• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د فډرالي کارکوونکو د اخراج او د معلوماتو لاسرسي په اړه د ماسک د موقت بندیز غوښتنه رد شوه

۱ کب ۱۴۰۳ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۵، ۰۱:۱۱ GMT+۰

یوه امریکایي قاضي د سې شنبه په ورځ د اېلان ماسک او د هغه د «دولت د موثریت ادارې» څخه د فډرالي کارکوونکو د اخراج او د ادارو د معلوماتو د لاسرسی د موقتي بندیز غوښتنه رد کړه.

څوارلسو ډېموکراټیکو واک لرونکو ایالتونو تېره اونۍ د ماسک د قانوني واک پر ضد دعوی وړاندې کړه، خو د ښار د قاضي ټانیا چټکان د دوی بېړنۍ غوښتنه رد کړه.

د راپورونو پر بنسټ، دا پرېکړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لپاره بری دی، ځکه چې هغه غواړي د حکومت د کارکوونکو شمېر کم کړي.

چټکان وویل: "شکایت کوونکو په کافي اندازه ثبوتونه نه دي وړاندې کړي.»

دا پرېکړه د ټرمپ د حکومت د کاري ځواک کمولو په هڅو کې مهمه ده او ښیي، چې قاضي د فډرالي ادارو د چلولو په اړه ماسک ته د ځانګړو فعالیتونو اجازه ورکوي.

د حکومت د موثریت اداره یوه خپلواکه اداره ده، چې د نړۍ بډایه شخص او د ټرمپ تر‌ ټولو لوی ملاتړی اېلان ماسک له‌خوا اداره کېږي.

د دغې ادارې موخه د حکومت په مصرف کې سلګونه میلیارډ ډالره کموالی دی.

د هغه پلانونو په مؤثره توګه ځیني فډرالي ادارې وتړلې ، په زرګونو کارکوونکي یې کور ته واستول او په ټول هېواد کې یې قانوني جګړې راپورته کړې.

څوارلسو ډېموکراټیک واک لرونکو ایالتونو ادعا وکړه، چې ماسک او د هغه اداره د قانوني کړنو واک نه لري ځکه چې هغه په رسمي ډول د ولسمشر له‌خوا نه و نومول شوی او د مشرانو جرګې له‌ خوا تایید شوی نه دی.

د شکایت کوونکو په وینا، ماسک د فډرالي حکومت د کړنو په اړه پراخ او له محدودیتونو پرته واک لري، چې د قانوني نظارت او محدودیت پرته دغه مهمې پرېکړې کوي.

دوی د دې شکایت کوي، داسې یو فرد چې د دې ادارې لپاره په رسمي توګه نه دی ټاکل شوی، څنګه کولی شي، دا ټولې پرېکړې وکړي.

دوی زیاته کړې: «ماسک او د هغه اداره نه یوازې دا چې په حکومتي پرېکړو کې پراخ واک لري، بلکې د حکومت حساسو داخلي معلوماتو، سیسټمونو او مالي زېرمو ته هم لاسرسی لري، چې دا د امنیتي خطرونو لامل ګرځېدلی شي.

که څه هم قاضی چټکان د اېلان ماسک ادارې جوړښت او صلاحیتونو په اړه اندېښنه ښودلې، خو بیا یې هم د شکایت کوونکو غوښتنه رد کړې.

هغې زیاته کړه: «مدافعان ممکن داسې اقدامات وکړي، چې شکایت کوونکو ته به بېرته زیان ورسوي.»

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

امریکا او روسیې له کیېف او اروپا پرته د اوکراین جګړې پر پای ته رسولو خبرې وکړې

۳۰ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۵، ۱۴:۰۷ GMT+۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په ریاض کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره ولیدل. واشنګټن او مسکو د اوکراین د جګړې د حل پر لور لومړني ګامونه اخلي. دغو خبرو چې د اوکراین او اروپایي چارواکو له ګډون پرته ترسره شوې، د کیېف او متحدینو ترمنځ اندېښنې پارولې.

دواړو لوریو تر څلورو ساعتونو ډېر بحث وکړ. دا خبرې وروسته له هغه ترسره شوې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د تېرې اونۍ په اوږدو کې ټیلیفوني وغږېدل. د ټرمپ ټیم هڅه کوي چې ژر تر ژره جګړه پای ته ورسوي.

د امریکا استازي مایک والټز ټینګار وکړ چې په اروپا کې د پای ته نه رسېدونکې جګړې دوام د منلو وړ نه‌دی.

روبیو دغه خبرې د یوې اوږدې او سختې لارې لومړی ګام وبللې او ټینګار یې وکړ چې « هرهغه اړخ چې د اوکراین د جګړې برخه دی، باید د حل‌لاره ومني».

نوموړي زیاته کړه چې اروپایي اتحادیه به باید په راتلونکو پړاوونو کې شامله شي.

100%

امریکا او روسیه د اقتصادي همکارۍ پر راتلونکي بحث کوي

د اوکراین د جګړې ترڅنګ، د امریکا او روسیې چارواکو د اقتصادي همکاریو پر راتلونکي هم خبرې وکړې، چې د انرژۍ نړیوالو بیو ته پکې پاملرنه شوې. د روسیې استازي کیریل دیمیتریف وویل، که څه هم د هوکړې لپاره لا وختي ده، خو «دواړو خواوو یو بل واورېدل، یو بل ته یې درناوی وکړ او د مساوي شراکت په توګه یې چلند وکړ».

په ورته وخت کې، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر لاوروف د سعودي له ولیعهد محمد بن سلمان سره هم وکتل، چې دا د سعودي عرب د نړیوالې ډیپلوماسۍ په وده کې د رول زیاتوالي ښکارندويي کوي.

د امریکا لوړپوړو چارواکو د سې شنبې تر خبرو وروسته وویل، چې د اوکراین د درې کلنې جګړې پای ته رسولو لپاره باید ټولې خواوې امتیازونه ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل: « نن د یوې اوږدې او سختې لارې لومړی ګام واخیستل شو، خو دا یو مهم ګام دی».

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار مایک والټز، چې د امریکا د پلاوي غړی و، خبریالانو ته وویل، چې د ټرمپ او پوتین ترمنځ د ناستې لپاره لا کومه نېټه نه ده ټاکل شوې.

د امریکا پلاوي وویل، چې مذاکرات به د خاورې او د اوکراین لپاره د امنیتي تضمینونو پر سر روان وي. روسیه دا مهال د اوکراین شاوخوا ۲۰ سلنه خاوره تر کنټرول لاندې لري.

روبیو وویل، ټرمپ غواړي ژر تر ژره جګړه پای ته ورسوي، او هدف « یوه عادلانه، دوامداره او پایښت لرونکې هوکړه» ده.

100%

اوکراین او اروپا غبرګون ښيي

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وار له مخه ویلي چې د اوکراین له ګډون پرته هیڅ هوکړه نه‌شي ترسره کېدای.

هغه تېره اونۍ وویل: « موږ، د یوه خپلواک هېواد په توګه، هیڅ داسې هوکړه نه‌ شو منلای چې موږ پکې نه وو».

اروپایي مشرانو هم د دوشنبې په ورځ جلا ناسته وکړه، څو د دفاعي لګښتونو د زیاتوالي پر سر بحث وکړي.

دوی اندېښنه څرګنده کړه چې د امریکا او روسیې ترمنځ ممکن داسې هوکړه وشي چې د اروپا امنیتي ګټې له پامه وغورځوي. د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون په پاریس کې یوه غونډه رابللې وه، چې د اروپایي چارواکو د یوهګډ پور اخیستلو میکانیزم ته د ودې ورکولو پر پلان خبرې وکړې او دا به د اوکراین د نظامي مرستو د تمویل لپاره وکارېږي.

که څه هم د ریاض خبرې یوه مهمه دیپلوماتیکه لاسته راوړنه ګڼل کېږي،خو امریکايي چارواکو ومنله چې « یوه ټیلیفوني اړیکه او یوه غونډه د دوامدارې سولې لپاره بسنه نه کوي».

دواړو غاړو توافق وکړ چې لوړپوړي ټیمونه به د جګړې د پای ته رسولو لپاره یو تفصیلي نقشه جوړه کړي.

100%

د ټرمپ ځانګړي استازي کیت کیلګ نن ماښام کیېف ته سفر کوي، چې دا د دې ښکارندويي کوي چې واشنګټن د اوکراین له حکومت سره خپلو اړیکو ته دوام ورکوي.

خو، داسې ښکاري چې د اوکراین لپاره د ناټو غړیتوب موضوع له خبرو ایستل شوې، چې دا د کیف لپاره د یوې ناڅرګندې راتلونکې نښه ده.

د اروپایي کمېسیون مشرې اورسولا فون در لاین د سې شنبې په ورځ د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ځانګړي استازي کیت کیلګ سره وکتل او ورته یې وویل چې اروپا غواړي له امریکا سره یوځای د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره کار وکړي.

فون در لاین له دې لیدنې وروسته پر خپل اېکس ولیکل، « موږ غواړو له امریکا سره همکاري وکړو، چې د اوکراین لپاره یوه عادلانه او دوامداره سوله تضمین کړو».

هغې ټینګار وکړ چې له « مالي او نظامي لحاظه، اروپا تر ټولو زیات ملاتړ کړی او موږ به لا نور هم ګامونه پورته کړو».

د فون در لاین دفتر ویلي، هغې "داسې هر ډول حل‌لاره بیا تکرار کړه چې د اوکراین خپلواکي، ملي حاکمیت او د خاورې بشپړتیا ته درناوی ولري او له پیاوړو امنیتي ضمانتونو سره مل وي».

ریاض کې د امریکا او روسي چارواکو ترمنځ د اوکراین جګړې پای ته رسولو پر سر غونډه پیل شوې

۳۰ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۵، ۰۹:۵۱ GMT+۰

د رویټرز د خبر له مخې نن د (سلواغې ۳۰مه) د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د امریکا او روسي چارواکو تر منځ په اوکراین د جګړې ختمولو پر سره د لوړې کچې خبرې اترې پیل شوې دي. د اوکراین په اړه خبرو کې اوکرایني چارواکي په دغو خبرو کې برخه نه لري.

تمه کېږي چې دوی به په اوکراین کې د درې کلنې جګړې د پای ته رسولو او د امریکا او روسیې د اړیکو د بیا رغولو پر لارو چارو خبرې وکړي.

د دوی خبرې ښايي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین تر منځ سرمشریزې ته لاره هواره کړي.

د اوکراين ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي چې په دې غونډه کې ګډون نه لري، تېره اوونۍ خبریالانو ته وویل چې له اوکراین پرته دوی د سولې هېڅ ډول تړون نه شي لاسلیک کولی.

هغه ویلي: «موږ د یوه خپلواک هېواد په توګه دا وایو چې، له موږ پرته هېڅ ډول تړون موږ ته د منلو وړ نه دی.»

په دې غونډه کې د پوتین د بهرنۍ پالیسۍ سلاکار یوري اوشاکوف او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او همداشان د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د ملي امنیت سلاکار مایک والټز او د منځني ختیځ لپاره د ټرمپ ځانګړي استازي سټیو ویټکوف برخه لري.

بلخوا بیا اروپايي حکومتونو، د دې احتمال په اړه اندېښنه ښکاره کړې چې روسیه او متحده ایالات کولی شي دوی له هغو خبرو اترو څخه ګوښه او بې برخې کړي چې د لویدیځ راتلونکی امنیت ټاکي.

اروپايي حکومتونو د سولې په دغو خبرو کې د رول غوښتنه کړې ده.

ویل کېږي چې د غونډې له پیل څخه مخکې رسنیو ته اجازه ورکړل شوې چې ویډیو او یا هم انځورونه واخلي، خو چارواکو د خبریالانو هغه پوښتنې له پامه غورځولي چې ګوندې امریکا اوکراینیان له پامه غورځوي او واشنګټن له مسکو څخه د امتیازاتو غوښتنه کوي

په کاناډا کې د الوتکې لوېدلو په پېښه کې ۱۸ تنه ټپيان شوي دي

۳۰ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۵، ۰۹:۲۴ GMT+۰

یوه مساپر وړونکې الوتکه د کاناډا د ټورنټو په پیرسن هوايي ډګر کې د ښکته کېدو پر مهال له ځغاستلیکې وتلې او اوښتې، چې ۱۸ سپرلۍ یې ټپیان شوي. د الوتکې د اوښتو لامل د ګڼې واورې ورښت ښودل شوی.

د رویټرز د خبر له قوله، د ډیلټا ایرلاینز یوه سیمه ییزه الوتکه د دوشنبې په ورځ له میناپولس څخه ټورنټو ته په لاره وه چې د پیرسن هوایي ډګر کېد بېړنۍ ناستې پرمهال اوښتې.

ویل کېږي، چې په الوتکه کې شاوخوا ۸۰ مساپر سپاره وو، چې ۱۸ تنه یې ټپیان دي، له ټپیانو څخه د دوو روغتیایي حالت نازک ښودل شوی وی.

د هوايي ډګر کارکونکو ویلي، یاده پېښه د ډیرې واورې او یخ له امله رامنځته شوې.

په الوتکه کې د سپرو مساپرو د هویت په اړه لاتر اوسه څه نه دي ویل شوي خو له الوتکې څخه ټولې سپرلۍ په خوندي ډول راکښته کړای شوي دي.

د الوتکو د راپرېوتو دا لومړنۍ پېښه نه ده چې رامنځته کیږي، تېر کال هم د هند په چینای ښار کې یوه مساپر وړونکې الوتکه د خرابې هوا له امله را ولوېده چې په یاده پېښه کې ۳۵ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

امریکا بیا بې اسناده کډوالو ته خبرداری ورکړ چې له امریکا ووځي

۳۰ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۵، ۰۸:۰۲ GMT+۰

د امریکا د کورني امنیت وزیرې کریسټي نیوم د سې شنبې په ورځ ویلي، چې هغه په ​​متحده ایالاتو کې د بې اسنادو کډوالو پر وړاندې د څو میلیون ډالرو تبلیغاتي کمپاین پیلوي. هغې د ایکس شبکې له لارې د خبرداري په پیغام کې له بې اسنادو کډوالو وغوښتل، چې «سمدلاسه» له امریکا ووځي.

د سې شنبې په ورځ، د سلواغې۳۰مه، د امریکا د کورني امنیت وزیرېپه خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې که ناقانونه کډوالله متحده ایالاتو څخه ونه وځي، نو دوی به وشړل شي او امریکا ته به له بیا راستنیدو څخه هم بې برخې شي.

هغېولیکل: «دا د مجرمو ناقانونه کډوالو لپاره یو جدي خبرداری دی چې امریکا ته را نه شي.که دوی راشي، نو وبه څارل شي او بیرته به شړل کیږي.»

ولسمشر ډونالډ ټرمپ واک ته له رسیدو وروسته د امریکا د کډوالۍ پروګرام وځنډاوه او د بې اسنادو کډوالو ایستل یې پیل کړل.

د هغه ادارې په دې وروستیو کې د هند او مرکزي امریکا هیوادونو په ګډون د یو شمیر هیوادونو وګړي چې امریکا ته په قاچاقي ډول ورغلي وو، بیرته په پوځي الوتکو کې خپلو هیوادونو ته استانه کړل.

د امریکا حکومت یو شمېر افغان او ایراني وګړي هم په یوه الوتکه کې پاناما ته و ایستل. متحده ایالاتو دا هم وویل، چې یو شمیر بې اسنادو مجرم کډوال یې د کیوبا د ګوانتانامو زندان ته لیږدولي دي.

د اسراييل د بهرنيو چارو وزير: ترکيه له ايران سره مرسته کوي چې حزب‌الله ته پيسې ولېږدوي

۳۰ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۵، ۰۴:۲۵ GMT+۰

د اسراییل ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، د اسراییل بهرنیو چارو وزیر ګیډیون سعر، له یو شمېر امریکایي چارواکو سره په ليدنه کې ویلي: «ترکیه له ایران سره مرسته کوي، چې حزب‌الله ډلې ته پیسې ولېږدوي.»

هغه زیاته کړه، ایران د ترکیې په ګډون د ځینو نورو چینلونو له لارې دغې ډلې ته د پیسو لېږد زیات کړی.

د دغې اسراییلي رسنۍ د معلوماتو له مخې، د اسراییل بهرنیو چارو وزارت په یوه غونډه کې چې اوه امریکایي سناتوران او د منځني ختیځ لپاره ځانګړي استازي مرستیال مورګان اورتاګوس هم ګډون درلود، ګیډیون سعر دغې ډلې ته ویلي، چې ایران د حزب‌الله د مالي ملاتړ لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي ترڅو بېرته واک خپل کړي او ترکیه په دې بهیر کې فعاله برخه لري.

د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر ګیډیون سعر وویل چې د ایران د اټومي پروګرام په برخه کې پرمختګونه روان دي چې باید مخه یې ونیول شي.

د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر همداراز یادونه وکړه چې د داعش پر وړاندې د مبارزې او د کردانو خپلواکۍ ته د ګواښ په صورت کې باید امریکایي ځواکونه له سوریې ونه وځي.

تر دې مخکې د اسراییل پوځ ادعا کړې وه چې د سپاه پاسداران قدس ځواک د مساپر وړونکو الوتکو له لارې حزب الله ته پیسې قاچاق کولې.