د اېلان ماسک پوښتنه: طالبانو ته مو ولې دومره ډېرې پیسې ورکړې دي؟

د نړۍ لوی مېلیاردر او د امریکا د ولسمشر سلاکار اېلان ماسک له ټرمپ سره یو ځای فاکس نیوز سره په یوې مرکه کې طالبانو ته د امریکا له لوري د ورکړل شويو نغدي کڅوړو په تړاو خبرې کړې دي.

د نړۍ لوی مېلیاردر او د امریکا د ولسمشر سلاکار اېلان ماسک له ټرمپ سره یو ځای فاکس نیوز سره په یوې مرکه کې طالبانو ته د امریکا له لوري د ورکړل شويو نغدي کڅوړو په تړاو خبرې کړې دي.
ماسک چې ټرمپ یې هم څنګ ته ناست و فاکس نیوز ته په مرکه کې د پوښتنې په ډول وویل، چې ولې طالبانو ته دومرې ډېرې پیسې ورکړل شوې دي؟
هغه تر دې دمخه هم طالبانو ته د امریکا له لوري د نغدي کڅوړو لېږد د حیرانۍ وړ مسله بللې وه.
ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ د هوکړې پر ورځ پر طالبانو د امریکا له لوري هره اونۍ کېدونکې نغدي کڅوړې ودرولې او په دې تړاو یې پخوانی ولسمشر جوبایډن په ناغېړۍ تورن کړ.
یو شمېر امریکایي بنسټونو هم طالبانو ته د نغدي کڅوړو پر لېږلو نیوکې کړې وې او اندېښنه یې ښوولې وه، چې د دغو پېسو یوه برخه طالبانو او د هغوی له لارې بیا د نورو ترهګرو لاسونو ته لوېدلې دي.
د پخواني جمهوري نظام لومړي مرستیال امرالله صالح هم طالبانو ته د امریکا د نغدي کڅوړو پر لېږد نیوکه کړې او ادعا یې کړې وه، چې د دغو مرستو له کبله د طالبانو بنسټونه پیاوړي شوي دي.
هغه هم اندېښنه ښوولې وه، چې د القاعده په ګډون د یو شمېر نورو ترهګرو لاسونو ته هم دغه پیسې ورغلې دي.
د امریکا له لوري د نغدي کڅوړو بندېدو په کابل کې د طالبانو پر اقتصاد هم سختې اغېزې کړې او دغه ډله یې سخته وارخطا کړې ده.
د دغو کڅوړو د بندښت له کبله د افغانۍ ارزښت هم ولوېد او د چارو کاروپوهانو ویلي، چې ښایي طالبان د دغو مرستو له کبله له جدي ننګونو سره مخ شي.
بل لوري بیا بې پرې کارپوهانو اندېښنه ښوولې، چې ښايي د دغو مرستو د بندېدو له کبله په افغانستان کې لوږه لا ډېره شي او د مرستندویه ادارو له لوري د مرستو رسونه هم ښايي له ځنډ او خنډ سره مخ شي.

د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال په اسلام اباد کې د دغې ډلې پخواني سفیر عبدالسلام ضعیف د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي استعفا ته په اشارې خپلې ډلې ته په کنایې کې ور یاده کړې، چې د باران له وړو څاڅکو څخه د غضب لوی توپانونه جوړېږي.
سلام ضعیف د (کب دویمه) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې طالبان باید هوښیار اوسي او هېڅ یوې ستونزې ته په وړې سترګې ونه ګوري او باید ژر تر ژره ستونزې اواري کړي؛ څو لویې نشي.
هغه طالبانو ته ویلي، چې باید د وړو ستونزو د خنثی کولو لپاره ځانګړې تګلاره ولري؛ څو لانجمن مسایل ورته سرخوږی جوړ نه کړي.
ملا عبدالسلام ضعیف پر طالبانو غږ کړی: «واړه حرکتونه نادیده مه نیسئ».
د نوموړي دغه څرګندونې په داسې مهال کېږي، چې تېره ورځ افغانستان انټرنشنل د طالبانو د عدلیې وزیر غږیز کلېپ خپور کړی چې پکې یې د خپلې استعفا یادونه کړې وه.
هغه ادعا کړې وه، چې د طالبانو په لیکو کې پراخ فساد شته او همدا راز یې خپله ډله پر قومي تعصباتو تورنه کړې ده.
طالبانو منلې، چې نوموړی متحده عربي اماراتو ته تللی؛ خو د هغه د استعفا راپورونه یې رد کړي دي.
بل خوا د طالبانو یوه لانجمنه څېره او د دغې ډلې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس ستانکزی هم پر ملاهبت الله تر توندو نیوکو وروسته نږدې یوه میاشت مخکې دوبۍ ته لاړ.
یو شمېر سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، د طالبانو مشر امر کړی و، چې عباس ستانکزی دې ونېسي؛ خو هغه اماراتو ته لاړ.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال طالبانو ته ویلي، چې ملاهبت الله نه "خدای دی او نه پېغمبر" او باید ورته هېڅ ډول چاپلوسي ونشي.
د ملا سلام ضعیت تازه څرګندونې هم د طالبانو ترمنځ دغو اختلافاتو ته یوه اشاره ده او دا یې د توپان پیلامه بللې ده.
په کابل کې د بیان پر ازادۍ د بندیزونو له کبله د طالبانو غړي په ښکاره توګه نیوکې نشي کولای او یوازې د کنایې په ډول پر طالبانو نیوکې کوي.
په کابل کې پر طالبانو او نورو سیاستوالو د سیاسي فعالیتونو سخت بندیزونه هم لګېدلي دي.
د دغو بندیزونو له مخې، سیاستوال نشي کولای، چې په خپل سر له کورنیو او بهرنیو رسنیو سره مرکې وکړي.
همدا راز د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون په کابل کې مېشت د پخواني جمهوريت ځیني چارواکي د لویو سیاسي غونډو له جوړولو څخه راګرځول شوي او ان د بهرنیو هېوادونو له ډېپلوماټانو سره پر ناستو ولاړو یې هم محدودیتونه لګول شوي دي.
د جمعیت ګوند د رهبرۍ پر غړي عبدالله عبدالله او د حزب اسلامي پر مشر ګلبدین حکمتیار هم دغه بندیزونه لګېدلي دي او د ګوندونو جوازونه یې هم لغوه اعلان شوي دي.
د طالبانو د عدلیې وزارت د خپلې دویمې واکمنۍ په لومړیو ورځو کې د ټولو سیاسي ګوندونو جوازونه او فعالیتونه لغوه اعلان کړل.

ګارډین ورځپاڼې د (کب لومړۍ) نېټه په خپل یوه راپور کې اندېښنه ښودلې چې په افغانسان کې پر ښځو د بندیزونو په لړ کې د ښځو له لوري مدیریت کیدونکې وروستۍ راډیو هم بنده شوه. راپور کې راغلي چې د افغانستان دننه له همدې امله د ښځو غږ په بشپړه توګه غلی شو.
په دغه راپور کې د یوې ښځینه خبریالې د ژوند کیسه هم راخیستل شوی چې اوسمهال د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان ده.
په راپور کې دغې ۲۲ کلنې خبریالې ته د امنیتي ستونزو له کبله د «عالیه» مستعار نوم کارول شوی دی.
عالیه د افغانستان په شمال کې د طالبانو تر بیا ځل واکمنیدو وروسته یوه مشهوره څېره وه.
هغې د بهرنیو ځواکونو، دولتي ادارو، امنیتي مسایلو او د پخواني جمهوري نظام د چارواکو په تړاو راپورونه چمتو کول.
عالیه وايي، چې د طالبانو د لومړۍ ځل واکمنۍ پر مهال یې د یوې ښځې په توګه خورا سختې ورځې تجربه کړې وې او له همدې کبله یې پتیلې وه چې باید خبریالي وکړي.
هغې زیاته کړې: «ما په ۲۰۱۹ کال کې په راډیو کې کار پیل کړ، دوه کاله مخکې له دې چې طالبان واکمن شي، هلته مې راپورونه وړاندې کول. که څه هم د طالبانو له ګواښونو سره مخ وم ؛خو بیا مې هم له خپل کار سره ډېره مینه لرله.»
د عالیې په خبره، دا ثابته شوه چې طالبان نه یوازې دا چې بدل شوي نه دي بلکې هېڅکله به بدل هم نه شي.
د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې طالبانو د رسنیو پر وړاندې خپل بندیزونه او سانسور تر بل هر وخته ډېر کړی دی.
د پخواني جمهوري نظام تر ړنګیدو وروسته ۳۳۶ خبریالان زنداني شوي، شکنجه شوي او ان وژل شوي دي.
د ګارډین راپور مخکې کاږي په روانه میاشت کې په کابل کې د بیګم په نوم د ښځو تر مدیریت لاندې د ښځو لپاره وروستۍ پاتې راډیو هم د طالبانو له لوري وتړل شوه او په دې سره په ټول افغانستان کې د ښځو غږونه غلي شو.
د تیرو دریو کلونو په موده کې د افغان رسنیو په شمېر کې د پام وړ کموالی راغلی دی.
تر ۲۰۲۱ کال پورې افغانستان ۵۴۳ رسنۍ درلودې چې ۱۰ زره ۷۹۰ کارکوونکي یې لرل؛ خو د طالبانو تر واکمنۍ وروسته ۴۳٪ رسنۍ بندې شوې او یوازې څلور زره ۳۶۰ کارکوونکي یې په دندو پاتې شول.
د خبریالانو نړۍوال فدراسیون په یوې تازه ارزونه کې څرګنده شوې چې د ۲۰۲۴ کال تر مارچ میاشتې پورې په افغانستان کې نږدې «۶۰۰ ښځینه خبریالانې» موجودې وې، خو دا شمېر بیا په ۲۰۲۱ کال نږدې «درې زره» و.
عالیه وايي: «زه د ناهیلي ژور احساس کوم او د دغې ناهیلۍ د بیانولو چل هم نه راځي. د دې لپاره باید تاسې یوه افغانه ښځه و اوسئ چې درک کړئ زه په کوم حالت کې یم.»
د هغې په خبره، په لرې پرتو کلیوالي سیمو انټرنیټ او ټلوېزیون ته لاسرسی کم دی چې له همدې کبله راډیو لا هم د یوې ارزښتمنې رسنیزې وسیلې په توګه خپل ځای ساتلی دی.
د طالبانو په واکمنېدو سره له افغانستان څخه سلګونه خبریالان پر بیان ازادۍ د بندیزونو او د طالبانو له لوري ورته د پېښو ګواښونو له کبله بهرنیو هېوادونو ته کډه شول.
په افغانستان کې دننه فعال خبریالان د طالبانو له سختو بندیزونو سره مخ دي او خپریدونکي ټول راپورونه یې د یادې ډلې له لوري په ښکاره توګه سانسور کېږي.
نړۍوالو بنسټونو په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو روان وضعیت د اندېښنې وړ بللی او دا یې د بیان ازادۍ لپاره لوی ناورین ګڼلی دی.

د بي بي سي د راپور له مخې د (کب لومړۍ) نېټه د برېټانیا د بهرنیو چارو وزارت هغې کارکوونکې چې له افغانستان څخه یې د دغه هېواد د ځواکونو د وتلو پر مهال د یو شمېر ګډوډیو په تړاو اسناد افشا کړي وو، له دندې ګوښه شوې وه، خو بیا یې هم په محکمه کې خپله قضیه وګټله.
جوسي سټوارټ چې د بریټانیا د بهرنیو چارو وزارت پخوانۍ لوړ پوړې چاروکې وه او اوه کاله یې هلته کار کړی و، له هغې وروسته له دندې وشړل شوه چې د بي بي سي نیوزنایټ پروګرام سره یې د نوم پټ ساتلو په شرط، مرکه وکړه.
هغې دغه مرکې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په لړ کې له یو شمېر ستونزو او ګډوډویو څخه پرده پورته کړه.
کله چې بیا ځل طالبان پر افغانستان واکمن شول د بریټانیا حکومت د«پیتینګ» عملیاتو له لارې ۱۵ زره کسان له کابله و ایستل؛ خو سټوارټ وروسته له هغې له دندې وشړل شوه چې د دې عملیاتو ستونزې یې افشا کړې او هغه ایمیلونه یې هم بربنډ کړل چې په کې ښکاره شوې وه، چې د یاد هېواد د هغه وخت لومړي وزیر بوریس جانسون د دغې تخلیې پر مهال د حیواناتو د ژغورنې موسسې اړوند کارکوونکو ته له افغانستانه په اېستلو کې لومړیتوب ورکړی و.
محکمې د سټوارټ شکایت منلی او د بریټانیا د بهرنیو چارو وزارت یې د هغې د ناعادلانه ګوښه کېدو مسوول وباله.
محکمې وویل چې د سټوارټ له لوري افشا شوي سندونه د خلکو په ګټه و او هغه باید له دندې نه وای شړل شوې.
د محکمې په پرېکړه کې راغلي په داسې حالاتو کې چې د عامه ګټو خبره وي؛ نو دولتي کارکوونکي سره له دې له رسنیو سره د خبرو کولو اجازه هم ونه لري، حق لري چې مهم معلومات له رسنیو سره شریک کړي.
د سټوارټ وکیل وویل، که د انګلستان حکومت دا استدلال وکړي چې افشا کوونکو ته دې امنیتي جواز نه ورکول کېږي، نو دا به د ۱۹۹۸ کال د افشاګرۍ د خوندیتوب اړوند قانون بېارزښته کړي.
انګلستان کې اړونده محکمې هم وویل چې سټوارټ د هغو بې وزله خلکو ژوند ته اندېښمنه وه، چې هره شېبه د طالبانو د غچ اخېستو له ګواښ سره مخ وو.
نوموړي د بریټانیا د حکومت د اړیکو هغه تګلاره هم بربنډه کړه چې هڅه یې کوله د کابل څخه تخلیې پر مهال خپلې ناکامۍ پټې کړي.
په پرېکړه کې راغلي: «محکمې دا منطقي وبلله چې شکایت کوونکي اړوند معلومات له رسنیو سره شریک کړي، ځکه چې دا معلومات لا دمخه په عامه فضا کې موجود وو، خو حکومت ترې انکار کاوه.»
جوسي سټوارټ د محکمې پرېکړې ته هرکلی ویلی، او له رسنیو سره یې خبرو کې زیاته کړې: «زه له دې امله له دندې وشړل شوم، چې د تخلیې ګډوډي مې افشا کړه. دا پرېکړه دا واقعیت نه بدلوي، خو دا ثابتوي چې دولتي کارکوونکي حق لري د سیسټماټیکو ناکامیو پر وړاندې چوپ پاتې نه شي، لکه څنګه چې د افغانستان د تخلیې پر مهال وشول.»

د طالبانو د ټولګټو چاروز وزارت خبر ورکوي، چې د سالنګونو لویه لاره د درنې واورې د ورښت له امله په لنډمهالي ډول بنده شوې ده.
د دغه وزارت ویاند اشرف حقشناس د چهارشنې په شپه (د کب لومړۍ نېټه) د خپلې اېکسپاڼې له لارې په یوه بیان کې زیاته کړې، چې دا لویه لاره د شپې له ۱۱:۰۰ بجو راهیسې د ټولو موټرو د تګراتګ پرمخ بنده شوې ده.
حقشناس ټینګار کړی، چې د سالنګ لویه لار به د ډېرې واورې د ورښت او د لیدلو محدودیت له وجې تر بلې خبرتیا پورې د ټولو موټرو پرمخ بنده وي.
نوموړي لیکلي، چې د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست کارکوونکي چمتو دي څو د هوا د ښه کېدو او د توپان له کمېدو سره سم، دا لاره له واورې پاکه او بېرته پرانیزي.
ورته مهال، هغه له هېوادوالو غوښتي چې د نهاړتیا په صورت کې دې د سالنګونو پر لویې لارې له تګراتګ ډډه وکړي.
د سالنګ لویه لار چې له پلازمېنې کابل سره څو شمالي ولایتونه نښلوي، هرکال د ژمي موسم پرمهال د درنې واورې د ورښت او توپانونو له کبله د تګراتګ پر مخ تړل کېږي.

ټاکل شوې ده، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ۵۸مه غونډه د فېبرورۍ له ۲۴مې د اپرېل تر ۴مې نېټې پورې جوړه شي.
د دې سازمان ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ به د جمعې په ورځ د فېبرورۍ په ۲۸مه د دوحې د تړون د لاسلیک کېدو د پنځمه کلنۍ په مناسبت په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپل نوی راپور وړاندې کړي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ۵۸مه غونډه به د دوشنبې په ورځ د فېبرورۍ په ۲۴مه پیل او د اپریل تر ۴ مې پورې به په جینوا کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې دوام وکړي.
د غونډې په لومړیو ورځو کې به د فېبرورۍ له ۲۴مې تر ۲۶مې پورې په مهمو مسایلو خبرې وشي او د څه باندې سلو غړو هېوادونو استازي به په دې شورا کې ویناوې وکړي.
دغه شورا به د دوشنبې په ورځ د مارچ په درېیمه نېټه د نړۍ د بشري حقونو د وضعیت په اړه راپورونه واوري او بیا به د افغانستان، ایران، اوکراین، فلسطین، سوډان، بلاروس او یو شمېر نورو هېوادونو په ګډون به د ځينو هېوادونو د بشري حقونو وضعیت وڅېړي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ریچارډ بېنېټ به راتلونکې اوونۍ د جمعې په ورځ چې د کب له لسمې نېتې سره برابره ده وړاندې کړي.
دا هغه نېټه ده، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د سولې د هوکړې تړون لاسلیک شوی او د ډېریو په باور دغه تړون د طالبانو د بېرته راتګ لامل شوی دی.
دا غونډه په داسې حال کې جوړېږي، چې تر درې نیمو کلونو راهیسې په دې هېواد کې د بشري حقونو وضعیت خورا د اندېښنې وړ دی.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته دغه ډله د بشري حقونو د پراخې سرغړونې، د بندیانو پر سېسټماټیکې شکنجې، د قضايي او امنیتي ادارو د فساد او د عدالتغوښتونکو پر ځپلو تورنه ده.
د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندل او دغې ډلې سره د نړۍ تعامل هم د بشري حقونو وضعیت ته پر رسېدګۍ مشروط ده.
