
د طالبانو تر کنټرول لاندې د هواپوهنې ادارې نن یکشنبه (د سلواغې ۲۱مه نېټه) په ۲۵ ولایتونو کې د شړکنده باران، واورې او تېزو سېلیو د رالوتو اټکل کړی دی.
د دغې ادارې لهخوا په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه وړاندوېنه د سالنګونو په ګډون د هرات، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، زابل، روزګان، دایکنډي، غور، بادغیس، فاریاب، سرپل، بامیان، میدان وردګ، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، جوزجان، بلخ، پروان، بغلان او پنجشېر ولایتونو لپاره شوې ده.
د دغې خبرپاڼې له مخې، په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه ( له ۱۵ تر ۳۵) ملي مترو او د واورې کچه بیا (له ۱۰ تر ۴۰) سانتي مترو پورې اټکل شوې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، د سالنګونو په ګډون په لوېدیځو، سوېلي او مرکزي ولایتونو کې د تېزو سېلیو د رالوتو اټکل هم شوی دی چې د چټکوالي کچه یې په یوه ساعت کې (له ۵۰ څخه تر ۸۰) کیلو مټرو اټکل شوې ده.

د امریکا د استازو جرګې غړی ټیم بورچټ وايي، د بهرنیو مرستو له ځنډېدو سره - سره لا هم د امریکايي مالیه ورکوونکو له ۴۰ میلیونو ډالرو ډېرې پیسې هره اونۍ طالبانو ته استول کېږي.
هغه بریټبارټ نیوز ته زیاته کړه: «موږ ته ویل شوي چې طالبان دغه پیسې ترلاسه کوي.»
د بایډن ادارې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له اېستلو وروسته، د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته له درې میلیاردو ډالرو زیاته مرسته کړې ده.
دغه مرستې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د رامنځته شوي بشري ناورین د کمولو په موخه ترسره شوي دي.
د بایډن د ادارې چارواکو ویلي و، چې د امریکا دغه نغدي مرستې د ملګرو ملتونو له لارې په افغانستان کې لګول کېږي.
د ستراتیژیکو او نړۍوالو مطالعاتو د مرکز له خوا د یوه راپور له مخې، د سیګار ادارې موندلي چې طالبانو د ملګرو ملتونو اړونده نادولتي موسسو ته د نفوذ کولو له لارې "د پام وړ بشري مرستو" ته لاسرسی موندلی او یا یې ترې ګټه پورته کړې.
د بریټبارټ نیوز د راپور له مخې، طالبان پر مرستندویه موسسو فشار راوړي، چې د خپلو کورنیو غړي د نړۍوالو مرستو تر پوښښ لاندې راولي.
بورچټ د روان کال په جنورۍ کې د امریکا د استازو مجلس ته یوه لایحه وړاندې کړه، چې طالبانو ته د پیسو د استولو مخه ونیسي.
دا لایحه د امریکا له حکومته غواړي، چې په افغانستان کې د نغدي مرستو او دا چې واشنګتن څنګه د طالبانو لاس له دغو مرستو لنډ کړي، راپور وړاندې کړي.
همدا راز دغه لایحه د افغانستان د وجهي صندوق او د طالبانو تر کنټرول لاندې مرکزي بانک په راپور ورکولو هم ټینګار کوي.
بورچټ د جمهوري غوښتونکو غړی او د افغانستان د ملي مقاومت جبهې ملاتړی دی.
د هغه لایحه "د ترهګرو لپاره د مالیاتو قانون" نومېږي.
د امریکا د استازو د جرګې دغه غړي د دې قانوني مسودې په اړه وویل، چې پر دې لایحې ډېر کار شوی او دی په دې لټه کې دی، چې د کانګرس دواړو مجلسونو ته یې وړاندې کړي او پر وخت یې ډونالډ ټرمپ ته واستوي.
ټیم بورچټ ډونالډ ټرمپ ته د امریکا د ولسمشر په توګه تر ټاکل کېدو مخکې یو لیک استولی و او له هغه یې غوښتي وو، چې سمدستي دې طالبانو ته د پیسو لېږل بند کړي.
دا لایحه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اړ باسي، چې له طالبانو سره د هر ډول بهرنۍ مرستې د مخالفت لپاره یوه پالیسي جوړه او پلي کړي.
امریکايي رسنۍ ډراپ سایټ نیوز د سرچینو په حواله ویلي، چې د دغه هېواد پوځ په پام کې لري چې په افغانستان کې د داعش ډلې پر ضد پراخ پوځي عملیات وکړي.
د دغه راپور له مخې، د پاکستان پوځ هیله لري چې امریکا په سیمه کې د یوه متحد او له ترهګرۍ سره د مبارزې د شریک په توګه راوګرځي.
دا پروګرام په پاکستان کې د روان سیاسي کړکېچ په درشل کې ترلاس لاندې نیول کېږي.
ډراپ سایټ نیوز لیکلي، چې د پاکستان د پوځ مشر هڅه کوي څو تحریک انصاف قانع کړي، چې پخوانی لومړی وزیر عمران خان له سیاسته ګوښه کړي.
د پاکستان پوځ هیله لري، چې د دغه داخلي کړکېچ په هوارولو سره به وکولای شي په افغانستان کې د پوځي عملیاتو د شدت لپاره اړین ملاتړ ترلاسه کړي.
باخبرو سرچینو ویلي، چې په دې عملیاتو کې ښايي هوايي بریدونه او پراخ ځمکني عملیات هم شامل وي.
د واشنګټن د ملاتړ ګټلو هڅه
د پاکستان پوځ پلان لري، چې په افغانستان کې داعش پورې د تړلو ترهګرو ډلو له خوا د رامنځته شوي ګواښ په ګوته کولو سره یو ځل بیا د امنیتي همکارۍ لپاره متحده ایالات راجلب کړي.
د پاکستان یوه جګپوړي جنرال شمشاد میرزا په یوه برېتانوي فکري مرکز کې په خپله وینا کې خبرداری ورکړ، چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د کنټرول نشتوالی ښايي د سترو ترهګریزو بریدونو لامل شي.
د پاکستان د پوځ دغه چلند د دوه ګونو ننګونو استازیتوب کوي، چې په کې له کورنیو سخت دریځو سره معامله او په کابل کې د طالبانو له حکومت سره د اړیکو اداره کول شامل دي.
د پاکستان په حکومتي ادارو کې دننه ځینو سرچینو د دغه پلان په اړه شک څرګند کړی او خبرداری یې ورکړی، چې دا جګړه ښايي په سوېلي اسیا کې د لا زیاتې بې ثباتۍ او په سیمه کې د لوېدیځو قدرتونو د بیا ښکېلتیا لامل شي.
پاکستان سږ کال د ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د حل په نوم عملیات پیل کړي دي.
دا عملیاتي پلان څو برخې لري.
په پوځي برخه کې به د پاکستان وسله وال ځواکونه پياوړي شي او په سياسي او ډېپلوماټيکه برخه کې به پاکستان هڅه وکړي، چې سيمه ييزې همکارۍ پياوړې کړي څو د ترهګرو د فعاليت ساحه محدوده شي.
د پاکستان دفاع وزیر د روان کال د چنګاښ په میاشت کې ویلي وو، چې د وسله والو پر ضد د دې نویو عملیاتو د یوې برخې په توګه به پاکستان په راتلونکي کې په افغانستان کې پر اهدافو بریدونه وکړي.
خواجه اصف زیاته کړه، د هغو ډلو پر ضد به هوايي بریدونه کوي چې په پاکستان کې امنیتي ځواکونه او ملکي وګړي په نښه کوي.
په پاکستان کې د ناامنیو له امله د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې ډېرې ترینګلې شوې دي.
د روان کال په جدي میاشت کې د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د پاکستان پوځ هوايي بریدونه وکړل، چې په پایله کې یې ۴۶ تنه ووژل شول.
طالبانو د برید قربانیان ملکي وګړي بللي، خو پاکستان ویلي چې د تحریک طالبان پاکستان د اورپکو پوستې یې په نښه کړې دي.
طالبان په افغانستان کې د داعش د ځپلو ادعا کوي او دغه ډله د پاکستان په ګډون له افغانستانه بهر مرکزونه لري.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په وار - وار ادعا کړې، چې په افغانستان کې د داعش زیاتره بریدونه له پاکستانه تنظیمېږي.
له بلې خوا پاکستان پر طالبانو تور پورې کړی، چې د تحریک طالبان پاکستان وسله والو او ټي ټي پي له افغانستانه په پاکستان کې ترهګریز بریدونه کوي.
په پاکستان کې دننه، تحریک انصاف د طالبانو په وړاندې د شهباز شریف د حکومت د پالیسۍ مخالفت کوي.
د دغه ګوند چارواکي له افغان طالبانو سره د تعامل او همکارۍ غوښتونکي دي.
د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر په دې وروستیو کې اعلان وکړ، چې له طالبانو سره د خبرو لپاره به یو پلاوی کابل ته واستوي.
دغه څرګندونې د مرکزي حکومت له سخت غبرګون سره مخ شوې او د وفاقي حکومت چارواکو دغه اقدام د هېواد د بهرنۍ تګلارې د ګډوډولو یوه هڅه بللې ده.
افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په ځاله د بدلېدو اندېښنې را ولاړې کړي
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش دفتر (سیګار) په دې وروستیو کې خپل نوي راپور کې خپور کړی او ویلي یې دي، چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو پر ځاله بدلېدو سره د امریکا، ملګرو ملتونو او د سیمې د هېوادونو اندېښنې زیاتې کړي.
سیګار د ۲۰۲۴ کال د جولای په میاشت کې د ملګرو ملتونو راپور ته په اشارې سره وویل، چې افغانستان لا هم د ترهګرو ډلو لپاره د خوندي سیمې په توګه پېژندل کېږي او "ځینې دغه ډلې غواړي چې په نړۍواله کچه خپل ګواښونه پراخ کړي."
د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څار ډلې د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ کې راپور ورکړ، چې داعش خراسان خپل مالي او لوژیستیکي وړتیاوې ښې کړي او اروپايي هېوادونه دغه ډله د اروپا امنیت ته تر ټولو ستر ګواښ ګڼي.
طالبان په افغانستان کې د داعش شتون او ګواښ ردوي او "مبالغه" یې بولي.
د طالبانو د ویاند مرستیال څه موده مخکې د سیګار د راپور په غبرګون کې ادعا کړې وه، چې دغې ډلې په خپل ټول توان سره داعش له منځه وړی دی.
حمدالله فطرت وویل، چې طالبان د داعش د ګواښ د مخنیوي لپاره کافي امنیتي ځواکونه او استخبارات لري.
د ناڅرګندو هېکرانو لهخوا د طالبانو د افشا شویو سندونو په لړ کې یو هم د امربالمعروف وزارت اړوند مکتوب دی، چې له خپلو محتسبانو څخه یې په کې شکایت کړی دی. په دغه مکتوب کې ویل شوي، چې په ولایتونو کې د امربالمعروف وزارت ځیني کارکوونکي د دوی د اصولو خلاف کړنې ترسره کوي.
په دې وروستیو کې د«طالب لیکس» په نامه د هېکرانو یوې ناپېژانده ډلې د طالبانو د ۲۱ مهمو ادارو او وزارتونو وېبپاڼې هک کړي او غلا شوي مواد یې په انټرنیټ خپاره کړي دي.
په دغه مکتوب کې لیکل شوي، چې د امربالمعروف کارکوونکو په ځینو ولایتونو کې حتی په دوکاندارانو د ماشومانو د هغه پاپړو پلور هم بند کړی، چې ډالۍ په کې اچول شوي وي.
مګر د یاد وزارت په وینا، د ماشومانو پاپړو اړوند بندیز د دوی په اصولو کې نه شته او د دوی محتسبانو په خپل سر دا کار کړی دی.
د دغه مکتوب ګڼه او دقیق تاریخ هم لیکل شوی او د یاد وزارت د دفتر رییس مولوي اسحاق حکیم په لاسلیک د ولایتونو د همغږۍ امریت ته استول شوی او سپارښتنه یې ورته کړې، چې ټولو ولایتونو کې یې د امربالمعروف ریاستونو ته واستوي.
د سیاسي چارو شنونکو په اند، د طالبانو د رژیم افشا شوي اسناد یو واضح انځور وړاندې کوي، چې د دوی د حکومتدارۍ طریقه، فکري بڼه، مالي سیاستونه، فساد، اداري انارشيزم او ددغې ډلې غچ اخیستنه ښيي.
دغه اسناد څرګندوي، چې طالبان یو مشخص اداري نظام اوسلسله مراتبو ته درناوی نه لري او پرېکړې د شخصي نفوذ او د دغې ډلې د مشر سره د نږدې اړیکو پراساس ترسره کېږي.

د ناڅرګندو هېکرانو لهخوا د طالبانو د افشا شویو سندونو پربنسټ، د خبریالانو نړۍوال فډراسیون د طالبانو د اطلاعلاتو او فرهنګ وزیر ته لیک لېږلی او سپيناوی یې ورکړی، چې په افغانستان کې یې هېچاته هم دوه سوه زره ډالر نه دي استولي.
څو ورځې وړاندې د هېکرانو یوې ډلې چې هوېت یې څرګند شوی نه دی په یوه سایبري برید کې د طالبانو د ۲۱ مهمو ادارو زرګونه اسناد خپاره کړل، چې په دغو سندونو کې د خبریالانو نړۍوال فډراسیون (ای اېف جې) هغه لیک هم افشا شوی، چې د طالبانو اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ه یې استولی دی.
د افشا شوي سند دا لیک د یاد فډراسیون له لوري د بلجیم له پلازمېنې بروکسل څخه د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ملا خیرالله خیرخواه ته د ۲۰۲۲ زېږدیز کال د ډسمبر په میاشت کې لېږل شوی.
دا لیک د ملا خیرالله خیرخواه او د طالبانو اړونده وزارتونو اېمېلونو ته هم استول شوی دی.
د لیک منځپانګه کې د خبریالانو نړۍوال فډراسیون(ای اېف جې) په افغانستان کې د خبریالانو د ملاتړ یو شمېر بنسټونو سره د خپلو نغدي مرستو په تړاو سپیناوی کړی دی.
په دغه لیک کې راغلي، چې د طالبانو اطلاعاتو او کلتور وزارت سره ځینو کسانو داسې د دروغو معلومات شریک کړي، چې ګني دغه فډراسیون افغانستان ته دوه سوه زره ډالر استولي دي.
یاد فډارسیون په دغه اېمېل کې دا ادعا رد کړې ده.
د دغه فډراسیون مشر انټوني بلینګر ویلي، چې یوازې ۶۰زره امریکایي ډالر یې د افغانستان دننه د خبریالانو ملاتړ بنسټونو ته استولي، چې هېڅ ډول سیاسي ریښه نه لري.
په لیک کې ویل شوي، چې دغه مرستې یوازې د بیان ازادۍ او د خبریالانو د ملاتړ په موخه شوي دي.
د هېکرانو دغې ډلې یوازې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اسناد نه دي افشا کړي، بلکې د بهرنیو چارو، مالیې، عدلیې، عامې روغتیا، سوداګرۍ، اوبو او برېښنا، کډوالو، مخابراتو، کانونو او د امربالمعروف وزارتونو او د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال د دفتر، د ملي احصايي او معلوماتو ادارې، د زندانونو خپلواکې ادارې او سترې محکمې زرګونه نسخې سندونه خپاره کړل.
د دغو سندونو له خپرولو وروسته د طالبانو د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت تایید کړه، چې د دې ډلې ځیني سندونه افشا شوي دي.
د طالبانو د مخابراتو وزارت وايي، چې افشا شوي معلومات د شخصي کمپيوټرونو اړوند دي او یاد کمپيوټرونه له انټرنیټې امنیتي تدابیرو برخمن نه وو.
تر اوسه د هېکرانو هوېت نه دی روښانه شوی او نه هم کومې ډلې د دغه سایبري برید پړه په غاړه اخیستې ده.
د طالبانو د رسمي بنسټونو پر سرورونو او کمپیوټرونو سایبري برید چې د افغانستان په سایبري تاریخ کې یوه بې سارې پېښه بلل کېږي، پراخې پایلې لري. په دغه برید کې چې د نامعلومو هېکرانو د یوې ډلې له خوا ترسره شو، د طالبانو د ګڼو بنسټونو رسمي اسناد خپاره شول.
د طالب لیکس په ځانګړې ویپ پاڼه کې دغه اسناد دا په ډاګه کوي، چې دا برید نه یوازې د طالبانو د فني بنسټونو زیربناوو ته د زیان رسولو په موخه ترسره شوی، بلکې موخه یې عامو خلکو ته د هغو معلوماتو افشا کول و، چې کولی شي دې ډلې او د طالبانو حکومت د کړنو تحلیل او ارزونه کې مرسته وکړي.
له فني اړخه، دا برید د سایبري فضا پېچلتیاوو او خطرونو یوه نمونه ګڼل کېږي، چې توانېدلی د طالبانو د دولتي ادارو امنیتي سیسټمونه مات کړي او حساسو معلوماتو ته لاسرسی پیدا کړي.
د دې ډول بریدونو دوام کولی، شي د طالبانو لپاره جدي امنیتي او اقتصادي ګواښونه رامنځته کړي.
له بله اړخه، دغه برید د طالبانو د کړنو، پرېکړو او داخلي ستراتیژیو په اړه زیات معلومات رسنیو او نړۍوالو ادارو ته ورکړي دي.
خپاره شوي سندونه کېدای شي، چې د طالبانو د داخلي تعاملاتو، کليدي سیاستونو، نظامي ستراتیژیو او د نورو ډلو او بهرنیو هېوادونو سره د اړیکو نوي جزییات شامل وي.
دا معلومات کولی شي، چې د تحلیلګرانو او سیاستوالو سره مرسته وکړي تر څو د طالبانو د داخلي وضعیت او د هغوی احتمالي راتلونکي چلند درست درک کړي.
د طالبانو د دولت دارۍ طریقه
دغه افشا شوي سندونه په واضح ډول څرګندوي، چې د طالبانو په رژیم کې اداري او ساختاري سلسله مراتب نه شته او هر شخص د خپل نفوذ او د طالبانو مشر هبتالله اخو ندزاده سره د نزدې اړیکو پراساس عملاً اداري او مالي صلاحیتونه لري.
هبتالله اخوندزاده هم د خوښې پر اساس له ځینو ادارو څخه ملاتړ کړی او ځینې یې له صلاحیتونو څخه محرومې کړې دي.
د بیلګې په توګه، افشا شوي اسناد ښيي چې د طالبانو مشر د "امر بالمعروف" وزارت د صلاحیتونو د پیاوړتیا او زیاتوالي لپاره ډېر لېواله دی.
په بېلابېلو حکمونو کې د دغه وزارت کارکوونکو ته ځانګړي امتیازات لکه اضافه کاري، د ځمکې تخصیص او د وسلو ګرځولو اجازه ورکړل شوې ده.
د "امر بالمعروف" وزارت محتسبانو په یوه مورد کې، علاوه پر خپل میاشتنۍ تنخوا، په یوه میاشت کې لږ تر لږه یو میلیون افغانۍ اضافه کاري ترلاسه کړي دي.
دوی کولی شي، چې په ملکی او نظامي روغتونونو کې درملنه ترلاسه کړي، وسلې او زرهي موټرونه ولري، سر بیره پر دې چې د ښځو چارو وزارت دغه ادارې ته سپارل شوی، ملا هبت الله په هر ولایت کې دغه وزارت ته ۱۰۰۰ متره مربع ځمکه هم وربښلې ده.
همدارنګه، اسناد ښیي چې د طالبانو د رژیم په ادارو کې مکتوب داري ډېره نا مسلکي او د مراتبو سلسلې ته په کې درناوی نه شته.
هر هغه کس چې ډېره پیژندګلوي او نفوذ لري، حتی که ټېټه رتبه مامور هم وي کولی شي له اداري اصولو څخه سرغړونه وکړي او د هبت الله د دستوراتو په اتکا، هدایتونه صادر او یا هم اقدامات ترسره کړي.
د طالبانو د دولت دارۍ بڼه
د افشا شویو اسنادو یوه لویه برخه د افغانانو په وړاندې د طالبانو فکري بڼه ښيي.
که څه هم د طالبانو افکار د طالبانو د سترې محکمې د مشر عبدالحکیم حقاني د کتاب په ګډون د دې ډلې د رسمي چارواکو په کتابونو کې منعکس شوي، خو د دوی رسمي مکتوبونه ښیي چې طالبان د خلکو هوساینې ته تر ټولو کمه پاملرنه کوي او د دوی ډېری کړنې د خلکو د ازادیو په محدودولو، په سفرونو د بندیزونو لګولو او د شرعي او رسمي مالیاتو تر عنوان لاندې د پیسو ټولولو ته متمرکز دي.
طالبان له افغان ولس څخه د هر ډول رسمي او غیر رسمي مالیاتو له ټولولو سره - سره خلکو ته خورا لږ خدمات وړاندې کوي.
ټول روغتیايي خدمات، خوراکي او د هېوادوالو اساسي اړتیاوې او حتی د ادارو د کارکوونکو معاشونه په بهرنیو مرستو متکي دي او د امریکا متحده ایالاتو له خوا د دغو مرستو په ځنډولو سره دغه ټول سکتورونه له سقوط سره مخ دي.
طالبان په منظم ډول د خپلو کارکوونکو د معاشونو د ورکولو توان نه لري، په داسې حال کې چې دقیق معلومات ښيي چې د دې ډلې لوړ پوړو غړو په تدریجي ډول لویو سرمایو ته لاسرسی پیدا کړی او لوړ معاشونه ترلاسه کوي.
د طالباني سټراتیژۍ په توګه انتقام اخېستل
افشا شوي سندونه په ښکاره ډول ښيي، چې طالبان له پخوانیو دولتي کارکوونکو، حتی له هغو کسانو سره چې له دې ډلې سره همکاري کوي او د تخصصي بشري منابعو یوه مهمه برخه جوړوي، دوی ورسره ژوره کینه او دوښمني لري او په زرګونو يې له هېواده له وتلو منع کړي چې خپلې محاکمې ته په تمه دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مهاله د امنیتي او دفاعي ځواکونو یو زیات شمېر پخواني غړي نیول شوي، ورک شوي او یا وژل شوي دي.
نور سندونه ښيي، چې طالبانو په افغانستان کې دننه له خپلو مخالفینو په ځانګړې توګه د امنیتي او دفاعي ځواکونو او پخوانیو دولتي کارکوونکو څخه په غچ اخیستنې اکتفا نه ده کړې او هڅه کوي، چې د افغانستان او ایران ترمنځ د استرداد له تړون څخه په سرغړونې سره یو شمېر کسان له ایران څخه افغانستان ته انتقال کړي.
چین د خپل نفوذ د پراخېدو په حال کې
په یوه افشا شوي سند کې دا څرګنده شوې، چې چینایي شرکتونو په یوه رسمي لیک کې د طالبانو له یوه وزیر څخه غوښتنه کړې، چې د کانونو وزارت له لارې دې دوی ته طبیعی منابعو ته د لاسرسي زمینه برابر کړي.
دغه سند د چین د نفوذ یوه بېلګه ده، چې د طالبانو په رژیم کې په مختلفو جوړښتونو کې رامنځته شوې ده.
په دولتي ادارو کې د چینایي شرکتونو او چین دولت نفوذ او کړنو ته په کتو سره لوی احتمال شته، چې په دې بهیر کې غیرقانوني مالي معاملې، اداري فساد او رشوت هم دخیل وي.
د دې ترڅنګ، ځینې اسناد ښيي چې د طالبانو او چینایي شرکتونو همکاري یوازې د کانونو په برخه کې نه محدودېږي.
په ځینو داخلي مکتوبونو کې د خبرو اترو یادونه شوې، چې په کې چینایي شرکتونه د سایبري امنیتي خدماتو او د نظارتي سیسټمونو تجهیز لپاره خپله لېوالتیا څرګنده کړې ده.
دا موضوع دا ښیي، چې چین د اقتصادي ګټې سربېره غواړي په امنیتي جوړښتونو کې هم خپل ځای پیاوړی کړي.
که دا بهیر همداسې دوام ومومي، دا احتمال شته چې طالبان د چین ټکنالوژۍ او پانګونې پورې وتړل شي او پایله کې د چین نفوذ په افغانستان کې پراخ شي.
پایله
د طالبانو د رژیم افشا شوي اسناد یو واضح انځور وړاندې کوي، چې د دوی د حکومتدارۍ طریقه، فکري بڼه، مالي سیاستونه، فساد، اداري انارشيزم او ددغې ډلې غچ اخیستنه ښيي.
دغه اسناد څرګندوي، چې طالبان یو مشخص اداري نظام اوسلسله مراتبو ته درناوی نه لري او پرېکړې د شخصي نفوذ او د دغې ډلې د مشر سره د نږدې اړیکو پراساس ترسره کېږي.
همداراز، طالبان خپل ټول تمرکز د افغانستان د خلکو د ازادۍ اخیستلو ته وقف کړی، په داسې حال کې چې د کارکوونکو د عامه خدماتو او تنخواوو ورکولو په برخه کې بهرنیو مرستو ته ناست دي.
افشا شوي اسناد د افغانستان طبیعي زیرمو ته د چینایي شرکتونو نفوذ څرګندوي.
د دې مسلو ترڅنګ، خپاره شوي اسناد ښيي چې طالبان د غچ اخیستنې ستراتیژي تعقیبوي او د پخواني حکومت کارکوونکي په ځانګړي توګه د امنیتي او دفاعي ځواکونو پخواني غړي تر فشار لاندې راوستلي دي.
دغه ډله نه یوازې په افغانستان کې خپل مخالفین هدف ګرځوي، بلکې هڅه کوي چې ځینې تر څار لاندې کسان چې ګاونډيو هېوادونو لکه ایران کې دي افغانستان ته راوګرځوي.
په ټولییزه توګه دا اسناد د یو غیر شفاف، بې ثباته حکومت انځور وړاندې کوي، چې لومړیتوبونه یې قدرت طلبۍ او واکمنۍ پر اساس تنظیم کړي دي.