• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: طالبانو په یوه میاشت کې د بشري بنسټونو له ۳۰ ډېر کارکوونکي نیولي

۱ کب ۱۴۰۳ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۵، ۱۱:۴۸ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر وايي، چې طالبانو د روان کال په جنوري کې د بشري همکاریو د سازمانونو د نهو ښځو په ګډون ۳۴ کارکوونکي نیولي دي. د سازمان په وینا، د دوی له ډلې ۱۵یې تر فبروري پورې په توقیف کې پاتې وو.

اوچا د مداخلو له امله د ۵۶ بشري پروژو د ځنډولو اعلان هم کړی.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) یو نوی رپوټ ښيي چې د طالبانو له خوا د نیول شویو بشري کارکوونکو شمیر د تیرې میاشتې په پرتله ۱۶۱ سلنه زیات شوی دی.

اوچاپه خپل میاشتني رپوټ کې اعلان وکړ چې په جنوري کې، ۵۶ بشري پروژې د مختلفو مداخلو له امله ځنډول شوې، او ۴۸ سلنه یې لاهم ځنډول شوې پاتې دي.

د رپوټ له مخې، په ورته موده کې د بشري مرستو په لاسرسي کې د لاسوهنې یا محدودیتونو ۱۲۷ قضیې ثبت شوې، چې ۸۳ سلنه یې د طالبانو له خوا دي.

په دې مداخلو کې د کارکوونکو د لیستونو او معلوماتو غوښتل، په بشري هڅو کې د ښځو د ګډون محدودول، د استخدام په پروسه کې مداخله کول، د اسنادو لاسلیک ځنډول او تدارکاتو کې مداخله شامل دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

په کندهار کې د «جبري نکاح» له امله یوې ځوانې نجلۍ ځان وژلی

۱ کب ۱۴۰۳ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۵، ۱۰:۵۷ GMT+۰

په کندهار ولایت کې یوې ځوانې نجلۍ وروسته له هغه ځان وژنه کړې چې کورنۍ یې د پاخه عمر څښتن کس ته په نکاح ور کړې ده. دې جینۍ د زهرجنو توکو په خوړولو سره خپل ژوند ته د پای ټکی اېښی.

له کندهاره یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دا پېښه په خاکرېز ولسوالۍ کې شوې. نجلۍ له نکاح تړلو یوه اونۍ وروسته زهر خوړلي دي.

سرچینې وايي، چې کورنۍ یې دغه واده د نجلۍ له رضایت پرته ترسره کړی و.

نوموړې له زهر خوړولو وروسته د کندهار میرویس روغتون ته لېږدول شوې او هملته یې سا ورکړې ده.

د میرویس روغتون ډاکټران هم پيښه مني او وايي، چې د سعيدې په نوم دغه شل کلنه نجلۍ د زهرجنو توکو د خوړلو له کبله روغتون ته ور وړل شوې او مړه شوې ده.

په کندهار کې د طالبانو امنيه قومانداني د نجلۍ د جبري نکاح موضوع ردوي او د مرګ لامل د هغې عصبي ستونزه يادوي.

طالبانو ويلي، چې دغه نجلۍ څه موده مخکې ۲۲ کلن ځوان ته کوژده شوې او واده یې لا نه و شوی.

نجلۍ د هلمند د موسی کلا ولسوالۍ اوسېدونکې وه.

په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت: پاکستان نږدې راتلونکي کې ټول افغانان له خپلې خاورې باسي

۱ کب ۱۴۰۳ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۵، ۱۰:۱۵ GMT+۰

په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت وايي، د پاکستان حکومت دوی ته له اطلاع پرته له پلازمېنې او راولپنډۍ نه د افغانانو د اېستلو پرېکړه کړې ده او په نږدې راتلونکي کې غواړي چې ټول افغان کډوال وباسي. یاد سفارت وايي، چې دا د پاکستان د حکومت رسمي پرېکړه ده.

یاد سفارت د چارشنبې په ورځ وویل، چې د افغانانو د نیولو دغې پروسې په تړاو، چې «په نا اعلان شوي ډول پیل شوې، په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت ته کومه رسمي مکتوبي اطلاع نه ده ورکړل شوې».

سفارت وايي، چې په دې اړه یې د پاکستان له اړوندو ادارو او چارواکو سره ګڼې غونډې کړې دي چې که دا «انفرادي عمل وي مخه یې ونیول شي او که پالیسي وي باید عامه او ټولو ته ورسول شي».

د طالبانو سفارت وايي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکو منلې ده، چې له اسلام اباد او راولپنډۍ او په نږدې راتلونکي کې له ټول پاکستان څخه د ټولو افغان کډوالو د ایستلو پلان قطعي او حتمي دی.

سفارت زیاتوي، « دا د پاکستان د حکومت رسمي فیصله ده چې له دې وروسته به په اسلام اباد او پنډۍ کې یوازې هغه افغانان کولای شي و اوسي، څوک چې قانوني ویزه ولري. پاکستاني چارواکو وویل چې حکومت یې پریکړه کړې چې د ACC او PoR لرونکي کډوالو په ګډون، ټول افغان مهاجرین سمدلاسه له اسلام اباد او پنډۍ څخه وباسي او په نږدې راتلونکي کې به له ټول پاکستان څخه اخراج شي».

په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت وايي، چې دوی له پاکستاني چارواکو او نړیوالو سازمانونو سره په ناستو کې په دومره لنډ وخت کې د ټولو افغان کډوالو اخراج او په دې هکله د پاکستان د یوې اړخیزې پریکړې په اړه خپله جدي اندېښنه څرګنده کړې ده.

سفارت وايي، چې دوی یاده موضوع له کابل سره شریکه کړې ده.

پاکستان په اسلام اباد او راولپنډۍ کې د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ پیل کړې او له تېرو څو میاشتو راهیسې یې په دغو دوو ښارونو کې پر استوګنو افغانانو کړۍ را تنګه کړې ده.

یوې افغانې مور او لور د ښځو د حقونو نړۍواله جایزه وګټله

۱ کب ۱۴۰۳ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۵، ۰۹:۲۲ GMT+۰

د جینوا د بشري حقونو او ډیموکراسۍ د ۲۰۲۵کال د ښځو د حقونو جایزه یوې افغانې مور او لور ګټلې ده.

د بشري حقونو او ډیموکراسۍ په اړه د جینوا په کنفرانس کې د ښځو د حقونو نړۍواله جایزه مسعوده جلال او د هغې لور حسنا جلال ته ورکړل شوې ده.

دوی د سې شنبې په ورځ د بشري حقونو او ډیموکراسۍ په اړه د جنیوا په (۱۷ مې) کلنۍ ناستې کنفرانس کې دغه جایزه ترلاسه کړې ده.

دغه مور او لور د ۳۰ بشري حقونو سازمانونو له‌خوا چې د افغان ښځینه فعالینو استازیتوب کوي؛ د جایزې ګټونکې وپیژندل شوې.

مسعوده جلال د جایزې له ترلاسه کولو وروسته وویل:« موږ داسې راتلونکې غواړو، چې ښځې په کې له وېرې پرته ټولګیو ته ننوځي او هیڅوک مجبور نه شي چې د خپل جنسیت له امله غلي پاتې شي.»
اغلې جلال زیاته کړې:« د افغانستان د ښځو د حقونو د فعالانو په استازیتوب د دغې جایزې ترلاسه کول یو لوی ویاړ دی. دا جایزه د دوی غږ او د برابرۍ لپاره زموږ دوامدارې مبارزې ته وده ورکوي، زما هیله دا ده چې دغه نړۍوال دریځ به نړۍواله ټولنه وهڅوي چې د افغان مېرمنو سره د ازادۍ، وقار او بشري حقونو په مبارزه کې ودرېږي.»

مسعوده جلال د افغانستان په تاریخ کې لومړنۍ ښځه وه، چې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره یې ځان نوماند کړ.

نوموړې د ښځو چارو د وزیرې په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

د هغې لور حسنا جلال هم په نړۍ کې د افغان ښځو د غږ د پياوړي کولو لپاره د افغانستان د ځوانو ښځو اعتراضي غورځنګ مشري کوي.

هغې وویل، «دا جایزه د افغان مېرمنو زړورتیا ته درناوی دی، چې د ډېرو ستونزو سره سره، د خپلو حقونو غوښتنه کوي. موږ د دوی په استازیتوب دا منو او پوهیږو، چې د دوی مبارزه پای ته نه ده رسېدلې.»
حسنا وایي:« په افغانستان کېد ښځو حقونه له ویجاړونکو خنډونو سره مخ شوي، چې طالبانو د لسیزو پرمختګونه په شا وتمبول او د ښځو غږ یې خاموش کړ. نړۍوالې ټولنې د دغو سرغړونو د مخنیوي لپاره کافي کار نه دی کړی او افغان مېرمنې د سیستماتیک ظلمونو زغملو ته پاتې دي.»

دغه دوه مور او لور د طالبانو تر واکمنۍ وروسته له افغانستانه ووتلې او اوس په هالنډ کې مېشتې دي.

پاکستان په افغانستان کې د ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې د ملګرو ملتونو د ملاتړ غوښتنه وکړه

۱ کب ۱۴۰۳ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۵، ۰۸:۲۰ GMT+۰

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير اسحاق ډار د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش سره په لیدنه کې په افغانستان کې د ترهګرۍ د لمنځه وړلو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د ملګرو ملتونو د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې محمد اسحاق ډار په نيويارک کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونيو ګوتريئ سره لیدلي دي.

په خبرپآڼه کې راغلي، چې ښاغلي ډار په دغې لیدنه کې د افغانستان دننه او بهر له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د ملګرو ملتونو د ملاتړ غوښتنه وکړه.

خبرپاڼه زیاتوي، چې نوموړي دغه راز د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا او پاکستان تر منځ د نښلوونکو پروژو د پلي کولو په ګډون په افغانستان کې له مېلیونونو بې وزله خلکو سره د بشري مرستو د برابرولو او د دغه هېواد د اقتصادي پراختیا د ودې لپاره د پاکستان پر چمتووالي ټینګار وکړ.

د خبرپاڼې له مخې، ښاغلي ډار په دغې لیدنه کې د سولې، نړۍوال امنیت او اقلیمي بدلون په څېر لویو نړۍوالو ننګونو کې د ملګرو ملتونو په ونډه ټینګار کړی دی.

سربېره پر دې، هغه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غیر دایمي غړي په توګه د نړۍوالې سولې او امنیت ته دې ودې ورکولو په برخه کې د پاکستان پر ژمنې ټینګار وکړ.

ښاغلي ګوترېش هم په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د فعالې ونډې او د ملګرو ملتونو د امن ساتنې د مرستې په بڼه د نړۍوالې سولې او امنيت په ټينګښت کې د پاکستان د ونډې له امله له ښاغلي ډار څخه مننه وکړه.

ندیم د اسلامي همکاریو سازمان استازي ته: تېر نصاب ځواب ویونکی نه و، نو ځکه مو بدل کړ

۱ کب ۱۴۰۳ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۵، ۰۶:۴۳ GMT+۰

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم د اسلامي همکاریو سازمان له استازي سره په لیدنه کې ویلي، چې د افغانستان ښوونیز نصاب د خلکو اړتیاوې نه پوره کولې.

هغه وویل، چې "اسلامي او ملي ارزښتونو" ته په پام یې په ښوونیز نصاب کې بدلونونه راوړي دي.

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت پرون سې شنبه په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې ندا محمد ندیم دغه څرګندونې د اسلامي همکاریو د سازمان له استازي سره په لیدنه کې کړې دي.

واک ته د طالبانو له رسېدو ورسته دغې ډلې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو په نصاب کې بدلون راوستی، چې په ډېریو پوهنځیو کې يې د بشري حقونو، ښځو حقونو او ټولنیزو مسایلو مضامین حذف کړل او پر ځای یې دیني او شرعي مضامین وټاکل.

ندیم ټینګار کړی، چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د دیني او عصري علومو ترمنځ واټن له منځه تللی او نظام دواړو برخو ته په ځانګړې توګه پاملرنه کوي.

ندا محمد ندیم چې په طالبانو کې د نجونو زده‌کړو ضد کس بلل کېږي؛ د پوهنتونو له نصاب څخه د جعفري فقهې اړوند مضامین هم لرې کړې دي.
بل خوا د اسلامي همکاریو سازمان په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاد سازمان استازي طارق علي بخیت په افغانستان کې د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم، امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزیر خالد حنفي، د عدلیې وزیر عبدالکریم حیدر او د طالبانو د سرې میاشتې ټولنې مشر شهاب الدین دلاور سره لیدلي کتلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، طارق علي بخیت د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو د شورا په پرېکړه لیکونو کې د مطرح شویو مسلو د څار په موخه له طالبانو سره د رغنده اړیکو د دوام پر ژمنتیا ټینګار کړی دی.

هغه ټینګار کړی، چې د پوهنې او د ښځو د حقونو مسله نه یوازې د افغانستان د اقتصادي او سیاسي ثبات لپاره؛ بلکې د سیمې او نړۍ د امنیت او ثبات د تینګښت لپاره هم ډېره اړینه ده.

د اسلامي همکاریو سازمان په وار، وار پر طالبانو غږ کړی، چې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د ښځو او نجونو پر مخ پرانیزي.