• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اسراييل د بهرنيو چارو وزير: ترکيه له ايران سره مرسته کوي چې حزب‌الله ته پيسې ولېږدوي

۳۰ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۵، ۰۴:۲۵ GMT+۰

د اسراییل ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، د اسراییل بهرنیو چارو وزیر ګیډیون سعر، له یو شمېر امریکایي چارواکو سره په ليدنه کې ویلي: «ترکیه له ایران سره مرسته کوي، چې حزب‌الله ډلې ته پیسې ولېږدوي.»

هغه زیاته کړه، ایران د ترکیې په ګډون د ځینو نورو چینلونو له لارې دغې ډلې ته د پیسو لېږد زیات کړی.

د دغې اسراییلي رسنۍ د معلوماتو له مخې، د اسراییل بهرنیو چارو وزارت په یوه غونډه کې چې اوه امریکایي سناتوران او د منځني ختیځ لپاره ځانګړي استازي مرستیال مورګان اورتاګوس هم ګډون درلود، ګیډیون سعر دغې ډلې ته ویلي، چې ایران د حزب‌الله د مالي ملاتړ لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي ترڅو بېرته واک خپل کړي او ترکیه په دې بهیر کې فعاله برخه لري.

د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر ګیډیون سعر وویل چې د ایران د اټومي پروګرام په برخه کې پرمختګونه روان دي چې باید مخه یې ونیول شي.

د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر همداراز یادونه وکړه چې د داعش پر وړاندې د مبارزې او د کردانو خپلواکۍ ته د ګواښ په صورت کې باید امریکایي ځواکونه له سوریې ونه وځي.

تر دې مخکې د اسراییل پوځ ادعا کړې وه چې د سپاه پاسداران قدس ځواک د مساپر وړونکو الوتکو له لارې حزب الله ته پیسې قاچاق کولې.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

زېلېنسکي: ښايي اوکراین د افغانستان په څېر له برخلیک سره مخ شي

۳۰ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۵، ۰۰:۱۴ GMT+۰

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي خبرداری ورکړی، چې ښايي هېواد یې د افغانستان په څېر له برخلیک سره مخ شي.

هغه د دوشنبې په ورځ (د فېبروري ۱۷مه) له یوې جرمني رسنۍ سره په مرکه کې زیاته کړې، چې که اوکراین د ناټو غړیتوب ترلاسه نه کړي، په دغه هېواد کې به د افغانستان وضعیت تکرار شي.

زېلېنسکي اې‌ار ډي (ARD)ټلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې ویلي، چې د اوکراین له حضور پرته به د روسیې او امریکا تړونونه بې‌ګټې وي.

د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیران به د سې‌شنبه په ورځ په ریاض کې د اوکراین د سولې په تړاو خبرې‌اترې وکړي.

په دې مذاکراتو کې اوکراین حضور نه لري، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تېره ورځ ټینګار کړی چې اوکراین به د دې مذاکراتو یوه «واقعي» برخه وي.

د امریکا او روسیې ترمنځ دوه‌اړخیزې لیدنې په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو یاد تازه کوي، چې د افغان حکومت له حضور پرته ترسره شوې وې.

د محمد اشرف غني په مشرۍ د افغانستان جمهوري نظام له دې مذاکراتو اېستل شوی و او متحده‌ایالاتو مخامخ له طالبانو سره د سولې تړون لاسلیکولو ته لار هواره کړه.

د دغه تړون پر بنسټ، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو مهال‌وېش وټاکل شو او متحده‌ایالاتو له طالبانو سره د اوربند تړون لاسلیک کړ.

طالبان ډاډمن وو، چې بهرني ځواکونه وځي، خو پر افغان ځواکونو یې بریدونو ته زور ورکړ او د افغانستان له جمهوري نظام سره یې له خبرو کولو ډډه وکړه.

ډېری څارونکي په دې باور دي، چې د دوحې تړون د افغانستان د جمهوري نظام د پرځېدو لامل و.

اوس، ولادیمیر زېلېنسکي لوېدیځ ته خبرداری ورکړی، چې د داسې ناسمو تېروتنو له تکرار څخه ډډه وکړي.

هغه په خپلې مرکه کې د ​​۲۰۲۱ کال پرمهال له افغانستانه د لوېدیځو ځواکونو چټک شاتګ ته اشاره کړې او له هر ډول هغو مذاکراتو سره چې له پیل وړاندې په‌کې بنسټیزې غوښتنې له پامه غورځول کېږي، مخالفت ښودلی دی.

د عراق د بهرنیو چارو وزیر خبرداری ورکړ چې د داعش ګواښ مخ په زیاتېدو دی

۳۰ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۵، ۰۰:۰۸ GMT+۰

د عراق د بهرنیو چارو وزیر د دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړ، چې د داعش ګواښ مخ په زیاتېدو دی او دا ډله په سوریه کې د بشارالاسد د پوځ له خوا پاتې شوې وسلې کاروي.

فواد حسین له داعش سره پوځي مقابله ضروري وبلله او د دغې ډلې پر وړاندې یې د نړۍ د اجتماعي او چټک اقدام پر اړتیا ټینګار وکړ.

فواد حسین د متحده عربي اماراتو له دولتي ورځپاڼې نشنل سره په مرکه کې ویلي، چې په منځني ختیځ کې اوس عمومي وضعیت بدل دی او د سیمې د هېوادونو تر منځ لا زیاتې همغږۍ ته اړتیا ده.

حسین "د سوریې د وضعیت پېچلتیا" ته په اشارې سره وویل، چې بغداد تمه لري څو د داعش پر وړاندې په "ټولییزه مبارزه" کې له دمشق سره همکاري وکړي.

د عراق د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه ،چې تمه لري د امریکا په مشرۍ له نړۍوال اېتلاف سره د داعش په اړه خبرې وکړي.

د نوموړي په خبره: "موږ د امریکا په مشرۍ له نړۍوال اېتلاف سره د داعش د ځپلو لپاره د خبرو اترو اراده لرو، ځکه چې موږ د داعش د بیا تنظیمېدو انتظار نه شو کولی."

هغه وویل، چې داعش په سوریه کې خپل دریځ پیاوړی کړی او هغه وسلې یې کارولې چې د بشارالاسد د رژیم د پوځ له خوا پاتې شوې وې.

د حسیني په وینا: «زموږ د معلوماتو له مخې، داعش د پخوا په پرتله ډېر مجهز، ښه تنظیم شوی او ډېر کسان ورسره یوځای شوي او د داعش یو شمېر مشران له بهر څخه هم ورسره یوځای شوي دي."

د عراق د بهرنیو چارو وزیر وویل، «یا به برید وکړو یا به دوی برید ته چمتوالی نیسي. ځکه چې د داعش لومړی هدف به عراق وي.»

دغه جګپوړي عراقي چارواکي د غزې د خلکو د ځای پر ځای کولو په اړه د امریکا د ولسمشر د پلان په اړه وویل، چې دا پلان د عربي نړۍ لپاره یو ګواښ دی، په ځانګړې توګه ډونالډ ټرمپ په وار - وار د غزې د اشغال لپاره د خپل پلان خبره کړې ده.

هغه د ټرمپ د وړاندیز په اړه وویل: «د فلسطین مسله لومړی له فلسطینیانو سره تړاو لري بیا د فلسطین په شاوخوا هېوادونو پورې اړه لري، چې په کې مصر، اردن، لبنان او عربي او مسلمان هېوادونه هم شامل دي.»

عراق د غزې د بیارغونې د ملاتړ لپاره د فنډ جوړولو وړاندیز کړی او عربي هېوادونه په یو بدیل وړاندیز کار کوي، چې ټرمپ ته یې وړاندې کړي.

ټاکل شوې، چې د فېبرورۍ په پای کې په قاهره کې د فلسطین په اړه د عرب لیګ غونډه جوړه شي او حسین وړاندوینه وکړه، چې دا غونډه به د "یو ګډ دریځ" لامل شي.

امریکا او سعودي عربستان د غزې اوربند او د اقتصادي همکاریو پر پیاوړتیا وغږېدل

۲۹ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۵، ۲۲:۵۲ GMT+۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي، چې د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان سره یې د لیدنې پرمهال په غزه کې د اوربند د پلي‌کېدو لپاره پر ګډو ژمنو ټینګار کړی دی.

روبیو د سې‌شنبه په ورځ (د سلواغې ۳۰مه) د خپلې اېکس‌پاڼې له لارې په یو بیان کې زیاته کړې، چې په دې خبرو‌اترو کې د حماس له‌خوا د ټولو یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو او په اقتصادي او دفاعي برخو کې د پراخې همکارۍ پر اړتیا تمرکز شوی دی.

په بیان کې راغلي، چې دواړو خواوو په سیمه کې د ثبات او سوکالۍ د ترلاسه‌کېدو لپاره د همکارۍ د پیاوړتیا پر ارزښت هم ټینګار کړی دی.

دا خبرې‌اترې او لیدنې د منځني ختیځ د کړکېچونو د حل او له سعودي عربستان سره د اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې د امریکا د ډېپلوماټیکو اړیکو د هڅو یو نوی پړاو بلل کېږي.

له دې مخکې بهرنیو رسنیو راپور ورکړی و، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او روسي سیال یې سرګي لاوروف د دواوړ هېوادونو ترمنځ د اړیکو ښه‌والي او د اوکراین جګړې د پای ته رسولو لپاره په سعودي عربستان کې ګوري.

دا لیدنه داسې مهال کېږي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره له ټلیفوني خبرواترو وروسته ویلي و، چې دواړه خواوې به په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره سملاسي مذاکرات پیل کړي.

د ډیموکراسۍ د دفاع بنسټ: له افغانستانه امریکا ته د داعش خراسان څانګې نفوذ مخ پر زیاتېدو دی

۲۹ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۵، ۲۰:۲۵ GMT+۰

د ډیموکراسۍ د دفاع بنسټ پر خپلې وېب‌پاڼې د جانتن سیاه لیکنه خپره کړې، چې په‌کې له افغانستان څخه متحده‌ایالاتو او اروپا ته د داعش خراسان څانګې ګواښونه په نښه کوي. په مقاله کې ټینګار شوی، چې دغه ډله په یو ستر ګواښ بدلېدونکې ده.

په مقاله کې راغلي، چې له افغانستان څخه د امریکا تر وتلو څلور کاله وروسته د اسلامي دولت د خراسان ولایت (ای اېس کې پي) له خوا رامنځته شوی ګواښ له سیمې بهر پراخ شوی، چې اوس د امریکا او اروپا دواړو خاورې ته ګواښ دی.

د داعش خراسان په فعاله توګه د پولو په اوږدو کې د جنګیالیو ګومارنه او لېږد سره، سیمه‌ییز لوبغاړي لکه طالبان، ایران، تاجکستان او پاکستان د دې توان نه‌لري، چې د دغې جهادي ډلې د ودې مخه ونیسي.

د ملګرو ملتونو یو راپور د داعش خراسان پراختیا په ګوته کوي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د کمېټې څېړنیز ملاتړ او د بندیزونو د څارنې ټیم د فېبرورۍ په شپږمه په یوه راپور کې د داعش خراسان چټکه پراختیا په ګوته کړه.

د افغانستان د حقیقي چارواکو او سیمه‌ییزو دولتونو له هڅو سره - سره، د څارنې ټیم د داعش خراسان ارزونه وکړه، چې «تر ټولو لوی بهرنی ترهګریز ګواښ» دی.

د ملګرو ملتونو له ترهګرۍ سره د مبارزې د دفتر سرمنشي ولادیمیر ورونکوف د فېبرورۍ په ۱۰ مه د دغو اندېښنو څرګندونه وکړه.

هغه وویل، چې په تېرو شپږو میاشتو کې د نړۍوالې ترهګرۍ یوه عمومي کتنه ښيي، چې داعش خراسان په افغانستان کې د «پام وړ ګواښ» باندې بدل شوی، په داسې حال کې چې د دې ډلې ملاتړو په ټوله اروپا کې بریدونه تنظیم کړي او له منځنۍ اسیا څخه د انفرادي هڅو لپاره د بیا ځل لپاره هڅې کوي.

د متحده ایالاتو لپاره ګواښ

په دغې خپره شوې مقاله کې راغلي «لکه څنګه چې د داعش خراسان لاسرسی متحده ایالاتو ته پراخېږي، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې خپل پام د دې ډلې مخ پر ودې نفوذ او وړتیاوو سره مقابلې ته اړولی دی.

د فېبرورۍ په ۱۰مه د ملګرو ملتونو په ماموریت کې د امریکا سفیرې ډوروتي شیا خبرداری ورکړ: «په مرکزي اسیا کې د داعش پورې تړلې ډلې په ځانګړې توګه داعش-خراسان هم یو مهم نړۍوال ګواښ دی. موږ د بریدونو د طرح کولو او ترسره کولو لپاره د داعش خراسان وړتیاو په اړه اندېښمن یو.»

د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت د ۲۰۲۴ کال په اکټوبر کې یو افغان وګړی له داعش سره په اړیکې تورن کړ، چې په متحده ایالاتو کې د ټاکنو په ورځ د ترهګریز برید د ترسره کولو دسیسه یې جوړه کړې وه.

مقاله وړاندې لیکي، ټرمپ په افغانستان کې د امریکا د پوځي تجهیزاتو د پرېښودو په اړه د تېرې ادارې پر پرېکړې هم نیوکه کړې، چې طالبانو ته یې اجازه ورکړې وه څو شتمنۍ یې ضبط کړي او امریکا ته یې د پیغور په توګه وړاندې کړي.

د ۲۰۲۲ کال د دفاع وزارت یوې څېړنې راپور ورکړی، چې په دې شتمنیو کې ۷۸ الوتکې، ۴۰۰۰۰ پوځي وسایط او درې سوه زره میله وسلې شاملې دي، چې په ټولییز ډول نږدې ۷ میلیارد ډالر ارزښت لري.

په دغه مقاله کې راغلي، چې د بشپړ پوځي یووالي د ساتلو لپاره د طالبانو د ناتوانۍ په پام کې نیولو سره، د متحده ایالاتو له خوا د دغو وسلو د پام وړ برخه د نورو اسلامپالو ډلو په لاس کې ده.

د بېلګې په توګه، په دې وروستیو کې خپره شوې ویډیو ښیي چې د متحده‌ایالاتو نظامي تجهیزات اوس د جیش العدل په واک کې دي، چې د متحده ایالاتو له خوا ټاکل شوې ترهګره ډله ده.

د طالبانو په امنیتي دستګاه کې د داعش خراسان ژور نفوذ په کلکه څرګندوي، چې دا ډله هم دغو شتمنیو ته لاس رسی لري.

اروپا ته ګواښ

په دغه مقاله کې د داعش خراسان په اړه د ملګرو ملتونو راپور ته هم کتنه شوې.

په مقاله کې راغلي، چې د ملګرو ملتونو راپور داعش خراسان د اروپا لپاره د بهرني ترهګریز ګواښ په توګه په ګوته کړی دی.

د ناکامو پلټنو زیاتېدونکي شمېره د دې ډلې هوډ او وړتیا په ګوته کوي، چې د لوړو تلفاتو بریدونو ترسره کولو لپاره په عمده ډول لوی شمېر او نرم هدفونه په نښه کوي.

د داعش خراسان وړتیاوې د پرمختللي انلاین پروپاګنډ شبکې او لوژستیکي بنسټونو له خوا پراخ شوي، چې د روسي ژبې په کارولو سره له لېرې کار کوي.

د مرکزي اسیا او شمالي قفقاز څخه د استخدام کوونکو ترمنځ د دې ډلې نږدې ۱۹ غړي چې د چیچینیا او د تاجکستان داعش خراسان غړي دي، د اروپا د شینګین سیمه کې د دغه ډلې غړي ځای په ځای کولو کې اسانتیاوې برابرې کړي او د بریدونو لپاره یې مالي او لوژیستیکي ملاتړ چمتو کړی او د ۲۰۲۴ کال په جولای کې په اتریش، بلجیم او جرمني کې ګډ عملیات د دې ښکاره ثبوت دی.

د فېبروري په ۱۳ د جرمني په مونیخ کې ترهګریز برید، چې ۳۴ کسان یې ټپیان کړل او دوه یې ووژل، په اروپا کې د داعش خراسان نفوذ شبکه نوره هم روښانه کړه.

د جرمني چارواکو ویلي، چې برید کوونکی یو افغان پناه غوښتونکی و چې «اسلامي روحیه» یې لرله.

جرمني په وروستیو کلونو کې د داعش خراسان د فعالیت لپاره په یوه مهم مرکز بدل شوی.

د ۲۰۲۴ کال په اپرېل کې د جرمني فډرالي څارنوالۍ د تاجکستان، ترکمنستان او قرغزستان اوه بهرني اتباع د داعش خراسان ISKP په استازیتوب د ترهګریزو بریدونو په پلانولو تورن کړل.

په دغه لیکنه کې راغلي، د داعش خراسان ګواښونه د اروپا له پولو څخه هم تېرېږي.

د برېټانیا یوه ۳۶ کلنه ښځه د فېبرورۍ په ۱۳مه وروسته له هغه چې له داعش سره د یوځای کېدو لپاره افغانستان ته د سفر کولو پلان درلود، د ترهګرۍ په جرم محکومه شوه.

ددغې مېرمنې په تړاو د واریکشایر پولیسو څرګنده کړه، چې هغې د یو طرفه الوتنې لپاره پیسې خوندي کړې وې او د ۲۰۲۲ کال له سپټمبر څخه یې د ۲۰۲۴ کال د جنوري تر میاشتې په ټولنیزو رسنیو کې ګرافیک افراطي مواد شریک کړي وو.

د داعش خراسان په کابو کولو کې د ایران ناکامي

مقالې د داعش خراسان په کابو کولو کې د ایران ناکامۍ ته اشاره کړې او لیکلي یې دي: «په داسې حال کې چې ایران په عراق او سوریه کې له اسلامي دولت سره جګړه کړې، خو په افغانستان کې د داعش د حضور په مخنیوي کې پاتې راغلی. په پایله کې، تهران د دې ګواښ د حل یا کمولو لپاره ځان په طالبانو تکیه کوي، خو طالبان ددې چارې توان نه‌لري.»

د ایران اسلامي جمهوریت ستر رهبر علي خامنه اي د فېبرورۍ په نهمه له «افغانستان سره د اعظمې ښکېلتیا» امر وکړ.

دا حکم د جنورۍ په میاشت کې د طالبانو د دفاع وزیر یعقوب مجاهد او د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي تر منځ د لیدنې وروسته وشو، چې په ترڅ کې یې دواړو خواوو د استخباراتي معلوماتو شریکولو په اړه خبرې وکړې.

د دې هڅو سره سره، ایران د داعش خراسان د ګورمارلو لپاره د ټرانزیټ مرکز پاتې دی.

د ملګرو ملتونو راپور یادونه وکړه، چې د داعش خراسان غړو لپاره د قاچاق مهمې لارې د افغانستان هرات او نیمروز ولایتونو ته د ننوتلو دمخه د ایران له ارومیه، مشهد او زاهدان ښارونو څخه تېرېږي.

اسلامي جمهوریت د ایران په سوېل ختیځ ښار کرمان کې د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ کې د دوو بمي چاودنو لپاره د داعش خراسان د غړو په څارنه کې هم پاتې راغلی، په داسې حال کې چې پاکستان په دې وروستیو کې یو شمېر هغه کسان نیولي چې د دغه برید تمویل او طرحه یې کړې وه، خو ددغه برید اصلي طراح طارق تاجکي په افغانستان کې پټ دی.

دا پرمختګ په ځانګړي ډول د تهران د رژیم لپاره د سپکاوي وړ دی.

د سپاه پاسداران قدس ځواک چې د اسلامي جمهوریت د بهرنیو عملیاتو مشري په غاړه لري، د اسماعېل غني په مشرۍ چې دنده یې په افغانستان متمرکزه ده، د ایران په ختیځه پوله کې د داعش خراسان له زیاتیدو او په سوریه کې د بشار الاسد د رژیم له نسکورېدو سره په لوېدیځه غاړه کې قدس ځواک په زیاتېدونکې توګه په سیمه کې د سُني اسلامپالو سره د مقابلې وس نه‌لري.

د تاجکستان مسوولیت

د ملګرو ملتونو راپور د داعش خراسان په لیکو کې د تاجکستاني وګړو ژور نفوذ ته اشاره کړې او دا په ګوته کوي، چې د منځنۍ اسیا خلک په ځانګړې توګه تاجکستاني وګړي د شبکې د یوې برخې په توګه استخدام شوي، چې د افغانستان د پولو په اوږدو کې د جنګیالیو غیر قانوني تګ و راتګ اسانه کوي.

د دې تر ټولو روښانه مثال د ۲۰۲۴ کال په مارچ کې د داعش خراسان د تاجکستان وګړو له خوا په مسکو کې وژونکی برید وو.

دوشنبه هم په خپلو پولو کې له دې ننګونې سره مخ دی.

د ترهګرۍ ضد عملیاتو په لړ کې د تاجکستان یوې محکمې د فېبرورۍ په ۱۴ مه د داعش خراسان له ۳۰ څخه زیاتو غړو ته د یوه ډله‌ییز ترهګریز برید د ترسره کولو په موخه له اتو څخه تر ۲۰ کلونو پورې د بند سزا واوروله.

داعش خراسان د طالبانو له کمزورۍ ګټه پورته کوي

په خپلو لیکو کې د نفوذ او فساد په مخنیوي کې د طالبانو پاتې راتلو د داعش خراسان پراختیا نوره هم فعاله کړې ده.

یوه ښکاره بېلګه په بامیان ولایت کې د طالبانو د استخباراتو د عمومي ریاست د مشر مولوي نیک محمد عفیفه د داعش ډلې ته وروستی انعطاف دی.

د زیاتو زیانونو سره مخ طالبانو د دې راپورته کېدونکي ګواښ سره د مبارزې لپاره د نورو اورپکو ډلو لیست کولو ته لاره هواره کړې.

لکه څنګه چې داعش خراسان په شمالي افغانستان کې پراخ شوی، طالبانو د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ، د ازبکستان اسلامي غورځنګ (ای اېم یو) او د جماعت انصارالله جنګیالي د دوی سره د مقابلې لپاره راټول کړل.

شهباز شریف: د نړیوال بانک پانګونه د پاکستان د پراختیا لپاره نوې لار برابروي

۲۹ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۵، ۱۶:۵۹ GMT+۰

د پاکستان لومړی وزیر وايي، د دغه هېواد په روغتیا، زدکړو، د ځوانانو پراختیا او نورو ټولنیزو پروژو کې د نړیوال بانک میلیارد ډالري پانګونه به په دغه هېواد کې د پراختیا نوې لار برابره کړي. شهباز شریف نن په اسلام اباد کې د نړیوال بانک له پلاوي سره په غونډه کې دا خبره وکړه.

د پاکستان راډیو د خبر له مخې، شهباز شریف د دې پلاوي هرکلي سره وویل، چې پاکستان او نړیوال بانک د دغه هېواد له جوړېدو راهیسې خپلمنځي همکاري لري او دې همکارۍ د پاکستان په پرمختګ کې مهم رول لوبولی دی.

ښاغلي شریف دغه پلاوي ته د نړیوال بانک له خوا د منظورو شویو پیسو په مټ د پیل شویو اقتصادي او پراختیايي پروژو لنډیز هم ډاګیز کړی دی.

نوموړي دا هم ویلي چې د هېواد اقتصاد یې پر سمه لار او د پرمختګ په لور روان دی.

نړیوال بانک د پاکستان د اقتصادي ودې لپاره د راتلونکو دوو لسیزو لپاره ۴۰ میلیارد ډالر تصویب کړي دي.

د بانک پلاوی نن اسلام اباد ته ورسېد چې په دې تړاو د دغه هېواد له چارواکو سره پر پرمختايي پلانونو، د پانګونې چانسو او ستراتیژیو خبرې وکړي.

دغه پلاوی پښتونخوا، پنجاب او سند ته هم سفر لري او د بلوچستان له چارواکو سره هم ګوري.

دوی په دغه ګام له نږدې دا لیدل غواړي چې له نړیوال بانک سره د پاکستان د مرکزي حکومت له ژمنو سره سم د دغه هېواد د تلپاتې پرمختګ لپاره په هره سیمه کې پلانونه پلي کېږي او څه چانسونه او ننګونې شته.