• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مسکو: د ۲۰۲۵ کال په دویمه ربع کې به امریکایي شرکتونه بېرته روسیې ته ستانه شي

۱ کب ۱۴۰۳ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۵، ۱۰:۳۸ GMT+۰

د روسیې د ملي شتمنیو صندوق رییس کیریل دیمیترییف ویلي چې تمه لري یو شمېر امریکایي شرکتونه د ۲۰۲۵ کال په دویمه ربع کې بېرته روسیې ته ورستانه شي.

د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې چې ولسمشر ولادیمیر پوتین زرګونه سرتیري اوکراین ته واستول، دمکډونالډز او کاترپیلر په ګډون ګڼ شمېر لویدیز شرکتونه له روسیې ووتل، چې ځینې یې د خپلو شتمنیو د پلورلو پر مهال له درندو مالي زیانونو سره مخ شول.

اوس د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره د لویدیز پالیسۍ بدلوي، د اوکراین او اروپایي هېوادونو له ګډون پرته له روسیې سره خبرې کوي او د نفتو د بیې راټیټولو په اړه غږیږي، چې روسیه یې یو مهم صادروونکی دی.

دیمیترییف تاس اژانس ته ویلي، « موږ تمه لرو چې یو شمېر امریکایي شرکتونه به د ۲۰۲۵ کال په دویمه ربع کې بېرته روسیې ته راشي».

خو هغه خبرداری ورکړ چې بېرته راستنېدنه به اسانه نه وي، ځکه « ډېرې سوداګریزې ساحې لا دمخه ډکې شوې دي».

دیمیترییف، چې د هارورډ او سټانفورډ فارغ التحصیل دی او پخوا یې د ګولډمین ساکس او مکنزي په څېر امریکایي شرکتونو کې کار کړی، وویل چې امریکایي شرکتونو د روسیې پریښودو له امله ۳۲۴ میلیارد ډالره تاوان کړی دی.

هغه رویټرز ته وویل، « ډېری شتمنۍ په بېخي ارزانه بیو وپلورل شوې، یو لوی تخفیف ورکړل شو».

د اوکراین له اشغال وروسته لویدیزو هېوادونو پر مسکو سخت بندیزونه ولګول، خو روسیې هڅه وکړه چې د دغو محدودیتونو پر وړاندې حل‌لارې پیدا کړي. دیمیترییف وویل چې روسي تولیدوونکو د هغو نړیوالو شرکتونو ځای ونیو، چې بازار یې پریښود.

دیمیترییف باور لري چې د نفتو لوی امریکايي شرکتونه، چې «پخوا یې په روسیه کې ډېر بریالی تجارت درلود، یوه ورځ به بېرته راشي».

ډونالډ ټرمپ وایي چې غواړي د نفتو بیې راټیټې کړي او دا کار به یوازې د سعودي عربستان او روسیې، چې د نړۍ دوه ستر نفت صادروونکي دي، د همکارۍ له لارې ممکن وي.

په ریاض کې د امریکا او روسیې د خبرو پایله دا شوه چې دواړه هېوادونه د راتلونکو مذاکراتو لپاره ځانګړي ټیمونه جوړ کړي او په واشنګټن او مسکو کې د سفارتي ماموریتونو عادي کولو ته کار وکړي.

د امریکا د کانګرس غړي جیک اوکنکلاس وویل، « روسیې د مذاکراتو لومړی پړاو وګاټه. کرملین په داسې دوه اړخیزو خبرو کې رسمي حیثیت ترلاسه کړ چې اوکراین او ناټو پکې نه وو شامل ».

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

حماس: راتلوونکې اوونۍ د اسراییل شپږ ژوندي یرغمل شوي او د څلورو مړي تل ابیب ته سپارو

۱ کب ۱۴۰۳ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۵، ۰۵:۲۸ GMT+۰

د اسوشیېټیډ پریس خبري اژانس د راپور له مخې، حماس به راتلوونکې اوونۍ د اسراییل شپږ ژوندي یرغمل شوي او څلور مړي تل ابیب ته وسپاري. خبر زیاتوي، چې اسراییل به یې په بدل کې غزې تړانکې ته ګرځنده کورنه او د ساختماني وسایلو د لېږد اجازه ورکړي.

د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د فتر هم دا خبر تایید کړی، چې یرغمل شوي اسراییلي وګړي به د راتلونکې شنبې په ورځ له غزې تړانګې راووځي.

د هغه دفتر وویل، چې د یرغمل شویو خوشې کول په مصر کې د غیر مستقیم خبرو اترو وروسته شوي.

د اسوشیېټیډ پریس په راپور کې راغلي، چې د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو، د حماس ډلې دا غوښتنه منلې او ویلي دي: «موږ به اجازه ورکړو، چې د غزې تړانګې ته ګرځنده کورونه او ساختماني وسایل ننوځي ترڅو د یرغمل شویو وګړو د خوشې کولو لړۍ ګړندۍ شي.»

د حماس ډلې مشر خلیل الحیا تېره ورځ په یوه خپره شوې ویډیو کې، چې له مخکې ثبت شوې وه ویلي، چې په وژل شویو کې د «بیباس کورنۍ» هم شامل ده، چې د مور په ګډون یې دوه ځوانکي هلکان دي.

لا تر اوسه پورې اسراییل د «بیباس کورنۍ» وژل کېدل نه دي تایید کړي، خو د حماس ډلې له اعلان څخه وروسته د لومړي وزیر دفتر له خلکو غوښتي چې د «بیباس کورنۍ» انځورونه، نومونه او اوازې دې نه خپروي.

د «بیباس کورنۍ» په اوس وخت کې د اسراییلي وګړو لپاره د نیول شیو کسانو د حالت سمبول په توګه کارول کېږي.

واشنګټن هم پر حماس فشارونه زیات کړي چې یرغمل شوي کسان خوشې کړي.

د فلسطین روغتیا وزارت وایي، چې په روانه جګړه کې تر دې دمه ۴۸۰۰۰ فلسطیني وګړي وژل شوي، خو نه وایي چې د وژل شویو له ډلې یې څو د حماس جنګیالي دي

د اسراییل حکومت لا هم غواړي چې حماس په غزې کې د نظامي او حکومتي ځواک په توګه له منځه یوسي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړاندیز کړی و چې د غزې ۲ میلیونه اوسېدونکي په دایمي ډول له دې سیمې وباسي او سیمه به بیا ورغوي، خو د عرب نړۍ او فلسطینیانو له‌خوا دغه خبره رد شوې ده.

داسې ګنګوسې هم شته چې مصر د فلسطینیانو له لېږد پرته د بیا رغونې پر پلان کار کوي.

د اوربند د هوکړې له مخې، اسراییل اوس هم مکلف دی چې سلګونه فلسطینیان خوشې کړي، چې ځینې یې په عمري بند محکوم دي.

ناڅرګندو وسله والو له بلوچستانه پنجاب ته پر لاره د یوه بس اوه سپرلۍ په ډزو وژلي دي

۱ کب ۱۴۰۳ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۵، ۰۴:۰۷ GMT+۰

د پاکستان جیونیوز د خبر له مخې، یو مساپر وړونکی بس چې له کوټې څخه فیصل اباد ته پر لاره و، د بلوچستان د بارکهان ولسوالۍ په رخنۍ سیمه کې وسله والو درولی او د پېژندپاڼو له کتلو وروسته یې اوه سپرلۍ ځای پر ځای په ډزو وژلې دي.

د بارکهان ولسوالۍ د پولیسو مرستیال خادم حسین رسنیو ته ویلي، چې په یاده پېښه کې اوه مساپر وژل شوي چې ټول یې د پنجاب د بیلابیلو ښارونو سره تړاو لري.

خادم حسین زیاتوي، چې د دغې پېښې مړيیې روغتون ته لېږدولي او د پېښې سیمه کلابنده ده او د دوی پلټنې روانې دي.

د دغه بس د سپرو له ډلې د ذیشان په نوم یو کس وايي، چې په یاده پېښه کې د ده ورور وژل شوی، هغه له رسنیو سره په خبرو کې وویل: «له ۱۰ تر ۱۲ وسله والو بس ودراوه، د ټولو مساپرو پېژندپاڼې یې وکتلې، زما د ورور عدنان پېژندپاڼه یې هم ولیدله او له بس څخه یې کښته کړ، وسله والو زما د ورور په ګډون ټول اوه کسان په ډزو سره ووژل.»

د یادې پېښې یوې بلې ښځې چې وسله والو یې ورور وژلی، جیونیوز ته ویلي: «مونږ له کوټې څخه فیصل اباد ته روان وو، پټمخو وسله والو، زمونږ د سپرلۍ بس ودراوه، زما د ورور پېژندپاڼه یې وکتله او له بس څخه یې کښته کړ، موږ پټ پټ ورکتل، چې وروسته یې په ډزو وواژه.»

بل خوا د بلوچستان ایالت سر وزیر سرفراز بګټي په بارکهان کې د اوو مساپرو وژنه غندلې او زیاته کړې یې ده، «ترهګر بې ګناه خلک وژني، د امن او سولې د دښمنانو دا بزدلانه بریدونه د زغم وړ نه دي او موږ به کلک ځواب ورکړو.»

دا په روان میلادي کال کې د پنجاب او بلوچستان تر منځ پر لاره د دې ډول لومړنۍ پیښه ده.

تر دې وړاندې د ۲۰۲۴ کال په اګسټ میاشت کې پر همدې لاره پر ګاډو بريد کې ۲۲ تنه وژل شوي وو. چې له ډلې يې ۲۰ تنه د پنجاب د بیلابیلو سیمو اوسېدونکي وو.

د فډرالي کارکوونکو د اخراج او د معلوماتو لاسرسي په اړه د ماسک د موقت بندیز غوښتنه رد شوه

۱ کب ۱۴۰۳ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۵، ۰۱:۱۱ GMT+۰

یوه امریکایي قاضي د سې شنبه په ورځ د اېلان ماسک او د هغه د «دولت د موثریت ادارې» څخه د فډرالي کارکوونکو د اخراج او د ادارو د معلوماتو د لاسرسی د موقتي بندیز غوښتنه رد کړه.

څوارلسو ډېموکراټیکو واک لرونکو ایالتونو تېره اونۍ د ماسک د قانوني واک پر ضد دعوی وړاندې کړه، خو د ښار د قاضي ټانیا چټکان د دوی بېړنۍ غوښتنه رد کړه.

د راپورونو پر بنسټ، دا پرېکړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لپاره بری دی، ځکه چې هغه غواړي د حکومت د کارکوونکو شمېر کم کړي.

چټکان وویل: "شکایت کوونکو په کافي اندازه ثبوتونه نه دي وړاندې کړي.»

دا پرېکړه د ټرمپ د حکومت د کاري ځواک کمولو په هڅو کې مهمه ده او ښیي، چې قاضي د فډرالي ادارو د چلولو په اړه ماسک ته د ځانګړو فعالیتونو اجازه ورکوي.

د حکومت د موثریت اداره یوه خپلواکه اداره ده، چې د نړۍ بډایه شخص او د ټرمپ تر‌ ټولو لوی ملاتړی اېلان ماسک له‌خوا اداره کېږي.

د دغې ادارې موخه د حکومت په مصرف کې سلګونه میلیارډ ډالره کموالی دی.

د هغه پلانونو په مؤثره توګه ځیني فډرالي ادارې وتړلې ، په زرګونو کارکوونکي یې کور ته واستول او په ټول هېواد کې یې قانوني جګړې راپورته کړې.

څوارلسو ډېموکراټیک واک لرونکو ایالتونو ادعا وکړه، چې ماسک او د هغه اداره د قانوني کړنو واک نه لري ځکه چې هغه په رسمي ډول د ولسمشر له‌خوا نه و نومول شوی او د مشرانو جرګې له‌ خوا تایید شوی نه دی.

د شکایت کوونکو په وینا، ماسک د فډرالي حکومت د کړنو په اړه پراخ او له محدودیتونو پرته واک لري، چې د قانوني نظارت او محدودیت پرته دغه مهمې پرېکړې کوي.

دوی د دې شکایت کوي، داسې یو فرد چې د دې ادارې لپاره په رسمي توګه نه دی ټاکل شوی، څنګه کولی شي، دا ټولې پرېکړې وکړي.

دوی زیاته کړې: «ماسک او د هغه اداره نه یوازې دا چې په حکومتي پرېکړو کې پراخ واک لري، بلکې د حکومت حساسو داخلي معلوماتو، سیسټمونو او مالي زېرمو ته هم لاسرسی لري، چې دا د امنیتي خطرونو لامل ګرځېدلی شي.

که څه هم قاضی چټکان د اېلان ماسک ادارې جوړښت او صلاحیتونو په اړه اندېښنه ښودلې، خو بیا یې هم د شکایت کوونکو غوښتنه رد کړې.

هغې زیاته کړه: «مدافعان ممکن داسې اقدامات وکړي، چې شکایت کوونکو ته به بېرته زیان ورسوي.»

امریکا او روسیې له کیېف او اروپا پرته د اوکراین جګړې پر پای ته رسولو خبرې وکړې

۳۰ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۵، ۱۴:۰۷ GMT+۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په ریاض کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره ولیدل. واشنګټن او مسکو د اوکراین د جګړې د حل پر لور لومړني ګامونه اخلي. دغو خبرو چې د اوکراین او اروپایي چارواکو له ګډون پرته ترسره شوې، د کیېف او متحدینو ترمنځ اندېښنې پارولې.

دواړو لوریو تر څلورو ساعتونو ډېر بحث وکړ. دا خبرې وروسته له هغه ترسره شوې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د تېرې اونۍ په اوږدو کې ټیلیفوني وغږېدل. د ټرمپ ټیم هڅه کوي چې ژر تر ژره جګړه پای ته ورسوي.

د امریکا استازي مایک والټز ټینګار وکړ چې په اروپا کې د پای ته نه رسېدونکې جګړې دوام د منلو وړ نه‌دی.

روبیو دغه خبرې د یوې اوږدې او سختې لارې لومړی ګام وبللې او ټینګار یې وکړ چې « هرهغه اړخ چې د اوکراین د جګړې برخه دی، باید د حل‌لاره ومني».

نوموړي زیاته کړه چې اروپایي اتحادیه به باید په راتلونکو پړاوونو کې شامله شي.

100%

امریکا او روسیه د اقتصادي همکارۍ پر راتلونکي بحث کوي

د اوکراین د جګړې ترڅنګ، د امریکا او روسیې چارواکو د اقتصادي همکاریو پر راتلونکي هم خبرې وکړې، چې د انرژۍ نړیوالو بیو ته پکې پاملرنه شوې. د روسیې استازي کیریل دیمیتریف وویل، که څه هم د هوکړې لپاره لا وختي ده، خو «دواړو خواوو یو بل واورېدل، یو بل ته یې درناوی وکړ او د مساوي شراکت په توګه یې چلند وکړ».

په ورته وخت کې، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر لاوروف د سعودي له ولیعهد محمد بن سلمان سره هم وکتل، چې دا د سعودي عرب د نړیوالې ډیپلوماسۍ په وده کې د رول زیاتوالي ښکارندويي کوي.

د امریکا لوړپوړو چارواکو د سې شنبې تر خبرو وروسته وویل، چې د اوکراین د درې کلنې جګړې پای ته رسولو لپاره باید ټولې خواوې امتیازونه ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل: « نن د یوې اوږدې او سختې لارې لومړی ګام واخیستل شو، خو دا یو مهم ګام دی».

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار مایک والټز، چې د امریکا د پلاوي غړی و، خبریالانو ته وویل، چې د ټرمپ او پوتین ترمنځ د ناستې لپاره لا کومه نېټه نه ده ټاکل شوې.

د امریکا پلاوي وویل، چې مذاکرات به د خاورې او د اوکراین لپاره د امنیتي تضمینونو پر سر روان وي. روسیه دا مهال د اوکراین شاوخوا ۲۰ سلنه خاوره تر کنټرول لاندې لري.

روبیو وویل، ټرمپ غواړي ژر تر ژره جګړه پای ته ورسوي، او هدف « یوه عادلانه، دوامداره او پایښت لرونکې هوکړه» ده.

100%

اوکراین او اروپا غبرګون ښيي

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وار له مخه ویلي چې د اوکراین له ګډون پرته هیڅ هوکړه نه‌شي ترسره کېدای.

هغه تېره اونۍ وویل: « موږ، د یوه خپلواک هېواد په توګه، هیڅ داسې هوکړه نه‌ شو منلای چې موږ پکې نه وو».

اروپایي مشرانو هم د دوشنبې په ورځ جلا ناسته وکړه، څو د دفاعي لګښتونو د زیاتوالي پر سر بحث وکړي.

دوی اندېښنه څرګنده کړه چې د امریکا او روسیې ترمنځ ممکن داسې هوکړه وشي چې د اروپا امنیتي ګټې له پامه وغورځوي. د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون په پاریس کې یوه غونډه رابللې وه، چې د اروپایي چارواکو د یوهګډ پور اخیستلو میکانیزم ته د ودې ورکولو پر پلان خبرې وکړې او دا به د اوکراین د نظامي مرستو د تمویل لپاره وکارېږي.

که څه هم د ریاض خبرې یوه مهمه دیپلوماتیکه لاسته راوړنه ګڼل کېږي،خو امریکايي چارواکو ومنله چې « یوه ټیلیفوني اړیکه او یوه غونډه د دوامدارې سولې لپاره بسنه نه کوي».

دواړو غاړو توافق وکړ چې لوړپوړي ټیمونه به د جګړې د پای ته رسولو لپاره یو تفصیلي نقشه جوړه کړي.

100%

د ټرمپ ځانګړي استازي کیت کیلګ نن ماښام کیېف ته سفر کوي، چې دا د دې ښکارندويي کوي چې واشنګټن د اوکراین له حکومت سره خپلو اړیکو ته دوام ورکوي.

خو، داسې ښکاري چې د اوکراین لپاره د ناټو غړیتوب موضوع له خبرو ایستل شوې، چې دا د کیف لپاره د یوې ناڅرګندې راتلونکې نښه ده.

د اروپایي کمېسیون مشرې اورسولا فون در لاین د سې شنبې په ورځ د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ځانګړي استازي کیت کیلګ سره وکتل او ورته یې وویل چې اروپا غواړي له امریکا سره یوځای د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره کار وکړي.

فون در لاین له دې لیدنې وروسته پر خپل اېکس ولیکل، « موږ غواړو له امریکا سره همکاري وکړو، چې د اوکراین لپاره یوه عادلانه او دوامداره سوله تضمین کړو».

هغې ټینګار وکړ چې له « مالي او نظامي لحاظه، اروپا تر ټولو زیات ملاتړ کړی او موږ به لا نور هم ګامونه پورته کړو».

د فون در لاین دفتر ویلي، هغې "داسې هر ډول حل‌لاره بیا تکرار کړه چې د اوکراین خپلواکي، ملي حاکمیت او د خاورې بشپړتیا ته درناوی ولري او له پیاوړو امنیتي ضمانتونو سره مل وي».

ریاض کې د امریکا او روسي چارواکو ترمنځ د اوکراین جګړې پای ته رسولو پر سر غونډه پیل شوې

۳۰ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۵، ۰۹:۵۱ GMT+۰

د رویټرز د خبر له مخې نن د (سلواغې ۳۰مه) د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د امریکا او روسي چارواکو تر منځ په اوکراین د جګړې ختمولو پر سره د لوړې کچې خبرې اترې پیل شوې دي. د اوکراین په اړه خبرو کې اوکرایني چارواکي په دغو خبرو کې برخه نه لري.

تمه کېږي چې دوی به په اوکراین کې د درې کلنې جګړې د پای ته رسولو او د امریکا او روسیې د اړیکو د بیا رغولو پر لارو چارو خبرې وکړي.

د دوی خبرې ښايي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین تر منځ سرمشریزې ته لاره هواره کړي.

د اوکراين ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي چې په دې غونډه کې ګډون نه لري، تېره اوونۍ خبریالانو ته وویل چې له اوکراین پرته دوی د سولې هېڅ ډول تړون نه شي لاسلیک کولی.

هغه ویلي: «موږ د یوه خپلواک هېواد په توګه دا وایو چې، له موږ پرته هېڅ ډول تړون موږ ته د منلو وړ نه دی.»

په دې غونډه کې د پوتین د بهرنۍ پالیسۍ سلاکار یوري اوشاکوف او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او همداشان د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د ملي امنیت سلاکار مایک والټز او د منځني ختیځ لپاره د ټرمپ ځانګړي استازي سټیو ویټکوف برخه لري.

بلخوا بیا اروپايي حکومتونو، د دې احتمال په اړه اندېښنه ښکاره کړې چې روسیه او متحده ایالات کولی شي دوی له هغو خبرو اترو څخه ګوښه او بې برخې کړي چې د لویدیځ راتلونکی امنیت ټاکي.

اروپايي حکومتونو د سولې په دغو خبرو کې د رول غوښتنه کړې ده.

ویل کېږي چې د غونډې له پیل څخه مخکې رسنیو ته اجازه ورکړل شوې چې ویډیو او یا هم انځورونه واخلي، خو چارواکو د خبریالانو هغه پوښتنې له پامه غورځولي چې ګوندې امریکا اوکراینیان له پامه غورځوي او واشنګټن له مسکو څخه د امتیازاتو غوښتنه کوي