• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

روسیه: داعش هڅه کوي د افغانستان شمالي ولایتونه نا امنه کړي

۲۶ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۵، ۰۲:۲۱ GMT+۰

د روسیې بهرنیو چارو وزارت د کندوز وروستی ځانمرګی برید غندلی او وايي، داعش غواړي د افغانستان په شمال کې پراخې نا امنۍ رامنځته کړي. دغه وزارت د سلواغې ۲۵مه په یوې خبرپاڼه کې باور څرګند کړی چې طالبان د کندوز د ترهګریز برید د تنظیموونکو د موندلو او نیولو توان لري.

په خبرپاڼه کې راغلي: «روسیه هغه وحشیانه ترهګریز برید په کلکه غندي، چې د فبرورۍ په ۱۱مه، یو انتحاري بریدګر د کندوز د یوې بانک دروازې مخې ته ترسره کړ.»

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دغه برید مسوولیت د داعش خراسان څانګې منلی او تر ۲۵ ډېر کسان په کې وژل شوي دي.

د سې شنبې ورځ د (سلواغې ۲۳مه) یو ځانمرګي بریدګر د کندوز ښار کابل ‌بانک مخې ته خپل چاودېدونکي توکي وچول، چیرې چې د طالبانو جنګیالياو دولتي کارکوونکي د معاش اخېستو لپاره ولاړ وو.

داعش ادعا کړې چې په دغه برید کې یې «د طالبانو امنیتي قوماندانانو په ګډون سلګونه تنه وژلي» دي

په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي واسیلي نبنزیا د دوشنبې په ورځ د (سلواغې ۲۲مه) د امنیت شورا غونډې ته وویل، چې په افغانستان کې د داعش خراسان فعالیتونه تصادفه نه دي او نړۍ واله ټولنه باید د هغو امریکايي وسلو په اړه جدي پاملرنه وکړي چې د افغانستان په خاوره پاتې دي او د ترهګرو ډلو لاسونو ته هم ورغلي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف، د پنجشنبې ورځ د (سلواغې ۲۵مه) په مسکو کې د تاجیکستان د بهرنیو چارو له وزیر سراج‌الدین مهرالدین سره د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

نوموړي وویل، چې د افغانستان نا امني د ګاونډیو هېوادونو لپاره جدي پایلې لري.

په همدې حال کې د پنجشنبې ورځ د (سلواغې ۲۵مې) په سهار د طالبانو د ښار جوړونې وزارت کې هم یو ځانمرګی برید وشو.

په کابل کې دوو باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د دغه وزارت مالي او اداري مرستیال ارسلا خروټی په دې برید کې سخت ټپي شوی دی.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

•
•
•

نور کیسې

په برېتانیا کې شپږ افغانان د انساني قاچاق په تور نیول شوي دي

۲۶ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۵، ۰۲:۱۱ GMT+۰

د برېتانیا د جرمونو ملي ادارې او بلجیم پولیسو له ګډو څېړنو وروسته شپږ افغانان د انساني قاچاق وړونکو په یوه لویه ډله کې د غړیتوب په تور نیول شوي. دغه کسان چې په بلجیم کې تر څار لاندې وو، د چهارشنبې په ورځ د برېتانیا په لیسټر، برمنګهم، کووینټري او ایسکس کې ونیول شول.

د بلجیم څارنوالانو وویل چې دغه کسان د ایران، ترکیې او بالکان له لارې لویدیځې اروپا ته د افغان کډوالو په قاچاق او بیا په کوچنیو کښتیو کې برېتانیا ته په لیږدولو کې ښکیل وو.

د جرمونو ملي ادارې په یوه بیان کې زیاته کړې چې دغه ډله له ۲۰۲۲ کال راهیسې فعاله وه او ظاهرا یې د پناه غوښتونکو او کډوالو سره د اړیکو لپاره له ټولنیزو رسنیو څخه کار اخیست.

دغې ادارې ویلي چې هغه کډوال چې په بلجیم کې یې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه رد شوي وو، د دې ډلې لخوا په کوچنیو کښتیو کې برېتانیا ته لیږدول کېدل.

پر دې ډلې شک دی چې په دې ډول یې «د پام وړ شمیر» پناه غوښتونکي برېتانیا ته لیږدولي دي.

د دې ډلې درې غړي د چهارشنبې په ورځ په لندن کې د ویسټ منسټر محکمې ته حاضر شول، او ټاکل شوې ده چې درې نور کسان د راتلوونکي پنجشنبې په ورځ په ورته محکمه کې حاضر شي.

ټول شپږ کسان د انساني قاچاق او په یوه جرمي سازمان کې د غړیتوب په تور تورن دي.

انور الحق احدي: داعش سره د مقابلې لپاره مشروع نظام ته اړتیا ده چې طالبان دا توان نه لري

۲۶ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۵، ۰۰:۰۴ GMT+۰

د تېر جمهوري نظام د مالیې پخواني وزیر انورالحق احدي وایي، چې په افغانستان کې نا امني ورځ تر بلې زیاتیږي او د داعش قوت تر دې حده رسېدلی چې د طالبانو حکومت یې د مقابلې توان نه لري. هغه زیاتوي چې د داعش مقابله یو مشروع نظام کولی شي چې د ولس ملاتړ ورسره وي.

په سویس کې د افغانستان د وجهي صندوق څارونکی غړی انورالحق احدي افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل، چې په افغانستان کې د نا امنۍ ترڅنګ شفافیت راکم شوی دی، نوموړي زیاته کړه: «د طالبانو د رژیم هغه قوي ټکی چې دوی ورته اشاره کوله هغه دا وو چې اوسني امارت کې د پخواني رژیم په پرتله شفافیت زیات شوی او فساد کم شوی دی خو اوس د شفافیت بین المللي راپور په اساس د طالبانو په واکمنۍ کې شفافیت د پروسږکال نه هم کم شوی، نو په دې اساس باندې دا یو منفي انکشاف دی د طالبانو د حکومت لپاره.»

احدي وویل، چې د افغانستان د اقتصادي رشد لپاره قانوني حکومت، امنیت، نړۍوالو اړیکو او کانونو څخه سمې استفادې ته اړتیا لري.

د احدي په وېنا، افغانستان د حکومتولۍ په برخه کې اساسي اصلاحاتو ته اړتیا لري، تر څو چې دغه اصلاحات رانه شي اقتصادي وضعیت ښه کیدونکی نه دی او د فساد موضوع هم د دغې حکومتولۍ یوه برخه ده.

احدي وایي، له افغانستان څخه د منفي خبرونو زیاتوالی د دی لامل ګرځیدلی چې د طالبانو حکومت داخلي مشروعیت اغیزمن کړي.

دغه پخوانی وزیر زیاتوي: «د طالبانو حکومت کې دوه غټې خبرې دا وې چې دوی ویل موږ امنیت راوستی دی، اوس امنیت هم نشته، پرون په کندوز کې حادثه وشوه، نن په شهرسازۍ کې شوې داعش قوي کیږي، داعش سره مقابله قوي حکومت ته ضرورت لري او انحصار د قدرت نشي کولی چې قوي حکومت رامنځته کړي دلته موږ قوي حکومت ته ضرور لرو چې د خلکو ملاتړ ورسره اوسي او ترڅنګ یې نړۍوالې مرستې وي هم د داعش سره د مقابلې په برخه کې او هم په اقتصاد کې.»

د روڼتیا نړۍوال سازمان له درغلیو سره د مبارزې په برخه کې د نړۍ د ۱۸۰ هېوادونو تازه نوملړ خپور کړ او افغانستان له فساد سره د مبارزې په برخه کې د تېر کال په پرتله درې درجې شاتګ کړی. په ۲۰۲۳ کال کې افغانستان له فساد سره د مبارزې په برخه کې درې درجې پرمختګ کړی و.

د روڼتیا نړۍوال سازمان د ۲۰۲۴ کال د فساد اړوند شاخص کې له ۱۸۰ هېوادونو څخه د طالبانو تر واک لاندې افغانستان په ۱۶۵ مقام کې راوستی.

له فساد سره د مبارزې په دغه نوملړ کې افغانستان د تېر کال په پرتله درې درجې شاتګ کړی دی.

د روڼتیا نړۍوال سازمان له لورې خپرو شویو معلوماتو کې لیدل کیږي، چې افغانستان ته له فساد سره د مبارزې په برخه کې له ۱۰۰ نومرو څخه ۱۷ نومرې ورکړل شوې او د فساد پر وړاندې د مبارزې نوملړ په ۱۸۰ هېوادونو کې په ۱۶۵ مقام کې ځای لري.

طالبانو د ۲۰۲۱ د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان یو ځل بیا واکمن شول، شاوخوا څلور کاله د دغې ډلې له واکمنۍ څخه تېریږي خو تر اوسه یوه هېواد هم دوی په رسمیت نه دي پیژندلي، د رسیمت نه منلو او نړۍ سره د پراخه اړېکو نشتوالی ددې لامل شوی چې په دغه هېواد کې اقتصادي نا انډولي رامنځته کړي، کاري فرصتونه ورځ تر بلې کمیږي او نا امني هم د پخوا په پرتله زیاته شوې ده، تازه د ښار سازۍ په وزارت کې ځانمرګی برید شوی چې ویل کیږي ددغه وزارت مالي او اداري مرستیال ارسلا خروټي پکې ټپي شوی.

تازه د ملګرو ملتونو د څار ټیم په خپل راپور کې ویلي، چې القاعده او د دغې ډلې ملګري اوس د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه په ۱۴ ولایتونو کې فعالیت لري او په وینا یې، د پخوانیو راپورونو په پرتله د پام وړ زیاتوالی په ګوته کوي.

امریکا یو شمېر افغان کډوال پاناما ته واستول

۲۵ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۵، ۲۳:۵۹ GMT+۰

بهرنیو رسنیو د پاناما ولسمشر په حواله راپور ورکړی، چې ۱۱۹ کډوال له متحده‌ایالاتو څخه دغه هېواد ته استول شوي دي.

د اسوشيټېډ پرېس د راپور پر بنسټ، د پاناما ولسمشر جوزراوول مولینو د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۵مه) زیاته کړې، چې دا کډوال افغانان، پاکستانیان، چينایان او ازبکستانیان دي او له دې وروسته به خپلو هېوادونو ته ستانه کړل شي.

د هغه په وینا، ۳۶۰ «ناقانونه» نور کډوال هم به په دوو الوتنو کې له متحده‌ایالاتو څخه دغه هېواد ته ولېږدول شي.

د پاناما ولسمشر تېره اوونۍ د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره په یوې لیدنه کې ژمنه کړې چې د ایستل‌شویو کډوالو په منلو او بېرته ستنولو کې به له متحده‌ایالاتو سره همکاري وکړي.

ورته مهال، د کډوالۍ نړۍوال سازمان د پاناما له چارواکو څخه غوښتي چې له اېستل‌شویو کډوالو سره مرسته وکړي.

دغه سازمان زیاته کړې، چې له ځايي چارواکو سره د کډوالو د بېرته ستنولو د همکارۍ په تړاو غږېږي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکایي چارواکو ویلي، دوی د ناقانونه کډوالو د اېستلو لپاره له نورو هېوادونو سره د دا ډول تړونونو په تړاو خبرې کوي.

د خبریالانو ملاتړ سازمان: د «سیاسي خپرونو» بندول د بیان ازادۍ له حقونو سرغړونه ده

۲۵ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۵، ۲۳:۱۷ GMT+۰

د طالبانو له خوا په هېواد کې د خصوصي رسنیو د سیاسي خپرونو د بندیز په تړاو د افغانستان انټرنشنل-پښتو د راپور له خپرېدو سره جوخت، له افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان (AJSO) د دغې ډلې دا سپارښتنه غندلې او زیاتوي چې دا د بیان ازادۍ له حقونو ښکاره سرغړونه ده.

دغه سازمان د پنجشنبې په ورځ (سلواغې ۲۵مه) پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي، چې د سیاسي خپرونو ځنډول یا مخنیوی چې د فکر، نظر او ټولنیزو مسایلو د روښانه کولو یوه مهمه برخه بلل کېږي، افغانان د هېواد او نړۍ د روان سیاسي وضعیت له معلوماتو څخه محروموي.

‏نوموړي سازمان د رسنیو له ټولو ملاتړکوونکو بنسټونو څخه غوښتي چې د افغان خبریالانو او رسنیو د ازادۍ د ساتنې لپاره خپلې هڅې روانې وساتي.

تېره ورځ باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و چې طالبانو کورنۍ رسنۍ د سیاسي خپرونو له خپرېدو منع کړي او خبرداری یې ورکړی چې د دغې ډلې د امر نه‌منلو په صورت کې به له جدې پایلو سره مخ شي.

د طالبانو له لورې په رسنيو کې دسياسي خپرونو د بندېدو لامل لا هم معلوم نه دی او نه هم دا معلومه ده، چې دغه بنديز به څومره دوام وکړي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه په رسمي دول څه نه دي ويلي.

د سرچینو په وینا، طالبانو رسنیو ته سپارښتنه کړې چې تر بلې خبرتيا پورې سیاسي خپرونې وځنډوي او ټاکل شوې د راتلونکې شنبې په ورځ طالب چارواکي د رسنیو له مسولانو سره وګوري.

د يادونې ده چې طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته د خبريالانو په نیولو او ربړولو لاس پورې کړی او د تېرو څه‌ باندې درېیو کلونو په موده کې یې د «بېګم» راډیو په ګډون ګڼ شمېر رسنۍ تړلې دي.

ملګري ملتونه: تاجکستاني او پاکستاني طالبانو په افغانستان کې نوي روزنیز مرکزونه جوړ کړي

۲۵ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۵، ۲۱:۴۰ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د څار ټیم په خپل یوه نوي راپور کې ویلي چې پاکستاني طالبانو (ټي‌ټي‌پي) او جماعت انصارالله (جي‌اې) په افغانستان کې د القاعدې او افغاني طالبانو په مرسته نوي روزنیز مرکزونه جوړ کړي دي.

د ملګرو ملتونو د څار ټیم د معلوماتو پر بنسټ، ټي‌ټي‌پي دغه روزنیز مرکزونه د خوست، کونړ، ننګرهار او تخار په ګډون د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې جوړ کړي دي.

د ملګرو ملتونو د څار ټیم په خپل راپور کې زیاته کړې، چې القاعده او د دغې ډلې ملګري اوس د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه په ۱۴ ولایتونو کې فعالیت لري او په وینا یې، د پخوانیو راپورونو په پرتله د پام وړ زیاتوالی په ګوته کوي.

د ملګرو ملتونو یاد ټیم له دې مخکې د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې د القاعدې د حضور په تړاو راپور ورکړی و، په داسې حال چې د نوي راپور پر بنسټ، دا ډله اوس د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې پراخ حضور لري.

د نوموړي سازمان د څار ټیم په خپل راپور کې څرګنده کړې، چې د القاعدې له ۲۵ تر ۳۰ وسله وال له منځني ختیځ څخه د افغانستان کونړ ولایت ته تللي څو هلته د دغې ډلې اړوند کتیبه عمر فاروق ډلې سره یو ځای شي.

په راپور کې راغلي چې ټي‌ټي‌پي په دوامداره توګه د پاکستان پر وړاندې بریدونه کوي او جماعت انصارالله چې د تاجکستاني طالبانو په نوم پیژندل کېږي، هڅه کوي څو د دغه هېواد دولت نسکور کړي.

د ملګرو ملتونو د څار ټيم د راپور پر بنسټ، تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې نوي روزنیز کمپونه جوړ کړي او د خپلو لیکو د پیاوړتیا لپاره د افغان طالبانو له غړو څخه هم کار اخلي. په راپور کې دا هم راغلي چې القاعده د ټي‌ټي‌پي غړو ته ایډیالوژیکي او پوځي روزنه ورکوي.

د ملګرو ملتونو نوی راپور په څرګند ډول د طالبانو له تکراري ادعاوو سره چې وايي، دوی په افغانستان کې هېڅ ترهګرې ډلې ته پناه نه ده ورکړې، په ټکر کې دی.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تل دا څرګندونې رد کړي، خو د ملګرو ملتونو نوی راپور ښيي چې دوی د ټي‌ټي‌پي، القاعده او تاجکستاني طالبانو په څېر له ترهګرو ډلو خپل ملاتړ ته دوام ورکړی دی.