په داسې حال کې چې په کور دننه افغان خبریالان او رسنۍ هره ورځ د طالبانو له ځپونکو محدودیتونو او سانسور سره لاس او ګرېوان دي، د دغې ډلې د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د «وفاق» په نوم د یوه خبري اژانس د فعالیت له پیلېدو خبر ورکړی دی.
نوموړي د چهارشنبې په ورځ (د کب ۸مه) د خپلې اېکسپاڼې له لارې په یوه بیان کې ویلي، چې په تېرو درې نیمو کلونو کې که له یوې خوا یو شمېر د بهرنیو له خوا تمویلېدونکې رسنۍ تړل شوي، بل خوا یو شمېر نویو رسنیو فعالیت پیل کړی دی.
د طالبانو د ویاند مرستیال ادعا کړې، چې دا مهال په افغانستان کې ټولټال ۴۶۶ فعالې تصویرې، غږېزي او چاپي رسنۍ فعالیت لري.
نوموړي زیاته کړې، چې۸۴ ټلوېزیوني شبکې، ۲۷۳ راډیوګانې، ۵۷ خبري اژانسونه او ۵۲ چاپي رسنۍ په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې فعالیت لري.
دغه طالب ویاند وړاندې وايي، چې په تېرو درې نیمو کلونو کې یوازې ۳۳ نویو راډیوګانو فعالیت پیل کړی دی.
فطرت په داسې حال کې دغه خبرې کوي، چې یادې ډلې په وروستي اقدام کې د بېګم او ځوانانو راډیوګانو نشرات بند کړل او د بېګم راډيو ځيني کارکوونکي یې هم ونیول.
د یادونې ده، چې څه موده وړاندې په اروپا او شمالي امریکا کې د جلاوطنه افغان خبریالانو بنسټ په یوه راپور کې ویلي و، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته ۲۵۰رسنۍ تړل شوي یا هم تړل کېدو ته اړې شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان له خبریالانو ملاتړې ادارې بیا پر رسنیو د بندیزونو پر دوام اندېښنه څرګندوي او وایي، چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا د رسنیو د خپرونو بندول د بیان ازادۍ د لا ډېرو ځپلو او د اطلاعاتو د ازادۍ محدودولو په برخه کې یوه ځپونکې کړنه ده.
دغو ادارو په ځلونو له طالب چارواکو غوښتي، چې د بیان ازادۍ اصل ته درناوی وکړي او د رسنیو له بندولو او د اطلاعاتو د ازاد بهیر له محدودولو ډډه وکړي. د یو شمېر نورو راپورونو له مخې، تر ۲۰۲۱ کال پورې په افغانستان ۵۴۳ رسنیو فعالیتونه درلودل، چې ۱۰ زره او ۷۹۰ کارکوونکي یې لرل؛ خو د طالبانو تر واکمنۍ وروسته ۴۳٪ رسنۍ بندې شوي او یوازې څلور زره او ۳۶۰ کارکوونکي یې په دندو پاتې شوي دي.
سپنتا عطا محمد نور ته په خطاب کې وویل، چې تر سپکاوي مخکې باید وپوښتل شي او څېړنه وشي.
عطا محمد نور د طالبانو ضد د یو شمېر سیاسي مشرانو په یوې مجازي ناسته کې پر هغو کسانو سخته نیوکه وکړه، چې پر طالبانو د سولې خبرو ته باور نه لري او یوازې پوځي لاره د افغانستان د کړکېچ یوازینی حل ګڼي.
نوموړي وویل، که هغوی پر جګړې باور لري نو باید خپل زامن د جګړې ډګر ته واستوي.
عطا محمد نور د کوم ځانګړي کس نوم نه دی اخیستی، خو د مقاومت او د ازادۍ جبهې مشرانو په وروستۍ ویانا ناسته کې وویل، چې طالبان سولې او مذاکرې ته غاړه نه ږدي او یوازینۍ لاره دا ده، چې دا ډله د پوځي فشار او وسلهوالې جګړې له لارې مذاکراتو ته اړ کړل شي.
یاسین ضیا د سلواغې ۳۰مه وویل، چې ځیني شخصیتونه د سولې د ناستو په جوړولو سره د طالبانو پر ضد د جګړو مشروعیت ته زیان رسوي او خلک له جګړې څخه وېروي.
د بي بي سي مطبوعاتي دفتر تر اوسه له طالبانو سره د دوی د اړیکو د څرنګوالي په اړه د افغانستان انټرنشنل پوښتني ته ځواب نه دی ورکړی.
د راپور له مخې، بي بي سي په افغانستان کې د خپلو انتنونو د ساتنې لپاره د طالبانو امنیتي ځواکونو ته پیسې ورکوي، چې ښايي دا د طالبانو پر وړاندې د برېتانیا او امریکا بندیزونو سرغړونه وي.
د دغه راپور جوړونکي علي همداني او ډېوېډ روز ویلی، چې په ۱۴۰۰ کال کې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې دغې ډلې په ښکاره توګه د اعدامونو لړۍ بیا پیل کړې او په افغانستان کې یې د «جنسيتي توپیر» رامنځته کولو سربېره د بیان په ازادۍ محدودیتونه سخت کړي دي.
په راپور کې ویل شوي، چې طالبانو رسنۍ سانسور کړي او یو شمیر راډیو سټیشنونه یې هم تړلي دي، خو بي بي سي په افغانستان کې خپلې خپرونې او فعالیتونه دوامداره ساتلي دي.
په راپور کې دا هم ویل شوي، چې بي بي سي د هغو خبرونو له خپرولو ډډه کړې، چې د طالبانو د ناراضۍ سبب کېږي او پر خپلو کارمندانو یې هم فشار راوړی چې دا کار وکړي.
له طالبانو سره د بي بي سي اړیکې
د "ان هرډ" رسنۍ د موندنو له مخې، طالبانو د امریکا غږ او د ازادي راډیو په ګډون د ډېرو رسنیو فعالیتونه بند کړي، خو دغې ډلې له بي بي سي سره دوستانه چلند کړی دی.
دغې رسنۍ امریکا غږ او ازادي راډیو نومونه د بي بي سي د دوو سیمه ییزو سیالانو په توګه یاد کړي دي.
په راپور کې د بي بي سي د سوېلي اسیا د دفتر مشرې جکي مارټینز او د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ترمنځ د لیدني یادونه شوې ده.
دغې رسنۍ ویلي، چې لیدنې او اړیکو د افغانستان په اړه د بي بي سي پوښښ ډېر کړی دی.
جکي مارټینز په ۲۰۲۲ کال کې کابل ته د سفر پر مهال له سراج الدین حقاني سره ولیدل.
په راپور کې ویل شوي، دغه لیدنه چې په افغانستان کې د ازادۍ راډیو او امریکا غږ باندې له بندیز څخه یوازې دوه اونۍ مخکې وشوه، ښايي تصادفي نه وي.
یاده رسنۍ وايي، چې سراج الدین حقاني یو «بدنام جهادي» او د ترهګرۍ په تور تر تعقیب لاندې دی.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت هغه مهال په یوه رسنیزه اعلامیه کې لیکلي وو، چې بي بي سي په نړۍواله کچه یوه مهمه رسنۍ ده او حقاني ویلي وو، تمه لري چې بي بي سي او نورې نړۍوالې رسنۍ به د مضوعګانو او په ځانګړې توګه د افغانستان په پوښښ کې بې طرفه اوسي.
په دې غونډه کې حقاني جکي مارټینز ته د بي بي سي سره د همکارۍ ډاډ ورکړی.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د بي بي سي د سویلې اسیا د دفتر د مشر په حواله لیکلي و: «افغانستان زموږ لپاره مهم دی، موږ هڅه کوو، چې ډېری پرمختګونه او پیښې پوښښ کړو.»
«بي بي سي څنګه طالبانو ته مالي مرسته ورکوي؟»
په دغه څېړنه کې ویل شوي، چې بي بي سي «د طالبانو د تبلیغاتي شبکې د افغانستان ملي راډیو او ټلویزیون ته ډېري پیسې لېږي، خو دغه رسنۍ طالبانو ته د خپلو پیسو دقیق ارقام افشا کولو څخه ډډه کوي.»
د بي بي سي ویاند «ان هرډ» رسنۍ ته تایید کړې، چې د ټرانسمیټر لګښتونه، د برېښنا لګښتونه او ساتنه په دې لګښتونو کې شامل دي.
د «ان هرډ» رسنۍ موندنې ښیي، چې په دې لګښتونو کې د بي بي سي امنیت ساتل هم شامل دی، کوم چې د سراج الدین حقاني په مشرۍ د طالبانو په غاړه دی.
په څېړنه کې دا هم ویل شوي، چې د میډیا اېکشن په نوم د بي بي سي خیریه اداره چې په افغانستان کې تعلیمي فعالیتونه ترسره کوي، ښايي د امریکا او برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت څخه ترلاسه شوې مرستې تر ۶۰ سلنې پورې د مالیاتو په پلمه طالبانو ته ورکړي وي.
همدارنګه په څېړنه کې ټینګار شوی، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او د افغانستان د ملي ټلویزیون لپاره د طالبانو رییس محمد یوسف احمدي د بندیزونو په نوملړ کې دي او له دغو کسانو سره هر ډول مالي اړیکه جرم ګڼل کېږي.
په راپور کې ویل شوي دي «حقاني له ښکاره افراطیت سربېره د حقاني شبکې پخوانی مشر هم دی، چې د برېتانوي وګړو د تښتولو او وژونکو ځانمرګو بریدونو د ترسره کولو مسوول دی. څرنګه چې حقاني د برېتانیا د بندیزونو په نوملړ کې دی، نو د برېتانیا د قانون له مخې له هغه سره هر ډول مالي راکړې ورکړې جرم دی. د افغانستان د ملي راډیو او ټلویزیون لپاره د طالبانو رییس قاري محمد یوسف احمدي هم پر لوېدیځو ځواکونو باندې د بریدونو د ستاینې په اړه د مقالو لیکلو له امله د بندیزونو په نوملړ کې دی.»
اېلان ماسک تر دې وړاندې د یوسیډ له خوا د مالي ملاتړ له امله پر بي بي سي نیوکه کړې وه.
د طالبانو ضد موضوعګانو خپرولو څخه د بي بي سي ډډه کول
د برېتانوي خبري او څېړنیزې رسنۍ «ان هرډ» لیکلي: «افغان اوریدونکو ته ښایي داسې ښکاري چې بي بي سي په افغانستان کې د فعالیت د دوام لپاره درنه بیه ورکړې.دا رسنۍ نور هغه پروګرامونه نه خپروي چې غربي موسیقي پکې شامله وي.»
خو بي بي سي ویلي، چې په دې وروستیو کې یې د یوې افغانې ښځینه سندرغاړې سندره د خبرونو د راپور سره یوځای کارولې او ځینې وختونه افغاني «دودیزه» موسیقي خپروي.
علي همداني او ډېوېډ روز لیکلي دي، چې د طالبانو ضد کیسې چې د بي بي سي په نورو برخو کې خپرېږي د افغانستان له خپرونو څخه لرې شوي او ځیني وختونه په بشپړ ډول نه خپرېږي.
په افغانستان کې د بي بي سي یوه کارکوونکي ویلي، چې دا ډېره ستونزمنه ده، چې مدیرانو ته قناعت ورکړي، چې د ښځو حقونو او د بیان ازادۍ موضوعګانو ته پوښښ ورکړي.
نوموړي زیاته کړه:«خلک موږ ته زنګ وهي او غوښتنه کوي، چې موسیقي خپره کړو، خو موږ دا کار نه کوو، که موږ دا کار وکړو نو ښايي زموږ فعالیت په افغانستان کې بند شي.»
دغه خبریال وايي، چې ځیني وختونه د طالبانو شکایتونه د بي بي سي د کارمندانو داخلي تحقیقاتو ته اړ باسي.
د طالبانو له رسنیو او د بي بي سي میډیا اکشن ترمنځ تفاهم
د ان هرډ رسنۍ راپور کې ویل شوي، چې د بي بي سي خیریه څانګه (میډیا اکشن) د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان ملي راډیو او ټلویزیون سره د تفاهم لیک لاسلیک کړی، چې له مخې به یې د ۱،۹ میلیون ډالرو په ارزښت د روغتیايي تعلیم پروژې ته پوښښ ورکوي.
د بي بي سي چارواکو تایید کړې، چې میډیا اکشن د طالبانو له خوا غوښتل شوي لګښتونه او همدارنګه د کارکوونکو د تنخواوو مالیه ورکړې ده.
بي بي سي د دې اړیکو په اړه د پوښتني په ځواب کې ویلي، چې دا شرکت ډاډه دی چې د احمدي او حقاني سره معاملو کې د برېتانوي قانون څخه سرغړونه نه کوي.
بي بي سي په افغانستان کې له خپل کار څخه دفاع کړې ده.
مولوي شمسالدین شریعتي د بدخشان د کشم ولسوالۍ اوسېدونکی دی او د طالبانو له پخوانیو غړو څخه ګڼل کېږي. هغه د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال د میدان وردک او پکتیا ولایتونو والي و.
د هغه د کورنۍ یوه غړي افغانستان انټرنشنل ته وویل: "شمسالدین یو ارام، موقعشناس او د طالبانو امر منونکی شخص دی. د کندهاري طالبانو او حقاني شبکې پر وړاندې د بغاوت خوی نه لري."
د نږدې کسانو په وینا، شمسالدین له فصیحالدین فطرت (د طالبانو د پوځ لوی درستیز) او امانالدین منصور (د طالبانو د قول اردو قوماندان) سره سیمهییز رقابت لري.
هغه څو ځله خپلو نږدې کسانو ته ویلي: "ما به اخر وهي." خو دا نه ده معلومه چې اشاره یې چاته ده.
په تېرو ۱۲ میاشتو کې په پخوانۍ لویې څارنوالۍ او د هبت الله د هدایاتو او اوامرو د تعقیب پر دفتر دوه بریدونه شوي، یو د دارالامان پر دفتر او بل د کابل د شهر نو پر دفتر. شمسالدین ادعا کړې چې هدف دی و.
په طالبانو کې دوهګوني چلندونه د حکومت په هره برخه کې ښکاره دي. غیر پښتنو او غیرکندهاري طالبانوڅو ځله اعتراف کړی چې که دوی پښتانه یاپه ځانګړي ډول د کندهار اوسېدونکي وی، له دوی سره به بل ډول چلند شوی و.
یو طالب وايي: "که پښتون یې او طالب، همدا بس ده. نور ته دندې ته اړتیا نه لرې، ته د نظام خپل یې."
خو طالبان بیا له هغو پښتنو سره هم خشن برخورد کوي، چې طالبان نه دي او د دوی لپاره طالبي فکر لرل د تول یو مهم سمبول دی.
د طالبانو په حکومت کې له سیستماتیک تبعیض سره اکثره غیر طالب پښتانه او غیر پښتانه طالبان د حقارت احساس کوي. دوی فکر کوي چې بل انتخاب نه لري:“یا به د طالبانو د مستبد نظام امرونه مني، یا به د یوه تحول انتظار باسي، چې ورسره د دوی موقف هم بدل شي”.
په اوسني حالت کې، هر ډول بغاوت یا سرغړونه د هغوی د مرګ سبب کېدای شي.
د « ابزرور ریسرچ فاونډیشن» د ستراتیژیکو مطالعاتو پروګرام مرستیال وايي، تحریر الشام یوازینۍ ډله نه ده چې په نوي نړیوال نظم کې شامله شوې. په۲۰۲۱ کال کې چې امریکا او لوېدیز له اوږدې ترهګرۍ ضد جګړې ستړي شول او د نظامي لاسوهنې پر ځای یې تعامل ته مخه کړه، طالبان واک ته ورسېدل. خو په سوریه کې اروپا د مشرۍ رول ولوباوه.
د هغه په باور، افغانستان دومره بختور نه دی. د شرع برعکس، چې د ښځو د تعلیم په اړه یې سخت دریځ نه دی غوره کړی، طالبان بیا د سختدریځۍ پر کرښه ټینګ ولاړ دي. دا اختلافات د طالبانو دننه هم څرګند دي، چیرې چې د کابل سیاسي مشرتابه، چې د حقاني شبکې تر نفوذ لاندې ده، په کندهار کې له خپل امیرالمومنین هبتالله اخوندزاده سره زیاتې ناندرۍ لري.
الشرع هڅه کوي ځان یو معتدل سیاسي مشر معرفي کړي، چې د ښځو له تعلیم سره دومره جدي مخالفت نه لري او له سیاسي ازادۍ سره نرم چلند کوي. خو نوموړی د سختدریځو جهاديانو لکه اردني ابو محمد المقدسي له مخالفت سره مخ دی، چې پرتحریر الشام تور لګوي چې القاعدې ته یې شا اړولې او د اسلامي شریعت پر ځای یې سیکولر سیاست ته مخه کړې.
د نړیوال سیاست پر وړاندې اغیز
تحریر الشام او طالبان دواړه په نړیوال سیاست کې دخیل شوي. لوېدیز له تحریر الشام سره تعامل ته زړه ښه کړی، څو په سوریه کې د روسیې او ایران نفوذ کم کړي. خو برعکس، مسکو او تهران له طالبانو سره پیاوړې اړیکې لري، ځکه افغانستان کې د لوېدیز نفوذ مخ پر کمېدو دی.
تنیجا وايي، هند، چې پخوا د بشار الاسد له رژیم سره نږدې و، له طالبانو سره یې خپلې اړیکې ورو ورو پراخې کړې، خو له تحریر الشام سره یې ښکاره تعامل نه دی کړی.
نوموړی په پایله کې وايي، نننی دیپلوماتیک تعامل له چټکو تغیراتو سره مخ دی، چیرې چې هېوادونه هڅه کوي هم اړیکې وساتي، هم لګښتونه راکم کړي، خو د اوږدمهاله امنیتي لګښتونو په اړه هېڅ روښانه تګلاره نه ترسترګو کیږي.