د ټرمپ ځانګړي استازي کیت کیلګ نن ماښام کیېف ته سفر کوي، چې دا د دې ښکارندويي کوي چې واشنګټن د اوکراین له حکومت سره خپلو اړیکو ته دوام ورکوي.
خو، داسې ښکاري چې د اوکراین لپاره د ناټو غړیتوب موضوع له خبرو ایستل شوې، چې دا د کیف لپاره د یوې ناڅرګندې راتلونکې نښه ده.
د اروپایي کمېسیون مشرې اورسولا فون در لاین د سې شنبې په ورځ د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ځانګړي استازي کیت کیلګ سره وکتل او ورته یې وویل چې اروپا غواړي له امریکا سره یوځای د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره کار وکړي.
فون در لاین له دې لیدنې وروسته پر خپل اېکس ولیکل، « موږ غواړو له امریکا سره همکاري وکړو، چې د اوکراین لپاره یوه عادلانه او دوامداره سوله تضمین کړو».
هغې ټینګار وکړ چې له « مالي او نظامي لحاظه، اروپا تر ټولو زیات ملاتړ کړی او موږ به لا نور هم ګامونه پورته کړو».
د فون در لاین دفتر ویلي، هغې "داسې هر ډول حللاره بیا تکرار کړه چې د اوکراین خپلواکي، ملي حاکمیت او د خاورې بشپړتیا ته درناوی ولري او له پیاوړو امنیتي ضمانتونو سره مل وي».
په دې مذاکراتو کې اوکراین حضور نه لري، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تېره ورځ ټینګار کړی چې اوکراین به د دې مذاکراتو یوه «واقعي» برخه وي.
د امریکا او روسیې ترمنځ دوهاړخیزې لیدنې په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو یاد تازه کوي، چې د افغان حکومت له حضور پرته ترسره شوې وې.
د محمد اشرف غني په مشرۍ د افغانستان جمهوري نظام له دې مذاکراتو اېستل شوی و او متحدهایالاتو مخامخ له طالبانو سره د سولې تړون لاسلیکولو ته لار هواره کړه.
د دغه تړون پر بنسټ، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو مهالوېش وټاکل شو او متحدهایالاتو له طالبانو سره د اوربند تړون لاسلیک کړ.
طالبان ډاډمن وو، چې بهرني ځواکونه وځي، خو پر افغان ځواکونو یې بریدونو ته زور ورکړ او د افغانستان له جمهوري نظام سره یې له خبرو کولو ډډه وکړه.