طالبان په بګرام کې د خپلو بندیانو خاطرې راټولوي او ثبتوي

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، چې د بګرام په بندخونه کې یې د خپلو بندیانو د خاطرو د راټولېدو او ثبتېدو په موخه یوه پلاوي ته دنده سپارلې ده.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، چې د بګرام په بندخونه کې یې د خپلو بندیانو د خاطرو د راټولېدو او ثبتېدو په موخه یوه پلاوي ته دنده سپارلې ده.
دغه وزارت د چهارشنبې په ورځ (د کب ۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره زیاته کړې، چې حمدالله سعید او ورسره مل پلاوي د بګرام له بندخونې څخه لیدنه کړې او د دغې بندخونې له مسوولانو سره یې د تاریخي اسنادو د راټولوېدو او ثبتېدو په تړاو خبرېاترې کړې دي.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي، چې دغه پلاوي ته دنده سپارل شوې څو په دغه ځای کې د طالب وسلهوالو خاطرې او اثار راټول او ترې ساتنه وکړي.
بګرام په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې په افغانستان او سیمه کې د امریکا ترټولو لویه پوځي اډه بلل کېده.
په دغه اډه کې یوه لویه بندخونه هم وه، چې د داعش، القاعدې او طالبانو په ګډون لوی خطرناک مجرمین پهکې ساتل کېدل.
د یادونې ده، طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته زېړې بوشکې چې د دغې ډلې د چاودنو نښه بلل کېږي، په «ملي موزیم» کې نندارې ته اېښي دي.
دغې ډلې د روان کال په لومړیو کې د پروان ولایت چاریکار ښار کې د افغانستان کورنیو تولیداتو په درې ورځیني نندارتون کې «چسپکې ماینونه او زېړې بوشکې» هم نندارې ته اېښي وې.


د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار د زوم له لارې ناسته کې د مالیې د اخیستو په تړاو د یوه ګډونوال پوښتنې ته په ځواب کې وویل: «له کور، ځمکې، هټۍ، لاسي کراچۍ او موټر څخه د مالیې اخیستل ظلم او وحشت دی.»
حکمتیار همداراز وایي، هر هغه څه چې له زکات څخه علاوه اخیستل کېږي، جایز نه دي.
نوموړي په دې ناسته کې د مالیې د اخیستو د شرایطو په اړه وویل، چې له اسلامي اړخه د مالیې ترلاسه کول ځيني شرطونه لري، یو دا چې مالیه باید له شتمن کس څخه واخیستل شي او هغه هم په هغه صورت کې چې دغه کس رضایت ولري.
نوموړي په ټينګار سره وویل، چې له غریب او بېوزلو څخه د مالیې اخیستل جایز نه دی.
د اسلامي حزب مشر دغه راز زیاته کړې ده: «هغه کس چې یوازې یوه لاسي کراچۍ لري او څو کیلو ترکاري او مېوه لري، مالیه اخیستل یې ظلم او وحشت دی.»
د نوموړي په وینا: «کسبه کار، هټۍوال، نجار اهنګر او دې ته ورته برخو کې چې څوک فعالیت کوي او ټوله شتمني یې همدا دوکان دی، په دې دوکانونو، بڼ، ځمکې او کور مالیه نه شته.»
حکمتیا وایي، چې مالیه یوازې په شتمني لکه عوایدو، د ځمکې پر حاصل او د شتمن پر شتمنیو ده.
د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار په دغه ناسته کې وویل، چې پر شتمنو ذکات فرض دی، خو د دوی له کور، د سورلۍ له وسایلو او داسې نورو څخه د مالیې اخیستل ناجایز دی.
نوموړي پر دې سربېره اوبه، برېښنا او ځمکه د ټولو ګډ مال وباله او زیاته یې کړه، چې هر کس به د خپل مصرف په اندازه بېل ورکوي.
د هغه په خبره، که یو کس د ناسمو اقتصادي شرایطو له امله پر خپل وخت بېل پرې کولی نه شي، نو جریمه کول یې سره له دې چې جایز نه دی، هېڅ توجهه هم نه لري او نورې لارې باید ورته وکتل شي.
د اسلامي حزب مشر په داسې حال کې د مالیې د شرایطو په اړه خبرې کوي، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته دغه ډله د مالیې ترڅنګ له خلکو عُشر او زکات هم اخلي، چې د ډېریو کروندګرو او باغ لرونکو له پراخو نیوکو سره مخ دی.
نیوکه کوونکو په وار-وار سره ویلي دي، چې طالبان د خپلو عوایدو او لګښتونو د پوره کولو زور له دوی څخه باسي او پر ظالمانه مالیې سربېره له دوی څخه عُشر او زکات اخلي.
د هغو سندونو له مخې چې څه موده مخکې د انټرنېټي هېکرانو یوې ډلې د طالبانو د معلوماتي بانک څخه افشا کړي، په کې په ډاګه شوې چې د دغې ډلې د کرنې وزارت د عُشر او زکات راټولولو لپاره یو خپلواک ریاست جوړ کړی دی.
خپاره شوي اسناد ښيي، چې دغه ریاست ۱۲۰۰ کارکوونکي لري.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دغې ډلې له خلکو څخه د درنې مالیې ترڅنګ د عُشر او زکات راټولولو ته هم ځانګړې پاملرنه کړې.
طالبان د خلکو له زراعتي حاصلاتو او مالدارۍ په پراخه توګه عُشر او زکات اخلي.
دغې ډلې تر خپلې بشپړې واکمنۍ مخکې هم د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د جمهوري نظام پر مهال له بزګرانو څخه د عُشر او زکات په نوم باجونه ټولول.
له دې سره، په بېلابېلو ولایتونو کې شتمنو کسانو هم شکایتونه کړي، چې دوی چمتو نه دي چې طالبانو ته زکات ورکړي او دوی غواړي چې خپله په ټولنه کې اړمنو کسانو ته زکاتونه ووېشي؛ خو طالبانو یې مخه نیولې ده.

د کرېکټ په چمپینز ټرافي یا اتلانو جام کې د انګلېنډ ملي لوبډلې پر وړاندې د افغان ملي اتلانو بري ته د پرلهپسې غبرګونو په دوام، هندی سندرغاړی عدنان سمېع وايي، چې د ډیورنډ کرښې د غچاخیستنې لپاره افغانستان ته مبارکي ورکوي.
نوموړي دا موضوع د چهارشنبې په ورځ (د کب ۸مه) د خپلې اېکسپاڼې له لارې په یوه لنډ پیغام کې چې د ګڼو افغانانو له تود هرکلي سره مخ شوې، مطرح کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې افغان کرېکټ ملي لوبډلې د چمپینز ټرافي سیالیو په لړ کې په خپله دویمه لوبه کې سیالۍ انګلېنډۍ لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د افغان ملي اتلانو پر دغه تاریخي او حیرانونکي بري د افغانستان د جمهوري نظام د دوو پخوانیو ولسمشرانو، حامد کرزي او محمداشرف غني په ګډون یو شمېر افغان چارواکو هم خوښۍ څرګندونې کړې دي.
د یادونې ده، چې افغانستان د خپل کرېکټ په شاوخوا دوه نیمې لسیزې تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د چمپینر ټرافي یا اتلانو جام سیالیو ته لار موندلې او د انګلېنډ پر وړاندې یې د خپل لومړني بري یو بریالی څپرکی پرانیست.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د کابینې په غونډه کې وویل، چې امریکا باید د بګرام اډه په افغانستان کې ساتلې وه. هغه وویل، چې دغه اډه "د چین د اټومي توغندیو د تولید ساحې" ته نږدې ده. ټرمپ یو ځل بیا ادعا وکړه، چې د بګرام اډه د چین په واک کې ده.
ټرمپ نن د خپلې کابینې لومړۍ غونډه وکړه او خبریالانو ته یې اجازه ورکړه، چې د هغه او د کابینې له غړو څخه پوښتنې وکړي.
ټرمپ یو ځل بیا له افغانستانه د امریکا له ناورینه ډکې وتنې په اړه خپلې پخوانۍ څرګندونې تکرار کړې او په افغانستان کې یې د امریکا د حضور پر مهال خپله لېوالتیا د بګرام د اډې ساتلو ته څرګنده کړه.
ټرمپ وویل، که هغه وخت ولسمشر وای؛ نو د بګرام اده به یې ساتلې وای.
د ټرمپ په وینا:« موږ د بګرام ساتنه د افغانستان لپاره نه بلکې د چین له امله کوله. ځکه چې دغه اډه د چین د اټومي توغندیو د تولید له سیمې څخه یوازې یو ساعت واټن لري؛ خو له لاسه مو ورکړه او اوس د چین په واک کې ده.»
طالبانو تر دې مخکې د دغې اډې په اړه د ټرمپ څرګندونې رد کړې وې.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په تېرې سلواغې میاشت کې ویلي و:« افغانستان خپلواک دی او خپله خاوره به هېڅ هېواد ته ونه سپارو. بګرام زموږ د خپلو ځواکونو (طالبانو) په لاس کې دی، نه د چین.»
ټرمپ په خپل ریکارډ کې د ناسمو بیانونو مخینه لري. نوموړي روانه اونۍ د فرانسې له ولسمشر سره په لیدنه کې ویلي و، چې اروپا له اوکراین سره د پورونو په بڼه مالي مرسته کړې؛ خو مکرون د ټرمپ څرګندونې رد کړې.
ټرمپ د خپلې وینا په یوه بله برخه کې ویلي، چې امریکايي ځواکونه باید د کابل له هوايي ډګر څخه نه؛ بلکې د بګرام له هوايي اډې وتلي وای، څو د سقوط د ورځو ګډوډي نه وای رامنخته شوې.
هغه وویل: «د وتلو عملیات په ډېر بد شکل ترسره شول او باید د بګرام له لارې ترسره شوي وای. موږ یوه قوي اډه او په سلګونو هکتاره ځمکه په واک کې لرله؛ خو یو کوچنی او نامناسب هوایي ډګر وکارول شو او هرڅه له کنټروله ووتل.»

د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱مې ترهګریزو بریدونو ته په غبرګون کې د امریکا په مشرۍ نړۍوال اېتلاف د همدې کال په اکټوبر میاشت کې پر افغانستان برید وکړ. امریکا او متحدینو یې ډېر ژر د طالبانو سختدریځه رژیم نسکور کړ او د لوېدیځ ملاتړی حکومت یې واک ته ورساوه.
خو کله چې ټرمپ په ۲۰۱۷ کې واک ته ورسېد، جګړه د کړکېچ حالت کې وه.
د دې تر څنګ، امریکا هر کال ۲۷ میلیارده ډالره پر پوځي لګښتونو لګول، چې دا د ولسمشر لپاره یو ستر مالي فشار و.
له همدې امله ټرمپ هڅه وکړه، چې ژر تر ژره له افغانستان څخه ووځي.
خو د ولسمشر د ملي امنیت ټیم چې ډېری غړي یې پخواني او اوسني جنرالان وو او ټرمپ ته یې شخصي وفاداري نه درلوده، هغه قانع کړ چې په افغانستان کې د امریکا ژمنې زیاتې کړي.
نوې ستراتیژۍ د طالبانو سره د سیاسي جوړجاړي لپاره شرایط هم برابر کړل.
روان کال چې ټرمپ وکتل د پرمختګ هېڅ څرک نه شته، غوسه ورغله او پرېکړه یې وکړه چې له افغانستان څخه باید ووځي، نو ځکه دا ستراتیژي «مطلقه ناکامه» وه.
په همدې موده کې امریکا د افغان حکومت له ګډون پرته چې د طالبانو اصلي غوښتنه وه، له دې ډلې سره مستقیم مذاکرات پیل کړل.
دا خبرې، چې هدف یې د بینالافغاني مذاکراتو ته لاره هوارول وو، پر ځای یې افغان حکومت له بهیر څخه څنډې ته کړ.
په دې مذاکراتو کې ټرمپ څو ځله له افغانستانه د ناڅاپي وتلو ګواښ وکړ.
امریکایي چارواکو دغو دوامداره ګواښ ته "د ډیموکلس ټوېټ" نوم ورکړی و، معنا دا چې هر وخت یې امکان درلود چې ټرمپ پر ټوېټر (اوسني اېکس) اعلان وکړي، چې امریکا له افغانستان څخه وځي.
د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو چې د ټرمپ سخت پلوی و پوهېده، چې ولسمشر هر وخت د مذاکراتو درولو پرېکړه کولی شي، نو ځکه یې د افغانستان لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد ته امر وکړ، چې په هره بیه یوې هوکړې ته سره ورسېږي.
د پنټاګون یوه پخواني لوړپوړي چارواکي چې په مذاکراتو کې شامل و ویلي، چې پومپیو او خلیلزاد هېڅ "سره کرښه" نه لرله، ځکه دوی باور درلود چې «هر ډول توافق د توافق نه کولو څخه بهتر دی.»
خلیلزاد د افغان حکومت په مشرۍ د سولې پروسه پرېښوده او یوازې د طالبانو سره د هوکړې لپاره یې کار وکړ، دا چاره د افغان حکومت نارضایتي زیاته کړه.
همدا راز ټرمپ د اشرف غني سره د خپلو پلانونو په اړه هم ډېره کمه مشوره کوله.
پر دې ستونزو سربېره ټرمپ څو ځله په عامه توګه اعلان وکړ، چې غواړي امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه وباسي.
دا څرګندونې د خلیلزاد موقف کمزوری کړ او طالبانو ته یې د لا سخت دریځۍ انګېزه ورکړه.
د امریکا-طالبانو هوکړه چې د ۲۰۲۰ کال د فېبرورۍ په میاشت کې په دوحه کې لاسلیک شوه، د طالبانو په ګټه وه او د افغان حکومت پر زیان و.
خلیلزاد د طالبانو اصلي غوښتنې ته تسلیم شو، په دې معنا چې پلان جوړ وو، چې په ۱۴ میاشتو کې ټول امریکایي او اېتلافي ځواکونه ووځي.
د دې په بدل کې طالبانو ژمنه وکړه، چې افغانستان به د ترهګرو د پټنځای په توګه نه کاروي او له افغان حکومت سره به مذاکرات کوي.
خو د پنټاګون پخواني چارواکي ویلي: «دا له ناورین څخه ډک تړون یو فا» تړون و. دا نه یوازې د امریکا ګټو لپاره تاوان و، بلکې د افغانستان لپاره یې هم ستر زیان درلود.»
په پای کې، طالبانو د ترهګرۍ ضد ژمنې پوره نه کړې او بینالافغاني مذاکرات یې نیمګړي پرېښودل.
دا توافق طالبانو ته لاره هواره کړه چې کابل د زور له لارې ونیسي، که څه هم د جو بایډن ادارې تر نظر لاندې د ۲۰۲۱ کال ګډوډ وتل د افغان حکومت د سقوط لپاره وروستی ګوزار و.
له طالبانو سره د ټرمپ معامله، د امریکا د متحدینو ګټې ته تاوان و، مخالف لوري ته یې ډېر امتیازات ورکړل او دا پرېکړه د امریکایي لګښتونو د کمولو لپاره یوه ضعیفهپرېکړه وه.

د متحدهایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خپل دفاع وزیر پېټ هېګسټ څخه غوښتي، چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتلو کې ښکېل ټول جنرالان له دندو ګوښه کړي.
ټرمپ او هېګست د چهارشنبې په ورځ (د کب ۸مه) د کابینې په غونډه کې ویلي، چې دوی له افغانستان څخه د ځواکونو د وتلو ناکام بهیر ارزوي.
د امریکا ولسمشر زیاته کړې: «زه به د دفاع وزیر ته ونه وایم چې څه وکړي، خو که د ده پر ځای وای، ټول مې له دندې ګوښه کول. فکر نه کوم چې د افغانستان په قضیه کې ښکېل جنرالان به ترفیع وکړي، ډېری به یې استعفا ته اړ شي.»
ټرمپ او هېګسټ د کابینې په غونډه کې ویلي، چې له افغانستانه د ناکامه وتلو بهیر ټول اړخونه ارزوي او هغوی به د مخکېني حکومت برعکس، په دې برخه کې ځوابویونکې وي.
د امریکا د دفاع وزیر پېټ هېګسټ د دې غونډې پرمهال د ډونالډ ټرمپ په حضور کې وویل: «موږ له افغانستانه د ناکامه وتلو ټول اړخونه په بشپړ ډول ارزوو او اراده لرو چې ټول مسوولیت یې پر غاړه واخلو.»
ډونالډ ټرمپ په دې غونډه کې یو وار بیا له هغو کسانو څخه چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو په وتلو کې ښکېل وو، پر ځوابویلو ټینګار کړی دی.
همداراز، نوموړي ویلي، هغه کسان چې د امريکايي ځواکونو د مرګژوبلې مسوولان دي باید له دندو ګوښه شي.
ټرمپ له افغانستانه د امریکا وتل «وحشتناک» بللي او زیاتوي : «زه د هغو ۱۳ کسانو له کورنۍ سره چې وژل شوي، وغږېدم. هېڅوک د هغو کسانو په تړاو چې په شدید ډول ټپیان شوي، خبرې نه کوي. د هغوی لاسونو، پښو او مخونو زیان لیدلی او د بدن غړي یې له لاسه ورکړي. د دغه وتلو مدیریت واقعا وحشتناک و.»
د یادونې ده، چې شاوخوا درېنیم کاله مخکې د کابل هوايي ډګر دروازې مخې ته د داعش وسلهوالې ډلې په ځانمرګي برید کې ۱۳ امریکايي پوځیان او ۱۷۰ ملکيان وژل شوي وو.