تاجیکتباره طالب قوماندانان؛ د طالبانو له رهبرۍ غلي ناخوښه د ۹۰یمې لسیزې په پیل کې کله چې دا د طالبانو ډله رامنځته شوه، یو شمېر محدود شمېر تاجک قوماندانان له دغې ډلې سره یو ځای شول. د دوی مطرحې څېرې ډېرې کمې دي او د طالبانو له لیکو سره د یو ځای کېدو عوامل یې هم توپیر لري.
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
ځینې د مذهبي عقایدو او فکري نږدېوالي له امله ورګډ شول؛ خو ځیني نور بیا د بېلابېلو دلیلونو له مخې طالبانو ته ورجذب شول.
په دې راپور کې مو د طالبانو تر واک لاندې د تاجیکتباره لوړپوړو غړو د کار او ژوند شرایط څېړلي دي.
دوی کومې دندې لري؟
څومره واک او صلاحیت لري؟
د طالبانو د نظام په اړه یې نظر څه دی؟
افغانستان انټرنشنل د دغو تاجکو طالبانو د کورنیو له غړو، نږدې کسانو او د طالبانو دننه سرچینو سره خبرې کړې دي. د موضوع د حساسیت له امله د سرچینو هویت نه دی افشا شوی؛ خو د دې مرکو ټول جزییات ثبت شوي دي.
مولوي ضیاالرحمان مدني – د لوګر والي
مولوي ضیاالرحمان مدني د تخار ولایت د نمکاب ولسوالۍ اوسېدونکی دی. نوموړی د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره (۹۰یمه لسیزه) کې دې ډلې ته ورګډ شو. د هغه د کورنۍ د یوه غړي په وینا، نوموړی له فکري نږدېوالي، محلي اختلافونو او په حکومت کې د نمکاب د خلکو د عادلانه ونډې نه لرلو له امله طالبانو ته ورغی.
مدني د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال د لوګر والي و او له ملا محمد عمر سره یې نېږدې اړیکې درلودې. د طالبانو له سقوط وروسته (۲۰۰۱) سعودي عربستان ته ولاړ او بیا کله په سعودي او کله په قطر کې پاتې کېده. په دې موده کې یې د عربو هېوادونو څخه د طالبانو لپاره د مالي مرستو راټولولو مسوولیت درلود.
کله چې د طالبانو او امریکا ترمنځ مذاکرات پيل شول، مدني د طالبانو د مذاکره کوونکي پلاوي غړی و. د طالبانو د بیا واک ته رسېدو وروسته، نوموړي تمه لرله چې د ماليې وزیر به شي، ځکه چې هغه د مالي مرستو په راټولولو کې مهم رول درلود؛ خو د کابینې د اعلان پر مهال، نوموړی په سعودي کې و او د خپل نوم د نه شاملېدو له امله حیران شو.
د هغه د نږدې کسانو په وینا، طالبانو ځکه هغه وزیر نه کړ، چې دی د کومې جنګي ډلې اړوند نه و او هم له کندهار څخه نه و.
نوموړي دا نارضایتي څو ځله په کورنۍ کې یاده کړې، چې په طالبانو کې قومیت څومره مهم دی. د کورنۍ یوه غړي ویلي، مدني د طالبانو له مشر سره ولیدل؛ خو ورته وویل شول چې “یوه ولایت ته لاړ شه”. لومړی تخار ته والي وټاکل شو، خو وروسته بېرته لوګر ته واستول شو. اوس یوازې فزیکي حضور لري، د سرچینو په خبره چې نوموړی اوس په لوګر کې هېڅ صلاحیت نه لري.
قاري فصیحالدین فطرت – د طالبانو د پوځ لوی درستیز
فصیحالدین فطرت د طالبانو د نوې نسل قوماندانانو له ډلې دی او د بدخشان ولایت د وردوج ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی. نوموړی د امریکا د شل کلن حضور په وروستیو کې طالبانو ته ورګډ شو او د بدخشان په جګړو کې یې برخه واخیسته.
د سیمهییزو خلکو په وینا، فطرت د بدخشان د جرم ولسوالۍ د یوه جومات ملا امام و. وروسته د سیمهییزو اختلافونو او د بدخشان د کانونو د وېش پر سر د وکیلانو او قوماندانانو ترمنځ شخړې پیدا شوې، چې له امله یې ځینو د فطرت ملاتړ پیل کړ.
په پیل کې نوموړي د اصلي طالبانو سره ډېر تړاو نه درلود، بلکې د یوه سیمهییزې طالبي مافیا په توګه یې فعالیت کاوه. د مخکیني حکومت دوه امنیتي سرچینې وايي، فطرت له ملي امنیت ریاست څخه څو ځله پیسې اخیستې وې.
په ۲۰۱۹ کې فطرت د طالبانو د شمالختیځ یوه مهمه څېره وګرځېده. د بدخشان او تخار د سقوط تر شا هم د هغه هڅې یادې شوې دي. د کابل له سقوط وروسته، فطرت ته امر وشو چې د پنجشیر جګړې ته لاړ شي، چې هغه مهال د مقاومت ځواکونو په لاس کې و. د طالبانو د یوه قوماندان مولوي امانالدین په وینا، په دې جګړه کې دواړو خواوو ته درانه تلفات واوښتل.
طالبانو د دغو لاسته راوړنو له امله فطرت د پوځ د لوی درستیز په توګه وټاکه. د نږدې کسانو په وینا، د طالبانو د حکومت په پیل کې هغه پراخ واک درلود؛ خو وروسته دا صلاحیتونه ګامپهګام کم شول. اوس نه مالي صلاحیت لري، نه هم اجراییوي واک.
یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، نوموړي ته چې کلهتاجیکتبار طالب قوماندانان د خپلو ستونزو د حل لپاره ورشي، نو فطرت ورته یوازې دومره وايي: "زه هیڅ نشم کولای."
د نوموړي د نږدې کسانو په وینا، فطرت پخوا خپله بېواکي پټوله، خو اوس یې څو ځله په نږدې حلقو کې ویلي: "صلاحیت نه لرو، هیڅ هم نشو کولای."
نوموړی ناراضه دی، خو دا نارضایتي به هېڅکله هغه دې ته ونه هڅوي چې د طالبانو پر ضد وسله واخلي. هغه اړ دی هر هغه څه ومني، چې د طالبانو مشرتابه یې ورته وايي.
مولوي محسن هاشمي – د طالبانو د تفتیش ادارې رییس
مولوي محسن د تخار ولایت د فرخار ولسوالۍ اوسېدونکی دی. نوموړی د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال دې ډلې ته ورګډ شو او د یو ایډیالوژیک متحد په توګه یې فعالیت کاوه. هغه د امریکا د شل کلن حضور پر مهال زیاتره وخت په پاکستان کې و؛ خو پټ یې افغانستان ته تګ راتګ درلود.
د طالبانو د بیا واک ته رسېدو وروسته، نوموړی د پنجشیر والي وټاکل شو او بیا د کورنیو چارو وزارت د تامیناتو معین شو. د طالبانو د حکومت په پیل کې نوموړي د تخاري طالبانو ترمنځ د پام وړ نفوذ درلود، خو د وخت په تېرېدو، د طالبانو مشرتابه هغه بېواکه کړ. د نوموړي قوماندانان، لکه غلام حسین او وسلوال یې بېوسلې کړی شول.
د هغه د کورنۍ د غړو په وینا، که څه هم طالبان پوهېدل چې محسن د دوی له پخوانیو غړو څخه دی، خو بیا یې هم باور نه پرې کاوه. له همدې امله یې د تخار په ولایت کې د هغه پلویان وسلوال بېوسلې کړل، ترڅو د احتمالي بغاوت مخه ونیسي.
اوس مهال، مولوي محسن یوازې په سمبولیک ډول د تفتیش ادارې مشر دی. نوموړي تازه د طالبانو له مشر هبتالله اخوندزاده سره لیدلي او خپله استعفا یې وړاندې کړې، خو د طالبانو رهبر د هغه استعفا نه ده منلې.
مولوي محسن یو ځل ویلي وو: "په طالبانو کې ما ته هېڅ انتخاب نه دی پاتې یا باید کار وکړو، یا زندان ته لاړ شو، یا به مو له صحنې لرې کوي."
مولوي شمسالدین شریعتي –د هبتالله اخوندزاده د اوامرو د تعقیب رییس
مولوي شمسالدین شریعتي د بدخشان د کشم ولسوالۍ اوسېدونکی دی او د طالبانو له پخوانیو غړو څخه ګڼل کېږي. هغه د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال د میدان وردک او پکتیا ولایتونو والي و.
د هغه د کورنۍ یوه غړي افغانستان انټرنشنل ته وویل: "شمسالدین یو ارام، موقعشناس او د طالبانو امر منونکی شخص دی. د کندهاري طالبانو او حقاني شبکې پر وړاندې د بغاوت خوی نه لري."
د نږدې کسانو په وینا، شمسالدین له فصیحالدین فطرت (د طالبانو د پوځ لوی درستیز) او امانالدین منصور (د طالبانو د قول اردو قوماندان) سره سیمهییز رقابت لري.
هغه څو ځله خپلو نږدې کسانو ته ویلي: "ما به اخر وهي." خو دا نه ده معلومه چې اشاره یې چاته ده.
په تېرو ۱۲ میاشتو کې په پخوانۍ لویې څارنوالۍ او د هبت الله د هدایاتو او اوامرو د تعقیب پر دفتر دوه بریدونه شوي، یو د دارالامان پر دفتر او بل د کابل د شهر نو پر دفتر. شمسالدین ادعا کړې چې هدف دی و.
هغه څو ځله ویلي: "زه د طالبانو په بدنه کې د بدخشانیانو اصلي محور یم."
عبدالحمید خراسانی – د طالبانو د بدري قطعې قوماندان
حمید خراسانی د تاجیکتبار طالبانو له جنجالي څېرو څخه دی. نوموړی د پنجشیر ولایت دی او د جمهوریت د نظام په وروستیو کلونو کې طالبانو ته ورګډ شو.
د هغه د طالبانو ته د یوځای کېدو لامل سیمهییز اختلافات وو. د پخواني حکومت لهخوا د نیول کېدو وروسته، نوموړی بېرته خوشې شو او همدا چاره د دې لامل شوه چې طالبانو ته واوړي.
لومړی د پنجشیر د امنیت امر وټاکل شو، خو وروسته له دندې لېرې شو او کابل ته راوغوښتل شو. لږ وخت وروسته د پکتیا ولایت د احمد اباد ولسوالۍ ولسوال وټاکل شو، خو دا دنده یې هم پریښوده او بېرته کابل ته ستون شو.
حمید خراساني تل په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو پر قومي تبعیض نیوکې کړي او هغوی یې قومپالهګڼلي دي.
وروسته طالبانو له هغه څخه د هغه د قطعې وسلې او نظامي تجهیزات واخیستل، حتا یو وخت ونیول شو، خو وروسته بېرته خوشې شو.
خراساني څو ځله ویلي: "طالبان ما ته ځکه بېاعتنا دي، چې زه تاجیک یم. ما په خپلو سترګو لیدلي چې طالبان څنګه قومي تبعیض کوي."
هغه وايي، ځینې کسان چې د طالبانو د مشرانو قوم ته منسوب دي، بې له دې چې یوه ورځ یې هم جګړه کړې وي، لوړ دولتي مقامونه ته رسېدلي؛ خو دی چې د طالبانو لپاره یې د پنجشیر په جګړه کې برخه اخیستې، بېوظیفې پاتې دی.
تاجیکتبار طالبان تر کومه لار وړي؟
طالبان یوه ایډیالوژیکه ډله ده، خو په تېرو درې کلونو کې ثابته شوې چې یوازې ایډیالوژي ورته مهمه نه ده.
په طالبانو کې دوهګوني چلندونه د حکومت په هره برخه کې ښکاره دي. غیر پښتنو او غیرکندهاري طالبانوڅو ځله اعتراف کړی چې که دوی پښتانه یاپه ځانګړي ډول د کندهار اوسېدونکي وی، له دوی سره به بل ډول چلند شوی و.
یو طالب وايي: "که پښتون یې او طالب، همدا بس ده. نور ته دندې ته اړتیا نه لرې، ته د نظام خپل یې."
خو طالبان بیا له هغو پښتنو سره هم خشن برخورد کوي، چې طالبان نه دي او د دوی لپاره طالبي فکر لرل د تول یو مهم سمبول دی.
د طالبانو په حکومت کې له سیستماتیک تبعیض سره اکثره غیر طالب پښتانه او غیر پښتانه طالبان د حقارت احساس کوي. دوی فکر کوي چې بل انتخاب نه لري:“یا به د طالبانو د مستبد نظام امرونه مني، یا به د یوه تحول انتظار باسي، چې ورسره د دوی موقف هم بدل شي”.
په اوسني حالت کې، هر ډول بغاوت یا سرغړونه د هغوی د مرګ سبب کېدای شي.
تنیجا په هندوستان ټایمز کې یوه مقاله کې وايي، له نږدې ۲۵ کلنې واکمنۍ وروسته د پخواني سوريايي ولسمشر بشارالاسد سقوط د لوېدیزو قدرتونو له لوري په پراخه کچه وستایل شو خو د عرب پسرلي برعکس، چې د ولسي بغاوتونو له لارې رامنځته شوی و، په دمشق کې د قدرت بدلون د احمد الشرع او د هیئت تحریر الشام په لاس ترسره شو، چې له القاعدې او داعش سره پخوانۍ اړیکې لري.
په مقاله کې راغلي، الشرع، چې پخوا د ابو محمد الجولاني په نوم مشهور و، سمدلاسه خپله واکمني ټینګه کړه، اسد روسیې ته وتښتېد او لوېدیز دیپلوماتان دمشق ته لاړل. د نوموړي پخوانۍ جهادي سابقه یې یوې نوې سیاسي بڼې ته بدله کړه، چیرې یې چې د وسلې ګرځولو پر ځای رسمي دیپلوماتیکې غونډې پیل کړې.
د طالبانو او تحریرالشام ترمنځ توپیر
د « ابزرور ریسرچ فاونډیشن» د ستراتیژیکو مطالعاتو پروګرام مرستیال وايي، تحریر الشام یوازینۍ ډله نه ده چې په نوي نړیوال نظم کې شامله شوې. په۲۰۲۱ کال کې چې امریکا او لوېدیز له اوږدې ترهګرۍ ضد جګړې ستړي شول او د نظامي لاسوهنې پر ځای یې تعامل ته مخه کړه، طالبان واک ته ورسېدل. خو په سوریه کې اروپا د مشرۍ رول ولوباوه.
د هغه په باور، افغانستان دومره بختور نه دی. د شرع برعکس، چې د ښځو د تعلیم په اړه یې سخت دریځ نه دی غوره کړی، طالبان بیا د سختدریځۍ پر کرښه ټینګ ولاړ دي. دا اختلافات د طالبانو دننه هم څرګند دي، چیرې چې د کابل سیاسي مشرتابه، چې د حقاني شبکې تر نفوذ لاندې ده، په کندهار کې له خپل امیرالمومنین هبتالله اخوندزاده سره زیاتې ناندرۍ لري.
الشرع هڅه کوي ځان یو معتدل سیاسي مشر معرفي کړي، چې د ښځو له تعلیم سره دومره جدي مخالفت نه لري او له سیاسي ازادۍ سره نرم چلند کوي. خو نوموړی د سختدریځو جهاديانو لکه اردني ابو محمد المقدسي له مخالفت سره مخ دی، چې پرتحریر الشام تور لګوي چې القاعدې ته یې شا اړولې او د اسلامي شریعت پر ځای یې سیکولر سیاست ته مخه کړې.
د نړیوال سیاست پر وړاندې اغیز
تحریر الشام او طالبان دواړه په نړیوال سیاست کې دخیل شوي. لوېدیز له تحریر الشام سره تعامل ته زړه ښه کړی، څو په سوریه کې د روسیې او ایران نفوذ کم کړي. خو برعکس، مسکو او تهران له طالبانو سره پیاوړې اړیکې لري، ځکه افغانستان کې د لوېدیز نفوذ مخ پر کمېدو دی.
تنیجا وايي، هند، چې پخوا د بشار الاسد له رژیم سره نږدې و، له طالبانو سره یې خپلې اړیکې ورو ورو پراخې کړې، خو له تحریر الشام سره یې ښکاره تعامل نه دی کړی.
نوموړی په پایله کې وايي، نننی دیپلوماتیک تعامل له چټکو تغیراتو سره مخ دی، چیرې چې هېوادونه هڅه کوي هم اړیکې وساتي، هم لګښتونه راکم کړي، خو د اوږدمهاله امنیتي لګښتونو په اړه هېڅ روښانه تګلاره نه ترسترګو کیږي.
د طالبانو د مخالفو مشرانو انلاین غونډې ته د بلخ پخواني والي عطا محمد نور په خپله وینا کې پر هغو کسانو سختې نیوکې وکړې، چې جګړه د افغانستان لپاره حل لاره ګڼي.
نوموړی وايي:«هغه کسان چې خلک جګړې ته هڅوي، باید له خپلو اولادونو سره د جګړې کرښې ته ولاړ شي.»
نوموړی وايي، کله، چې د مذاکراتو لپاره ټولې دروازې بندې شي او د ستونزې د سوله ییز حل لپاره هیڅ لاره پاتې نه شي بیا د جګړې انتخاب یقیني او غیر منتفي دی.
نور وویل، « یوشمېر درباري او د «قبیلې» خدمتکار روشنفکران چې پر جګړه ټینګار کوي، د جګړې امر کوي چې د افغانستان لپاره حل لاره یوازې جګړه ده، خلک باید جګړه وکړي او پاڅون وکړي، ولې یوازې د بېوزله خلکو اولادونه قرباني ورکړي او وجنګیږي.»
نور وايي، سیاسي اجماع د افغانستان د کړکېچ د حل لپاره لومړی ګام دی.
د طالبانو د مخالفو مشرانو په دې انلاین غونډه کې د افغانستان د ژغورنې ملي مقاومت عالي شورا غړي یونس قانوني وویل چې ۲۰۵ کال په افغانستان کې د یو لوی بدلون کال دی او هغه وسله واله ډله چې د یوې معاملې په ترڅ کې واک ته رسیدلې، نن یې د زوال نښې ښکاري.
قانوني د سیاسي پروسې له لارې په افغانستان کې د یوه بدلون وړاندوینه کوي او وايي، هغه غوټه چې د سیاسي پروسې له لارې په لاس خلاصيږي، غاښ ته پکې اړتیا پېښه نه شي.
د طالبانو د مخالفو مشرانو دغه غونډه د مقاومت جبهې د یوه قوماندان خیر محمد خیرخواه د تلین په مناسبت جوړه شوې وه.
د طالبانو د احصایې او معلوماتو ادارې مسوولينو د چارشنبې په ورځ په يوه خبري کنفرانس کې وویل، چې په تېرو ۱۱ میاشتو کې يې دوو میلیونو هيوادوالو ته د برېښنایي تذکرو د وېش ترڅنګ ۱۲۳ زره کسانو ته د برېښنایي تذکرو له ورکړې وروسته خدمتونه هم وړاندې کړي.
د طالبانو د یادې ادارې مرستیال محمدنبي نصرت زیاته کړه، چې د برېښنايي پېژندپاڼو د ترلاسه کوونکو شمېر ۱۵ ميليونه او ۳۳۰ زرو کسانو ته رسېدلی، چې له دې ډلې ۹ میليونه او ۳۰۷ زره نارينه او ۶ ميلیونه او ۲۱ زره یې ښځينه دي.
نوموړي د خپلې واکمنۍ په ترڅ کې د پېژندپاڼو د وېش اړوند وویل: « حاکمیت ته له رسېدو څخه تر اوسه په ټول هېواد کې نژدې ۹ ميليونه ۲ سوه ۲۱ زره کسانو ته الکترونيکي تذکرې ویشل شوې دي.»
دغه طالب چارواکي وویل، چې په پکتيا او پکتیکا ولایتونو کې ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه يې د لرې پرتو ولسواليو د خلکو لپاره د برېښنایي پېژندپاڼو د ورکړې ګرځنده ډلې هم جوړې کړې، چې ژر به په کار پيل وکړي.
د طالبانو د دغې ادارې د مالوماتو له مخې، د پېژندپاڼو له وېش سره د عوايد د ټولولو پروسه هم په «شفافه او چټکه» توګه پر مخ روانه ده.
د طالبانو ټولګټو وزارت د چارشنبې په ورځ وویل، چې د لویو لارو ترڅنګ په ځينو ولایتونو کې د ښارونو او ولسواليو لارې هم د زیات ورښت او واورو له کبله بندې شوې دي.
دغه وزارت ويلي، چې په بامیان کې د قوناق، اقرباط، شاطو، حاجیګک، اګاه او اسپندک غاښي هم د تګ راتګ پر مخ تړل شوي.
یاد وزارت وايي، « د باميان –غور لار، د میدان ښار – بامیان لار، په دایکندي کې د نيلي، خدير، ګيتي او قوناق لارې، په غزني کې د ناور، اجرستان او مالستان ولسواليو سړکونه، د میدان ښار– باميان لار، د کابل – ګردېز سړک، د نورستان لويې لارې د اروزګان د ځينو ولسواليو لارې هم د موقت وخت لپاره د ترافیکو پر مخ بندې شوې دي.»
وزارت ويلي، چې په ډېرو سيمو کې د زیاتو سيلابونو له کبله هم دغه لارې بندې شوې دي.
وروستيو سیلابونو او ورښتونو د افغانستان په بیلابيلو ولایتونو کې د ځاني زيان ترڅنګ مالي زيان هم اړولی دی.
د چارشنبې په ورځ د طالبانو چارواکو اعلان وکړ چې د کندهار او هلمند په څو ولسوالیو کې د سیلابونو له امله لږ تر لږه ۱۵ کسان مړه شوي او ۱۹ نور ټپیان دي.
د کندهار د طالبانو امنیه قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د میوند، شاه ولیکوټ، ژړۍ او د ولایت په اوومه، شپږمه او پنځمه امنیتي حوزه کې د سختو بارانونو او سیلابونو له امله د دریو ماشومانو په ګډون نهه کسان مړه شوي دي.
د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، په دغه ولایت کې د تیرو دوو ورځو بارانونو له امله نهه نور کسان ټپیان شوي او ۱۲ کورونه او شپږ جریبه کرنیزه ځمکه په بشپړه توګه ویجاړه شوې ده. په ورته وخت کې، د هلمند ولایت د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست اعلان وکړ چې د سې شنبې په ورځ د دغه ولایت په قلعه، ګرشک، باباجي نوزاد، سنګین او واشیر ولسوالیو کې د سیلابونو له امله شپږ کسان مړه شوي او لس نور ټپیان دي.
تېره ورځ سې شنبه هم د فراه په قلعه کاه ولسوالۍ کې د باران او سېلابونو له کبله ۲۱ کسان مړه شوي او ۶ نور ټپیان وو.
په پروان کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر وايي، دوه ورځې وړاندې د دغه ولایت ټولو مسوولینو په سیاه ګرد ولسوالۍ کې د طالبانو په ملاتړ یوه غونډه کې ګډون کړی و.
په دې غونډه کې د طالبانو د پروان والي محمد ادریس نوري ویلي، چې ځینې کړۍ په بهر کې د طالبانو خلاف توطیې جوړوي.
محمد ادریس انوري وایي:« په کفری هېوادونو کې، د یهودو او نصاراوو په هېوادونو کې ناست دي او دوی له چا څخه د ملګرتیا تمه لري؟ له کافر څخه یې لري، له یهود څخه یې لري، له نصاراوو څخه یې لري. هره ورځ له کفري حکومتونو څخه له امریکا څخه دا غوښتنز کوي، چې راشئ زموږ په هېواد کې عدالت پلی کړئ. ایا دا د الهي نظام په ضد دریدل دي که نه دي؟»
نوموړي په دې اړه د کوم چا نوم یاد نه کړ خو وايي، طالبان د ولس مشروع واکمنان دي او د هیچا زورواکي نه مني.
د پروان لپاره د طالبانو د والي دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې څو ورځې وړاندې په ویانا کې یوې غونډې له طالبانو وروسته د افغانستان د راتلونکي په اړه سلامشورې وکړې او ځینې سندونه یې تصویب کړل.