د امریکا دفاع وزیر: له افغانستان څخه د بایدڼ ادارې د «ناکامه وتلو» په تړاو څېړنې کوو

د امریکا د دفاع وزیر پیټ هګسټ ویلي، چې پنټاګون د بایډن ادارې له‌خوا له افغانستان څخه د «ناکامه وتلو یوه بشپړه ارزونه» ترسره کوي. دغه څرګندونې د ټرمپ ادارې د کابینې تر غونډې مخکې په سپینه ماڼۍ کې وشوې.