• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وایي په ۱۱ میاشتو کې دوو میلیونو کسانو ته برېښنايي تذکرې وېشل شوې

۸ کب ۱۴۰۳ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۵، ۱۲:۳۰ GMT+۰تازه شوی: ۸ کب ۱۴۰۳ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۵، ۱۷:۲۷ GMT+۰

د طالبانو د احصایې او معلوماتو ادارې مسولينو ویلي، چې د روان کال له پيل تر سلواغې مياشتي پورې يې دوه ميليونه هېوادوالو ته برېښنايي پېژندپاڼې وېشلې دي. د دغو طالب مسوولینو په وینا، واک ته له رسېدو وروسته یې تر ۹ میلیونه زياتو افغانانو ته برېښنايي پېژندپانې ورکړې دي.

د طالبانو د احصایې او معلوماتو ادارې مسوولينو د چارشنبې په ورځ په يوه خبري کنفرانس کې وویل، چې په تېرو ۱۱ میاشتو کې يې دوو میلیونو هيوادوالو ته د برېښنایي تذکرو د وېش ترڅنګ ۱۲۳ زره کسانو ته د برېښنایي تذکرو له ورکړې وروسته خدمتونه هم وړاندې کړي.

د طالبانو د یادې ادارې مرستیال محمدنبي نصرت زیاته کړه، چې د برېښنايي پېژندپاڼو د ترلاسه کوونکو شمېر ۱۵ ميليونه او ۳۳۰ زرو کسانو ته رسېدلی، چې له دې ډلې ۹ میليونه او ۳۰۷ زره نارينه او ۶ ميلیونه او ۲۱ زره یې ښځينه دي.

نوموړي د خپلې واکمنۍ په ترڅ کې د پېژندپاڼو د وېش اړوند وویل: « حاکمیت ته له رسېدو څخه تر اوسه په ټول هېواد کې نژدې ۹ ميليونه ۲ سوه ۲۱ زره کسانو ته الکترونيکي تذکرې ویشل شوې دي.»

دغه طالب چارواکي وویل، چې په پکتيا او پکتیکا ولایتونو کې ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه يې د لرې پرتو ولسواليو د خلکو لپاره د برېښنایي پېژندپاڼو د ورکړې ګرځنده ډلې هم جوړې کړې، چې ژر به په کار پيل وکړي.

د طالبانو د دغې ادارې د مالوماتو له مخې، د پېژندپاڼو له وېش سره د عوايد د ټولولو پروسه هم په «شفافه او چټکه» توګه پر مخ روانه ده.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

د واورو او ورښتونو له امله د ولایتونو ګڼې لارې د تګ راتګ پر مخ بندې دي

۸ کب ۱۴۰۳ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۵، ۱۰:۵۱ GMT+۰

د طالبانو د ټولګټو وزارت ويلي، چې له تېرو دوو ورځو راهیسې د سالنګونو په ګډون دکابل-شمالي ولایتونو، کابل- کندهار- ګردېز، غور او یو شمېر نورو ولایتونو لويې لارې د واورې، زيات ورښت او تېز باد له کبله بندې شوې. دغه وزارت وایي، چې د توپان له کمېدو سره د لارو د خلاصېدو هڅې کوي.

د طالبانو ټولګټو وزارت د چارشنبې په ورځ وویل، چې د لویو لارو ترڅنګ په ځينو ولایتونو کې د ښارونو او ولسواليو لارې هم د زیات ورښت او واورو له کبله بندې شوې دي.

دغه وزارت ويلي، چې په بامیان کې د قوناق، اقرباط، شاطو، حاجیګک، اګاه او اسپندک غاښي هم د تګ راتګ پر مخ تړل شوي.

یاد وزارت وايي، « د باميان –غور لار، د میدان ښار – بامیان لار، په دایکندي کې د نيلي، خدير، ګيتي او قوناق لارې، په غزني کې د ناور، اجرستان او مالستان ولسواليو سړکونه، د میدان ښار– باميان لار، د کابل – ګردېز سړک، د نورستان لويې لارې د اروزګان د ځينو ولسواليو لارې هم د موقت وخت لپاره د ترافیکو پر مخ بندې شوې دي.»

وزارت ويلي، چې په ډېرو سيمو کې د زیاتو سيلابونو له کبله هم دغه لارې بندې شوې دي.

وروستيو سیلابونو او ورښتونو د افغانستان په بیلابيلو ولایتونو کې د ځاني زيان ترڅنګ مالي زيان هم اړولی دی.

د چارشنبې په ورځ د طالبانو چارواکو اعلان وکړ چې د کندهار او هلمند په څو ولسوالیو کې د سیلابونو له امله لږ تر لږه ۱۵ کسان مړه شوي او ۱۹ نور ټپیان دي.

د کندهار د طالبانو امنیه قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د میوند، شاه ولیکوټ، ژړۍ او د ولایت په اوومه، شپږمه او پنځمه امنیتي حوزه کې د سختو بارانونو او سیلابونو له امله د دریو ماشومانو په ګډون نهه کسان مړه شوي دي.

د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، په دغه ولایت کې د تیرو دوو ورځو بارانونو له امله نهه نور کسان ټپیان شوي او ۱۲ کورونه او شپږ جریبه کرنیزه ځمکه په بشپړه توګه ویجاړه شوې ده.
په ورته وخت کې، د هلمند ولایت د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست اعلان وکړ چې د سې شنبې په ورځ د دغه ولایت په قلعه، ګرشک، باباجي نوزاد، سنګین او واشیر ولسوالیو کې د سیلابونو له امله شپږ کسان مړه شوي او لس نور ټپیان دي.

تېره ورځ سې شنبه هم د فراه په قلعه کاه ولسوالۍ کې د باران او سېلابونو له کبله ۲۱ کسان مړه شوي او ۶ نور ټپیان وو.

د طالبانو د پروان والي وايي ځینې کړۍ په بهر کې د دوی خلاف توطیې جوړوي

۸ کب ۱۴۰۳ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۵، ۱۰:۵۰ GMT+۰

محمد ادریس انوري د پروان ولایت په سیاه ګرد ولسوالۍ کې د یوې غونډې پر مهال ویلي، چې یو شمېر بهر میشتي له امریکا او «غیر اسلامي» هېوادونو غوښتنه کوي، چې په افغانستان کې عدالت پلی شي.

په پروان کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر وايي، دوه ورځې وړاندې د دغه ولایت ټولو مسوولینو په سیاه ګرد ولسوالۍ کې د طالبانو په ملاتړ یوه غونډه کې ګډون کړی و.

په دې غونډه کې د طالبانو د پروان والي محمد ادریس نوري ویلي، چې ځینې کړۍ په بهر کې د طالبانو خلاف توطیې جوړوي.

محمد ادریس انوري وایي:« په کفری هېوادونو کې، د یهودو او نصاراوو په هېوادونو کې ناست دي او دوی له چا څخه د ملګرتیا تمه لري؟ له کافر څخه یې لري، له یهود څخه یې لري، له نصاراوو څخه یې لري. هره ورځ له کفري حکومتونو څخه له امریکا څخه دا غوښتنز کوي، چې راشئ زموږ په هېواد کې عدالت پلی کړئ. ایا دا د الهي نظام په ضد دریدل دي که نه دي؟»

نوموړي په دې اړه د کوم چا نوم یاد نه کړ خو وايي، طالبان د ولس مشروع واکمنان دي او د هیچا زورواکي نه مني.

د پروان لپاره د طالبانو د والي دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې څو ورځې وړاندې په ویانا کې یوې غونډې له طالبانو وروسته د افغانستان د راتلونکي په اړه سلامشورې وکړې او ځینې سندونه یې تصویب کړل.

د تورخم دروازې پنځه ورځنۍ تړل کېدا ۱۲ میلیونه ډالره زیان اړولی

۸ کب ۱۴۰۳ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۵، ۰۸:۵۳ GMT+۰
•
خبرخونه

نن پنځمه ورځ ده، چې د ډیورنډ په فرضي کرښه د تورخم دروازه د پاکستان له‌خوا د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلې ده.

د دغې دروازې د تړل کېدو له امله نه یوازې په دغه لاره تلونکو ناروغانو، ښځو او ماشومانو په ګډون مساپرو ته ستونزې راولاړې کړې؛ بلکې هغه سوداګر یې هم زیانمن کړي، چې د کرښې دواړو غاړو ته یې په سوداګریزو توکو بار لارۍ هم په ټپه ولاړې دي.

د پاکستان د ګمرکاتو چارواکو ویلي، چې د تورخم بندر وروستۍ تړل کېدا د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګرۍ ته ۱۲ میلیونه ډالره زیان اړولی دی.

په ننګرهار ولایت کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې یوه غړي حاجي ګل مراد عرب افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، سیاست باید له سوداګرۍ جلا شي؛ د تورخم دواړو غاړو ته د نورو سوداګریزو توکو ترڅنګ په میوو او سبو بار سلګونه لارۍ په ټپه ولاړې دي، چې د خرابېدو له ګواښ سره مخ دي.

د هغه په وینا، د تورخم دروازې تړل کېدو افغان سوداګرو ته ډېر زیان اړولی او که یاده لاره همداسې تړلې پاتې شي؛ نو د تازه میوو او سبو سوداګر به دېوالیه شي.

د مومند په نوم یو سوداګر چې په سبو بار لارۍ یې په تورخم کې ولاړه ده وویل:« زه د افغانستان له لارې ازبیکستان او تاجکستان ته د تازه سبزو کار کوم؛ ډېر مال مې په تورخم کې بند پاتې دی؛ که لاره خلاصه نشي، نو زما تازه میوې او سابه به ټول خراب شي.»

پرون ورځ طالبانو په یوې خبرپاڼه کې ویلي و، چې د تورخم د دروازې د خلاصون لپاره یې په ننګرهار کې د طالبانو د والي مرستیال په مشرۍ یو پلاوی د پاکستاني لوري سره د خبرو اترو لپاره تورخم ته استولی؛ خو یادې خبرې بې پایلې پای ته رسېدلې دي.

په سیمه کې ځایي پاکستاني خبریالانو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، پرون تر ناوخته د دواړو لوریو ترمنځ خبرې اترې روانې وې چې د کومې پایلې پرته پای ته رسېدلې دي.

د دغو خبریالانو په وینا، ښایي یو ځل بیا د خبرو اترو دغه لړۍ له سره پیل شي او تمه کېږي چې یوې پایلې ته ورسېږي.

پښتون سياست‌وال افراسياب خټک د پاکستان له‌خوا پر ډيورنډ کرښه د تورخم دروازې تړلو ته په غبرګون کې دوه ورځې وړاندې په اېکس پاڼه لیکي و، د پاکستان پوځي حکومت لسيزې د يوې نااعلان شوې جګړې په ترڅ کې وکولای شول تر خپل ملاتړ لاندې طالبان پر افغانستان حاکم کړي. اوس دواړه لوري د ډيورند کرښې دواړو خواوو ته د پرتو مېليونونو پښتنو پر اقتصادي قتل عام لګيا دي.

د تورخم دروازه څو ورځې وړاندې د پاکستاني لوري له‌خوا په داسې حال کې وتړل شوه، چې طالبانو غوښتل فرضي کرښې ته نږدې پوځي تاسیسات جوړ کړي او پاکستان د دغې کړنې د مخنیوي لپاره له طالبانو د کار بندولو غوښتنه وکړه.

د طالبانو روغتیا وزیر کابل کې د چین له سفیر څخه د روغتیا برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې

۸ کب ۱۴۰۳ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۵، ۰۷:۵۷ GMT+۰

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په یوه خبرپانه کې ویلي، چې د یاد وزارت وزیر مولوي نور جلال جلالي په افغانستان کې د چین له سفیر ژاو شېنګ سره کتلي. خبرپاڼه زیاتوي، چې طالبانو د چین له سفیر څخه په روغتیايي برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې.

خبرپاڼه کې راغلي، چې د چین له سفیر سره په دې لیدنه کې د کندهار میرویس سیمه‌ییز روغتون ودانۍ د بیا رغونې، د خدمتونو پراختیا، سنتي طب او راډیولوژي برخو کې د افغان روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې او د ساري ناروغیو پېښو ته د رسېدنې په موخه د وسایلو، درملو او واکسینو په برابرولو خبرې اترې شوې دي.

بلخوا په افانستان کې د چین سفارت هم په خپله ویبپاڼه دا خبر تایید کړی او ویلي یې دي، چې چین به له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

دغه لیدنه په داسې حال کې کېږي، چې د افغانستان روغتیایي وضعیت په ورستیو کلونو کې د جګړو، اقتصادي بحران او د طبیعي منابعو د کمښت له امله له جدي ستونزو سره مخ دی.

د روان کال په پیل کې د روغتيا نړیوال سازمان ویلي وو، چې په افغانستان کې د طالبانو بیا ځلې واکمنېدو سره د دغه هېواد روغتيايي نظام له جدي ننګونو سره مخ دی.

د روغتیا نړيوال سازمان يې لامل د بهرنیو بسپنو او مرستو درېدل بللي وو. دغه سازمان ويلي وو، چې هغه سیستم چې په ټول هېواد کې مېلیونونو وګړو ته روغتيايي خدمتونه برابروي، کارکوونکي يې په میاشتو د معاش له نشتوالي ځورېدلي او روغتيايي بنسټونه د درملو، تېلو او خوړو له کمبود سره مخ شوي.

څه موده وړاندې د لانسېټ معتبرې روغتیايي خپرنۍ هم په یوه راپور کې ویلي وو، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره په افغانستان کې له روغتيايي سکتور سره په کېدونکو مرستو کې ځنډ په تېرو دوو لسیزو کې د روغتیا په برخه کې لاسته راوړنې د له منځه تګ له ګواښ سره مخ کړې.

د بې‌ځایه شویو نړۍوال سازمان: پاکستان دې له ګواښ سره مخ افغانان له دغه هېواده نه شړي

۸ کب ۱۴۰۳ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۵، ۰۴:۱۳ GMT+۰

د بې‌ځایه شویو نړۍوال سازمان په پاکستان کې د افغان ښځو د حقونو فعالې او خبریالې فهیمه زاهد دروازي پر نیول کېدو اندېښنه څرګنده کړه. دغه سازمان دارنګه د پاکستان له حکومته غوښتي، هغه کسان دې نه شړي، چې افغانستان ته تر ستنېدو وروسته یې ژوند له ګواښ سره مخ کېږي.

فهیمه زاهد دروازي تېره ورځ د اسلام اباد په باره کهو سیمه کې د پولیسو له‌خوا ونیول شوه.
دغه سازمان پر اېکس پاڼه کاږلي، چې د هغې او د نورو افغان کډوالو د نیولو او له پاکستانه یې د شړلو مسله یوه «جدي ستونزه» ده، چې د پام وړ نړۍوال نیوکې یې هم راپارولې دي.
په دغه یادښت کې راغلي، په وروستیو میاشتو کې پاکستان د افغان کډوالو د بېرته ستنولو هڅې ګړندۍ کړې دي چې له امله یې د هغو کسانو ترمنځ پراخه وېره رامنځته شوې چې په افغانستان کې د طالبانو له ځورونې تښتېدلي دي.

د دغه سازمان راپورونه ښیي، چې په وروستیو کې په پاکستان کې افغان کډوال د نیونې، ځورونې او د شړلو له ګواښونو سره مخ شوي دي.
دغه سازمان زیاته کړې، چې د دغو کډوالو په ډله کې د مدني ټولنو فعالینو، ژورنالیستانو او د ښځو د حقونو فعالانو په ګډون ډېر هغه نور کسان هم شامل دي؛ که چیرې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته ستانه شي، نو ژوند یې له سخت ګواښ سره مخ کېږي.
په دغه لیکنه کې دارنګه راغلي: «د فهیمه زاهد دروازي قضیه هغه ګواښ ته اشاره کوي، چې په پاکستان کې افغان کډوال ورسره مخ دي. د ښځو د حقونو د فعالې او خبریالې په توګه افغانستان ته د هغې جبري ستنېدل کولای شي، هغه د سختې ځورونې سره مخ کړي.»
دغه سازمان له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې فهیمه زاهد دروازي ژر تر ژره خوشې کړي او د هغې خوندیتوب ډاډمن کړي.
دغه سازمان د پاکستان پر حکومت غږ کړی، چې د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ وځنډوي او له نړۍوالو سازمانونو سره همکاري وکړي؛ ترڅو دوی ته اړین خوندیتوب او ملاتړ چمتو کړي.
د دغه یادښت په وروستۍ کرښه کې راغلي، د بشري حقونو درناوی او هغو کسانو ته پناه ورکول چې له ځورونې څخه تښتي؛ هغه بنسټیز مسوولیتونه دي، چې پاکستان یې باید درناوی وکړي.
تر دې څو ورځې وړاندې د پاکستان حکومت د ښځو د حقونو یوه بله فعاله زهرا موسوي هم په اسلام اباد کې د خپل زوی سره یې یوځای نیولې وه، چې لا یې هم برخلیک روښانه نه دی.

له بل پلوه تازه پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد حکومت پلان لري څو د ناقانونه افغان کډوالو د اېستلو دویم پړاو پیل کړي او په دغه پړاو کې شاوخوا ۸۰۰ زره کسان د بې‌ځایه‌ کېدو له ګواښ سره مخ دي.

د راپورونو له مخې، د هغو افغانانو د استوګنې موده چې غواړي درېیم هېواد ته لاړ شي، د ۲۰۲۵ کال د جون میاشتې تر ۳۰مې پورې غځول شوې؛ خو د ۲۰۲۵ کال تر سپټمبر پورې له بل هېواده د ویزې د نه‌‌ ترلاسه کولو په صورت کې هغوی هم ناقانونه کډوال ګڼل کېږي او له دغه هېواده به و اېستل شي.