تنیجا په هندوستان ټایمز کې یوه مقاله کې وايي، له نږدې ۲۵ کلنې واکمنۍ وروسته د پخواني سوريايي ولسمشر بشارالاسد سقوط د لوېدیزو قدرتونو له لوري په پراخه کچه وستایل شو خو د عرب پسرلي برعکس، چې د ولسي بغاوتونو له لارې رامنځته شوی و، په دمشق کې د قدرت بدلون د احمد الشرع او د هیئت تحریر الشام په لاس ترسره شو، چې له القاعدې او داعش سره پخوانۍ اړیکې لري.
په مقاله کې راغلي، الشرع، چې پخوا د ابو محمد الجولاني په نوم مشهور و، سمدلاسه خپله واکمني ټینګه کړه، اسد روسیې ته وتښتېد او لوېدیز دیپلوماتان دمشق ته لاړل. د نوموړي پخوانۍ جهادي سابقه یې یوې نوې سیاسي بڼې ته بدله کړه، چیرې یې چې د وسلې ګرځولو پر ځای رسمي دیپلوماتیکې غونډې پیل کړې.
د طالبانو او تحریرالشام ترمنځ توپیر
د « ابزرور ریسرچ فاونډیشن» د ستراتیژیکو مطالعاتو پروګرام مرستیال وايي، تحریر الشام یوازینۍ ډله نه ده چې په نوي نړیوال نظم کې شامله شوې. په۲۰۲۱ کال کې چې امریکا او لوېدیز له اوږدې ترهګرۍ ضد جګړې ستړي شول او د نظامي لاسوهنې پر ځای یې تعامل ته مخه کړه، طالبان واک ته ورسېدل. خو په سوریه کې اروپا د مشرۍ رول ولوباوه.
د هغه په باور، افغانستان دومره بختور نه دی. د شرع برعکس، چې د ښځو د تعلیم په اړه یې سخت دریځ نه دی غوره کړی، طالبان بیا د سختدریځۍ پر کرښه ټینګ ولاړ دي. دا اختلافات د طالبانو دننه هم څرګند دي، چیرې چې د کابل سیاسي مشرتابه، چې د حقاني شبکې تر نفوذ لاندې ده، په کندهار کې له خپل امیرالمومنین هبتالله اخوندزاده سره زیاتې ناندرۍ لري.
الشرع هڅه کوي ځان یو معتدل سیاسي مشر معرفي کړي، چې د ښځو له تعلیم سره دومره جدي مخالفت نه لري او له سیاسي ازادۍ سره نرم چلند کوي. خو نوموړی د سختدریځو جهاديانو لکه اردني ابو محمد المقدسي له مخالفت سره مخ دی، چې پرتحریر الشام تور لګوي چې القاعدې ته یې شا اړولې او د اسلامي شریعت پر ځای یې سیکولر سیاست ته مخه کړې.
د نړیوال سیاست پر وړاندې اغیز
تحریر الشام او طالبان دواړه په نړیوال سیاست کې دخیل شوي. لوېدیز له تحریر الشام سره تعامل ته زړه ښه کړی، څو په سوریه کې د روسیې او ایران نفوذ کم کړي. خو برعکس، مسکو او تهران له طالبانو سره پیاوړې اړیکې لري، ځکه افغانستان کې د لوېدیز نفوذ مخ پر کمېدو دی.
تنیجا وايي، هند، چې پخوا د بشار الاسد له رژیم سره نږدې و، له طالبانو سره یې خپلې اړیکې ورو ورو پراخې کړې، خو له تحریر الشام سره یې ښکاره تعامل نه دی کړی.
نوموړی په پایله کې وايي، نننی دیپلوماتیک تعامل له چټکو تغیراتو سره مخ دی، چیرې چې هېوادونه هڅه کوي هم اړیکې وساتي، هم لګښتونه راکم کړي، خو د اوږدمهاله امنیتي لګښتونو په اړه هېڅ روښانه تګلاره نه ترسترګو کیږي.