• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ډونالډ ټرمپ: موږ نباید د چین اټومي توغندیو ته د نږدېوالي له امله بګرام له لاسه ورکړی وای

۸ کب ۱۴۰۳ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۵، ۲۳:۱۰ GMT+۰تازه شوی: ۹ کب ۱۴۰۳ - ۲۷ فبروری ۲۰۲۵، ۰۲:۲۸ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د کابینې په غونډه کې وویل، چې امریکا باید د بګرام اډه په افغانستان کې ساتلې وه. هغه وویل، چې دغه اډه "د چین د اټومي توغندیو د تولید ساحې" ته نږدې ده. ټرمپ یو ځل بیا ادعا وکړه، چې د بګرام اډه د چین په واک کې ده.

ټرمپ نن د خپلې کابینې لومړۍ غونډه وکړه او خبریالانو ته یې اجازه ورکړه، چې د هغه او د کابینې له غړو څخه پوښتنې وکړي.

ټرمپ یو ځل بیا له افغانستانه د امریکا له ناورینه ډکې وتنې په اړه خپلې پخوانۍ څرګندونې تکرار کړې او په افغانستان کې یې د امریکا د حضور پر مهال خپله لېوالتیا د بګرام د اډې ساتلو ته څرګنده کړه.

ټرمپ وویل، که هغه وخت ولسمشر وای؛ نو د بګرام اده به یې ساتلې وای.

د ټرمپ په وینا:« موږ د بګرام ساتنه د افغانستان لپاره نه بلکې د چین له امله کوله. ځکه چې دغه اډه د چین د اټومي توغندیو د تولید له سیمې څخه یوازې یو ساعت واټن لري؛ خو له لاسه مو ورکړه او اوس د چین په واک کې ده.»

طالبانو تر دې مخکې د دغې اډې په اړه د ټرمپ څرګندونې رد کړې وې.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په تېرې سلواغې میاشت کې ویلي و:« افغانستان خپلواک دی او خپله خاوره به هېڅ هېواد ته ونه سپارو. بګرام زموږ د خپلو ځواکونو (طالبانو) په لاس کې دی، نه د چین.»

ټرمپ په خپل ریکارډ کې د ناسمو بیانونو مخینه لري. نوموړي روانه اونۍ د فرانسې له ولسمشر سره په لیدنه کې ویلي و، چې اروپا له اوکراین سره د پورونو په بڼه مالي مرسته کړې؛ خو مکرون د ټرمپ څرګندونې رد کړې.

ټرمپ د خپلې وینا په یوه بله برخه کې ویلي، چې امریکايي ځواکونه باید د کابل له هوايي ډګر څخه نه؛ بلکې د بګرام له هوايي اډې وتلي وای، څو د سقوط د ورځو ګډوډي نه وای رامنخته شوې.

هغه وویل: «د وتلو عملیات په ډېر بد شکل ترسره شول او باید د بګرام له لارې ترسره شوي وای. موږ یوه قوي اډه او په سلګونو هکتاره ځمکه په واک کې لرله؛ خو یو کوچنی او نامناسب هوایي ډګر وکارول شو او هرڅه له کنټروله ووتل.»

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

ولې ټرمپ له طالبانو سره د افغانستان د مذاکراتو پر مهال ناکام شو؟

۸ کب ۱۴۰۳ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۵، ۲۲:۱۹ GMT+۰

د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱مې ترهګریزو بریدونو ته په غبرګون کې د امریکا په مشرۍ نړۍوال اېتلاف د همدې کال په اکټوبر میاشت کې پر افغانستان برید وکړ. امریکا او متحدینو یې ډېر ژر د طالبانو سخت‌دریځه رژیم نسکور کړ او د لوېدیځ ملاتړی حکومت یې واک ته ورساوه.

خو کله چې ټرمپ په ۲۰۱۷ کې واک ته ورسېد، جګړه د کړکېچ حالت کې وه.

د دې تر څنګ، امریکا هر کال ۲۷ میلیارده ډالره پر پوځي لګښتونو لګول، چې دا د ولسمشر لپاره یو ستر مالي فشار و.

له همدې امله ټرمپ هڅه وکړه، چې ژر تر ژره له افغانستان څخه ووځي.

خو د ولسمشر د ملي امنیت ټیم چې ډېری غړي یې پخواني او اوسني جنرالان وو او ټرمپ ته یې شخصي وفاداري نه درلوده، هغه قانع کړ چې په افغانستان کې د امریکا ژمنې زیاتې کړي.

نوې ستراتیژۍ د طالبانو سره د سیاسي جوړجاړي لپاره شرایط هم برابر کړل.

روان کال چې ټرمپ وکتل د پرمختګ هېڅ څرک نه شته، غوسه ورغله او پرېکړه یې وکړه چې له افغانستان څخه باید ووځي، نو ځکه دا ستراتیژي «مطلقه ناکامه» وه.

په همدې موده کې امریکا د افغان حکومت له ګډون پرته چې د طالبانو اصلي غوښتنه وه، له دې ډلې سره مستقیم مذاکرات پیل کړل.

دا خبرې، چې هدف یې د بین‌الافغاني مذاکراتو ته لاره هوارول وو، پر ځای یې افغان حکومت له بهیر څخه څنډې ته کړ.

په دې مذاکراتو کې ټرمپ څو ځله له افغانستانه د ناڅاپي وتلو ګواښ وکړ.

امریکایي چارواکو دغو دوامداره ګواښ ته "د ډیموکلس ټوېټ" نوم ورکړی و، معنا دا چې هر وخت یې امکان درلود چې ټرمپ پر ټوېټر (اوسني اېکس) اعلان وکړي، چې امریکا له افغانستان څخه وځي.

د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو چې د ټرمپ سخت پلوی و پوهېده، چې ولسمشر هر وخت د مذاکراتو درولو پرېکړه کولی شي، نو ځکه یې د افغانستان لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد ته امر وکړ، چې په هره بیه یوې هوکړې ته سره ورسېږي.

د پنټاګون یوه پخواني لوړپوړي چارواکي چې په مذاکراتو کې شامل و ویلي، چې پومپیو او خلیلزاد هېڅ "سره کرښه" نه لرله، ځکه دوی باور درلود چې «هر ډول توافق د توافق نه کولو څخه بهتر دی.»

خلیلزاد د افغان حکومت په مشرۍ د سولې پروسه پرېښوده او یوازې د طالبانو سره د هوکړې لپاره یې کار وکړ، دا چاره د افغان حکومت نارضایتي زیاته کړه.

همدا راز ټرمپ د اشرف غني سره د خپلو پلانونو په اړه هم ډېره کمه مشوره کوله.

پر دې ستونزو سربېره ټرمپ څو ځله په عامه توګه اعلان وکړ، چې غواړي امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه وباسي.

دا څرګندونې د خلیلزاد موقف کمزوری کړ او طالبانو ته یې د لا سخت دریځۍ انګېزه ورکړه.

د امریکا-طالبانو هوکړه چې د ۲۰۲۰ کال د فېبرورۍ په میاشت کې په دوحه کې لاسلیک شوه، د طالبانو په ګټه وه او د افغان حکومت پر زیان و.

خلیلزاد د طالبانو اصلي غوښتنې ته تسلیم شو، په دې معنا چې پلان جوړ وو، چې په ۱۴ میاشتو کې ټول امریکایي او اېتلافي ځواکونه ووځي.

د دې په بدل کې طالبانو ژمنه وکړه، چې افغانستان به د ترهګرو د پټنځای په توګه نه کاروي او له افغان حکومت سره به مذاکرات کوي.

خو د پنټاګون پخواني چارواکي ویلي: «دا له ناورین څخه ډک تړون یو فا» تړون و. دا نه یوازې د امریکا ګټو لپاره تاوان و، بلکې د افغانستان لپاره یې هم ستر زیان درلود.»

په پای کې، طالبانو د ترهګرۍ ضد ژمنې پوره نه کړې او بین‌الافغاني مذاکرات یې نیمګړي پرېښودل.

دا توافق طالبانو ته لاره هواره کړه چې کابل د زور له لارې ونیسي، که څه هم د جو بایډن ادارې تر نظر لاندې د ۲۰۲۱ کال ګډوډ وتل د افغان حکومت د سقوط لپاره وروستی ګوزار و.

له طالبانو سره د ټرمپ معامله، د امریکا د متحدینو ګټې ته تاوان و، مخالف لوري ته یې ډېر امتیازات ورکړل او دا پرېکړه د امریکایي لګښتونو د کمولو لپاره یوه ضعیفهپرېکړه وه.

ټرمپ هېګسټ ته: له افغانستانه د نامنظمه وتلو ټول مسوول جنرالان ګوښه کړه

۸ کب ۱۴۰۳ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۵، ۲۲:۰۶ GMT+۰

د متحده‌ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خپل دفاع وزیر پېټ هېګسټ څخه غوښتي، چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتلو کې ښکېل ټول جنرالان له دندو ګوښه کړي.

ټرمپ او هېګست د چهارشنبې په ورځ (د کب ۸مه) د کابینې په غونډه کې ویلي، چې دوی له افغانستان څخه د ځواکونو د وتلو ناکام بهیر ارزوي.

د امریکا ولسمشر زیاته کړې: «زه به د دفاع وزیر ته ونه‌ وایم چې څه وکړي، خو که د ده پر ​​ځای وای، ټول مې له دندې ګوښه کول. فکر نه کوم چې د افغانستان په قضیه کې ښکېل جنرالان به ترفیع وکړي، ډېری به یې استعفا ته اړ شي.»

ټرمپ او هېګسټ د کابینې په غونډه کې ویلي، چې له افغانستانه د ناکامه وتلو بهیر ټول اړخونه ارزوي او هغوی به د مخکېني حکومت برعکس، په دې برخه کې ځواب‌ویونکې وي.

د امریکا د دفاع وزیر پېټ هېګسټ د دې غونډې پرمهال د ډونالډ ټرمپ په حضور کې وویل: «موږ له افغانستانه د ناکامه وتلو ټول اړخونه په بشپړ ډول ارزوو او اراده لرو چې ټول مسوولیت یې پر غاړه واخلو.»

ډونالډ ټرمپ په دې غونډه کې یو وار بیا له هغو کسانو څخه چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو په وتلو کې ښکېل وو، پر ځواب‌ویلو ټینګار کړی دی.

همداراز، نوموړي ویلي، هغه کسان چې د امريکايي ځواکونو د مرګ‌ژوبلې مسوولان دي باید له دندو ګوښه شي.

ټرمپ له افغانستانه د امریکا وتل «وحشتناک» بللي او زیاتوي : «زه د هغو ۱۳ کسانو له کورنۍ سره چې وژل شوي، وغږېدم. هېڅوک د هغو کسانو په تړاو چې په شدید ډول ټپیان شوي، خبرې نه کوي. د هغوی لاسونو، پښو او مخونو زیان لیدلی او د بدن غړي یې له لاسه ورکړي. د دغه وتلو مدیریت واقعا وحشتناک و.»

د یادونې ده، چې شاوخوا درې‌نیم کاله مخکې د کابل هوايي ډګر دروازې مخې ته د داعش وسله‌والې ډلې په ځانمرګي برید کې ۱۳ امریکايي پوځیان او ۱۷۰ ملکيان وژل شوي وو.

د کرېکټ ملي لوبډلې بري ته د پخوانیو ولسمشرانو په ګډون د افغان چارواکو غبرګونونه

۸ کب ۱۴۰۳ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۵، ۲۰:۳۰ GMT+۰

د کرېکټ اتلانو جام یا چمپینز ټرافي د سیالیو په لړ کې د برېټانیا پر وړاندې د افغان ملي اتلانو له ستر بري سره جوخت، د جمهوري نظام د پخوانیو ولسمشرانو په ګډون یو شمېر افغان چارواکو خوښۍ څرګندې کړې دي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د چهارشنبې په ورځ (د کب ۸مه) د خپلې اېکس‌پاڼې له لارې په دې سیالیو کې د کرېکټ ملي لوبډلې د بري مبارکۍ ترڅنګ، ملي اتلانو ته د لا نورو بریاوو هیله‌مندي ښودلې ده.

ورته مهال، د جمهوري نظام مخکېني ولسمشر محمداشرف غني هم په خپل اېکس‌پاڼه کې لیکلي: «د کرېکټ په اتلانو جام کې د ملي لوبډلې بري په پار ټولو هېوادوالو، د کرېکټ مینه‌والو او د یادې لوبډلې هر یوه غړي ته مبارکي وړاندې کوم.»

ښاغلي غني د کرېکټ ملي لوبډلې ته په خطاب کې زیاته کړې: «دا بری چې د نړۍ پر یوې ډېرې پیاوړې لوبډلې مو ترلاسه کړ، ستاسې د ټینګار او هیله‌مندۍ نښه ده. له اسټرالیا سره په راروانې لوبې او نورو ټولو لوبو کې درته تر دې د لا ډېرو بریاوو هیله کوم.»

همداراز، د جمهوریت د بهرنیو چارو پخواني وزیر محمدحنیف اتمر ویلي، چې د هېواد د کریکټ ملي اتلانو عزم، زیار او شجاعت د افغانستان نوم یو ځل بیا روښانه کړ.

نوموړي زیاته کړې، چې د ملي لوبغاړو دا بریاوې دې د ازادۍ، ولسي حاکمیت او تلپاتې سولې لپاره د یووالي، همغږۍ او ملي همکارۍ د پیاوړتیا لامل شي.

بل‌خوا، د جمهوري نظام د ملي دفاع مخکېني سرپرست وزیر شاه‌محمود میاخېل افغان کرېکټ ملي لوبډلې بری یوه غوره هڅه بللې ده.

نوموړي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «د برېټانیا پر وړاندې د کرېکټ بری دې اتلانو او ټولو افغانانو ته مبارک وي. ابراهیم ځدران ته د سلیزې ځانګړې مبارکي وایم.»

دې سره جوخت، د جمهوري نظام د چارو ادارې وروستي رییس فضل‌محمود فضلي هم د پاکستان په لاهور کې د برېټانیا پر وړاندې د افغان کرېکټ ملي لوبډلې بری تاریخي او له حیرانتیا ډک ویاړ بللی دی.

نوموړي د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د بري مبارکي ترڅنګ په دې لوبه کې د ټولو لوبغاړو په ځانګړې توګه د ابراهیم ځدراڼ او عظمت‌الله عمرزي ښه ځلېدنه ستایلې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د اتلانو نړۍوال جام یا چمپینز ټرافي سیالیو په لړ کې افغان کرېکټ ملي لوبډلې په خپله دویمه سیالي کې خپلې سیالې برېټانیا ته ماتې ورکړه.

د یادونې ده، چې د افغانستان کرېکټ ملي اتلان به د چمپینز ټرافي په خپله درېیمه سیالي کې د راتلونکې جمعې په ورځ د اسټرالیا پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شي.

په امریکا کې یوه افغان موټرچلوونکي پر یوې امریکایۍ ښځې جنسي تېری کړی

۸ کب ۱۴۰۳ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۵، ۱۹:۰۴ GMT+۰

د امریکا د اوکلاهوما ایالات پولیسو ویلي، یو افغان موټر چلوونکي یوې ښځې ته چې د ښار په مرکزي برخه کې یوازې روانه وه، نږدې شو او څو ځله یې ورته کور ته د رسولو وړاندیز کړی.

پولیسو ویلي، لومړی هغې د یاد افغان وړاندیز رد کړی، خو بیا یې د هغه له خوا کور ته رسولو وړاندیز منلی، چې وروسته پرې جنسي تېری شوی دی.

د اوکلاهوما ایالت ټلسا ښار پولیس زیاتوي، چې دا سړی نور افغان نومېږي او پېښه په اکټوبر میاشت کې رامنځته شوې ده.

نور افغان دا ښځه کور ته نه ده رسولې او تر یوه پُل لاندې بېولې ده.

ښځې پولیسو ته ویلي، چې په موټر کې بې‌هوښه شوې او کله چې په هوښ راغلې، نور افغان پرې جنسي تېری کاوه.

له دې وروسته ښځې پولیسو ته راپور ورکړ او پولیسو خپلې پلتنې پیل کړې دي.

د ټلسا پولیسو د فېبرورۍ په ۲۵مه پر فېسبوک لیکلي، چې نور افغان اوس د لومړۍ درجې جنسي تېري په تور محاکمه کېږي.

په ورته وخت کې، د جنسي تېري او تاوتریخوالي پېښې د ټولنیزو او قانوني ادارو له‌خوا جدي څېړل کېږي، په ځانګړي ډول که مجرم د کډوالو له ډلې وي.

دا ډول پېښې د هغو زرګونو افغان کډوالو پر وضعیت هم اغېزه کوي، چې د ښه ژوند او کار لپاره امریکا ته تللي دي.

دغه پېښه ښایي د قانوني سېسټم له لوري د سختو اقداماتو لامل شي او همداراز کولای شي چې د افغان کډوالو پر ټولییز انځور منفي اغېزې ولري.

طالبان: په هېواد کې ۴۶۶ رسنۍ فعالې دي

۸ کب ۱۴۰۳ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۵، ۱۸:۵۶ GMT+۰

په داسې حال کې چې په کور دننه افغان خبریالان او رسنۍ هره ورځ د طالبانو له ځپونکو محدودیتونو او سانسور سره لاس او ګرېوان دي، د دغې ډلې د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د «وفاق» په نوم د یوه خبري اژانس د فعالیت له پیلېدو خبر ورکړی دی.

نوموړي د چهارشنبې په ورځ (د کب ۸مه) د خپلې اېکس‌پاڼې له لارې په یوه بیان کې ویلي، چې په تېرو درې نیمو کلونو کې که له یوې خوا یو شمېر د بهرنیو له خوا تمویلېدونکې رسنۍ تړل شوي، بل خوا یو شمېر نویو رسنیو فعالیت پیل کړی دی.

‏د طالبانو د ویاند مرستیال ادعا کړې، چې دا مهال په افغانستان کې ټولټال ۴۶۶ فعالې تصویرې، غږېزي او چاپي رسنۍ فعالیت لري.

‏نوموړي زیاته کړې، چې۸۴ ټلوېزیوني شبکې، ۲۷۳ راډیوګانې، ۵۷ خبري اژانسونه او ۵۲ چاپي رسنۍ په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې فعالیت لري.

‏دغه طالب ویاند وړاندې وايي، چې په تېرو درې نیمو کلونو کې یوازې ۳۳ نویو راډیوګانو فعالیت پیل کړی دی.

فطرت په داسې حال کې دغه خبرې کوي، چې یادې ډلې په وروستي اقدام کې د بېګم او ځوانانو راډیوګانو نشرات بند کړل او د بېګم راډيو ځيني کارکوونکي یې هم ونیول.

د یادونې ده، چې څه موده وړاندې په اروپا او شمالي امریکا کې د جلاوطنه افغان خبریالانو بنسټ په یوه راپور کې ویلي و، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته ۲۵۰رسنۍ تړل شوي یا هم تړل کېدو ته اړې شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان له خبریالانو ملاتړې ادارې بیا پر رسنیو د بندیزونو پر دوام اندېښنه څرګندوي او وایي، چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا د رسنیو د خپرونو بندول د بیان ازادۍ د لا ډېرو ځپلو او د اطلاعاتو د ازادۍ محدودولو په برخه کې یوه ځپونکې کړنه ده.

دغو ادارو په ځلونو له طالب چارواکو غوښتي، چې د بیان ازادۍ اصل ته درناوی وکړي او د رسنیو له بندولو او د اطلاعاتو د ازاد بهیر له محدودولو ډډه وکړي.
د یو شمېر نورو راپورونو له مخې، تر ۲۰۲۱ کال پورې په افغانستان ۵۴۳ رسنیو فعالیتونه درلودل، چې ۱۰ زره او ۷۹۰ کارکوونکي یې لرل؛ خو د طالبانو تر واکمنۍ وروسته ۴۳٪ رسنۍ بندې شوي او یوازې څلور زره او ۳۶۰ کارکوونکي یې په دندو پاتې شوي دي.