• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان پوځ وايي چې د خیبر پښتونخوا په خیبر ولسوالۍ کې یې ۱۰ وسله وال وژلي دي

۶ کب ۱۴۰۳ - ۲۴ فبروری ۲۰۲۵، ۱۹:۰۱ GMT+۰تازه شوی: ۶ کب ۱۴۰۳ - ۲۴ فبروری ۲۰۲۵، ۲۰:۰۷ GMT+۰

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو اداره وايي، چې تېره شپه یې د خیبرپښتونخوا په خیبر ولسوالۍ کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې ۱۰ وسله وال وژلي دي.

ای اېس پي ار وايي، چې دغه عملیات یې د دوشنبې په شپه د خیبر ولسوالۍ په باغ سیمه کې ترسره کړي دي.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر زیاته کړې، چې یاد عملیات یې د استخباراتي معلوماتو پر اساس کړي دي او لا هم عملیات روان دي.

د معلوماتو له مخې، په خیبر ولسوالۍ کې تر ډېره د ټي ټي پي غړي مېشت دي؛ خو یادې ډلې تر اوسه د دغو عملیاتو په تړاو څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې یکشنبې په ورځ د خېبر پښتونخوا اړوند په ډرابڼ سیمه کې د «ټي‌ټي‌پي» وسله‌والو او د پاکستان د امنیتي‌ ځواکونو ترمنځ نښته شوې وه.

ځايي پولیسو په دې برید کې لږ تر لږه د پاکستاني طالبانو د څلورو وسله‌والو د وژل کېدو خبره کړې؛ خو د دوی امنیتي ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو یې څه نه دي ویلي.

د خېبر پښتونخوا بېلابېلې سیمې په دې وروستیو کې خورا نا امنې شوي او هره ورځ ترې د‌ پاکستاني طالبانو او پوځیانو ترمنځ د جګړو خبرونه ترلاسه کېږي.

د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په پاکستان کې د ټي ټي پي وسله والې ډلې فعالیتونه پراخ شوي دي، چې پاکستاني چارواکي یې پړه پر افغان طالبانو اچوي؛ خو افغان طالبان بیا یاده ناامني د پاکستان د امنیتي ځواکونو ناکامي بولي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د تورخم دروازې د پرانیستو په اړه د طالبانو او پاکستان ناسته بې نتیجې پای ته ورسېده

۶ کب ۱۴۰۳ - ۲۴ فبروری ۲۰۲۵، ۱۵:۳۴ GMT+۰

په تورخم ښارګوتي کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، د دروازې د پرانیستو په اړه د طالبانو او پاکستاني چارواکو ترمنځ خبرې بې نتیجې پای ته ورسېدې. په دغه ناسته کې د ننګرهار لپاره د طالبانو مرستیال والي عزیز الله مصطفا او له پاکستاني لوري د دغه هېواد نظامیانو ګډون درلود.

ډیورنډ کرښې ته څېرمه په تورخم ښارګوټي کې سرچینو نن د کپ ۶مه وویل، چې طالبانو پاکستاني لوري ته په ناسته کې وویل، چې دوی به دا ناستې د بحثونو موضوعات په کابل کې له خپلو مشرانو سره شریک کړي.

طالبانو او پاکستاني اړخونو د ناستې جزییات نه دي خپاره کړي.

د تورخم لپاره د طالبانو کمیسار ملا عبدالجبار حکمت ددې ډلې تر واک لاندې باختر ژانس ته دغه ناسته تایید کړې او پر پاکستاني لوري یې نیوکه کړې، چې غواړي په لوی لاس سوداګرو او عامو ته ستونزې راولاړې کړي.

باختر ژانس د خپلې سرچینې له قوله ویلي، چې دغه موضوع په لوړه کچه مشرانو پرېکړې ته ځنډول شوې ده.
د تورخم فرضي کرښې لار د پاکستان لخوا درې ورځې وړاندې د طالبانو د پوله ساتو ځواکونو له لوري د تاسیساتو جوړولو په غبرګون کې تړل شوې ده.

د تورخم دروازه نن د درېیمې ورځې لپاره هم د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلې ده

۶ کب ۱۴۰۳ - ۲۴ فبروری ۲۰۲۵، ۰۶:۵۸ GMT+۰

په تورخم کې د طالبانو کمېسار خبریالانو ته ویلي، چې نن د درېیمې پرلپسې ورځې لپاره هم د تورخم دروازه د پاکستان له لوري تړلې ده؛ خو نوموړي د پاکستاني لوري سره د خبرو اترو په اړه څه نه دي ویلي.

پاکستان د دغې دروازې د بندولو په اړه په رسمي توګه لا تراوسه څه نه دي ویلي؛ خو په سیمه کې ځايي خبریالانو افغانستان انټرنشنل پښتو ته دا منلې وه، چې یاده لاره د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړل شوې او په لومړۍ ورځ یې د واړو لورو ترمنځ د خبرو اترو خبر ورکړی و، چې بې له کومې پایلې پای ته رسېدلې وې.

د تورخم دروازه چې د ډیورڼد په کرښه یو له مهمو دروازو ګڼل کېږي، هره ورځ پرې سوداګر خپل سوداګریز مالونه او زرګونه وګړي پاکستان ته تګ راتګ کوي.

یاده دروازه دوه ورځې وړاندې په داسې حال کې د پاکستان له‌خوا وتړل شوه، چې طالبانو غوښتل، ډیورنډ کرښې ته ورڅېرمه پوځي تاسیسات جوړ کړي.
په سیمه کې ځايي سرچینې وایي، چې د دروازې بندېدو له امله د فرضي کرښې دواړو غاړو ته پراته ولسونه له ګنو ستونزو سره مخ کړي دي.
بل خوا بیا طالب چارواکو له خلکو غوښتي چې، د دروازې خلاصون تر خبرتیا پورې دې پر دغې لارې له تګ راتګ څخه ډډه وکړي.

د بلوچستان په بولان سیمه کې د پاکستاني ځواکونو سره د نښتې پر مهال درې وسله‌وال وژل شوي دي

۶ کب ۱۴۰۳ - ۲۴ فبروری ۲۰۲۵، ۰۴:۲۱ GMT+۰

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د بلوچستان ایالت په بولان ولسوالۍ کې د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو او دوو وسله‌‌والو ډلو ترمنځ د یو ساعت سختې جګړې په پایله کې درې وسله‌وال ووژل شول.

دغو وسله‌والو د کوټې- سبۍ سړک په دوو بېلابېلو ځایونو کې تړلی و.

ځايي چارواکو ویلي، چې امنیتي ځواکونو هغه مساپر خوشې کړل چې د پیرغایب او اب‌ ګم سیمو ترمنځ وسله‌‌والو یرغمل کړي وو.

د پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، ګڼ شمېر موټرونه چې د سبۍ له درې ورځنۍ مذهبي غونډې وروسته کوټې ته روان وو؛ د یاد سړک د تړل کېدو له کبله بند پاتي وو. وسله‌‌وال چې پرمختللې وسلې یې لرلې د پیرغایب او اب‌ ګم په سیمو کې سړک تړلی و او د مساپرو پلټنه یې کوله.

ویل کېږي، چې دغو وسله‌والو د بلوچستان د پارلماني سکرټر میر لیاقت علي لهري موټرونه هم درولي وو او د هغه د ساتونکو وسلې یې ترې برمته کړې وې.

میر لیاقت علي لهري منلې، چې وسله‌والو د ده موټرونه او ساتونکي درولي او له امنیتي ځواکونو یې د وسلو تسلیمېدو غوښتنه کړې وه.

هغه وویل: «زما ساتونکو مقاومت وکړ؛ خو د حالاتو د حساسیت له کبله او د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره مې ورته وویل، چې خپلې وسلې وسپاري».

لهري زیاته کړه، چې دی بې له کوم زیان څخه خپل کور ته ستنېدلی دی.

د بلوچستان ځايي امنیتي چارواکو هغه راپورونه هم رد کړل، چې ګواکې یو قومي مشر فرید رییس‌زاده هم دغلته وژل شوی دی.

دوی وویل، چې نوموړی په کوټه کې روغ رمټ دی.

بولان کې د مېتشو خبریالانو د معلوماتو پر بنسټ، د پیښې د راپور ترلاسه کېدو سره سم امنیتي ځواکونه سیمې ته ورسېدل او دغه سیمه یې کلابنده کړه او عملیات یې پیل کړل، چې په پایله کې یې وسله‌واله نښته رامنځته شوه.

دغې نښتې تر یو ساعت زیات دوام وکړ، چې په پایله کې یې «درې وسله‌وال» ووژل شو.

د راپورونو له مخې، په دغې جګړه کې د پاکستاني ځواکونو ځیني موټرونه هم زیانمن شوي دي. ځايي چارواکو وویل، چې ترهګرو غوښتل سیمه د ناورین سره مخ کړي؛ خو د دوی پلان شنډ شو او یرغمل شوي مساپر هم خوشې شول.

د امنیتي ځواکونو یو چارواکي وویل: «موږ د هغو ترهګرو په لټه کې یو، چې غرونو ته تښتېدلي دي».

همدارنګه دا تایید شوې، چې د کوټې- سبۍ سړک چې څلور ساعته بند و؛ بېرته د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوی دی.

د بلوچستان ایالت د بولان ولسوالۍ د پولیسو یو لوړپوړي افسر رانا دلدار رسنیو ته ویلي، چې د جګړې له سیمې څخه یو مړی او څلور ټپیان د ماچ سیمه‌ییز روغتون ته لېږدول شوي دي.

د پاکستان امنیتي ځواکونو په خېبر پښتونخوا کې د «ټي‌ټي‌پي» څلور وسله‌وال وژلي دي

۵ کب ۱۴۰۳ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۵، ۰۶:۴۷ GMT+۰

د پاکستانۍ رسنۍ خراسان ډایري د راپور له مخې، د خېبر پښتونخوا ایالت اړوند په ډرابڼ سیمه کې د «ټي‌ټي‌پي» وسله‌والو او د یاد هېواد امنیتي‌ ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.

د راپور له مخې دغه پېښه نن د یکشنبې په ورځ د (کب ۵مه) سهار مهال رامنځته شوې، چې پکې دواړو لوریو پر یو بل مخامخ وسله‌وال بریدونه کړي‌ دي.

ځايي پولیسو په یاد برید کې لږ تر لږه د پاکستاني طالبانو د څلور تنو وسله‌والو د وژل کېدو خبره کړې؛ خو د دوی امنیتي ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو یې څه نه دي ویلي.

د خېبر پښتونخوا بېلابېلې سیمې په دې وروستیو کې خورا نا امنې شوې او هره ورځ ترې د‌ پاکستاني طالبانو او پوځیانو ترمنځ د جګړو خبرونه ترلاسه کېږي.

په خېبر پښتونخوا کې ځايي سیاست‌وال نیوکې کوي، چې د‌ پاکستان د بې غورۍ له کبله دوی د جګړې په اور کې سوځي.

ځینو سیاست‌والو لا دا ادعا هم کړې ده، چې په دغه ایالت کې یو شمېر سیمې د طالبان واک ته لوېدلې او په ځینو نورو کې بیا د شپې د طالبانو حکومت وي؛ خو د ورځې پکې بیا د پاکستان امنیتي ادارې واکمنې وي.

په خېبر پښتونخوا کې وروسته له هغې د «ټي‌ټي‌پي» وسله‌والو فعالیتونو پراخ شول، چې په افغانستان کې یې ملګري افغان طالبانو بیا ځل پر ټول هېواد واک ترلاسه کړ.

پاکستان په وار وار اندېښنه ښوولې، چې افغان طالبانو په خپله خاوره کې د دوی ضد وسله‌والو پر ځانګړې توګه «ټي‌ټي‌پي» ته پناه ځایونه ورکړي او له هماغه ځایه د دوی په هېواد کې ترهګریز بریدونه پلانوي؛ خو افغان طالبانو دغه ادعاوې بې بنسټه بللې دي.

د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو میاشتو کې پاکستان کابل ته له « ټي‌ټي‌پي » سره د خبرو لپاره کابل ته یو پلاوی ولېږه؛ خو هلته د سولې یاد مذاکرات ناکام شول.

اوس پاکستان ادعا لري، چې افغان طالبان پر پاکستاني طالبانو د خپل نفوذ ځانګړی سیوری لري او باید مهار یې کړي.

د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر بیا ویلي و، چې له افغان طالبانو سره هېڅ ستونزه نه لري او یوازینۍ کشاله یې ورسره د «ټي‌ټي‌پي» د پټنځایونو په تړاو ده.

بلخوا د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس ستانکزی چې اوس د ملا هبت الله له لوري یې د نیول کېدو امر شوی او وار له مخه یې له هېواده پښې سپکې کړې ادعا لري، چې پاکستان داعش ته په خپل هېواد کې روزنیز مرکزونه او پناه ځایونه ورکړي دي.

د طالبانو د یاد چارواکي دغه څرګندونې هم د پاکستان له لوري رد شوې او له همدې امله د دواړو لوریو اړیکې په ښکاره توګه کړکېچنې ښکاري.

د تورخم دروازه لاهم د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړلې ده

۵ کب ۱۴۰۳ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۵، ۰۶:۰۱ GMT+۰

د تورخم دروازه نن د دویمې ورځې لپاره هم د تګ راتګ لپاره تړلې ده. په تورخم کې ځایي خبریالان وایي، چې دغه دروازه نن هم د هر ډول تګ راتګ پرمخ د پاکستان لوري له‌خوا تړلې ده؛ خو د خبرو اترو په اړه یې لا څه نه دي ویلي.

دغه دروازه تېره شپه د پاکستاني لوري له‌خوا هغه مهال وتړل شوه، چې طالبانو غوښتل فرضي کرښې ته نږدې پوځي تاسیسات جوړ کړي او پاکستان د دغې کړنې د مخنیوي لپاره له طالبانو د کار درولو غوښتنه وکړه.

په سیمه کې ځایي پاکستاني خبریالانو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، پرون تر ناوخته د دواړو لوریو ترمنځ خبرې اترې روانې وې چې برایي بې پایلې پای ته ورسېدې.

د دغو خبریالانو په وینا، کېدای شي چې نن یو ځل بیا د خبرو اترو دغه لړۍ له سره پیل شي او تمه کېږي چې یوې پایلې ته ورسېږي.

ویل کېږي، چې په تورخم کې د ترینګلتیاوو ورسته دواړو لوریو له خلکو او په توکو بار موټرو غوښتي و، چې له سیمې ووځي.

د دغې دروازې بندېدو نه یوازې دا چې په تورخم تلونکو ناروغانو، ښځو او ماشومانو په ګډون ډېری مساپرو ته ګڼې ستونزې راولاړې کړې؛ بلکې هغه سوداګر یې هم زیانمن کړي، چې د کرښې دواړو غاړو ته یې په سوداګریزو توکو بار لارۍ ولاړې دي.

پښتون سياست‌وال افراسياب خټک د پاکستان له‌خوا پر ډيورنډ کرښه د تورخم دروازې تړلو ته په غبرګون کې پر اېکس پاڼه لیکي، د پاکستان پوځي حکومت لسيزې د يوې نااعلان شوې جګړې په ترڅ کې وکولای شول تر خپل ملاتړ لاندې طالبان پر افغانستان حاکم کړي. اوس دواړه لوري د ډيورند کرښې دواړو خواوو ته د پرتو مېليونونو پښتنو پر اقتصادي قتل عام لګيا دي.

‏نوموړی وړاندې زياتوي:« له نېکه مرغه اوس عام پښتانه هم د هغوی په دې طرحې پوهېږي.»