په کابل کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدران یوه سکرین ته اشاره کوي او وایي: «موږ له همدې ځایه ټوله کابل ښار څارو.»
د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د طالبانو چارواکي ادعا کوي، چې دغه څارونکی سېسټم به له جرمونو سره د مبارزې لپاره مرسته وکړي، خو منتقدان اندېښنه لري، چې دغه شبکه به د طالبانو له لوري د سیاسي مخالفانو د ځپلو او د دوی د شریعت پر بنسټ د سختو اخلاقي قوانینو د پلی کولو لپاره وکارول شي.
بي بي سي لومړنۍ نړیواله رسنۍ ده، چې اجازه ورکړل شوې، چې دا سېسټم له نږدې وګوري.
کنټرول خونه او د پولیسو څار
په دې کنټرول خونه کې د طالبانو پولیس افسران په کتارونو ناست دي، د زرګونو کمرو ژوندۍ ویډیوګانې ګوري، د دوی سترګې د کابل پر شپږ میلیونه خلکو باندې خښې دي.
له موټر نمبر پلېټونو نیولې بیا د خلکو د څېرو تر بڼې او هر څه تر څار لاندې دي.
خالد ځدراڼ وايي: «په ځینو سیمو کې کله چې یوه ډله کسان ووینو او شک وکړو، چې کیدای شي د نشهيي توکو په استعمال، جنایي فعالیتونو یا بل مشکوک کار بوخت وي، ژر تر ژره سیمه کې پولیسو ته خبر ورکوو.»
هغه زیاتوي: «هغوی سملاسي د موضوع د څېړلو لپاره اقدام کوي.»
د کمرو د شمېر زیاتوالی
بي بي سي په خپل راپور کې ویلي، تر دې وړاندې کله چې طالبان لا واک ته نه وو رسېدلي، کابل به هره ورځ د طالبانو او داعش ډلې بریدونو، انسان تښتوونکو پېښو او وسلهوالو غلاوو هدف و.
طالبانو د کابل تر نیولو وروسته ژمنه وکړه چې له جرمونو سره به کلکه مبارزه کوي.
د امنیتي کمرو ناڅاپي زیاتوالی د طالبانو د قوانینو د پلي کولو لپاره د دوی مخ پر زیاتیدونکي پیچلي تاکتیکونه ښيي.
د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو د یوه ویاند په وینا، له طالبانو وړاندې یوازې «۸۵۰ امنیتي کمرې» په کابل کې لګول شوې وې، خو په تېرو درې کلونو کې دا شمېر ۹۰ زره ته رسېدلی دی.
د څېرو پېژندلو ټکنالوژي
هغه سېستم چې طالبانو بي بي سي ته ښودلی د څېرو د پېژندلو ټکنالوژي لري.
د ټلوېزیوني ښیښې (سکرین) په یوه څنډه کې د خلکو څېرې له دې سره سم کټګورۍ کیږي: «د عمر حالت، جنسیت، ږیره درلودل یا ماسک اغوستل.»
د امنیتي کمرو څار خونه خالد ځدراڼ یوې کمرې ته چې د کابل پر یوه ګڼ مېشت څلورلارې تمرکز لري، اشاره کوي او وایي: «په رڼا ورځو کې موږ کولای شو خلک له کیلومترونو لېرې زوم (رانږدې) کړو او ویې ګورو.»
د دغو امنتیي کمرو له لارې ان د طالبانو امنیتي ځواکونه هم تر څار لاندې دي.
په یوه امنیتي پوسته کې کله چې طالبانو د یوه موټر ډاله پرانیسته د کنټرول خونې کارکوونکو د کامرې د لېنیزونو په وسیله موټر را زوم کړ او له نږدې یې د موټر د ډالې دننه هر څه وڅېړل.
د جرمونو د کمښت ادعا
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، چې دغه کمرې «د امنیت په ښه والي، د جرمونو د کچې په کمښت او د مجرمانو په ژر نیولو کې» مهم رول لري.
د دغه وزارت چارواکي ادعا کوي، چې د کمرو له لګیدو او د موټرسایکلونو له څار وروسته، د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ د جرمونو کچه ۳۰ سلنه راټیټه شوې ده، خو دغه شمېرې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.
د کمرو لګښت او د خلکو غبرګون
سره له دې چې طالبان امنیت ښه بولي، خو ځینې کابل ښاریان وایي، چې دوی دې ته اړ شوي، چې د دې کمرو د لګیدو د لګښتونه ورکړي.
بي بي سي د شیلا (مستعار نوم) د کابل ښار یوې اوسیدونکې سره خبرې کړي، چې وایي د هغې کورنۍ او ګاونډیانو ته ویل شوي، باید د خپلو کوڅو شاوخوا د کمرو لګښت طالبانو ته ورکړي. هغې وویل: «له هر کور نه یې زرګونه افغانۍ غوښتي.»
د بي بي سي د موندنو له مخې دا پېسې په داسې حال کې غوښتل شوي، چې ډېری افغان ښځې یوازې شاوخوا ۵ زره افغانۍ (۶۸ ډالره) میاشتنی عاید لري.
شیلا زیاتوي: «که کورنۍ مو پیسې نه ورکولې، موږ ته ګواښ کېده چې د درې ورځو دننه به مو اوبه او برېښنا را پرې کړي.»
د هغې په خبره: «موږ اړ شو پور واخلو څو دا لګښتونه ورکړو. خلک د لوږې له لاسه مري. دا کمرې به موږ ته څه ګټه وکړي؟»
خو طالبان ادعا کوي چې دا مرسته داوطلبانه وه. خالد ځدراڼ وايي: «داوطلبانه ونډه وه او مرسته یوازې سلګونه افغانۍ وه، نه زرګونه.»
د طالبانو د څارنې له سېستم څخه د ناوړه استفادې وېره
د بشري حقونو فعالان هم په افغانستان کې او هم بهر اندېښنه لري، چې دا سېستم به د طالبانو لپاره د خپلو مخالفانو د لا زیات ځپلو وسیله شي.
څار خونه فریبا (مستعار نوم) یوه ځوانه فارغه چې له خپلې کورنۍ سره کابل کې اوسيږي او له طالبانو وروسته یې د کار موندلو فرصت له لاسه ورکړی وویل: «د دې اندېښنه شته چې دا کمرې به د ښځو د حجاب څارلو لپاره وکارول شي.»
هغې وویل: «ډېری کسان په ځانګړې توګه پخواني امنیتي ځواکونه، د بشري حقونو فعالان او ښځې چې مظاهرو ته وتلي، اوس له سختو محدودیتونو سره مخ دي او ډیری هغه یې پټ ژوند کوي.»
طالبان وایي، چې یوازې کابل ښار کې د دوی پولیس دا سېسټم کاروي او د «امر بالمعروف» وزارت (د طالبانو د اخلاقي پولیسو څانګه) ورته لاسرسی نه لري.
خو د بشري حقونو ډلې لکه د بشر حقونو څار سازمان خبرداری ورکوي، چې افغانستان روښانه قوانین نه لري، څو د معلوماتو ساتنه او د کمرو ثبت شوې ویډیوګانې کارول پرې کنټرول کړي.
د چین رول او نظارتي وسایل
داسې ښکاري چې ډېری دا لګول شوې کمرې چینایي دي. په کابل کې د کامرو د کنټرول خونې پر سکرینونو هغه برنډونه ښکاره شول چې د (Dahua) د چین حکومت سره تړلې یوې کمپنۍ نوم پرې لیکل شوی و.
تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې طالبانو له (Huawei) شرکت سره د کمرو د پېرلو خبرې کړي، خو دغه شرکت دا ادعا رد کړې وه.
طالب چارواکو بي بي سي ته د دې وسایلو د سرچینې په اړه ځواب نه دی ورکړی.
د خلکو ناهیلي
د کابل یو تن سبزي پلورونکی جابیر (مستعار نوم) وایي، دا کمرې د طالبانو لخوا د خلکو د لا زیات کنټرول سمبول دی.
هغه وویل: «موږ سره لکه د کثافاتو چلند کېږي، زموږ د عزتمند ژوند حق راڅخه اخیستل شوی او طالبان موږ ته د بې ارزښته خلکو په سترګه ګوري.»
هغه زیاته کړه: «موږ هیڅ نشو کولی.»