ملا برادر: افغانستان ناسالمو سیاسي ګوندونو سره وېشلی او ملي یووالي ته یې زیان اړولی

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د اهل تشیع «عالي کمیسیون» له لوري په یوې جوړه شوې غونډه کې ویلي، چې سیاسي ګوندونو په افغانستان کې د بې اتفاقۍ تخمونه شیندلي دي. هغه وايي، ناسالمو سیاسي ګوندونو یووالي ته زیان رسولی.