• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ویوین ریچارډز: ویسټ انډیز باید د افغان کرکټ لوبډلې له پرمختګ څخه الهام واخلي

۱۲ کب ۱۴۰۳ - ۲ مارچ ۲۰۲۵، ۱۵:۲۷ GMT+۰

د ویسټ انډیز د کرکټ افسانوي لوبغاړي سر ویوین ریچارډز اتلان جام ته د ویسټ انډیز د نه رسیدو له امله خپله خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دوی باید د افغانستان له پرمختګ څخه الهام واخلي.

ویسټ انډیز او سریلانکا، چې دواړه د نړیوال جام او اتلانو جام پخواني اتلان دي، ونه توانېدل چې د پاکستان او دوبۍ په کوربه توب د اتو لوبډلو اتلانو جام ته لار ومومي.

ریچارډز رسنیو ته وویل، « زه هیله لرم چې زما ویسټ انډیزۍ لوبډله د افغان لوبډلې له بریاوو زده کړه وکړي، ځکه دوی لوبې ته یو ځانګړی جذابیت او انرژي راوړي».

هغه زیاته کړه، « افغانستان د نړیوال کرکټ په صحنه کې دومره پخوانی نه دی، خو د دوی مبارزه او د زده‌کړې تنده د دې لامل شوې چې د وخت په تېرېدو تجربه ترلاسه کړي او نن دې ځای ته ورسېږي».

ریچارډز وايي، « کله چې تاسې وینئ افغانستان په اتلانو جام کې دی، خو ویسټ انډیز نه، دا معنا لري چې افغانستان یو څه سم ترسره کوي».

افغانستان د کرکټ په نړۍ کې له یوه کوچني ټيم څخه ځان یوه قوي اسیايي کرکټي ځواک ته اړولی، چې دا د دوی د دوامدارو هڅو پایله ده.

ریچارډز ټینګار وکړ چې ویسټ انډیز باید له مدیریت نیولې تر لوبغاړو پورې، په هره برخه کې پراخ اصلاحات راولي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

طالب کونسل او د خیبر پښتونخوا سر وزیر پر تورخم لارې خبرې کړې دي

۱۲ کب ۱۴۰۳ - ۲ مارچ ۲۰۲۵، ۱۵:۱۶ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا د سر وزیر له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې علي امین ګنډاپور په پېښور کې د طالبانو کونسل حافظ محب الله شاکر سره لیدلي دي. په دې ناسته کې د خیبر پښتونخوا سر وزیر د طالبانو کونسل ته ویلي چې د سیمې امنیت د افغانستان او پاکستان په ګټه دی.

د خیبر پښتونخوا د سر وزیر د رسنیو دفتر وايي، چې علي امین ګنډاپور او په پيښور کې د طالبانو کونسل حافظ محب الله شاکر په دې کتنه کې د دوه اړخیزو ګټو ، سوداګرۍ د ودې، سیمه ییزې سولې او ثبات او په دغه ایالت کې د میشتو افغان وګړو د شته ستونزو په اړه خبرې کړې دي.

په دې کتنه کې د تورخم دروازې د تړل کېدو له امله د دواړو خواوو سوداګرو او عامو خلکو پر ستونزو هم بحث شوی.
دواړو اړخونو د روژې مبارکې میاشتې او راتلونکي کوچني اختر په پام کې نیولو سره د پولې ژر تر ژره پرانیستلو هڅو په اړه موافقه کړې ده.

د پښتونخوا سر وزیز امین ګنډاپور وويل:«د پولې تړل کېدو له امله سوداګر او ټرانسپورټران د روژې په میاشت کې له ستونزو سره مخ دي.»

ګنډاپور وايي، د دروازې تړل د دواړو خواوو د خلکو په ګټه نه دي او دا د سوداګرو او عامو خلکو لپاره ستونزې رامینځته کوي. علي امین ګنډاپور وايي، د خلکو ستونزو ته په پام سره، تورخم دروازه باید ژر تر ژره پرانیستل شي.

هغه ویلي:«موږ د پولې د خلاصولو لپاره په خپله برخه کې هڅې کوو، د افغانستان سفارت هم باید په دې برخه کې رول ولوبوي.»

علي امین ګنډاپور وايي، په سیمه کې د روانې ناامنۍ له امله د دواړو خواوو خلک له ستونزو سره مخ دي. د نوموړي په وینا، ددوی حکومت په ایالتي کچه د طالبانو له حکومت سره د خبرو اترو لپاره یوه جرګه جوړه کړې ده، چې د مرکزي حکومت له اجازې او د شرایطو د پوره کولو تګلارې بشپړېدو وروسته به افغانستان ته ولېږل شي.

د پښتونخوا د سر وزیر د رسنیز دفتر له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې د طالبانو د کونسل له قوله هېڅ هم نه دي ویل شوي.

د خیبر پښتونخوا حکومتي پلاوی کابل ته د تګ لپاره د اسلام اباد د اجازې په تمه دی

۱۲ کب ۱۴۰۳ - ۲ مارچ ۲۰۲۵، ۱۳:۵۵ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو سلاکار محمد علي سیف وايي، له مرکزي حکومت څخه یې غوښتنه کړې، چې افغانستان ته د تلونکي پلاوي د تګ شرایط منظور کړي.تر اوسه دغه پلاوي ته د کابل د سفر رسمي اجازه نه ده ور کړل شوې.

د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو سلاکار محمد علي سیف افغانستان ته ددغه ایالت د حکومتي پلاوي پر سملاسي سفر ټینګار کړی او له اسلام اباده غواړی چې افغانستان ته دپلاوي د سفر شرایط منظور کړي.

نوموړي د پاکستان پر مرکزي حکومت نیوکه کړې او وايي، چې د ترهګرۍ موضوع یې سیاسي کړې ده.

د انصاف ګوند دغه غړی وايي، د پښتونخوا د اوسیدونکو د امنیت ډاډمن کول د ایالتي حکومت په لومړیتوبونو کې دی.

محمد علي سیف ویلي، چې مرکزي حکومت د پاکستان د نورو ایالتونو په پرتله له خیبر پښتونخوا ایالت سره دوه ګونی چلند کوي.

له دې وړاندې اسلام اباد ویلي و، چې د پښتونخوا حکومت د مرکزي حکومت له اجازې پرته له طالبانو سره د خبرو کولو صلاحیت نه لري.

افغانستان ته له پښتونخوا څخه د پلاوي د استولو وړاندیز د دغه ایالت سر وزیر علي امین ګنډاپور د ۲۰۲۴ کال په سپټمبر کې وکړ. نوموړي ویلي، چې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د امنیتي ستونزو د حل لپاره باید له افغان طالبانو سره مستقیمې خبرې وشي.

دغه وړاندیز چې د تحریک انصاف ګوند د بنسټ‌ اېښودونکي عمران خان ملاتړ یې هم لاره د پاکستان مرکزي حکومت له سخت غبرګون سره مخ شو. خو پاکستاني شنونکي په دې باور دي، چې د پاکستان پوځ له دې لارې غواړي له طالبانو سره لومړی غیر رسمي خبرې پیل کړي او په دویم او درېیم ګام کې چې خبرې پرمختګ وکړي، رسمي خبرې اترې پیل شي.

افغانستان په تېرو ۱۱ میاشتو کې بهر ته ۲۹۶ زره ټُنه تازه میوې صادرې کړې دي

۱۲ کب ۱۴۰۳ - ۲ مارچ ۲۰۲۵، ۱۳:۰۲ GMT+۰

د طالبانو سوداګرۍ وزارت وايي چې په تېرو ۱۱ میاشتو کې د امریکا او اروپايي هېوادونو په ګډون بېلابېلو هیوادونو ته ۲۹۶ زره ټنه تازه میوې صادرې شوې دي. طالب چارواکي وايي، د صادارتو ارښت شاوخوا ۱۴۷ میلیونو ډالرو ته رسېږي.

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد نن یکشنبه «د کب ۱۲مه» وویل، چې ډېری محصولات پاکستان، هند، متحده عربي اماراتو، چین، بریتانیا، هالنډ، امریکا، فرانسې، استرالیا، عراق، سعودي عربستان او کاناډا ته صادر شوي دي.

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت ویاند وايي چې په دغو میوو کې مڼې، انار، انګور، تازه انځر، زردالو، ګېلاس، توت، خټکي، شاه توت، هندواڼې او نورې میوې شاملې دي.

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت ویاند دا نه ده په ډاګه کړې چې یادې تازه میوې په کومو لارو دغو هېوادونو ته لېږل شوې دي.

طالبانو د روان ۱۴۰۳ مالي کال لړم میاشت کې اعلان وکړ، چې د افغانستان اوسپنې پټلۍ له لارې ۴۵۲ زره ۳۱ ټنه انتقالات شوي چې له دې جملې ۱۹۵۷ټنه یې صادرات او ټرانزیټ وو.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمد الله زاهد د دغه وزارت د کلني راپور وړاندې کولو پرمهال ويلي و، چې تېر کال یې افغانستان ته د څه باندې ۸ مېلیارده ډالرو په ارزښت واردات کړي او د ۱.۸ مېلیارده ډالرو په ارزښت یې هم له افغانستان نه توکي صادر کړي دي.

نوموړي ويلي و، چې په وروستي یوه کال کې روسیې ته د افغانستان د صادراتو کچه ۵۴، ترکیې ته ۵۳، ایران ته ۱۹، چین ته ۱۶ او قزاقستان ته ۲،۵ سلنه زیاته شوې ده.

یونس مهمند: د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د کمښت لامل منفي سیاستونه دي

۱۲ کب ۱۴۰۳ - ۲ مارچ ۲۰۲۵، ۱۲:۱۰ GMT+۰

د تورخم دروازې له تړل کېدو وروسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال د پاکستان د سوداګرۍ فدراسیون له رییس سره کتلي. یونس مهمند د پاکستان د سوداګرۍ له فدراسیون څخه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو د خلاصیدو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د یکشنبې په ورځ وویل، چې د دغې خونې مرستیال محمد یونس مهمند پاکستان ته د خپل سفر پر مهال د دغه هېواد د سوداګرۍ فدراسیون له مسوولانو سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترانزیټي ستونزو د حل په موخه کتلي.

د افغانستان د سوداګرۍ او‌پانګونې خونې مسوولانو په دې لیدنه کې د ترانزیټي اسانتیاوو په رامنځته کولو ټینګار کړی.

محمد یونس مهمند په دې لیدنه کې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د کمښت لامل د هېوادونو منفي سیاستونه بللي.

نوموړي د پاکستان له لوري د لارو بندول د نړیوالې سوداګرۍ او ګاونډیتوب د اصولو خلاف بللي او د پاکستان د سوداګرۍ فدراسیون له رییس څخه یې غوښتي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانزیټي لارو د خلاصون په برخه کې له خپل حکومت سره عملي ګامونه واخلي.

همدارنګه د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال په اسلام اباد کې د طالبانو له سفیر سردار احمد شکیب سره لیدنه کې د ترانزیتي اسانتیاوو د رامنځته کولو او د مناسبو حل لارو په اړه هم خبرې کړې دي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین په داسې حال کې پاکستان ته سفر کوي، چې له تېرو ۹ ورځو راهیسې د پاکستان له خوا د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.

د تورخم دروازې د خلاصیدو په اړه د طالب او پاکستاني چارواکو ترمنځ څو بې پایلې لیدنې هم شوې دي.

د طالبانو امربالمعروف وزارت: که احصایه وشي په کابل ښار کې به تر نرانو ښځې ډېرې وي

۱۲ کب ۱۴۰۳ - ۲ مارچ ۲۰۲۵، ۱۰:۵۲ GMT+۰

د طالبانو د امربالمعروف وزارت ویاند د یوې خبرې غونډې پر مهال وویل، چې په افغانستان کې پر ښځو هغسې محدودیتونه نشته، چې «نړیوال ادرسونه» او یو شمېر هېوادونه یې په اړه راپورونه خپروي.

د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر په کابل کې یوې خبرې غونډې ته وویل، چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې محدودیتونه نشته.

نوموړی وایي، یو شمېر هېوادونه او نړیوال ادرسونه د طالبانو د دغه وزارت د نوي قانون په اړه «منفي تبلیغات» کوي.

خیبر د ځینو هېوادونو او سازمانونو هغه راپورونه په کلکه ردوي چې ښځي له محرم پرته سفر او په ځانګړې توګه په کابل کې په ټکسیو کې د سفرکولو اجازه نه لري. هغه وايي، «دا ټول هغه له حقایقو لرې خبرې دي، چې تاسې ټول په دې باندې خبر یاست، دا اوس هم که د کابل په ښار کې احصایه وشي، زما په ګومان تر نارینه وو به د ښځو فیصدي زیاته وي، په داسې حال کې چې په کابل کې داسې ځانګړې سیمې شته چې ښځې خپلې هټۍ لري، سوداګري کوي».

هغه له نارینه پرته د ښځو د سفر په تړاو وویل، « له محرم پرته د ښځو سفر که له اتیا کیلومټره زیات وي بیا د نارینه شتون مهم دی او دا یوه شرعي مساله ده.»

یاد طالب ویاند وايي، په ټولنیز ژوند کې د تګ راتګ پر مهال له ښځو سره د نارینه د شتون اړتیا نشته.

د دغه وزارت ویاند د افغان ښځو د حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ټول راپورونه ردوي.

نوموړی وايي، د دې ډلې په واکمنېدو سره د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې، د اجباري نکاح، د میرمنو د میراث حقونو او کورني بند څخه د خلاصون په برخو کې ګڼې لاسته راوړنې لري.

یاد وزارت وايي، محتسبانو په تېره میاشت کې ۳۰ قضیو ته رسیده ګي کړې او د لسو اجباري نکاحګانو مخنیوی یې کړی.

د یاد وزارت ویاند وویل، چې په تېرو درې نیمو کلونو کې د څه باندې شپږ زره ښځو د اجباري نکاح مخنیوی شوی.

امربالمعروف د طالبانو تر ټولو جنجالي وزارت دی. ملګري ملتونه، نړیوال سازمانونه او ګڼ هېوادونه د یاد وزارت پر نوي قانون سختې نیوکې لري، خو طالبان وايي، د دغه وزارت نوی قانون د اسلامي او شرعي اصولو له مخې د ټولنې د اصلاح په موخه جوړ شوی.