• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د اوه میلیونه ډالرو په ارزښت له ترکمنستان سره د ریل پټلۍ په برخه کې تړون لاسلیک کړ

۹ کب ۱۴۰۳ - ۲۷ فبروری ۲۰۲۵، ۰۷:۴۰ GMT+۰

د طالبانو ټولګټو وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت د اوسپنې پټلۍ څانګې مرستیال ترکمنستان ته په سفر کې له یاد هېواد سره د ۷ میلیونه ډالرو په ارزښت یو تړون لاسلیک کړی دی.

د طالبانو ټولګټو چارو وزارت په خبرپاڼه کې لیکلي، چې د طالبانو د یاد وزارت مرستیال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده د ریل پټلۍ پراختیا په برخه کې له ترکمنستان سره د هرات – تورغونډۍ سټېشن د پراخولو او د اقینې-اندخوی د پاتې لس کیلومېټره پټلۍ د بشپړولو په برخه کې تړون لاسلیک کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې له ترکمنستان سره د اندخوی- شبرغان ترمنځ د ۵۵ کیلومېټره په اوږدوالي‌ د ریل پټلۍ سروې او ډېزاین تړون هم د طالبانو په دغه سفر کې شوی دی.

د طالبانو د ټولګټور چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس ویلي، چې په نږدې راتلونکي کې به پر دغو پروژو کار پیل شي؛ خو کومه ځانګړې نېټه یې نه ده ښودلې.

د طالبانو بېلابېلو پلاویو تر دې دمخه ایران، ازبکستان او ترکیې هېوادونو ته هم د ریل پټلۍ د پراختیا په برخه کې سفرونه کړي خو ویل کېږي، چې کومه مثبته پایله یې نه ده ورکړې. طالبانو په دې وروستیو کې په هرات،‌ کندهار او نیمرزو ولایتونو کې هم د ۲۰۰سوه میلونه افغانیو په ارزښت د ریل پټلۍ د ډیزاین او سروې بېلابېل قرادادونه لاسلیک کړي‌ دي.

له دې سره سره په بلخ کې د حیرتان بندر کې یو شمېر سوداګر نیوکه کوي چې د ریل پټلۍ له لارې له منځنۍ اسیا هېوادونو او روسیې څخه د دوی رالېږدونکو توکي له ځنډ او خنډ سره مخ کېږي او طالبان ترې لوړه مالیه هم اخلي.

همدا راز نیوکې دي چې په یاد بندر کې د طالبانو ګمرک او اړونده ادارې د ریل پټلۍ له لارې راوړونکو توکو څخه په بېلابېلو بهانو بډو اخیستو ته لارې برابروي.

پر طالبان ځینې نیوکې دي، چې دوی یوازې په تبلیغاتي توګه د رغنیز پروژ د پیل کیدو اوازې خپروي؛ خو په عمل کې بیا هاغسې نه دي لکه چې یې وایي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

نن د کب ۹‌مه د سرتېري ملي ورځ ده

۹ کب ۱۴۰۳ - ۲۷ فبروری ۲۰۲۵، ۰۷:۰۱ GMT+۰

نن پنجشنبه (د کب ۹مه) د سرتېري له ملي ورځې سره برابره ده. واک ته د طالبانو له رسېدو وړاندې به دغه ورځ د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د شانداره غونډو پر جوړېدو سره نمانځل کېده او خلکو به هم سرتېري د ګلونو په ګېډیو نازول.

د طالبانو له واکمنېدو سره په افغانستان کې د پخوانیو سرتېرو ژوند له ګواښونو سره مخ شوی، چې له امله یې پخواني سرتېري اړ شول چې له افغانستانه ګاونډیو هېوادونو ته کډه شي.
تر دې وړاندې د ملي سرتېرو د ملاتړ بنسټ له‌خوا افغانستان انټرنشنل سره په شریکو شویو شمېرو کې راغلي و، چې یوازې ایران ته شاوخوا ۱۵۰۰۰ سرتېري له خپلو کورنیو سره کډه شوي دي.

ډېری دغه کډوال د امنیتي ګواښونو اه امله له ویزو پرته په ناقانونه لار ګاونډیو هېوادونو ته ورغلي دي.
د راپورونو له مخې، د طالبانو په واکمنۍ کې د وژل شویو سرتېرو کورنۍ او ماشومان په بد وضعیت کې ژوند کوي او تر ډېره د بشري مرستو په وېش کې هم له دوی سره سلیقوي چلند کېږي.

له بل پلوه بیا په افغانستان کې پاتې سرتېري هم له وزګارتیا سرټکوي.
سرتېري وایي، چې طالبان دوی ته په خپل حکومت کې دندې نه ورکوي او که پوه شي چې دوی پخواني پوځیان دي؛ نو له دوی سره بد چلند کوي.
په افغانستان کې د تېر حکومت پوځیان او کارکوونکي د طالبانو له وېرې تر ډېره د هېواد دننه په پټه ګرځي.

تر دې وړاندې په ننګرهار ولایت کې د طالبانو تر واک لاندې له زندانه افغانستان انټرنشنل - پښتو ته یو شمېر د جمهوري نظام زنداني سرتېرو ویلي و، چې په دغه زندان کې شاوخوا ۲۳۱ د پخواني جمهوري نظام سرتېري او استخباراتي کارکوونکي زندانیان دي؛ خو تر اوسه د طالبانو محکمې ته نه دي وړاندې شوي.

ښایي د طالبانو په نورو زندانونو کې د ورته شمېرو په څېر د پخواني جمهوري نظام سرتېري زنداني وي؛ خو د طالبانو د سختو بندیزونو له امله د دغو بندیانو د شمېرو او وضعیت په اړه معلوماتو ته لاسرسی ستونزمن دی.

د جګړو پرمهال د وژل شویو سرتېرو شمېرې

د افغانستان انټرنشنل د څېړنیز راپور د معلوماتو پر بنسټ؛ د ۲۰۰۱ کال له اکټوبر میاشتې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ تر ۱۵مې نېټې پورې په افغانستان کې د جمهوري دولت ۸۶۰۳۵ سرتېري، استخباراتي کارکوونکي او ملاتړي وسله‌وال وژل شوي، ۱۱۱۴۸۷ ټپیان شوي او ۱۰۸۵۴ کسان معلول شوي دي.
د افغان سرتېرو د ملاتړ بنسټ بیا افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د جمهورت پر مهال د ۲۰۲۱ کال جون میاشتې پورې د ۷۵۵۴۴ وژل شویو او د ۱۴۵۷۸ معلوله سرتېرو شمېرې له دوی سره ثبت شوې دي.

د طالبانو په واکمنۍ کې د وژل شویو سرتېرو شمېرې

که څه هم د جمهوریت له پرځېدو وروسته د طالبانو په واکمنۍ کې د پخوانیو وژل شویو سرتېرو په اړه کره شمېرې په لاس کې نشته؛ خو رسنۍ د سرچینو له مخې وخت نا وخت د پخوانیو سرتېرو د ربړونې او وژنې خبرونه خپروي.
خو د تېر جمهوري حکومت د وسله‌وال پوځ ویاند اجمل عمر شینواري تر دې وړاندې ویلي و، چې د طالبانو په درې کلنه واکمنۍ کې د تېر حکومت تر ۳۴۰۰ ډېر امنیتي او دفاعي ځواکونه په شرمناک او مرموز ډول وژل شوي او له اتو زرو ډېر بندیان او ربړول شوي دي.
د ۱۴۰۱ کال په اګسټ میاشت کې یوناما هم د ۸۰۰ پخوانیو سرتېرو د ورکېدو او وژل کېدو راپور خپور کړی و؛ خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هغه مهال دغه راپور رد کړی و.

طالبانو‌ کابل کې ۹۰ زره امنیتي‌ کمرې لګولې او لګښت یې له خلکو راټول کړی دی

۹ کب ۱۴۰۳ - ۲۷ فبروری ۲۰۲۵، ۰۶:۴۹ GMT+۰

د بي بي سي انګریزي څانګې د راپور له مخې، طالبانو د امنیتي کمرو د څار مرکز کې لسګونه ټلوېزیوني سکرینونه لګولي او د کابل ښار بېلابېلې سیمې ترې څاري. وايي، طالبان د کابل ښار په «۹۰ زره امنیتي کمرو» کنټرولوي او د میلیونونه خلکو ورځنی ژوند تر څار لاندې ساتي.

په کابل کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدران یوه سکرین ته اشاره کوي او وایي: «موږ له همدې ځایه ټوله کابل ښار څارو.»

د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ
100%
د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ

د طالبانو چارواکي ادعا کوي، چې دغه څارونکی سېسټم به له جرمونو سره د مبارزې لپاره مرسته وکړي، خو منتقدان اندېښنه لري، چې دغه شبکه به د طالبانو له لوري د سیاسي مخالفانو د ځپلو او د دوی د شریعت پر بنسټ د سختو اخلاقي قوانینو د پلی کولو لپاره وکارول شي.

بي بي سي لومړنۍ نړیواله رسنۍ ده، چې اجازه ورکړل شوې، چې دا سېسټم له نږدې وګوري.

کنټرول خونه او د پولیسو څار

په دې کنټرول خونه کې د طالبانو پولیس افسران په کتارونو ناست دي، د زرګونو کمرو ژوندۍ ویډیوګانې ګوري، د دوی سترګې د کابل پر شپږ میلیونه خلکو باندې خښې دي.

له موټر نمبر پلېټونو نیولې بیا د خلکو د څېرو تر بڼې او هر څه تر څار لاندې دي.

خالد ځدراڼ وايي: «په ځینو سیمو کې کله چې یوه ډله کسان ووینو او شک وکړو، چې کیدای شي د نشه‌يي توکو په استعمال، جنایي فعالیتونو یا بل مشکوک کار بوخت وي، ژر تر ژره سیمه‌ کې پولیسو ته خبر ورکوو.»

هغه زیاتوي: «هغوی سملاسي د موضوع د څېړلو لپاره اقدام کوي.»

د کمرو د شمېر زیاتوالی

بي بي سي په خپل راپور کې ویلي، تر دې وړاندې کله چې طالبان لا واک ته نه وو رسېدلي، کابل به هره ورځ د طالبانو او داعش ډلې بریدونو، انسان تښتوونکو پېښو او وسله‌والو غلاوو هدف و.

طالبانو د کابل تر نیولو وروسته ژمنه وکړه چې له جرمونو سره به کلکه مبارزه کوي.

د امنیتي کمرو ناڅاپي زیاتوالی د طالبانو د قوانینو د پلي کولو لپاره د دوی مخ پر زیاتیدونکي پیچلي تاکتیکونه ښيي.

د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو د یوه ویاند په وینا، له طالبانو وړاندې یوازې «۸۵۰ امنیتي کمرې» په کابل کې لګول شوې وې، خو په تېرو درې کلونو کې دا شمېر ۹۰ زره ته رسېدلی دی.

د څېرو پېژندلو ټکنالوژي

هغه سېستم چې طالبانو بي بي سي ته ښودلی د څېرو د پېژندلو ټکنالوژي لري.

د ټلوېزیوني ښیښې (سکرین) په یوه څنډه کې د خلکو څېرې له دې سره سم کټګورۍ کیږي: «د عمر حالت، جنسیت، ږیره درلودل یا ماسک اغوستل.»

د امنیتي کمرو څار خونه
100%
د امنیتي کمرو څار خونه

خالد ځدراڼ یوې کمرې ته چې د کابل پر یوه ګڼ مېشت څلورلارې تمرکز لري، اشاره کوي او وایي: «په رڼا ورځو کې موږ کولای شو خلک له کیلومترونو لېرې زوم (رانږدې) کړو او ویې ګورو.»

د دغو امنتیي کمرو له لارې ان د طالبانو امنیتي ځواکونه هم تر څار لاندې دي.

په یوه امنیتي پوسته کې کله چې طالبانو د یوه موټر ډاله پرانیسته د کنټرول خونې کارکوونکو د کامرې د لېنیزونو په وسیله موټر را زوم کړ او له نږدې یې د موټر د ډالې دننه هر څه وڅېړل.

د جرمونو د کمښت ادعا

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، چې دغه کمرې «د امنیت په ښه والي، د جرمونو د کچې په کمښت او د مجرمانو په ژر نیولو کې» مهم رول لري. 

د دغه وزارت چارواکي ادعا کوي، چې د کمرو له لګیدو او د موټرسایکلونو له څار وروسته، د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ د جرمونو کچه ۳۰ سلنه راټیټه شوې ده، خو دغه شمېرې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.

د کمرو لګښت او د خلکو غبرګون

سره له دې چې طالبان امنیت ښه بولي، خو ځینې کابل ښاریان وایي، چې دوی دې ته اړ شوي، چې د دې کمرو د لګیدو د لګښتونه ورکړي.

بي بي سي د شیلا (مستعار نوم) د کابل ښار یوې اوسیدونکې سره خبرې کړي، چې وایي د هغې کورنۍ او ګاونډیانو ته ویل شوي، باید د خپلو کوڅو شاوخوا د کمرو لګښت طالبانو ته ورکړي. هغې وویل: «له هر کور نه یې زرګونه افغانۍ غوښتي.»

د بي بي سي د موندنو له مخې دا پېسې په داسې حال کې غوښتل شوي، چې ډېری افغان ښځې یوازې شاوخوا ۵ زره افغانۍ (۶۸ ډالره) میاشتنی عاید لري.

شیلا زیاتوي: «که کورنۍ مو پیسې نه ورکولې، موږ ته ګواښ کېده چې د درې ورځو دننه به مو اوبه او برېښنا را پرې کړي.»

د هغې په خبره: «موږ اړ شو پور واخلو څو دا لګښتونه ورکړو. خلک د لوږې له لاسه مري. دا کمرې به موږ ته څه ګټه وکړي؟»

خو طالبان ادعا کوي چې دا مرسته داوطلبانه وه. خالد ځدراڼ وايي: «داوطلبانه ونډه وه او مرسته یوازې سلګونه افغانۍ وه، نه زرګونه.»

د طالبانو د څارنې له سېستم څخه د ناوړه استفادې وېره

د بشري حقونو فعالان هم په افغانستان کې او هم بهر اندېښنه لري، چې دا سېستم به د طالبانو لپاره د خپلو مخالفانو د لا زیات ځپلو وسیله شي.

څار خونه
100%
څار خونه

فریبا (مستعار نوم) یوه ځوانه فارغه چې له خپلې کورنۍ سره کابل کې اوسيږي او له طالبانو وروسته یې د کار موندلو فرصت له لاسه ورکړی وویل: «د دې اندېښنه شته چې دا کمرې به د ښځو د حجاب څارلو لپاره وکارول شي.»

هغې وویل: «ډېری کسان په ځانګړې توګه پخواني امنیتي ځواکونه، د بشري حقونو فعالان او ښځې چې مظاهرو ته وتلي، اوس له سختو محدودیتونو سره مخ دي او ډیری هغه یې پټ ژوند کوي.»

طالبان وایي، چې یوازې کابل ښار کې د دوی پولیس دا سېسټم کاروي او د «امر بالمعروف» وزارت (د طالبانو د اخلاقي پولیسو څانګه) ورته لاسرسی نه لري.

خو د بشري حقونو ډلې لکه د بشر حقونو څار سازمان خبرداری ورکوي، چې افغانستان روښانه قوانین نه لري، څو د معلوماتو ساتنه او د کمرو ثبت شوې ویډیوګانې کارول پرې کنټرول کړي. 

د چین رول او نظارتي وسایل

داسې ښکاري چې ډېری دا لګول شوې کمرې چینایي دي. په کابل کې د کامرو د کنټرول خونې پر سکرینونو هغه برنډونه ښکاره شول چې د (Dahua) د چین حکومت سره تړلې یوې کمپنۍ نوم پرې لیکل شوی و.

تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې طالبانو له (Huawei) شرکت سره د کمرو د پېرلو خبرې کړي، خو دغه شرکت دا ادعا رد کړې وه.

طالب چارواکو بي بي سي ته د دې وسایلو د سرچینې په اړه ځواب نه دی ورکړی. 

د خلکو ناهیلي

د کابل یو تن سبزي پلورونکی جابیر (مستعار نوم) وایي، دا کمرې د طالبانو لخوا د خلکو د لا زیات کنټرول سمبول دی.

هغه وویل: «موږ سره لکه د کثافاتو چلند کېږي، زموږ د عزتمند ژوند حق راڅخه اخیستل شوی او طالبان موږ ته د بې ‌ارزښته خلکو په سترګه ګوري.»

هغه زیاته کړه: «موږ هیڅ نشو کولی.»

شهباز شریف: د افغان ټرانس ریل پټلۍ پروژه به په سیمه کې د سوداګرۍ په برخه کې بدلون راولي

۹ کب ۱۴۰۳ - ۲۷ فبروری ۲۰۲۵، ۰۳:۴۲ GMT+۰

پاکستانۍ ورځپاڼې «ده نېشن» راپور ورکړی، چې د دغه هېواد لومړي وزیر شهباز شریف د افغان ټرانس ریل پټلۍ پروژې ته د پاکستان پر ژمنې ټینګار کړی. هغه ویلي، چې دغه پروژه به په سیمه کې د سوداګرۍ په برخه کې لوی بدلون راولي.

نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ په تاشکند کې د پاکستان-ازبکستان سوداګریز فورم په ناسته کې د وینا پرمهال کړې دي.
د هغه په وینا کې، له ازبکستان سره به د دغې پروژې د ترلاسه کولو او عملي کولو لپاره په ګډه ګامونه پورته کړي.
هغه ویلي، چې د کراچۍ او ګوادر بندرونه به د اقتصادي فعالیتونو، صادراتو او وارداتو مرکز وي.
هغه زیاته کړې: «د پاکستان لوژیستیک ملي کمپنۍ لا دمخه د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا هېوادونو ته توکي لېږدوي.»

د هغه په وینا، دغه کمپنۍ به له خپل ازبک سیال سره یو ځای د انتقالاتو په برخه کې یو ګډ شرکت جوړ کړي.
تر دې وړاندې د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت یو پلاوي هم ازبکستان ته د خپل سفر پرمهال له ازبکي چارواکو سره د افغان - ټرانس پروژې د عملي چارو د پیل پر څرنګوالي او د همغږۍ پر زیاتوالي خبرې کړې وې.
که څه هم ازبکستان له افغانستان او پاکستان سره د ټرانس افغان پټلۍ پروژه په ۲۰۱۸ کال کې اعلان کړه؛ خو په افغانستان کې د سیاسي بدلونونو له امله یې عملي کارونه وځنډول شول.
خو په ۲۰۲۲م کال کې د دغې پروژې عملي چارې پیل شوې.
افغان ټرانس پټلۍ د ازبکستان له ترمز ښاره پیلېږي او له مزارشریف او کابل څخه تر تېرېدو وروسته پېښور ته رسېږي.

افغانستان پر ازبکستان سربېره له ایران، چین او قزاقستان سره هېوادونو سره هم د ریل پټلۍ له لارې تګ راتګ او انتقالات لري.

طالبان په بګرام کې د خپلو بندیانو خاطرې راټولوي او ثبتوي

۹ کب ۱۴۰۳ - ۲۷ فبروری ۲۰۲۵، ۰۰:۵۱ GMT+۰

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، چې د بګرام په بندخونه کې یې د خپلو بندیانو د خاطرو د راټولېدو او ثبتېدو په موخه یوه پلاوي ته دنده سپارلې ده.

دغه وزارت د چهارشنبې په ورځ (د کب ۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره زیاته کړې، چې حمدالله سعید او ورسره مل پلاوي د بګرام له بندخونې څخه لیدنه کړې او د دغې بندخونې له مسوولانو سره یې د تاریخي اسنادو د راټولوېدو او ثبتېدو په تړاو خبرې‌اترې کړې دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي، چې دغه پلاوي ته دنده سپارل شوې څو په دغه ځای کې د طالب وسله‌والو خاطرې او اثار راټول او ترې ساتنه وکړي.

بګرام په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې په افغانستان او سیمه کې د امریکا ترټولو لویه پوځي اډه بلل کېده.

په دغه اډه کې یوه لویه بندخونه هم وه، چې د داعش، القاعدې او طالبانو په ګډون لوی خطرناک مجرمین په‌کې ساتل کېدل.

د یادونې ده، طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته زېړې بوشکې چې د دغې ډلې د چاودنو نښه بلل کېږي، په «ملي موزیم» کې نندارې ته اېښي دي.

دغې ډلې د روان کال په لومړیو کې د پروان ولایت چاریکار ښار کې د افغانستان کورنیو تولیداتو په درې ورځیني نندارتون کې «چسپکې ماینونه او زېړې بوشکې» هم نندارې ته اېښي وې.

ډونالډ ټرمپ: موږ نباید د چین اټومي توغندیو ته د نږدېوالي له امله بګرام له لاسه ورکړی وای

۸ کب ۱۴۰۳ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۵، ۲۳:۱۰ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د کابینې په غونډه کې وویل، چې امریکا باید د بګرام اډه په افغانستان کې ساتلې وه. هغه وویل، چې دغه اډه "د چین د اټومي توغندیو د تولید ساحې" ته نږدې ده. ټرمپ یو ځل بیا ادعا وکړه، چې د بګرام اډه د چین په واک کې ده.

ټرمپ نن د خپلې کابینې لومړۍ غونډه وکړه او خبریالانو ته یې اجازه ورکړه، چې د هغه او د کابینې له غړو څخه پوښتنې وکړي.

ټرمپ یو ځل بیا له افغانستانه د امریکا له ناورینه ډکې وتنې په اړه خپلې پخوانۍ څرګندونې تکرار کړې او په افغانستان کې یې د امریکا د حضور پر مهال خپله لېوالتیا د بګرام د اډې ساتلو ته څرګنده کړه.

ټرمپ وویل، که هغه وخت ولسمشر وای؛ نو د بګرام اده به یې ساتلې وای.

د ټرمپ په وینا:« موږ د بګرام ساتنه د افغانستان لپاره نه بلکې د چین له امله کوله. ځکه چې دغه اډه د چین د اټومي توغندیو د تولید له سیمې څخه یوازې یو ساعت واټن لري؛ خو له لاسه مو ورکړه او اوس د چین په واک کې ده.»

طالبانو تر دې مخکې د دغې اډې په اړه د ټرمپ څرګندونې رد کړې وې.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په تېرې سلواغې میاشت کې ویلي و:« افغانستان خپلواک دی او خپله خاوره به هېڅ هېواد ته ونه سپارو. بګرام زموږ د خپلو ځواکونو (طالبانو) په لاس کې دی، نه د چین.»

ټرمپ په خپل ریکارډ کې د ناسمو بیانونو مخینه لري. نوموړي روانه اونۍ د فرانسې له ولسمشر سره په لیدنه کې ویلي و، چې اروپا له اوکراین سره د پورونو په بڼه مالي مرسته کړې؛ خو مکرون د ټرمپ څرګندونې رد کړې.

ټرمپ د خپلې وینا په یوه بله برخه کې ویلي، چې امریکايي ځواکونه باید د کابل له هوايي ډګر څخه نه؛ بلکې د بګرام له هوايي اډې وتلي وای، څو د سقوط د ورځو ګډوډي نه وای رامنخته شوې.

هغه وویل: «د وتلو عملیات په ډېر بد شکل ترسره شول او باید د بګرام له لارې ترسره شوي وای. موږ یوه قوي اډه او په سلګونو هکتاره ځمکه په واک کې لرله؛ خو یو کوچنی او نامناسب هوایي ډګر وکارول شو او هرڅه له کنټروله ووتل.»