هېواده افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

طالبانو په ننګرهار کې ۲۳ سیاحتي او زیارتي شرکتونه مهرلاک کړل

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱ فبروری ۲۰۲۵، ۱۴:۳۱ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د باختر خبري اژانس د خبر له مخې د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور ریاست ګرځندوی امریت په جلال اباد ښار کې ۲۳ سیاحتي او زیارتي شرکتونه مهرلاک کړل. طالبان وايي چې تړل شوو شرکتونو د فعالیت جوازونه نه درلودل.

د ننګرهار د طالبانو اطلاعاتو او کلتور ریاست د ګرځندوی امر عيد محمد حنفي وايي د شرکتونو د چارو څار سره یې نن هغه ۲۳ هغه شرکتونه او د انلاين خدماتو دفترونه، چې جوازونه يې نه درلودل مهرلاک کړل.

د ګرځندوی امر زياته کړه؛ دا پروسه به تر هغې دوام مومي، څو ټول شرکتونه قانوني جوازونه ترلاسه کړي.

خو په ننګرهار کې د سیاحتي او زیارتي شرکتونو ځیني مسوولان نیوکه کوي چې د کاروبار خونده یې چندانې نشته خو طالبان ترې د جواز د نوي کولو او مالیې په نامه زیاتې پیسې غواړي.

په ننګرهار کې د سیاحتي او زیارتي شرکتونه زیاتره د ایران پاکستان وېزو په بدل کې کمېشن اخلي اودغه وېزې په لوړه بیه په تور بازار کې خرڅوي.

د امریکا د مرستو بندېدو پسې طالب وزير له ۴ موسسو سره پر خدماتو وړاندې کولو وغږېد

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱ فبروری ۲۰۲۵، ۱۳:۵۴ GMT+۰

د امریکا د مرستو له بندولو وروسته د طالبانو روغتیا وزير جلال جلالي د ۴ موسسو له مسولینو غوښتي، چې د روغتیایي خدماتو د وړاندي کولو پروسه اغېزناکه تطبیق کړي. خو تر دې مخکې نړيوالو روغتیايي سازمانونو اندېښنه ښودلې، چې دغه مرستې بندول به په افغانستان کې وګړي سخت اغېزمن کړي.

د طالبانو روغتیا وزارت د شنبې په ورځ په يوه اعلاميه کې ويلي، چې جلال جلالي د ماشومانو د ساتنې ادارې (Save the children)، ورلډ ويژن، ایم سي او سي ار ایس له مسولينو سره په ليدنه کې د مور او ماشوم برخې روغتیايي خدماتو ته پر لا زياتې پاملرنې هم خبرې کړې.

په اعلامیه کې راغلي، چې دوی د معياري روغتيايي خدماتو پر وړاندي کولو ټينګار کړی او د لا زياتې پاملرنې غوښتنه یې کړې.

طالبانو ويلي، چې د موسسو مسولينو د دوی د وزارت سره د ګډې همږغۍ او د معياري خدماتو د وړاندي کولو ډاډ ورکړی.

د روغتیا نړۍوال سازمان یوې لوړ پوړي چارواکې حنان بلخې د سلواغې په مياشت کې د اندېښنې په ښودلو ویلي و، چې د امریکا له لوري پر روغتیا نړۍوال سازمان باندې د مرستو بندول به په افغانستان کې د پولیو کمپاین سخت اغیزمن کړي.

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په بې ساري ډول د نږدې ۹۰ ورځو لپاره د ټولو بهرنیو مرستو د ځنډولو امر وکړ ترڅو د هغه ادارې ته دا وخت ورکړي چې ارزونه وکړي چې ایا متحده ایالات د ډېری بشردوستانه، پرمختیایي او امنیتي پروګرامونو تمویل ته دوام ورکړي او کنه.

طالبان وايي د کابل سرینا هوټل تړون پای ته رسېدلی

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱ فبروری ۲۰۲۵، ۱۳:۵۳ GMT+۰

د طالبانو حکومت د هوټلونو شرکت وايي، د کابل سرینا هوټل شل کلن تړون پای ته رسېدلی دی. د دوی دا خبره د سرینا هوټل د ادارط د پرونۍ خبرپاڼې په ځواب کې ده چې ویې وویل، د شنبې په ورځ به د طالبانو د مداخلې له امله له شاوخوا دوو لسیزو فعالیت وروسته په کابل کې خپله څانګه وتړي.

د طالبانو اړوند د هوټلونو شرکت نن «د سلواغې ۱۳مه» د خبرپاڼې په خپرولو سره سرینا هوټل د کابل هوټل په نوم یاد کړی دی او ویلي یې دي: د کابل هوټل له ۱۳۲۳ هجري قمري کال راهسې د هوټلدارۍ په برخه کې فعالیت لري او په ۱۳۸۲ کال کې د اغا خان اقتصادي پراختايي صندوق اړوند د افغانستان لپاره د سیاحتي خدمتونو د ترویجي شرکت سره تړون وکړ. »

طالبانو په دې خبرپاڼه کې لیکلي:« یاد شرکت په تېرو ۲۰ کلونو کې د «کابل سرینا» په نوم معیاري خدمتونه وړاندې کړل.»

دوی ویلي، چې د طالبانو د هوټلونو شرکت ورسره قرارداد پای ته ورساوه او له څه باندې یوې میاشتې راهیسې د کابل هوټل فعالیت په عادي ډول دوام لري.

د طالبان اړوند د هوټلونو شرکت وايي چې د کابل هوټل د خدمتونو د لا معیاري کولو په موخه یې له یوه نړیوال شرکت سره تړون لاسلیک کړ.

طالبانو د نوي تړون په اړه هېڅ جزییات نه دي په ډاکه کړي او نه یې هم د نوي شرکت په اړه څه ویلي دي خو ادعا کوي چې دغه نړیوال شرکت د هوټلدارۍ په برخه کې کافي تجربه لري او کابل هوټل خدماتي چارې به په معیاري ډول پرمخ وړي.

افغانستان انټرنشنل په دې وروستیو کې راپور ورکړی و، چې طالبانو د کابل سرینا پنځه ستوریز هوټل د اغا خان له پراختیايي شبکې نیولی دی.

د کابل سرینا هوټل ادارې د جمعې په ورځ (د لیندۍ ۱۲مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې په کابل کې د دولتي پلاوي له کوربه توب او د نړۍوالو معیارونو سره سم د خدمتونو له وړاندې کولو دوه لسیزې وروسته به خپل فعالیتونه پای ته ورسوي.

په خبرپاڼه کې راغلي و، چې د دغه هوټل مدیریت به د فبرورۍ له لومړۍ نېټې څخه د دولتي هوټلونو شرکت«ایچ ایس او سي» په غاړه وي.

سرینا هوټل په دې بیان کې لیکلي چې په ۹ هېوادونو کې په ۳۳ نورو څانګو کې د خپلو مېلمنو د کوربه توب لپاره د خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی.

افغانستان انټرنیشنل لومړی د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړی و، چې طالبانو د سرینا هوټل مدیریت د اغا خان د پراختیایي شبکې او د افغانستان د پخواني حکومت تر منځ د پخواني تفاهم خلاف بللی دی.

کابل ته د طالبانو له راتګ وروسته د کابل سرینا هوټل تر درېیو کلونو زیات د لوړ پوړو بهرنیو چارواکو کوربه و. په دغه هوټل کې هغه وخت د پاکستان د استخباراتو (ای ایس ای) مشر فیض حمید او د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې (سي ای اې) مشر ویلیم برنز په څېر شخصیتونو کوربتوب شوی.

کابل سرینا هوټل د کابل ښار په مرکز او ولسمشرۍ ماڼۍ ته څېرمه موقعیت لري. د اغا خان پرمختیايي شبکې د دغه هوټل د جوړولو لګښت ۲۵ میلیونه ډالره اعلان کړی و.

طالبان وايي د «حضوري چمن» د ملکیت د برخلیک مالومولو لپاره طرحه ملا هبت الله ته لېږي

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱ فبروری ۲۰۲۵، ۱۲:۲۸ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې دولتي رسنیو د خبر له مخې د حضوري چمن د غوره تنظیم او ګټې اخیستنې لپاره طرحه تر جوړېدو وروسته ملا هبت الله ته لېږل کېږي. حضوري چمن د کابل ښار یو له هغو تفریحي سیمو دی چې پکې د نږدې سیمو ځوانان لوبې په تېره کرېکټ کوي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان دولتي ټلوېزیون نن شنبې «د سلواغې ۱۳مه» په وېبپاڼه کې لیکلي چې نن د طالبانو کور او ښار جوړولو وزیر حمدالله نعماني په مشرۍ په یاد وزارت کې د اطلاعات او کلتور وزارت، د ملي المپیک عمومي ریاست، د عملیاتي ادارې او د کابل ښاروالۍ په غړیتوب دغه ناسته وشوه.

د رپوټ په بنسټ دغه ناسته د طالبانو د مشر ملا هبت الله د حکم د تطبیق او د کابینې د تصمیم پر اساس جوړه شوه چې په کې د حضوري چمن د ملکیت برخلیک معلومولو او ترې د سالمې ګټې اخیستنې لپار هد منظمې طرح پر جوړولو او پلي کولو خبرې وشوې.

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزیر حمدالله نعماني او ورسره د کمېټې غړو یې په ناسته کې د ملي المپیک عمومي ریاست له لوري جوړه شوې دري بُعدي (تري ډي) ویډیو او اسناد وکتل او په اړه یې دلایل او وړاندیزونه واورېدل.

په دې غونډه کې ټینکار شوی چې باید داسې طرحه جوړه شي چې له مخې یې په حضوري چمن کې تاریخي ارزښت، فرهنګي ارزښت، عایداتي ارزښت، عبادت او نورې ټولګټې چارې په پام کې ونیول شي.

په غونډه کې ویل شوي، د چمن د ملکیت او ترې د سالمې ګټې اخیستنې منظمه او غني طرحه جوړه، دلایل او اسناد وړاندې او په ټوله کې د کمېټې وروستۍ خبره ملا هبت الله ته د وروستي تصمیم نیولو لپاره وړاندې کړي.

طالبانو په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي، چې په حضوري چمن کې څه ډول طرحه په پام کې نیول شوې ده او د دې ځايي تاریخي اهمیت به وساتل شي او کنه.