• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یوې برېټانوۍ هغه قضیه وګټله چې له کابل څخه د تخلیې پر مهال یې د حکومت ګډوډۍ افشا کړې وې

۲ کب ۱۴۰۳ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۵، ۰۳:۰۰ GMT+۰

د بي بي سي د راپور له مخې د (کب لومړۍ) نېټه د برېټانیا د بهرنیو چارو وزارت هغې کارکوونکې چې له افغانستان څخه یې د دغه هېواد د ځواکونو د وتلو پر مهال د یو شمېر ګډوډیو په تړاو اسناد افشا کړي وو، له دندې ګوښه شوې وه، خو بیا یې هم په محکمه کې خپله قضیه وګټله.

جوسي سټوارټ چې د بریټانیا د بهرنیو چارو وزارت پخوانۍ لوړ پوړې چاروکې وه او اوه کاله یې هلته کار کړی و، له هغې وروسته له دندې وشړل شوه چې د بي‌ بي‌ سي نیوزنایټ پروګرام سره یې د نوم پټ ساتلو په شرط، مرکه وکړه.

هغې دغه مرکې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په لړ کې له یو شمېر ستونزو او ګډوډویو څخه پرده پورته کړه.

کله چې بیا ځل طالبان پر افغانستان واکمن شول د بریټانیا حکومت د«پیتینګ» عملیاتو له لارې ۱۵ زره کسان له کابله و ایستل؛ خو سټوارټ وروسته له هغې له دندې وشړل شوه چې د دې عملیاتو ستونزې یې افشا کړې او هغه ایمیلونه یې هم بربنډ کړل چې په کې ښکاره شوې وه، چې د یاد هېواد د هغه وخت لومړي وزیر بوریس جانسون د دغې تخلیې پر مهال د حیواناتو د ژغورنې موسسې اړوند کارکوونکو ته له افغانستانه په اېستلو کې لومړیتوب ورکړی و.

محکمې د سټوارټ شکایت منلی او د بریټانیا د بهرنیو چارو وزارت یې د هغې د ناعادلانه ګوښه کېدو مسوول وباله.

محکمې وویل چې د سټوارټ له لوري افشا شوي سندونه د خلکو په ګټه و او هغه باید له دندې نه وای شړل شوې.

د محکمې په پرېکړه کې راغلي په داسې حالاتو کې چې د عامه ګټو خبره وي؛ نو دولتي کارکوونکي سره له دې له رسنیو سره د خبرو کولو اجازه هم ونه لري،‌ حق لري چې مهم معلومات له رسنیو سره شریک کړي.

د سټوارټ وکیل وویل، که د انګلستان حکومت دا استدلال وکړي چې افشا کوونکو ته دې امنیتي جواز نه ورکول کېږي، نو دا به د ۱۹۹۸ کال د افشاګرۍ د خوندیتوب اړوند قانون بې‌ارزښته کړي.

انګلستان کې اړونده محکمې هم وویل چې سټوارټ د هغو بې ‌وزله خلکو ژوند ته اندېښمنه وه، چې هره شېبه د طالبانو د غچ اخېستو له ګواښ سره مخ وو.

نوموړي د بریټانیا د حکومت د اړیکو هغه تګلاره هم بربنډه کړه چې هڅه یې کوله د کابل څخه تخلیې پر مهال خپلې ناکامۍ پټې کړي.

په پرېکړه کې راغلي: «محکمې دا منطقي وبلله چې شکایت کوونکي اړوند معلومات له رسنیو سره شریک کړي، ځکه چې دا معلومات لا دمخه په عامه فضا کې موجود وو، خو حکومت ترې انکار کاوه.»

جوسي سټوارټ د محکمې پرېکړې ته هرکلی ویلی، او له رسنیو سره یې خبرو کې زیاته کړې: «زه له دې امله له دندې وشړل شوم، چې د تخلیې ګډوډي مې افشا کړه. دا پرېکړه دا واقعیت نه بدلوي، خو دا ثابتوي چې دولتي کارکوونکي حق لري د سیسټماټیکو ناکامیو پر وړاندې چوپ پاتې نه شي، لکه څنګه چې د افغانستان د تخلیې پر مهال وشول.»

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د سالنګونو لویه لاره د درنې واورې د ورښت له امله بنده شوه

۱ کب ۱۴۰۳ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۵، ۲۳:۰۶ GMT+۰

د طالبانو د ټولګټو چاروز وزارت خبر ورکوي، چې د سالنګونو لویه لاره د درنې واورې د ورښت له امله په لنډمهالي ډول بنده شوې ده.

د دغه وزارت ویاند اشرف حق‌شناس د چهارشنې په شپه (د کب لومړۍ نېټه) د خپلې اېکس‌پاڼې له لارې په یوه بیان کې زیاته کړې، چې دا لویه لاره د شپې له ۱۱:۰۰ بجو راهیسې د ټولو موټرو د تګ‌راتګ پرمخ بنده شوې ده.

حق‌شناس ټینګار کړی، چې د سالنګ لویه لار به د ډېرې واورې د ورښت او د لیدلو محدودیت له وجې تر بلې خبرتیا پورې د ټولو موټرو پرمخ بنده وي.

نوموړي لیکلي، چې د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست کارکوونکي چمتو دي څو د هوا د ښه کېدو او د توپان له کمېدو سره سم، دا لاره له واورې پاکه او بېرته پرانیزي.

ورته مهال، هغه له هېوادوالو غوښتي چې د نه‌اړتیا په صورت کې دې د سالنګونو پر لویې لارې له تګ‌راتګ ډډه وکړي.

د سالنګ لویه لار چې له پلازمېنې کابل سره څو شمالي ولایتونه نښلوي، هرکال د ژمي موسم پرمهال د درنې واورې د ورښت او توپانونو له کبله د تګ‌راتګ پر مخ تړل کېږي.

بېنېټ به راتلونکې اوونۍ په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه نوی راپور وړاندې کړي

۱ کب ۱۴۰۳ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۵، ۲۱:۵۷ GMT+۰

ټاکل شوې ده، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ۵۸مه غونډه د فېبرورۍ له ۲۴مې د اپرېل تر ۴مې نېټې پورې جوړه شي.

د دې سازمان ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ به د جمعې په ورځ د فېبرورۍ په ۲۸مه د دوحې د تړون د لاسلیک کېدو د پنځمه کلنۍ په مناسبت په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپل نوی راپور وړاندې کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ۵۸مه غونډه به د دوشنبې په ورځ د فېبرورۍ په ۲۴مه پیل او د اپریل تر ۴ مې پورې به په جینوا کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې دوام وکړي.

د غونډې په لومړیو ورځو کې به د فېبرورۍ له ۲۴مې تر ۲۶مې پورې په مهمو مسایلو خبرې وشي او د څه باندې سلو غړو هېوادونو استازي به په دې شورا کې ویناوې وکړي.

دغه شورا به د دوشنبې په ورځ د مارچ په درېیمه نېټه د نړۍ د بشري حقونو د وضعیت په اړه راپورونه واوري او بیا به د افغانستان، ایران، اوکراین، فلسطین، سوډان، بلاروس او یو شمېر نورو هېوادونو په ګډون به د ځينو هېوادونو د بشري حقونو وضعیت وڅېړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ریچارډ بېنېټ به راتلونکې اوونۍ د جمعې په ورځ چې د کب له لسمې نېتې سره برابره ده وړاندې کړي.

دا هغه نېټه ده، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د سولې د هوکړې تړون لاسلیک شوی او د ډېریو په باور دغه تړون د طالبانو د بېرته راتګ لامل شوی دی.

دا غونډه په داسې حال کې جوړېږي، چې تر درې نیمو کلونو راهیسې په دې هېواد کې د بشري حقونو وضعیت خورا د اندېښنې وړ دی.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته دغه ډله د بشري حقونو د پراخې سرغړونې، د بندیانو پر سېسټماټیکې شکنجې، د قضايي او امنیتي ادارو د فساد او د عدالت‌غوښتونکو پر ځپلو تورنه ده.
د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندل او دغې ډلې سره د نړۍ تعامل هم د بشري حقونو وضعیت ته پر رسېدګۍ مشروط ده.

د جرمني په ټاکنو کې مخکښ نوماند وایي چې د افغانانو د منلو او لېږد پروګرامونه به بند کړي

۱ کب ۱۴۰۳ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۵، ۲۰:۵۷ GMT+۰

د جرمني په ټاکنو کې مخکښ نوماند فریدریش مرتس وویل، که دی ټاکنې وګټي نو د پخوانیو سیمه ییزو کارکوونکو او د هغوی د کورنیو د غړو په ګډون به له ګواښ سره مخ د افغانانو د منلو او لېږد پروګرام بند کړي.

هغه زیاته کړه، چې افغانستان ته د رد شوو پناه غوښتونکو د اخراج لړۍ به عملي کوي.

نظر پوښتنې ښیي، راتلونکو ټاکنو کې چې ټاکل شوې د فېبرورۍ په ۲۳مه ترسره شي، مرتس د جرمني د لومړي وزیر مقام لپاره مخکښ دی.

د جرمني د دويچه ويله خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړ، چې ښاغلي مرتس دغه څرګندونې د هاله په ښار کې د ټاکنیز کمپاين پر مهال کړي او ویلي یې دي، چې دا کار به یې د کارونو لومړیتوب وي.

هغه وویل: «که موږ له افغانستان سره په کال کې د ۳۰۰ میلیونه یورو مالي مرسته کوو، نو د دې تمه لرلی شو چې طالبان هغه کسان بېرته ومني چې موږ یې په جرمني کې نه غواړو.»

د نړۍوالې ټولنې له خوا د طالبانو د حکومت په رسمیت نه پېژندل او له دې ډلې سره د رسمي اړیکو نه درلودل له جرمني او نورو اروپايي هېوادونو څخه افغانستان ته د افغانانو اېستل ستونزمن کړي دي.

د مجرمو افغانانو اېستل او یا هغه کسان چې د پناه غوښتنې یې رد شوي دي اړینه ده، چې د دغې ډلې له حکومت سره اړیکه ونیول شي.

جرمني د فرانسې او برېټانیا په ګډون له یو شمېر نورو لوېدیځو هېوادونو سره په ګډه د جرمني د حکومت او د جرمني پوځي ځواکونو د افغان همکارانو او د هغوی د کورنیو او همدارنګه د خبریالانو او نورو خطرونو د لېږد پروګرامونه پلي کړي دي.

پر دې سربېره، جرمني د نورو اروپايي هېوادونو په پرتله د افغان کډوالو یو له اصلي ځایونو څخه دی، چې اروپا ته د رسېدو لپاره د افغانستان، ایران، ترکیې او یونان له اوږدې او خطرناکې لارې تېرېږي او له سوریې او اوکراین سره یوځای جرمني ته د کډوالو او پناه غوښتونکو لویه ډله جوړوي.

په جرمني کې پر عامو خلکو د څو تنو پناه غوښتونکو وژونکو بریدونو د جرمني د سیاسي ګوندونو د ټاکنیزو کمپاینونو په لړ کې د امنیت او کډوالۍ مسله په یوې مهمې مسلې بدله شوې ده.

په یو شمېر بریدونو کې افغان کډوال ښکېل دي.

په وروستۍ پېښه کې یوه ۲۴کلن افغان کډوال په مونیخ ښار کې د خلکو په ګڼه ګوڼه کې موټر بېولی، چې له امله یې دوه کسان یوه مور او د هغې ماشوم وژل شوي او تر ۳۰ډېر نور کسان ټپیان شوي دي.

له دغه برید وروسته د لومړي وزیر او د دغه هېواد د کورنیو چارو د وزیر په ګډون ګڼو جرمن چارواکو افغانستان ته د افغان مجرمینو پر استولو ټینګار وکړ.

خو په جرمني کې د افغان کډوالو د منل کېدو مخنیوی یوه نوې مسله ده، چې د مرتس د انتخاباتو د ګټلو په صورت کې به د ډېرو هغو افغانانو هیلې چې جرمني ته د رسېدو او په دغه هېواد کې د کډوالۍ په تمه دي، په نا امیدۍ بدل شي.

طالبان: ویاندویان دې د ادارو لاسته‌راوړنې او پرمختګونه په سم ډول خپاره کړي

۱ کب ۱۴۰۳ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۵، ۲۰:۰۳ GMT+۰

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دغې ډلې د وزارت‌خونو او مرکزي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه کې له دوی څخه غوښتي، چې د ادارو لاسته‌راوړنې او پرمختګونه په سم ډول خپاره کړي.

دغه وزارت د چهارشنبې په ورځ (د کب لومړۍ) د خپلې اېکس‌پاڼې له لارې په یوه بیان کې ادعا کړې، چې رسنۍ باید د خپل ارزښت له مخې معیاري شي او طالبان یې ملاتړ کوي.

د دغه وزارت په بیان کې د طالبانو د مطبوعاتو او رسنیو د څار مشر مولوي صفي‌الله رائد په حواله راغلي، چې نوموړي د دغې ډلې له ویاندویانو څخه غوښتي څو له رسنیو سره پر وخت معلومات شریک کړي.

د بیان پر بنسټ، د طالبانو د خپرونو چارو مرستیال مهاجر فراهي ویاندویانو ته سپارښتنه کړې چې د خپلو ادارو لاسته‌راوړنې او پرمختګونه په سم ډول خپاره کړي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت دا غونډه داسې مهال جوړوي، چې نوموړې ډلې د هرې ورځې په تېرېدو پر خبریالانو او رسنیو ځپونکي فشار او سانسور ته زور ورکړی دی.

د رسنیو ملاتړو ادارو تل پر طالبانو نیوکې کړي، چې پر وخت له رسنیو سره معلومات نه شریکوي او خبریالان اطلاعاتو لاسرسی نه شي پیدا کولی.

د عباس ستانکزي په ګډون یو شمېر طالب چارواکو بیا په وار - وار ټینګار کړی، چې ویاندویان باید له رسنیو سره معلومات په وخت سره شریک کړي.
یو شمېر رسنوال وایي، چې په افغانستان کې د تېرو نږدې څلورو کلونو په ترڅ کې په تدریج، خو په بنسټيز او مدیریت شوې بڼه اطلاعاتو ته د لاسرسي حق له منځه تللی او په افغانستان کې د بیان د ازادي، اطلاعاتو ته د لاسرسي او د رسنیو د قانوني او معقولې ازادۍ ارزښتونه ټول تروړل شوي دي.
له دې سره، ځيني افغان خبریالان هم وایي، چې د طالبانو تر څار لاندې د خپرونو او راپورونو ثبتول، د فقر او غربت په اړه د راپورونو په جوړولو بندیزونه او د ښځینه کارکوونکو د رسنیزو فعالیتونو مخنیوی هغه څه دي، چې دوی یې له پراخو ستونزو سره مخ کړي دي.


د مقاومت جبهې او طالبانو ترمنځ نښته کې ۲ ملکيان ټپيان شوي او ۷ طالبانو ته مرګژوبله اوښتې

۱ کب ۱۴۰۳ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۵، ۱۹:۴۹ GMT+۰

په کابل کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ته څېرمه د مقاومت جبهې د جنګیالیو او طالبانو ترمنځ نښتو کې دوه ملکي کسان ټپيان شوي او اوو طالبانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د مقاومت په نوم د طالبانو ضد جبهې د چهارشنبې په ورځ (د کب لومړۍ) په خپل اېکس کې لیکلي، چې په دې پېښه کې د دوی جنګیالیو ۴ طالبان ووژل او ۳ نور یې ټپيان کړي دي.

د یادې جبهې په خبره، یاد شمېر ملکي کسان د طالبانو په ځوابیه ډزو کې ټپيان شوي دي.

د مقاومت جبهه وایي، چې دغه برید یې نن ماسښین یوه بجه د کورنیو چارو وزارت ته څېرمه د کابل ښار له ۱۵مې ناحیې څخه د هوایي ډګر په عمومي سړک ترسره کړی دی.

دغه جبهه ادعا کوي، چې په دې عملیاتو کې د دوی ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د مقاومت جبهې وویل چې په تېره یوه میاشت کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو پروړاندې د ۲۷ عملیاتو په ترڅ کې یې د دغې ډلې نږدې اتیا غړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

دغې جبهې په خپل اېکس کې لیکلي، چې د دوی جنګیالیو د سلواغې میاشتې له پیل راهیسې د هېواد په لسو ولایتونو کې عملیاتونه کړي، چې په پایله کې یې ۴۲ طالبان وژل شوي او ۳۷ نور ټپيان دي.
د مقاومت جبهې ویلي دي، چې یاد شمېر عملیات په کابل، هرات، تخار، کندوز، فراه، بادغیس، پروان، کاپیسا، بغلان او بلخ ولایتونو کې شوي دي.

د یادولو ده، چې طالبانو بیا هېڅکله د دغو بریدونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.