• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ټاکنو درشل کې سروې؛ د جرمني ښارونه د لوړو لګښتونو له امله د بودجې له ستونزو سره مخ دي

۲۹ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۵، ۱۲:۲۷ GMT+۰

په داسې حال کې، چې برلین ټاکنو ته تیاری نیسي، یوه نوې سروې ښيي، چې د جرمني ښارونه له جدي مالي ستونزو سره مخ دي او ډېری د روان کال لپاره انډول بودجه نه شي وړاندې کولای.

بهرني سیالۍ، د انرژۍ لوړو لګښتونو، د سود بیو او اقتصادي ناڅرګندتیاوو د جرمني پر اقتصاد فشار راوړی، چې په ۲۰۲۴ کال کې یې د دویم ځل لپاره وځپه او اټکل کیږي چې دا کال به لا نور کم شي.

د جرمني د ښارونو ټولنې د یوې سروې له مخې، د لویو ښارونو شاوخوا ۳۷ سلنه د خپلو بودجو انډولیزتیا پسې نه شي رسېدلی او ۴۷ سلنه له زېرمو کار اخلي.

د سروې پایلې له فدرالي ټاکنو ایله یوه اونۍ مخکې خپریږي، چې د کمزوري اقتصاد مساله پکې د رایه ورکوونکو لپاره تر ټولو مهمه موضوع ده او اټکل کیږي چې ښی اړخی ګوند د جرمني لپاره بدیل (اې اېف ډي) ګوند دویم ځای ترلاسه کړي.

یوازې دوه سلنه جرمن ښارونه د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د خپل مالي وضعیت په اړه خوشبین دي.

مارکوس لیوي د ښارونو ټولنې رییس په برلین کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې « د ښاروالۍ د متوازنې بودجې دور پای ته رسیدلی، مساله جوړښتي ده، نه د ښارونو خپله ګناه».

لیوي وویل چې راتلونکی فدرال حکومت باید بیړني ګامونه واخلي چې د ښارونو د بشپړ مالي سقوط مخه ونیسي او دا ګامونه د مالیې عادلانه ویش، د فدرالي دندو بشپړ تمویل او د پورونو پر بندیز بیا غور کېدای شي.

د ښارونو پر بودجې د ماشومانو پاملرنې، د معیوبیت ملاتړ او د مشرانو پاملرنې لګښتونو په څېر د ټولنیزو لګښتونو ډېرېدو ډېر فشار راوستی.

د ښاروالیو ټولنیز لګښتونه تېر کال ۱۲ سلنه زیات شوي دي، د ماشومانو او ځوانانو د پاملرنې او روزنې لګښتونه د تېرې لسیزې په اوږدو کې له ۳۲.۸ میلیارده یورو څخه ۶۷.۶ میلیارده یورو ته لوړ شوي چې له۷۰.۸۴ میلیارده ډالرو سره برابر دي.

د لګښتونو اصلي لاملونه نوي بې تمویله دندې دي لکه د ټولو ورځو لپاره د ماشومانو د پاملرنې قانوني حق( په وړکتون کې ساتل)، چې فدرالي او ایالتي حکومتونو جاري کړې دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان پولیسو مولانا فضل الرحمان ته پر هغه د برید په اړه خبرداری ورکړی دی

۲۹ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۵، ۰۹:۴۵ GMT+۰

پاکستانۍ ورځپاڼې ډان نیوز د راپور له مخې، د ډېره اسماعیل خان ولسوالۍ ځایي پولیسو د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان ته د هغه د وژنې له ګواښه خبر ورکړی دی.

د پولیسو په وینا:«وسله‌وال پلان لري، چې مولانا فضل الرحمان په مذهبي او سیاسي چارو کې د ګډون او لاسوهنې له امله په نښه کړي.»

پولیسو د خپلو سرچینو په حواله ویلي، چې د دغې موخې لپاره تحریک طالبان ډلې هدفي وژونکو وسله‌والو ته د دندې بشپړولو مسوولیت هم سپارلی دی.

د پولیسو په دغه بیان کې راغلي، چې «پلان به په پټه ترسره شي او هېڅ کومه وسله‌واله ډله به د برید مسوولیت په غاړه نه اخلي.»

خو له بل پلوه د جمعیت علمای اسلام ګوند ویاند اسم غوري ویلي، چې د دغه ګوند پلویان د مولانا فضل الرحمان د ساتنې وس لري.

د بریتانیا لومړی وزیر: موږ چمتو یو، چې اوکراین ته سوله ساتي ځواکونه واستوو

۲۹ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۵، ۰۴:۴۲ GMT+۰

رویټرز خبري اژانس نن د دوشنبې په ورځ (د سلواغې په ۲۹مه نېټه) راپور ورکړی، چې د بریتانیا لومړي وزیر کې‌ير سټارمر ویلي دي، چې چمتو دی د خپل هېواد سرتېري د سوله ساتو ځواکونو په توګه اوکراین ته واستوي.

هغه وویل، چې دغه پرېکړه یې د اوکراین د امنیت، تلپاتې سولې ټینګښت او همداشان د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د تېري څخه د مخنیوي لپاره کړې ده.

سټارمر ټینګار کړی، چې د اوکراین امنیت باید تضمین شي.

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره ورځ د رسنیو سره په خبرو کې ویلي و، چې ډېر ژر به د اوکراین د جګړې په اړه د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وګوري.

رویټرز خبري اژانس څو ورځې د مخه راپور ورکړی و، چې د امریکا او روسیې چارواکي به په نږدې راتلونکو ورځو کې په سعودي عربستان کې سره وګوري؛ تر څو د روسیې او اوکراین د درې کلنې جګړې د پای ته رسولو په اړه سره خبرې وکړي.

ټرمپ ټینګار کوي، چې سعودي عربستان د اوکراین د سولې د خبرو اترو لپاره مناسب ځای دی.

له بلې خوا، اوکراین او نور اروپايي هېوادونه اندېښمن دي چې د پوتین سره د ټرمپ په خبرو اترو کې د کیف سرې کرښې له پامه ونه غورځول شي.

د اتریش چارواکي: د ویلاج د پېښې برید کوونکي له داعش ډلې سره تړاو لاره

۲۹ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۵، ۰۴:۰۸ GMT+۰

د اتریش چارواکي وایي، د ویلاج په مرکز کې هغه پرونۍ پېښه چې په کې یوه ۲۳ کلن سوریایي کډوال د چړې په ګوزارونو یو ۱۴ کلن ځوان وواژه او ۵ تنه نور یې ټپیان کړل؛ برید کوونکي یې له داعش ډلې سره تړاو لاره.

د اتریش د کورنیو چارو وزیر ګیرارډ کارنر په وینا، پولیسو د لومړني خبر ترلاسه کولو اووه دقیقې وروسته شکمن کس ونیو.

د اتریش چارواکو دا هم ویلي، چې د دغه سوریایي برید کوونکي په کور کې د داعش ډلې بېرغ موندل شوی او هغه د برید څخه مخکې د اسلامي دولت ډلې داعش سره د خپل بیعت یوه ویډیو هم ثبت کړې وه.

پولیسو ټینګار کړی، چې شکمن کس پخوانۍ جرمي دوسیه نلري او د څارنې په نوملړ کې هم شامل نه و.

دغه راز امنیتي چارواکو د پناه غوښتونکو د څارنې لپاره د زیاتو واکونو غوښتنه هم کړې ده.

دغه برید څو میاشتې وروسته له هغه ترسره کېږي، چې په ویانا کې د ټېلر سوېفټ په کنسرټ کې د یو بل تنکي ځوان له‌خوا چې له داعش ډلې سره یې تړاو لاره؛ د ځانمرګي برید د ترسره کولو پلان شنډ شو.

روبیو د منځني ختیځ په اړه: ایران په سیمه کې د کړکېچ اصلي لامل دی

۲۹ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۵، ۰۲:۵۰ GMT+۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره په لیدنه کې وویل، چې ایران په سیمه کې د بې ثباتۍ اصلي لامل دی.

رویټرز د یکشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۱۶مه) د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له حوالې راپور ورکړی، چې ایران په سیمه کې په هرې "ترهګریزې" کړنه کې تر شا دی.

هغه ویلي، د هرې هغې کړنې تر شا چې بې ثباتي رامنځته کوي او د دې سیمې د ملیونونو خلکو لپاره سوله او ثبات ګواښي، تر شا یې د ایران اسلامي جمهوریت دی.

روبیو د اسراییل لپاره د متحده ایالاتو پر ملاتړ ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د ایران اسلامي جمهوریت په منځني ختیځ کې د بې ثباتۍ اصلي لامل دی او زیاته کړې یې ده، چې د ایران خلک د یوه مذهبي رژیم قربانیان دي.

ورته مهال نتنیاهو ویلي، چې تل ابیب او واشنګټن به په سیمه کې د اسلامي جمهوریت له‌خوا د هر ډول ګواښ سره د مقابلې لپاره په ګډه کار کوي.

د اسراییل لومړي وزیر ویلي، چې د دغې ناستې په ترڅ کې یې رغنده بحثونه لاره.

هغه یادونه وکړه، چې تل ابیب او واشنګټن په سیمه کې ستراتیژیک شریکان دي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټرمپ په ورته وخت کې په اوکراین او منځني ختیځ کې د جګړې د بندولو لپاره غونډې او عملي ګامونه پیل کړي دي.

مکرون او محمد بن سلمان د روسیې او اوکراین د جګړو او د منځني ختیځ پر وضعیت خبرې وکړې

۲۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۵، ۲۲:۴۷ GMT+۰

د فرانسې ولسمشر اېمانویل مکرون وایي، چې د سعودي عربستاان له ولیعهد محمد بن سلمان سره یې د ټلیفوني خبرو پر مهال د روسیې او اوکراین د جګړو او د منځني ختیځ پر پرمختګونو خبرې وکړې.

مکرون په اېکس کې لیکلي: "ما له ولیعهد سره په اوکراین کې د روسیې د جګړې او د هغه رول په اړه خبرې وکړې چې سعودي عربستان کولی شي، د پروسې په مرکز کې د اروپایانو سره د یوې ټینګې او تلپاتې سولې په ټینګښت کې رول ولوبوي،."

د سعودي رسمي خبري اژانس وايي، دواړو مشرانو "د سیمه ییزو او نړۍوالو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې او د نړۍوالو پېښو او د امنیت او ثبات د ترلاسه کولو لپاره یې د روانو هڅو په اړه نظرونه تبادله کړل."

تر دې مخکې د منځني ختیځ لپاره د سپینې ماڼۍ ځانګړي استازي سټیو ویټکوف ویلي وو، چې هغه به د یکشنبې په ورځ وروسته له هغه سعودي عربستان ته سفر وکړي، چې د ملي امنیت له سلاکار مایک والټز سره په اوکراین کې د روسیې د جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرې وکړي.

مکرون ویلي، چې د سعودي له مشر سره یې د غزې، لبنان او سوریې پر وضعیت هم خبرې کړې دي.

د فرانسې ولسمشر وویل: "د غزې د وضعیت په اړه، زه د عرب لیګ تر څنګ د سعودي عربستان د هڅو ستاینه کوم – دا هغه کار دی چې فرانسه به یې په اروپا کې ملاتړ وکړي."

هغه زیاته کړه: "موږ په لبنان کې د اوربند د موافقې د بشپړ تطبیق، په شمول د اسراییل د بشپړ وتلو په اړه خبرې وکړې."

د نوموړي په وینا: "موږ د سوریې په اړه د پاریس کنفرانس هم تعقیب کړ، د هیلو او ژمنو یوه مهمه شېبه چې په ترڅ کې مو د انتقالي چارواکو او د سوریې د خلکو لپاره خپل ملاتړ او هیلې بیا تایید کړې."