• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د دوحې تړون پنځه کلني؛ د جمهوري نظام سرتېري یې جفا بولي

۱۰ کب ۱۴۰۳ - ۲۸ فبروری ۲۰۲۵، ۱۷:۰۵ GMT+۰تازه شوی: ۱۰ کب ۱۴۰۳ - ۲۸ فبروری ۲۰۲۵، ۱۸:۱۳ GMT+۰

د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې د مذاکراتو تړون چې د ۲۰۲۰ زېږدیز کال د فېبرورۍ پر ۲۹مه لاسلیک شوی، د مخکېني جمهوري نظام یو شمېر سرتېري او لوړپوړي جنرالان بیا له افغانستان انټرنشنل-پښتو سره په مرکه کې دغه تړون پر دوی شوې معامله او له یو لوی ۲۰ کلن او د جګړې مجرب پوځ سره جفا بولي.

د دغه تړون لپاره کېدونکي مذاکرات د افغانستان په چارو کې د امریکا د پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په مشرۍ او د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو ترمنځ د ۲۰۱۸ زېږدیز کال د اکټوبر میاشتې پرمهال پیل شوي وو، چې بالاخره له ۱۱ ځله خبرواترو او غونډو وروسته د افغانستان د جمهوري نظام له حضور پرته پای ته ورسېدل.
د دغه تړون لاسلیکولو یو شرط دا و، چې امریکا به له افغانستان څخه خپل ځواکونه باسي. همداراز په دغه تړون کې له طالبانو سره هوکړه شوې وه، چې د افغانستان جمهوري دولت به د دغې ډلې پنځه زره بندیان خوشې کوي.
بل لور ته، دغې ډلې هم ژمنه کړې وه چې د جګړې شدت کچه به کموي.
د جمهوري نظام د ځانګړو ځواکونو یو قوماندان چې په راپور کې یې د امنیتي دلایلو له امله مستعار نوم «پردېس» دی، وايي چې د دوحې تړون له لاسلیکولو او د سر‌اعلی قوماندان محمداشرف غني په مشرۍ د افغان حکومت له خوا د پنځه زره بندیانو له خوشې کولو وروسته د افغان امنیتي ځواکونو روحیه کمزورې شوې وه.
پخوانی افغان سرتېری وايي، چې د دغه تړون تر‌ټولو لویه نیمګړتیا دا وه چې د افغان حکومت له حضور پرته د طالبانو او امریکا ترمنځ مذاکرات پیل شول چې په ترڅ کې یې پنځه زره طالبان ازاد شول او دا هغه څه و چې د سرتېرو مورال یې کمزوری کړ.
دی زیاتوي، چې امریکا د دوی تړون له مذاکراتو وروسته د هوايي مرستو په ګډون پر افغان امنیتي ځواکونو پوځي مرستې او تجهیزات بند کړل او په وینا یې، له پوځي تجهیزاتو او امکاناتو پرته د طالب پر وړاندې د جګړې لیکې کمزورې شوې وې او په تش لاس جګړه نه کېده.
دی وړاندې وايي، هغه مهال چې د دوحې تړون لاسلیک او پنځه زره طالب بندیان د جګړې لیکو ته بېرته ستانه شول او افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې یې جګړه پیل کړه، په داسې حال چې امریکا د خپلې شوې ژمنې پر خلاف پر افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو هر ډول مرستې بندې کړې.
نوموړي په دې تړاو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل: «د پوځیانو پر مورال چې ډېر بده اغېز وکړه، لومړی د امریکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو کول و. بل دا چې په دې مذاکراتو کې افغان حکومت مجبور کړای شو، څو د طالبانو پنځه زره بندیان خوشې کړي او هغه بندیان چې خوشې شول ټول بېرته لاړل او له خپلو ملګرو سره زمونږ پر وړاندې د جګړې له لیکو سره یو ځای شول او جګړه د پخوا په پرتله څو چنده توده شوه. امریکا له افغان پوځ سره هوايي مرستې، پوځي تجهیزات او هر ډول مرستې بندې کړې او دا هغه څه وو چې زمونږ د امنیتي سرتېرو مورال یې سخت کمزوری کړ.»
د افغان جنرالانو او یو شمېر امنیتي سرتېرو د نظریاتو پر بنسټ، دا تړون د افغان پوځیانو پر روحیې منفي اغېزه وکړه.
د هغوی په وینا، له طالبانو سره د امریکا شوی تړون یوازې د همدې ډلې په ګټه و او افغان ځواکونو ته له زیان پرته بله هېڅ ګټه ونه رسوله.

100%


د خوست اوسېدونکی جنرال محمود (مستعار نوم) د امنیه قوماندان په ګډون یې د پخواني جمهوري نظام په بېلابېلو لوړو موقفونو کې دنده ترسره کړې ده او اوس په یوه ګاونډ هېواد کې تر ناوړه شرایطو لاندې ژوندي کوي.
هغه پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د نورو افغان ملي سرتېرو په څېر له هېواده کډه کولو ته اړ شوی او اوس په کډوالۍ کې له یوه بشپړ بې‌برخلیکه وضعیت سره مخ دی.
نوموړی افغانستان انټرنشنل-پښتو ته په خپلو خبرو کې وايي، په جګړه کې ترټولو لویه ستونزه دا وه، چې طالبانو د دوحې تړون ته ژمن پاتې نه شول او د افغان پوځ پر وړاندې یې خپلو بریدونو ته زور ورکړ، په داسې حال کې چې پر امریکايي پوځیانو بریدونه په ټپه ودرېدل.
جنرال محمود زیاته کړه: «جګړې یوازې د افغان پوځ پر وړاندې یوه نوې بڼه خپله کړه. د دوحې له تړون وروسته طالبانو پر امریکايي پوځیانو بریدونه ودرول. دوی د دوحې له تړون وروسته یو امریکايی سرتېری هم ونه واژه، خو پر افغان پوځ یې خپلې جګړې ته زور ورکړ او مونږ د جګړو په لیکو کې په زرګونو پوځیان له لاسه ورکړل.» دی وايي، چې طالبانو نه یوازې پر افغان پوځ خپلو بریدونو ته زور ورکړ، بلکې ملکیان د هغوی له بې‌رحمۍ خوندي پاتې نه شول او دغې ډلې هره ورځ د سرتېرو ترڅنګ ملکي وګړي هم وژل.
د نوموړي په اند، د دوحې تړون په ظاهره د سولې د خبرو پیل کولو ته یوه هڅه وه، خو په حقیقت کې یوازې د طالبانو لپاره یوه ښه ستراتیژي وه، چې د هغوی جګړه روانه وساتي.
هغه زیاتوي، افغان پوځ پوه شو چې طالبان د تړون له شروطو سرغړونه کوي او زموږ د ځواکونو پر وړاندې خپلو بریدونو ته دوام ورکوي، له رواني اړخه دغه وضعیت پر افغان پوځیانو ډېره ناوړه اغېره وکړه.
دی وايي، چې پوځیانو د دوحې تړون ته هیله‌من او له جګړې ستړي شوي وو، خو په وینا یې، طالبانو له افغان لوري سره د سولې خبرو ته اراده نه‌لرله.
د جمهوري نظام د ځانګړو ځواکونو یو بل سرتېری چې دا مهال په جرمني کې ژوند کوي، له افغانستان انټرنشنل-پښتو سره په مرکه کې د خپلې د کورنۍ د امنیت خوندیتوب په موخه یې خپل مستعار نوم زبیر ښودلی دی.
زبیر بیا وايي، چې ده او ملګري یې له طالبانو سره د سولې خبرو ته ځکه هیله‌من نه و، چې په وینا یې، له دغې ډلې سره د دوی د جګړې تجریې دا ښودلې چې طالبان سولې ته غاړه نه ږدي.
نوموړی زیاتوي: «له طالبانو سره په جګړه کې زما او همسنګره ملګرو تجربه دا وه چې دوی له افغان ځواکونو سره سوله نه منله، ولې هغه چا سره خبرې وشي چې سولې درسره نه مني؟ سوله باید یوازې له امریکا سره شوې وای؟ کله چې یو څوک وايي زه افغان یم، خو مقابل کې بیا افغان وژني او له پردي سره سوله کوي، ایا داسې خلکو سره باید سوله شوې وای؟ د ۲۰۱۳ کال پرمهال د هلمند په سنګین کې زمونږ او امریکايي پوځیانو ګډ عملیات وو، باور وکړئ چې طالبانو پر امریکایانو یو ډز هم ونه کړ، خو زمونږ شاوخوا ۱۳ ځوانانو ته یې مرګ‌ژوله واړوله. هماغه و چې له طالبانو سره د مبارزې په برخه کې زما فکر د سولې پر ځای جګړې ته بدل شو.»
نوموړي افغان سرتېري ټینګار وکړ، چې له طالبانو سره باید د سولې پر ځای جګړه شوې وای.
د جمهوري نظام یو شمېر لوړپوړي پوځي چارواکي په دې اند دي، چې د دوحې تړون د افغانستان سقوط ته لار هواره کړه او همدا تړون د دې لامل شو چې ولایتونه یو بل پسې د طالبانو لاس ته ورشي.
د جمهوري نظام د ملي امنیت شورا د محافظت او امنیت دفتر رییس برید جنرال محمد یوسف صافی وايي، چې د دوحې تړون لاسلیکول د افغان پوځیانو د پاشل کېدو لامل شو او په وینا یې، بهرنیو همکارانو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په هغو سیمو کې یوازې پرېښودل چې ډېرې ناامنه وې او په‌‌کې له افغان سرتېرو سره د هغوی حضور ته اړتیا وه.
د افغان امنیتي ځواکونو له ملاتړ څخه د امریکا شاته تګ، په حکومت کې دننه د طالب لپاره لابي‌ګري او په دوه برخو وېشېدل، پر وخت اکمالاتو ته نه‌لاسرسی، د ټپیانو وضعیت ته پر وخت نه‌پاملرنه، د هوايي ځواک یوازې پاتې کېدل، د افغان حکومت له‌خوا د پنځه زره طالب بندیانو خوشې کېدل او د طالبانو له‌خوا پر افغان ځواکونو د بریدونو شدت، د جنرال صافي په اند نور هغه عوامل دي چې د جمهوري نظام د پرځېدو لامل شو.
د جمهوري نظام د ملي امنیت یو افسر چې په راپور کې یې د امنیت د خوندیتوب لپاره مستعار نوم «قریش» دی او دا مهال په درېیم هېواد کې د کډوالۍ تر ناوړه شرایطو لاندې ژوند کوي، وايي چې امریکایانو د خپلو ستراتیژیکو موخو لپاره له طالبانو سره د سولې په نوم هوکړه لاسلیک کړه او افغانستان یې دغې ډلې ته وسپاره.
نوموړي په همدې تړاو وویل: « د دوحې تړون د سولې د هڅو پر ځای یوه ستره ننګونه جوړه کړه.
دغه تړون زمونږ د ځواکونو د مورال ټیټولو، د جګړې د شدت زیاتولو او د طالبانو لپاره یوه ستراتیژیکه بریا وه.
د دې تړون په شرایطو کې نه یوازې چې افغان پوځیان زیانمن شول، بلکې د سولې او ثبات لپاره هېڅ داسې عملي ګام پورته نه شو، چې د افغان ولس لپاره یوه دایمي حل لاره پیدا کړي.»
همداراز، د جمهوري نظام یو شمېر سرتېري د دوحې تړون یو طرفه بولي او زیاتوي، چې د دغه تړون له امله افغان پوځ له هره اړخه وځپل شو چې په ترڅ کې یې نوموړی پوځ د طالبانو له خوا په بشپړ ډول له منځه لاړ.

100%


د پخواني ملي پوځ یو افسر محمد شفیق (مستعار نوم) له دوحې تړون وروسته په میدان وردګو ولایت کې له طالبانو سره خپلې جګړې ته په اشارې وايي، چې پر افغان پوځ مرستې کمې شوې او ان په ډېرو سیمو کې هغوی ته خواړه هم په سم ډول نه رسېدل.
د ملي پوځ نوموړی افسر زیاتوي، چې د دوحې له تړون وروسته د امریکا او متحدو هېوادونو له خوا له افغان پوځ سره تجهیزاتي او نورې پوځي مرستې ودرېدې، چې دغه پوځ یې سخت ناهیلي او زړه‌ماتی کړ.
هغه وویل: «کله چې یو عسکر ته دوه توکي چې وسله او خواړه دي پر وخت ونه رسېږي، ډېره سخته ده، چې هغه دې د دوښمن پر وړاندې وجنګېږي. مونږ د خپل هېواد لپاره په پوره امانت‌دارۍ خدمت کړی، د خپلې خاورې د ساتنې لپاره مو شپه ورځ په ځان یوه کړه، خو نه پوهېدو چې د یوې داسې معاملې ښکار به ګرځو.»
دغه پخوانی سرتېری وايي، چې دا مهال پخواني افغان سرتېري له ډېر ناوړه وضعیت سره مخ دي او په وینا یې، دوی دومره وس نه لري چې د خپلې کورنۍ لپاره خواړه پیدا کړي.
د افغان پوځ دغه سرتېری وايي، چې د جمهوري نظام پوځ خورا غښتلی، مجرب، ښه روزل شوی او مسلکي و، اوس هغه سرتېري چې دا مهال پر کور ناست دي، له رواني پلوه ډېر ځپل شوي دي.
افغان سرتېري داسې مهال دا تړون له دوی سره جفا بولي، چې له نن څخه شاوخوا پنځه کاله مخکې د فېبرورۍ پر ۲۹مه په دوحه کې طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې په نوم تړون لاسلیک شو، چې په ترڅ کې یې لومړی د افغانستان ولسوالۍ او ورپسې ۳۴ ولایتونه په ډېره کمه موده کې د طالبانو لاسته ورغلل او دغې ډلې په بشپړ ډول د افغانستان کنټرول ترلاسه کړ.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

جنرال سمیع سادات: طالبان اشغالګر دي او ور سره جګړه کوو

۱۰ کب ۱۴۰۳ - ۲۸ فبروری ۲۰۲۵، ۱۶:۲۰ GMT+۰

د افغانستان د متحدې جبهې مشر سمېع سادات چې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د دې ډلې پرضد جګړې ته د تیاري‌ خبرې کوي، نن یې بیا د افغانستان انټرنشنل پښتو په سپېس کې وویل «طالبانو افغانستان اشغال کړی دی او د دوی پر وړاندې د جګړې لپاره امادګي نیسو.»

سمېع سادات د دوحې تړون پنځمې کلیزې ته په اشاره د دې تړون په اړه د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد «افغانانو او امریکایانو ته دروغ ویلي.»

د اسمېع سادات په خبره، «د امریکا جنرالانو د دوحې تړون نه غوښت او نه هم افغان نظامیان ددې تړون غوښتونکي ول. »

جنرال سمېع سادات وايي چې دوی د جګړې لپاره چمتوالی درلود خو پر افغان ځواکونو نظامي مرستې ودرېدلې او هوايي ځواک ته تجهزات ونه رسېدل او د دفاع حالت ته لاړل.

دی همدراز زیاتوي چې د سولې د خبرو پرمهال د قطر ۱ میلیارد ډالره ورکړل او طالبانو د پاکستان د استخباراتو په ملتیا په دې پیسو نوي نظامي تهجیزات واخیستل.

د افغانستان دا پخوانی جنرال په دې باور دی چې طالبان نه غواړی له نورو افغانانو سره جوجاړی وکړي: «دا یو نظامي ډله ده او ترتیب او زور یې نظامي دی دوی ددې نظامي زور باندې افغانانو سره خبرې کوي نو د دوی پر وړاندې زور هم باید نظامي وي او سلاح پر ژبه ورسره خبرې وشي او دا نظام یې له منځه لاړ شي. »

جنرال سمېع سادات په ټینکار سره وايي:« طالبان ولسي ملاتړ نه لري اقتصاد نه لري تعهد نه لري د دوی د نظام چپه کول چې کله یې وخت راشي ښه په تېزي سره به له منځه ځي او ازادۍ لپاره باید جګړه وشي او هغه له یوځای شروع کېږي نو د دوی زاوال را نژدې دی او دا جګړه غواړي.»

د افغانستان انټرنشنل پښتو په دې سپېس په پای کې جنرال سمېع سادات د پخواني سیاسونو په اړه وايي چې دوی په خپل وخت کې زحمتونه باسلي دي خو اوس د نوي ځوان نسل وار رارسدلی دی او دوی به له طالبانو وروسته افغانستان رهبري کوي.

مجاهد: له امریکا سره د دوحې تړون پای ته رسېدلی، موږ د خپلو اصولو له مخې مخ ته ځو

۱۰ کب ۱۴۰۳ - ۲۸ فبروری ۲۰۲۵، ۱۵:۴۲ GMT+۰

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دوحيې د پنځمې کلیزې به مناسبت په یوه مرکه کې ويلي، چې له امریکا سره دغه تړون پای ته رسېدلی او دوی دا مهال د خپلو اصولو له مخي مخ ته ځي. مجاهد زياتوي، چې امریکا لا هم د دوحيې د تړون ځني ژمنې نه دي عملي کړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د جمعې په ورځ د دغې ډلې تر واک لاندي ملي ټلویزیون سره په مرکه کې ويلي، چې دوی د دوحې تړون کې د امریکا سره شرطونه عملي کړي.

نوموړی زیاتوي: «د دوحې تړون کې له امریکا سره دوه اساسي شرطونه، له افغانستان د امریکایانو وتل او د افغانستان خاوره د دوی په وړندي نه استعمالول یې عملي شوي.»

د مجاهد په خبره، امریکا پر دوی د بندیزونو دلیري کولو او له دوی سره د تعامل شرطونه نه دي عملي کړي.

د نوموړي په خبره، له امریکا سره تړون پای ته رسېدلی.

«د تړون عمومي محتویات مراعت شوي، د تړون په اساس موږ مخ ته نه ځو، بلکي موږ د خپل نظام په اصولو باندې مخ ته ځو، هغه له امریکایانو سره یو تړون و، چې په هغه وخت کې پای ته ورسېد.»

د ټولګډونه حکومت جوړول د دوحې تړون مهم شرط او له طالبانو سره د اړیکو عادي کولو لپاره مهم بلل کېږي.

که څه هم د دې تړون له مخې طالبان واکمن شول، خو لا یې هم حکومت رسمیت نه لري

له دې سره طالبانو ویاند زياتوي، چې تېر کال يې له چين، روسیې، ارزبایجان، قزاقستان او یو شمېر نورو هېوادونو سره تعامل کړی او اوس مهال یې له هند سره د تعامل خبرې روانې دي.

نوموړي يو ځل بیا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د چوکۍ غوښتنه وکړه.

«غوښتنه کوو چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان چوکۍ باید ورکړل شي، له دې لارې کولی شو چې د افغانانو ږغ تر نړۍ ورسوو او افهام او تفهیم زيات شي، په ځنډېدو اړیکو ته زیان رسيږي.»

د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحيې په نوم دغه تړون د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹مه نېټه د امریکا د پخواني ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد او د طالبانو د هغه وخت د سیاسي دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر له خوا لاسلیک شو

طالبانو هغه مهال دغه تړون د افغانستان لپاره تاريخي یاد کړ او د عملي کولو کېدو لپاره یې کلکې ژمنې وکړې.

د طالبانو سترې محکمې او سعودي عربستان سبا د روژې لومړۍ ورځ اعلان کړه

۱۰ کب ۱۴۰۳ - ۲۸ فبروری ۲۰۲۵، ۱۵:۲۴ GMT+۰

د طالبانو سترې محکمې اعلان وکړ، چې د میاشتې لیدو کمیټې سپوږمۍ لیدلې او سبا د شنبې ورځ به د روژې لومړۍ ورځ وي. طالبانو د سعودي عربستان د سترې محکمې له اعلان څو شېبې وروسته د روژې رسمي اعلان وکړ.

پر همدغه مهال حرمین شریف پر اېکسپاڼه لیکلي، چې په سعودي عربستان کې سپوږمۍ لیدل شوې ده او د ۱۴۴۶ کال روژه به نن شپه پیل شي.

د سعودي عربستان له اعلان څخه څو شیبې وروسته د طالبانو سترې محکمې هم اعلان وکړ، چې د میاشتو لیدو د مرکزي او ولایتي کمیټو غړو په غزني، کندهار، کابل، فاریاب، پکتیا او زابل ولایتونو کې سپوږمۍ لیدلي او سبا د شنبې په ورځ به د روژې لومړۍ ورځ وي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته دغه ډله د روژې، کوچني اختر او لوی اختر لپاره رسمي اعلانونه کوي او تېر کال د دغې ډلې سترې محکمې د روژې او کوچني اختر لپاره د شپي ډیر ناوخته اعلان وکړ.

ټرمپ او افغانستان؛ د واشنګټن لپاره د طالبانو بدیل څه دی؟

۱۰ کب ۱۴۰۳ - ۲۸ فبروری ۲۰۲۵، ۱۴:۵۲ GMT+۰

د ډونالډ ټرمپ واک ته له رسېدو سره، د امریکا په بهرني سیاست کې په ځانګړي ډول د افغانستان په اړه بدلون راغلی. دا بدلون د یوې پراخې ستراتیژۍ برخه وه، چې د افغانستان په ګډون یې ډېر هېوادونه تر اغېز لاندې راوستل.

د بشري مرستو بندېدل

یوه له دغو بدلونونو څخه د امریکا د بشري مرستو بندېدل وو، چې د افغانستان اقتصادي ستونزې یې زیاتې کړې. دا پرېکړه د دې اندېښنې له امله شوې وه، چې دا مرستې به د طالبانو لاس ته ورسېږي.

تر اوسه معلومه نه‌ده، چې امریکا به دا مرستې بیا پیل کړي که نه؛ خو دا پرېکړه د افغانستان د واک‌ساتنې پر توازن مستقیم اغېز لري. په تېرو کلونو کې د بهرنیو مرستو بندېدل ډېری وخت د حکومتونو د سقوط لامل شوی، ځکه افغانستان د جغرافیوي محدودیتونو او د طبیعي زېرمو د کم‌استعمال له امله، بدیله عایداتي سرچینه نه‌لري. ځینې شنونکي وايي، د مرستو کمېدل طالبان دې ته اړ باسي، چې د افغانستان له نورو سیاسي اړخونو سره معنادار مذاکرات وکړي، خو ځینې نور بیا باور لري، چې دا پرېکړه به د طالبانو داخلي اختلافات لا زیات کړي.

امریکايي وسلې

د ۲۰۲۱ کال د امریکا له وتلو وروسته، طالبانو د میلیاردونو ډالرو په ارزښت امریکايي نظامي تجهیزات تر لاسه کړل. ډونالډ ټرمپ اوس ټینګار کوي، چې دا وسلې باید بېرته امریکا ته وسپارل شي، خو طالبان دا غوښتنه نه‌مني.

واشنګټن اندېښنه لري، چې دغه وسلې به داعش-خراسان او نورو ترهګریزو ډلو ته ورسېږي، چې کېدای شي د امریکا پر ګټو برید وکړي. دا اندېښنه نوې نه‌ده؛ امریکا په ۱۹۸۰مه لسیزه کې افغان مجاهدینو ته د شوروي پر ضد سټینګر توغندي ورکړل، خو وروسته له بریا یې وېره درلوده، چې دا وسلې به د امریکا یا د دوی د متحدینو پر ضد وکارول شي.

اوس هم ورته اندېښنه شته، خو دا روښانه نه‌ده، چې د ټرمپ وروستۍ څرګندونې یواځې کمپایني شعار دی او که به عملي اقدامات ورسره مل وي.

100%

د طالبانو بدیل ځواکونه

امریکا تر اوسه د طالبانو پر ضد له وسله‌والو ډلو سره رسمي ملاتړ نه‌دی اعلان کړی. د جو بایډن ادارې ټینګار کاوه، چې د افغانستان کړکېچ نظامي حل نه‌لري او د طالبانو پر ضد وسله‌والې هڅې به د کورنیو جګړو دوام ته لار هواره کړي.

د ټرمپ د "امریکا لومړۍ" پالیسۍ ته په کتو، چې بهرني لګښتونه کموي، داسې نه‌ ښکاري چې واشنګټن به د طالبانو ضد وسله‌والې ډلې په رسمي ډول تمویل کړي.

خو د ترهګرۍ د پراخېدو اندېښنه لا هم د امریکا لپاره جدي ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پر طالبانو د داعش او القاعدې د احتمالي همکارۍ له امله انتقاد کړی.

شنونکي وايي، امریکا باید د افغانستان لپاره نوی سیاست غوره کړي، ځکه د اوسني وضعیت دوام به افراطي ډلې نورې هم پیاوړې کړي.

د ډېموکراتيکو ځواکونو ملاتړ

امریکا کولای شي، د طالبانو ضد ډېموکراتیک ځواکونه پیاوړي کړي. دغو ډلو د تېرو شلو کلونو په جریان کې د ګڼو ستونزو سره سره، وده وکړه، خو د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته یا ځپل شوي او یا هم منزوي شوي.

کارپوهان وړاندیز کوي، چې د امریکا ملاتړ باید یواځې سیاسي ډلو ته محدود نه‌وي، بلکې د ټولنیزو او فرهنګي بنسټونو ملاتړ ته هم اړتیا ده. د طالبانو په دوره کې د ښځو د حقونو او ټولنیزو ازادیو محدودیتونه جدي ستونزه بلل کېږي. امریکا کولای شي، د تعلیمي، روغتیایي او بشري حقونو د پروګرامونو له لارې، د افغانستان د پوهاوي او د حقونو د دفاع فرهنګ ته وده ورکړي.

د سیمه‌ییزې ډېپلوماسۍ اړتیا

کارپوهان ټینګار کوي، چې امریکا باید له پاکستان، ایران، چین او روسیې سره همغږي ولري، ځکه د افغانستان په اړه یو اړخیز سیاستونه مطلوبې پایلې نه‌ لري.

تاریخي اړیکې او ګډ مسوولیت

د تېرو شلو کلونو د امریکا او افغانستان اړیکې یوازې د نظامي مداخلې یا سیاسي همکارۍ تر کچې محدودې نه‌دي. دې اړیکو د دواړو هېوادونو خلکو ته ګډې خاطرې، ارمانونه او یو تاریخي مسوولیت پرېښی دی.

د ټرمپ د کابینې ځینې مهم غړي، چې افغانستان ته د شخصي تجربې له مخې اشنا دي، باور لري، چې طالبانو ته اتکا نه‌ یواځې د امریکا ګټې نه‌ تأمینوي، بلکې د افراطي ډلو په ګټه تمامیږي.

له همدې امله، که امریکا غواړي، د افغانستان په اړه خپلې امنیتي اندېښنې را کمې کړي، باید د قانون‌محوره حکومت، د ډېموکراتیکو ځواکونو پیاوړي کولو او د سیمه‌ییزې ډېپلوماسۍ د پراخولو سیاستونه غوره کړي.

افغانستان لا هم د واشنګټن پرېکړو ته سترګې په لار دی، خو یو څه روښانه دي: افغانستان باید هېر نه‌شي. د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې یوازې د تېرې یوې لسیزې جګړه نه، بلکې یو تاریخي مسوولیت دی، چې له پامه نه‌شي غورځېدلای.

افغان ډیاسپورا

۱۰ کب ۱۴۰۳ - ۲۸ فبروری ۲۰۲۵، ۱۴:۲۸ GMT+۰
•
عارف اعمار

د ۲۰۲۱کال د اګست په میاشت کې چې طالبانو کابل ونیو، د افغان نخبه ګانوقشر، مدني فعالانو، خبریالانو او علمي شخصیتونو د کډوالۍ بې‌سارې څپه پیل شوه. د دې وضعیت په پایله کې، د افغانستان سیاسي او ټولنیز ډګر له مسلکي او فعالو اشخاصو تش شو.

طالبان د دې تشې اصلي ګټه‌اخیستونکي وو، چې تر اوسه یې له درې کلونو زیات واک ته دوام ورکړی دی.

دا لیکنه د افغان ‌ډیاسپورا د یو شمېر سیاسي، مدني او رسنیزو فعالانو نظرونه څرګندوي.

یاسین صمیم – کاناډا کې د هزاره‌ګانود عدالت غوښتنې ډلې غړی

په کوربه هېواد کې ونډه – په کاناډا کې د افغان کډوالو ټولنه د فعالیت، عدالت غوښتنې او مدني خوځښتونوپراخ ظرفیت لري. د ښځینه فعالانو، د ولسي جرګې پخوانیو غړو او د بشري حقونو مدافعینو شتون پکې د دېسبب شوی چې د افغانستان د ښځو او نجونو وضعیت په کاناډا کې جدي انعکاس پیدا کړي.

د بېلګې په توګه د ښځو د جبري نیونو پر ضد مظاهرې، د جنسیتي تبعیض د ختمولو لپاره کمپاینونه او د هزاره ګانو دنسل‌وژنې پر ضد عدالت غوښتنه، هغه هڅې وې چې د کاناډا د حکومت تر کچې مطرح شوې دي.

خو له بله اړخه، د کډوالو تعامل یوازې د مدني ټولنو او بشري حقونو بنسټونو کچېته محدود پاتې شوی او د کوربه هېواد له محلي ادارو، ښاري شوراګانو او ښاروالیو سره لازمې اړیکې نه دي جوړې شوي. دا تشه د افغانانو د ادغام بهیر له ستونزو سره مخ کوي.

د روایت جوړونه - په تېرو درې کلونو کې، افغان ډیاسپوراد افغانستان د خلکو ستونزو ته انعکاس ورکولو کې مهم رول لوبولی. دا یو ارزښتناک ظرفیتي کاردی، خو که د افغانستان سیاسي وضعیت بدل نه شي، دا هڅې ممکن کمزورې شي او د ډیاسپورا تجربه به ورو ورو ضایع شي.

د ګډ روایت د رامنځته کولو ستونزه – د افغانانو لپاره د یو واحد روایت جوړول تل یوه ننګونه وه. په تېرو شلو کلونو کې که څه هم قومي توازن عادلانه نه و، خو داسې ګډ ارزښتونه موجود وو چې ملي یووالی یې ساتلی و.

د جمهوریت له سقوط وروسته، دا یووالی کمزوری شو او قومي او نژادي بحثونه بېرته راژوندي شول. په ډیاسپورا کې هم دا ډول وېش رامنځته شویچې یو لوری د جمهوریت ملاتړي دي، بل لوری د طالبانو پلویان او نور یې مخالفین دي.

دېحالت د افغان ډیاسپورا تر منځ بې‌اعتمادي پیدا کړېچې د یوه ګډ ملي دریځ د رامنځته کېدو چانس ته یې زیان رسولی دی.

شاه محمود میاخېل – د ننګرهار پخوانی والي او د جمهوري الو د خوځښتغړی

میاخېل باور لري چې افغان ډیاسپورا اوس د نیمه ډک ګیلاس مثال لري. دی وایي، که د طالبانو حکومت تر اوسه نړیوال مشروعیت نه دی ترلاسه کړی، دا د بهر مېشتو افغانانو د فعالیتونو او مبارزو پایله ده.

میاخېل د افغان ډیاسپورا د بې‌نظمۍ او ګډوډۍ له امله اندېښنه لري. د ده په وینا، د یو قوي سیاسي چتر نشتوالی د ‌ډیاسپورا تر ټولو لویه ستونزه ده. دغه راز رسنیو هم ونه شوای کولای چې د ډیاسپورا لپاره یو ټول‌منلی روایت جوړ کړي.

دی ټینګار کوي چې لومړیتوبونه باید څرګند شياو د اوسني وضعیت پر وړاندې باید یوه پراخ تفاهم رامنځته شي. پر ځای د دې چې د اشخاصو، قومونو او ژبو استازیتوب وشيباید د بنسټونواو ملي ګټو استازیتوب ته پاملرنه وشي.

اوسنی وضعیت - اوس مهال د افغان ‌ډیاسپورا لپاره مسیر ناڅرګند دی. دوی د ایډیالیزم او واقعیت ترمنځ بند پاتې دي. له یوې خوا غواړي چې نړیواله ټولنه د افغانستان په قضیه کې فعاله پاتې شي، خو له بلې خوا که څوک فعالیت وکړي، ورته د جاسوسۍ مهر لګول کېږي.

هره بهرنۍ تګلاره چې زموږ د افغانستان ستونزه حل نه کړي، ښه پالیسي نه ده. که پر طالبانو فشار نتیجه ورنه کړي، باید بله لاره پیدا شي.

زهرا جویا – د رُخشانه میډیا بنسټ‌اېښودونکې، بریټانیا

زهرا جویا وایي، د افغانستان دننه او بهر یو ګډ روایت باید ازادي، د تعلیم حق او امنیت وي. خو که دا روایت قومي رنګ واخلي د تفاهم فضا زیانمنېږي.

لارې چارې - ډیاسپورا کولی شي مثبت رول ولوبوي، خو باید له زړو سیاسي څېرو او قومي روایتونو څخه واوړي. د ښځو پر فعال حضور باید ټینګار وشي. د تېرو شلو کلونو نوي نسل او مسلکي ځواک تر ټولو ډېر زیان لیدلی، نو همدا قشر باید د افغانستان د راتلونکي لپاره وکارول شي.

که غواړو له اوسني بحران څخه ووځو، باید ډیاسپورا منسجمه شي. دا کار د همغږۍ او انسجام میکانیزمونو ته اړتیا لري. ممکن داسې یو رهبر ته اړتیا وي چې دا ټول منظم کړي.

پر نوي نسل باید باور زیات شي، ځکه دوی به د پخوانیو سیاستوالو په څېر فاسد نه وي.