د پاکستان پولیسو مولانا فضل الرحمان ته پر هغه د برید په اړه خبرداری ورکړی دی

پاکستانۍ ورځپاڼې ډان نیوز د راپور له مخې، د ډېره اسماعیل خان ولسوالۍ ځایي پولیسو د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان ته د هغه د وژنې له ګواښه خبر ورکړی دی.

پاکستانۍ ورځپاڼې ډان نیوز د راپور له مخې، د ډېره اسماعیل خان ولسوالۍ ځایي پولیسو د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان ته د هغه د وژنې له ګواښه خبر ورکړی دی.
د پولیسو په وینا:«وسلهوال پلان لري، چې مولانا فضل الرحمان په مذهبي او سیاسي چارو کې د ګډون او لاسوهنې له امله په نښه کړي.»
پولیسو د خپلو سرچینو په حواله ویلي، چې د دغې موخې لپاره تحریک طالبان ډلې هدفي وژونکو وسلهوالو ته د دندې بشپړولو مسوولیت هم سپارلی دی.
د پولیسو په دغه بیان کې راغلي، چې «پلان به په پټه ترسره شي او هېڅ کومه وسلهواله ډله به د برید مسوولیت په غاړه نه اخلي.»
خو له بل پلوه د جمعیت علمای اسلام ګوند ویاند اسم غوري ویلي، چې د دغه ګوند پلویان د مولانا فضل الرحمان د ساتنې وس لري.


د خیبر پښتونخوا حکومت پلان لري، چې د پاکستان د مرکزي حکومت له تایید وروسته، دوه پلاوي افغانستان ته د امنیتي مسایلو د بحث لپاره واستوي. خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیا ټینګار کړی، چې د بهرني سیاست صلاحیت د مرکزي حکومت په لاس کې دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفاقت علي خان پاکستاني رسنۍ ده نیوز ته ویلي:« د اساسي قانون له مخې بهرنۍ اړیکې د مرکزي حکومت صلاحیت دی».
له بلې خوا دولتي سرچینې یادې رسنۍ ته وایي، د خیبر پښتونخوا د حکومت یوه جګپوړي چارواکي ویلي، چې د اړینو تیاریو تر بشپړېدو وروسته به مرکزي حکومت ته د دغه پلاوو د لېږد په تړاو خبر ورکړل شي. دغه موضوع ښيي چې یاد پلاوی یوازې د اسلاماباد له تایید وروسته استول کېدای شي.
راپورونه ښيي، چې د پاکستان مرکزي حکومت به د دغه موضوع ټول اړخونه وڅېړي او ممکن خپل متخصصین او چارواکي هم په پلاوي کې شامل کړي.
همداراز، د خبرو اترو د محدودیتونو ټاکل به هم د مرکزي حکومت مسوولیت وي.
که اسلام اباد دغو پلاوو ته د سفر اجازه ورکړي؛ نو په کابل کې د پاکستان سفارت به د دغو لیدنو د تنظیم چارې ترسره کړي.
د سرچینو په وینا، د خیبر پښتونخوا حکومت به د مرکزي حکومت له پالیسیو سرغړونه ونه کړي.
د خیبر پښتونخوا د سر وزیر سلاکار برېسټر محمد علي سیف د (سلواغې په ۲۸مه) د یکشنبې په ورځ خبر ورکړ، چې د خیبرپښتونخوا صوبایي حکومت به دوه پلاوي کابل ته د افغان طالبانو سره د خبرو لپاره واستوي.
د پاکستان د ماموریت د شرایطو (ToRs) له مخې، لومړی پلاوی به د مذاکراتو لپاره مناسب شرایط برابر کړي او د دېپلوماټیکو مسایلو مدیریت به کوي، په داسې حال کې چې دویم پلاوی به پر بېلابېلو اړخونو او مسایلو بحث وکړي.
د خبرو اترو ټکي او د پاکستان امنیتي اندېښنې
دغه اقدام داسې مهال ترسره کېږي، چې پاکستان په وروستیو کې د ترهګریزو بریدونو د زیاتوالي شاهد و.
اسلاماباد څو ځله افغانستان کې مېشتې ډلې په ځانګړې توکه «ټيټيپي» د دغو بریدونو مسوول بللی؛ خو پر افغانستان واکمنو طالبانو بیا دغه تورونه رد کړي دي.
پاکستان او افغانستان ۲۵۰۰ کیلومېټره د ډیورنډ کرښه لري چې ګڼ مهم سوداګریزې او د تګ راتګ لارې پکې شاملې دي؛ خو ترهګري د پاکستان لپاره ستر امنیتي ګواښ پاتې شوی.
اسلاماباد له کابله غوښتي، چې اجازه ورنهکړي څو پاکستاني طالبان له افغان خاورې څخه په ګټنې د پاکستان پر ضد بریدونه وکړي.
د پاکستان اندېښنې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې شوي راپور کې هم تایید شوي. د ملګرو ملتونو د بندیزونو څارونکي ډلې راپور ورکړی، چې د افغان طالبانو او «ټيټيپي» ترمنځ د لوژېستیکي، عملیاتو او مالي مرستو اړیکې شاملې دي.
همداراز د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ موندنې ښيي، خیبر پښتونخوا او بلوچستان چې د افغانستان سره پر ډیورنډ کرښه پراته ایالتونه دي؛ تر ټولو زیات د ترهګریزو بریدونو تر اغېز لاندې راغلي.
د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په میاشت کې د ۲۰۲۴ کال د ډېسمبر پرتله بریدونه ۴۲ سلنه زیات شوي دي.
د خرابېدونکي امنیتي وضعیت له امله په ځانګړې توګه د خېبر پښتونخوا په کورمې ولسوالۍ کې د څو میاشتو ناکراریو له کبله د خیبر پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور د ۲۰۲۴ کال په سپټمبر کې وړاندیز وکړ، چې له افغان طالبانو سره دې د امنیتي ستونزو د حل لپاره مستقیمې خبرې وشي.
دغه وړاندیز چې د تحریک انصاف ګوند د بنسټ اېښودونکي عمران خان ملاتړ یې هم لاره د پاکستان مرکزي حکومت له سخت غبرګون سره مخ شو.
اسلاماباد دغه اقدام «فډرالي نظام ته مستقیمه ننګونه» وبلله او مخالفت یې وکړ.

د «طالب لیکس» په نوم د هېکرانو د یوې ناڅرګندې ډلې له لوري په افشا شویو اسنادو کې یو هم د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اړوند مکتوب دی، چې پکې د دوی د کورنیو چارو وزارت له لوري پاکستانیانو ته د افغانستان د ویزې د ورکړې له بڼې شکایت شوی دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په دغه مکتوب کې راغلي، چې د دغې ډلې د کورنیو چارو وزارت اندېښنه څرکنده کړې چې په پاکستان کې د دوی ډېپلوماتیکو استازولیو پاکستانیانو ته د ویزو په ورکړه کې یو شمېر سرغړونې کړې دي.
مکتوب زیاتوي، چې د بلوچستان ایالت په کوټه کې د طالبانو کونسلګرۍ د ویزو د قوانینو او اصولو په مخالفت کې پاکستانیانو ته د اوږدې مودې ویزې ورکړې دي.
په مکتوب کې یادونه شوې، چې له ۸۰۰سوه څخه تر ۱۰۰۰ تنو پورې پاکستاني وګړو ته د افغانستان ویزې د قانون سره په ټکر کې صادرې شوې او دغو کسانو بیا په کندهار کې د ویزو د تمدید غوښتنې کړې دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه مکتوب کې په پاکستان کې له خپلو ټولو ډېپلوماټیکو استازولیو غوښتي، چې پاکستاني وګړو ته دې د سوداګریزو ویزو پر ځای د «سېنګل اېنټري یا یو ځل ننوتو» ویزې ورکړي.
په مکتوب کې راغلي، چې پاکستاني وګړو ته د اوږد مهاله ویزو ورکړه د دې لامل کېږي؛ څو په نړۍواله کچه طالبان خپل ډېپلوماټیک حیثیت وبایلي او ویزه یې هم بې ارزښته شي.
د معلوماتو له مخې، پاکستاني وګړي په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت او بېلابېلو ښارونو کې له کونسلګریو څخه په خورا اسانه توګه د افغانستان ویزې ترلاسه کولای شي.
نیوکې دا دي چې پاکستان خپلې ویزې پر افغانانو خورا محدودې کړي؛ خو برعکس طالبان بیا په اسانۍ پاکستانیانو ته ویزې ورکوي.
د پاکستان د یوې ویزې د نوم لیکنې لپاره په انلاین ډول «۲۰» ډالره فیس اخیستل کېږي او د ویزې د ورکړې تضمین هم پکې نشته.
ډېری ویزې د فیس له اخیستلو سره سره هم رد کېږي او د پاکستان له لوري بیا د رد شویو ویزه غوښتونکو پیسې بېرته نه سپاري.
همدا راز په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د پاکستان د ویزو د ورکړې پروسه کې خورا لویې ستونزې راپورته شوې او یاد هېواد په اسانۍ افغانانو ته ویزې نه ورکوي.
نیوکې دا دي، چې د پاکستان ویزې په تورو بازارونو کې په اسانۍ ترلاسه کېدی شي او ان تر ۱۵۰۰ امریکایي ډالرو پورې دغه ویزې پلورل کېږي.
د پاکستان د ویزو پروسه په افغانستان کې د پاکستان سفارت او یاد حکومت لپاره د فساد په یوې لویې سرچینې بدله شوې او راپورونه شته، چې د طالبانو یو شمېر غړي هم په دې فساد کې ښکاره لاسونه لري.
د طالبانو له لوري د پاکستان د ویزو اړوند د مالي فساد مسله هېڅکله له پاکستان سره نه ده شریکه شوې او چندان ارزښت هم نه ورکوي.
بلخوا په پاکستان کې مېشت کډوال نیوکې کوي، چې د پاکستان د حکومت له لوري د دوی د ویزو د تمدید په برخه کې محدودیتونه ډېر شوي او پخوا به یې ویزې د شپږو میاشتو لپاره تمدید کېدې چې اوس دا موده یوازې تر یوې میاشتې راټیټه شوې ده.
د پاکستان د نوې پالېسۍ له مخې، په یاد هېواد کې مېشت افغانان نشي کولای چې له یوې میاشتې څخه د زیاتې مودې لپاره خپلې ویزې تمدید کړي.

رویټرز خبري اژانس نن د دوشنبې په ورځ (د سلواغې په ۲۹مه نېټه) راپور ورکړی، چې د بریتانیا لومړي وزیر کېير سټارمر ویلي دي، چې چمتو دی د خپل هېواد سرتېري د سوله ساتو ځواکونو په توګه اوکراین ته واستوي.
هغه وویل، چې دغه پرېکړه یې د اوکراین د امنیت، تلپاتې سولې ټینګښت او همداشان د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د تېري څخه د مخنیوي لپاره کړې ده.
سټارمر ټینګار کړی، چې د اوکراین امنیت باید تضمین شي.
دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره ورځ د رسنیو سره په خبرو کې ویلي و، چې ډېر ژر به د اوکراین د جګړې په اړه د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وګوري.
رویټرز خبري اژانس څو ورځې د مخه راپور ورکړی و، چې د امریکا او روسیې چارواکي به په نږدې راتلونکو ورځو کې په سعودي عربستان کې سره وګوري؛ تر څو د روسیې او اوکراین د درې کلنې جګړې د پای ته رسولو په اړه سره خبرې وکړي.
ټرمپ ټینګار کوي، چې سعودي عربستان د اوکراین د سولې د خبرو اترو لپاره مناسب ځای دی.
له بلې خوا، اوکراین او نور اروپايي هېوادونه اندېښمن دي چې د پوتین سره د ټرمپ په خبرو اترو کې د کیف سرې کرښې له پامه ونه غورځول شي.

د اتریش چارواکي وایي، د ویلاج په مرکز کې هغه پرونۍ پېښه چې په کې یوه ۲۳ کلن سوریایي کډوال د چړې په ګوزارونو یو ۱۴ کلن ځوان وواژه او ۵ تنه نور یې ټپیان کړل؛ برید کوونکي یې له داعش ډلې سره تړاو لاره.
د اتریش د کورنیو چارو وزیر ګیرارډ کارنر په وینا، پولیسو د لومړني خبر ترلاسه کولو اووه دقیقې وروسته شکمن کس ونیو.
د اتریش چارواکو دا هم ویلي، چې د دغه سوریایي برید کوونکي په کور کې د داعش ډلې بېرغ موندل شوی او هغه د برید څخه مخکې د اسلامي دولت ډلې داعش سره د خپل بیعت یوه ویډیو هم ثبت کړې وه.
پولیسو ټینګار کړی، چې شکمن کس پخوانۍ جرمي دوسیه نلري او د څارنې په نوملړ کې هم شامل نه و.
دغه راز امنیتي چارواکو د پناه غوښتونکو د څارنې لپاره د زیاتو واکونو غوښتنه هم کړې ده.
دغه برید څو میاشتې وروسته له هغه ترسره کېږي، چې په ویانا کې د ټېلر سوېفټ په کنسرټ کې د یو بل تنکي ځوان لهخوا چې له داعش ډلې سره یې تړاو لاره؛ د ځانمرګي برید د ترسره کولو پلان شنډ شو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره په لیدنه کې وویل، چې ایران په سیمه کې د بې ثباتۍ اصلي لامل دی.
رویټرز د یکشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۱۶مه) د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له حوالې راپور ورکړی، چې ایران په سیمه کې په هرې "ترهګریزې" کړنه کې تر شا دی.
هغه ویلي، د هرې هغې کړنې تر شا چې بې ثباتي رامنځته کوي او د دې سیمې د ملیونونو خلکو لپاره سوله او ثبات ګواښي، تر شا یې د ایران اسلامي جمهوریت دی.
روبیو د اسراییل لپاره د متحده ایالاتو پر ملاتړ ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د ایران اسلامي جمهوریت په منځني ختیځ کې د بې ثباتۍ اصلي لامل دی او زیاته کړې یې ده، چې د ایران خلک د یوه مذهبي رژیم قربانیان دي.
ورته مهال نتنیاهو ویلي، چې تل ابیب او واشنګټن به په سیمه کې د اسلامي جمهوریت لهخوا د هر ډول ګواښ سره د مقابلې لپاره په ګډه کار کوي.
د اسراییل لومړي وزیر ویلي، چې د دغې ناستې په ترڅ کې یې رغنده بحثونه لاره.
هغه یادونه وکړه، چې تل ابیب او واشنګټن په سیمه کې ستراتیژیک شریکان دي.
دا په داسې حال کې ده، چې ټرمپ په ورته وخت کې په اوکراین او منځني ختیځ کې د جګړې د بندولو لپاره غونډې او عملي ګامونه پیل کړي دي.