• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بېنېټ به راتلونکې اوونۍ په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه نوی راپور وړاندې کړي

۱ کب ۱۴۰۳ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۵، ۲۱:۵۷ GMT+۰تازه شوی: ۲ کب ۱۴۰۳ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۵، ۰۰:۲۵ GMT+۰

ټاکل شوې ده، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ۵۸مه غونډه د فېبرورۍ له ۲۴مې د اپرېل تر ۴مې نېټې پورې جوړه شي.

د دې سازمان ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ به د جمعې په ورځ د فېبرورۍ په ۲۸مه د دوحې د تړون د لاسلیک کېدو د پنځمه کلنۍ په مناسبت په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپل نوی راپور وړاندې کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ۵۸مه غونډه به د دوشنبې په ورځ د فېبرورۍ په ۲۴مه پیل او د اپریل تر ۴ مې پورې به په جینوا کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې دوام وکړي.

د غونډې په لومړیو ورځو کې به د فېبرورۍ له ۲۴مې تر ۲۶مې پورې په مهمو مسایلو خبرې وشي او د څه باندې سلو غړو هېوادونو استازي به په دې شورا کې ویناوې وکړي.

دغه شورا به د دوشنبې په ورځ د مارچ په درېیمه نېټه د نړۍ د بشري حقونو د وضعیت په اړه راپورونه واوري او بیا به د افغانستان، ایران، اوکراین، فلسطین، سوډان، بلاروس او یو شمېر نورو هېوادونو په ګډون به د ځينو هېوادونو د بشري حقونو وضعیت وڅېړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ریچارډ بېنېټ به راتلونکې اوونۍ د جمعې په ورځ چې د کب له لسمې نېتې سره برابره ده وړاندې کړي.

دا هغه نېټه ده، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د سولې د هوکړې تړون لاسلیک شوی او د ډېریو په باور دغه تړون د طالبانو د بېرته راتګ لامل شوی دی.

دا غونډه په داسې حال کې جوړېږي، چې تر درې نیمو کلونو راهیسې په دې هېواد کې د بشري حقونو وضعیت خورا د اندېښنې وړ دی.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته دغه ډله د بشري حقونو د پراخې سرغړونې، د بندیانو پر سېسټماټیکې شکنجې، د قضايي او امنیتي ادارو د فساد او د عدالت‌غوښتونکو پر ځپلو تورنه ده.
د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندل او دغې ډلې سره د نړۍ تعامل هم د بشري حقونو وضعیت ته پر رسېدګۍ مشروط ده.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د جرمني په ټاکنو کې مخکښ نوماند وایي چې د افغانانو د منلو او لېږد پروګرامونه به بند کړي

۱ کب ۱۴۰۳ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۵، ۲۰:۵۷ GMT+۰

د جرمني په ټاکنو کې مخکښ نوماند فریدریش مرتس وویل، که دی ټاکنې وګټي نو د پخوانیو سیمه ییزو کارکوونکو او د هغوی د کورنیو د غړو په ګډون به له ګواښ سره مخ د افغانانو د منلو او لېږد پروګرام بند کړي.

هغه زیاته کړه، چې افغانستان ته د رد شوو پناه غوښتونکو د اخراج لړۍ به عملي کوي.

نظر پوښتنې ښیي، راتلونکو ټاکنو کې چې ټاکل شوې د فېبرورۍ په ۲۳مه ترسره شي، مرتس د جرمني د لومړي وزیر مقام لپاره مخکښ دی.

د جرمني د دويچه ويله خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړ، چې ښاغلي مرتس دغه څرګندونې د هاله په ښار کې د ټاکنیز کمپاين پر مهال کړي او ویلي یې دي، چې دا کار به یې د کارونو لومړیتوب وي.

هغه وویل: «که موږ له افغانستان سره په کال کې د ۳۰۰ میلیونه یورو مالي مرسته کوو، نو د دې تمه لرلی شو چې طالبان هغه کسان بېرته ومني چې موږ یې په جرمني کې نه غواړو.»

د نړۍوالې ټولنې له خوا د طالبانو د حکومت په رسمیت نه پېژندل او له دې ډلې سره د رسمي اړیکو نه درلودل له جرمني او نورو اروپايي هېوادونو څخه افغانستان ته د افغانانو اېستل ستونزمن کړي دي.

د مجرمو افغانانو اېستل او یا هغه کسان چې د پناه غوښتنې یې رد شوي دي اړینه ده، چې د دغې ډلې له حکومت سره اړیکه ونیول شي.

جرمني د فرانسې او برېټانیا په ګډون له یو شمېر نورو لوېدیځو هېوادونو سره په ګډه د جرمني د حکومت او د جرمني پوځي ځواکونو د افغان همکارانو او د هغوی د کورنیو او همدارنګه د خبریالانو او نورو خطرونو د لېږد پروګرامونه پلي کړي دي.

پر دې سربېره، جرمني د نورو اروپايي هېوادونو په پرتله د افغان کډوالو یو له اصلي ځایونو څخه دی، چې اروپا ته د رسېدو لپاره د افغانستان، ایران، ترکیې او یونان له اوږدې او خطرناکې لارې تېرېږي او له سوریې او اوکراین سره یوځای جرمني ته د کډوالو او پناه غوښتونکو لویه ډله جوړوي.

په جرمني کې پر عامو خلکو د څو تنو پناه غوښتونکو وژونکو بریدونو د جرمني د سیاسي ګوندونو د ټاکنیزو کمپاینونو په لړ کې د امنیت او کډوالۍ مسله په یوې مهمې مسلې بدله شوې ده.

په یو شمېر بریدونو کې افغان کډوال ښکېل دي.

په وروستۍ پېښه کې یوه ۲۴کلن افغان کډوال په مونیخ ښار کې د خلکو په ګڼه ګوڼه کې موټر بېولی، چې له امله یې دوه کسان یوه مور او د هغې ماشوم وژل شوي او تر ۳۰ډېر نور کسان ټپیان شوي دي.

له دغه برید وروسته د لومړي وزیر او د دغه هېواد د کورنیو چارو د وزیر په ګډون ګڼو جرمن چارواکو افغانستان ته د افغان مجرمینو پر استولو ټینګار وکړ.

خو په جرمني کې د افغان کډوالو د منل کېدو مخنیوی یوه نوې مسله ده، چې د مرتس د انتخاباتو د ګټلو په صورت کې به د ډېرو هغو افغانانو هیلې چې جرمني ته د رسېدو او په دغه هېواد کې د کډوالۍ په تمه دي، په نا امیدۍ بدل شي.

طالبان: ویاندویان دې د ادارو لاسته‌راوړنې او پرمختګونه په سم ډول خپاره کړي

۱ کب ۱۴۰۳ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۵، ۲۰:۰۳ GMT+۰

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دغې ډلې د وزارت‌خونو او مرکزي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه کې له دوی څخه غوښتي، چې د ادارو لاسته‌راوړنې او پرمختګونه په سم ډول خپاره کړي.

دغه وزارت د چهارشنبې په ورځ (د کب لومړۍ) د خپلې اېکس‌پاڼې له لارې په یوه بیان کې ادعا کړې، چې رسنۍ باید د خپل ارزښت له مخې معیاري شي او طالبان یې ملاتړ کوي.

د دغه وزارت په بیان کې د طالبانو د مطبوعاتو او رسنیو د څار مشر مولوي صفي‌الله رائد په حواله راغلي، چې نوموړي د دغې ډلې له ویاندویانو څخه غوښتي څو له رسنیو سره پر وخت معلومات شریک کړي.

د بیان پر بنسټ، د طالبانو د خپرونو چارو مرستیال مهاجر فراهي ویاندویانو ته سپارښتنه کړې چې د خپلو ادارو لاسته‌راوړنې او پرمختګونه په سم ډول خپاره کړي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت دا غونډه داسې مهال جوړوي، چې نوموړې ډلې د هرې ورځې په تېرېدو پر خبریالانو او رسنیو ځپونکي فشار او سانسور ته زور ورکړی دی.

د رسنیو ملاتړو ادارو تل پر طالبانو نیوکې کړي، چې پر وخت له رسنیو سره معلومات نه شریکوي او خبریالان اطلاعاتو لاسرسی نه شي پیدا کولی.

د عباس ستانکزي په ګډون یو شمېر طالب چارواکو بیا په وار - وار ټینګار کړی، چې ویاندویان باید له رسنیو سره معلومات په وخت سره شریک کړي.
یو شمېر رسنوال وایي، چې په افغانستان کې د تېرو نږدې څلورو کلونو په ترڅ کې په تدریج، خو په بنسټيز او مدیریت شوې بڼه اطلاعاتو ته د لاسرسي حق له منځه تللی او په افغانستان کې د بیان د ازادي، اطلاعاتو ته د لاسرسي او د رسنیو د قانوني او معقولې ازادۍ ارزښتونه ټول تروړل شوي دي.
له دې سره، ځيني افغان خبریالان هم وایي، چې د طالبانو تر څار لاندې د خپرونو او راپورونو ثبتول، د فقر او غربت په اړه د راپورونو په جوړولو بندیزونه او د ښځینه کارکوونکو د رسنیزو فعالیتونو مخنیوی هغه څه دي، چې دوی یې له پراخو ستونزو سره مخ کړي دي.


د مقاومت جبهې او طالبانو ترمنځ نښته کې ۲ ملکيان ټپيان شوي او ۷ طالبانو ته مرګژوبله اوښتې

۱ کب ۱۴۰۳ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۵، ۱۹:۴۹ GMT+۰

په کابل کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ته څېرمه د مقاومت جبهې د جنګیالیو او طالبانو ترمنځ نښتو کې دوه ملکي کسان ټپيان شوي او اوو طالبانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د مقاومت په نوم د طالبانو ضد جبهې د چهارشنبې په ورځ (د کب لومړۍ) په خپل اېکس کې لیکلي، چې په دې پېښه کې د دوی جنګیالیو ۴ طالبان ووژل او ۳ نور یې ټپيان کړي دي.

د یادې جبهې په خبره، یاد شمېر ملکي کسان د طالبانو په ځوابیه ډزو کې ټپيان شوي دي.

د مقاومت جبهه وایي، چې دغه برید یې نن ماسښین یوه بجه د کورنیو چارو وزارت ته څېرمه د کابل ښار له ۱۵مې ناحیې څخه د هوایي ډګر په عمومي سړک ترسره کړی دی.

دغه جبهه ادعا کوي، چې په دې عملیاتو کې د دوی ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د مقاومت جبهې وویل چې په تېره یوه میاشت کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو پروړاندې د ۲۷ عملیاتو په ترڅ کې یې د دغې ډلې نږدې اتیا غړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

دغې جبهې په خپل اېکس کې لیکلي، چې د دوی جنګیالیو د سلواغې میاشتې له پیل راهیسې د هېواد په لسو ولایتونو کې عملیاتونه کړي، چې په پایله کې یې ۴۲ طالبان وژل شوي او ۳۷ نور ټپيان دي.
د مقاومت جبهې ویلي دي، چې یاد شمېر عملیات په کابل، هرات، تخار، کندوز، فراه، بادغیس، پروان، کاپیسا، بغلان او بلخ ولایتونو کې شوي دي.

د یادولو ده، چې طالبانو بیا هېڅکله د دغو بریدونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

طالبان هند ته د سفیر په کچه جګپوړی استازی استوي

۱ کب ۱۴۰۳ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۵، ۱۶:۵۴ GMT+۰

تمه ده هند په راتلونکو اونیو کې د طالبانو یو جګپوړی استازی ومني، چې دا به له دې ډلې سره د اړیکو په پیاوړتیا او په سیمه کې د چین د نفوذ مخنیوي لپاره د نوي ډیلي وروستی ګام وي.

د طالبانو حکومت دوه احتمالي نوماندان ټاکلي چې په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت اداره کړي.

بلومبرګ وايي، نوی ډیلی به د طالبانو دغه استازی په رسمي ډول د دیپلومات په توګه ونه مني، خو یاد کس به په هند کې د افغانستان تر ټولو لوړ استازی وي.

چارواکو ویلي، طالبانو ته به اجازه ورنه کړل شي چې د سفارت پر ودانۍ، رسمي مراسمو، یا دیپلوماتیکو موټرو باندې خپل بیرغ وځړوي.

هندي چارواکي وايي، نجیب شاهین، چې شاوخوا ۳۰ کلن دی او دا مهال په دوحه کې د طالبانو په سفارت کې دیپلومات دی، د نوي ډیلي لپاره تر ټولو احتمالي نوماند دی.

فرسټ پوسټ د بلومبرګ په حواله وايي، شاهین له طالبانو سره نږدې لس کاله کار کړی او پلار یې په قطر کې د طالبانو د رژيم سفیر دی.

بل احتمالي نوماند شوکت احمدزی دی، چې د طالبانو د بهرنیو چارو په وزارت کې کار کوي.

چین د تېر کال په لړ کې لومړنی هېواد و چې د طالبانو یوه استازي ته یې رسمي دیپلوماتیک اسناد ورکړل.

د افغانستان ستراتیژیک موقعیت، چې مرکزي اسیا له جنوبي اسیا سره نښلوي، هم د هند او هم د چین لپاره مهم دی.

د طالبانو له واک ته رسېدو سره سره، چینایي شرکتونو د افغانستان په کانونو او زیربنایي پروژو کې پانګونه جاري ساتلې ده.

طالبان همداراز پلان لري چې د واخان دهلیز له لارې افغانستان له چین سره ونښلوي. دغه پروژه به چین ته مستقیم لاسرسی ورکړي، چې له مرکزي اسیا او منځني ختیز سره اقتصادي اړیکې پراخې کړي او په سیمه کې د چین اقتصادي نفوذ لا پسې پراخ شي.

له بلې خوا، هند په احتیاط له طالبانو سره خپلې اړیکې بیا رغوي.

د ننګرهار په ګوشته او دوربابا کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته شوې

۱ کب ۱۴۰۳ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۵، ۱۶:۲۵ GMT+۰

ځايي سرچیینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې د دوربابا په څڅوبي سیمه باندې د پاکستاني ځواکونو له راکټي بریدونو وروسته طالبانو ملکي وګړو ته له خپلو کورونو د وتلو امر کړی دی.

ځايي سرچیني وايي، د طالبانو او پاکستاني پوځیانو تر منځ نښته درې ورځې وړاندې په ګوشته ولسوالۍ کې ډیورنډ کرښې ته څیرمه د طالبانو له لوري د یوه زغره وال ټانک لپاره د پوستې جوړولو پر سر شوې.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، نن ماښام په ګوشته ولسوالۍ کې او سهار مهال په دوربابا ولسوالۍ کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې او په نښته کې د دواړو لوریو ترمنځ درندې او سپکې وسلې کارول شوې دي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې نن سهار پاکستاني ځواکونو د دوربابا د څڅوبې پر سیمه راکټي بریدونه کړي او وروسته طالبانو هم د پاکستاني ځواکونو پر امنیتي پوستو برید کړی.

د پاکستاني ځواکونو له لوري تر راکټي بریدونو وروسته طالبانو د ملکي وګړو د احتمالي مرګ ژوبلي د مخنیوي په موخه د سیمې خلکو ته د خپلو کورونو د پریښودو امر کړی او له څڅوبې سیمې څخه ملکي وګړي وتلي دي.

سیمه ییزې سرچینې وايي، دمګړۍ د دوربابا په څڅوبې سیمه کې جګړه نشته خو په ګوشته ولسوالۍ کې لا هم د دواړو لوریو ترمنځ د ډزو غږونه اوریدل کیږي.

یوه امنیتي سرچینه وايي، چې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتو کې په ګوشته ولسوالۍ کې یو طالب وسله وال هم وژل شوی دی.

تر اوسه طالبانو او پاکستان په دوربابا او ګوشته کې پر ډیورنډ کرښه د نښتو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.