چین: غزه د فلسطین نه بېلېدونکې برخه ده

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي ویلي، چې غزه د فلسطین د خلکو حق دی او «د فلسطین د خاورې نه بېلېدونکې برخه ده». هغه خبرداری ورکړی، چې د غزې د وضعیت هر ډول جبري بدلون به یواځې د سیمې بې ثباتي نوره هم زیاته کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي ویلي، چې غزه د فلسطین د خلکو حق دی او «د فلسطین د خاورې نه بېلېدونکې برخه ده». هغه خبرداری ورکړی، چې د غزې د وضعیت هر ډول جبري بدلون به یواځې د سیمې بې ثباتي نوره هم زیاته کړي.
وانګ یي ټینګار وکړ، چې د اسراییل او فلسطین د دوو جلا دولتونو جوړېدل باید لومړیتوب ولري. هغه وویل، چې بیجېنګ به د منځني ختیځ د خلکو د عدالت، سولې او پرمختګ لپاره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
د چین د بهرنیو چارو د وزیر له دغو څرګندونو داسې برېښي، چې ښایي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغه پلان په ځواب کې وي؛ چې غواړي غزه د امریکا تر کنټرول لاندې راولي.
ټرمپ ویلي، چې واشنګټن غواړي غزه ونیسي او دغه سیمه له سره جوړه کړي.
ټرمپ همداراز وړاندیز کړی، چې د غزې اوسېدونکي دې نورو سیمو ته لکه مصر او اردن ته ولېږدول شي.
د ټرمپ دغه طرحه په نړۍواله کچه د پراخو نیوکو سره مخ شوې؛ خو د امریکا ولسمشر لا هم د دې پلان د عملي کولو ټینګار کوي.


د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې خبر ورکړی، چې د سوریې د امنیتي ځواکونو او د بشارالاسد اړوندو ملېشو ترمنځ د سختو نښتو له امله د سوریې په ساحلي سیمو کې تر اوسه ۷۰ کسان وژل شوي، لسګونه نور ټپیان او نیول شوي دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د بشارالاسد اړوند علوي ملېشو د پنجشنبې په ورځ د سوریې په ساحلي سیمو کې د دولتي ځواکونو پر ضد خونړی برید کړی، چې د چارواکو په وینا دا د اسلامپاله ډلې له واک ته رسېدو وروسته د حکومت پر ضد تر ټولو سخت برید بلل کېږي.
د سوریې دولتي خبري اژانس سانا خبر ورکړی، چې د لاذقیې او طرطوس په ښارونو کې ګرځ بندیز نافذ شوی او امنیتي ځواکونه د ښارونو، کلیو او شاوخوا غرنیو سیمو د تصفیې عملیات ترسره کوي.
په ورته وخت کې د العربیه ټلوېزیوني شبکې خبر ورکړی، چې د لاذقیې بندر ته نږدې د سوریې د امنیتي ځواکونو او د بشارالاسد د حکومت پاتې کسانو ترمنځ نښتې روانې دي.
د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې هم خبر ورکړی، چې د لاذقیې په القرداحه ښار کې امنیتي وضعیت له کنټروله وتلی او امنیتي ځواکونه د ګرځ بندیز له اعلان وروسته دې ښار ته د اضافي ځواکونو استول پیل کړي دي.
د رویټرز د راپور له مخې د سیمې د امنیت یوه مشر ویلي، چې ګڼ شمېر امنیتي ځواکونه وژل شوي او ټپیان دي.
نوموړي دغه برید چې د «اسد پلوه ملېشو» له لوري ترسره شوی «یو منظم عملیات» بللي دي.
د سوریې ساحلي غرنیو سیمو کې چې د علویانو مرکز بلل کېږي، د تاوتریخوالي زیاتوالی اوس د احمد الشرع لپاره لوی امنیتي ګواښ ګرځېدلی.
هغه هڅه کوي، چې پر سوریه خپله واکمني ټینګه کړي.
په همدې حال کې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د سوریې د «خوندیتوب او ثبات» لپاره د دمشق له حکومت سره خپل ملاتړ اعلان کړی او هغه ډلهییز تاوتریخوالی یې غندلی، چې «قانونماتوونکې» ډلې یې ترسره کوي.
د اسد تر سقوط درې میاشتې وروسته چې د تحریر الشام اسلامپاله ډلې د احمد الشرع په مشرۍ حکومت جوړ کړ، د سوریې د یووالي هڅې له ګڼو ستونزو سره مخ شوې دي.
د سوریې حکومت د علوي ټولنې ډېر غړي د امنیتي ادارو او دولتي تشکیلاتو لپاره استخدام کړي وو؛ خو اوسنی اسلامي حکومت د دوی پراخ ګوښه کول پیل کړي.
فعالان وايي، چې د بشار اسد تر سقوط وروسته د علوي ټولنې غړي په ځانګړي ډول د حمص او لاذقیې کلیوالي سیمو کې له تاوتریخوالي سره مخ دي.
سره له دې چې احمد الشرع ژمنه کړې، چې د سوریې اداره به ټول ګډونه وي؛ خو تر اوسه یې له علوي مشرانو سره رسمي لیدنې نه دي ترسره کړي.
د امریکا د اوکلاهوما پوهنتون د منځني ختیځ د مطالعاتو مرکز مشر جاشوا لاندیس ویلي:« علویان متحد نه دي؛ خو د رژیم پر ضد پراخېدونکې ناراضایتي به د سوریې ټولې ملېشې نورې هم زړورې کړي؛ که هغه د نوي رژیم مخالفین وي او که د خپل انقلاب استازي».
هغه خبرداری ورکړی، چې د سوریې د کورني وضعیت خرابېدل ښایي بهرنۍ لاسوهنو ته لاره هواره کړي.
د سانا خبري اژانس د راپور له مخې، د سوریې امنیتي ځواکونو د جبله په ښار کې د حافظ اسد د واکمنۍ پخوانی استخباراتي افسر ابراهیم حویجه نیولی دی.
همداراز د سوریې د دفاع وزارت یو چارواکي ویلي، چې د لاذقیې په سیمه کې د امنیتي ځواکونو عملیات دوام لري؛ څو هغه وسلهوال وڅاري، چې د یو پخواني لوړپوړي پوځي افسر سره تړاو لري.
د طرطوس ښار چې د علویانو مهم مرکز ګڼل کېږي، پکې پوځي حالت اعلان شوی او سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي.
یو ځایي اوسېدونکي رویټرز ته ویلي:« امنیتي ځواکونو د لارینوالو د خورولو لپاره ډزې وکړې».
د راپورونو له مخې، د روانې اونۍ په پیل کې د لاذقیې په ښار کې د دفاع وزارت دوه غړي وژل شوي چې دولتي رسنیو ویلي، دا هم د اسد پلوه وسلهوالو کار دی.
په سوېلي سوریه کې هم تاوتریخوالی زیات شوی، چې د الصنمين په ښار کې د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو کې د نښتو پر مهال شاوخوا ۱۲ کسان وژل شوي دي.

نیویارک ټایمز راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پاکستان ستاینه کړې؛ ځکه چې پاکستان د داعش ډلې غړی محمدشریف الله چې په ۲۰۲۱ کال کې د کابل هوایي ډګر مخې ته په ځانمرګي برید کې چې له امله یې امریکایي سرتېري وژل شوي وو، ښکېل و؛ نیولی او امریکا ته یې سپارلی.
راپور کاږي، دا ستاینه ښيي چې کېدای شي امریکا او پاکستان یو ځل بیا د ترهګرۍ پر ضد یو ځای کار وکړي.
اډام واینسټین چې په واشنګټن کې درکوینسي انسټیټیوټ مرستیال دی ویلي: «د ټرمپ دا خبره پاکستان ته مهمه ده؛ ځکه پاکستان غواړي نړۍ ته وښيي چې د ترهګرۍ ضد مبارزه کوي».
نیویارک ټایمز زیاتوي، دا خبر وروسته له هغې خپور شو چې پاکستان محمد شریفالله ونیوه او امریکا ته یې وسپاره.
دا په داسې وخت کې وشول، چې پاکستان هڅه کوي د ترهګرو پر ضد د جګړې لپاره نړۍوال ملاتړ ترلاسه کړي.
اډام واینسټین وايي: «پاکستان یوازې ستاینه نه غواړي؛ بلکې د امریکا لهخوا امنیتي مرسته هم غواړي؛ څو وکولی شي د خپلو دښمنانو، لکه پاکستاني طالبانو تحریک پر ضد مبارزه وکړي». راپور زیاتوي، د کابل هوایي ډګر برید وښوده چې امریکا او پاکستان اوس هم لږ تر لږه د داعش خراسان(ISKP) پر ضد استخباراتي همکاري لري.
نیویارک ټایمیز لیکي؛ د امریکا د بهرنیو چارو نوي وزیر ویلي، واشنګټن ان له طالبانو سره هم ځیني استخباراتي معلومات شریک کړي دي.
مارکو روبیو (د کب په ۳مه) ویلي و، طالبان کله ناکله د القاعده او داعش پر ضد له امریکا سره مرسته کوي.
امریکايي او پاکستاني چارواکو نیویارک ټایمز ته ویلي، امریکا پاکستان ته هغه معلومات ورکړي و چې له مخې یې محمد شریف الله ونیول شو.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د چهارشنبې په ورځ د ټرمپ له دې خبرو مننه وکړه او ویې ویل: «دا زموږ د هڅو پیژندنه ده، چې پاکستان د سیمې په کچه له ترهګرۍ سره مبارزه کوي».
شهباز شریف وویل، «محمد شریفالله د پاکستان او افغانستان ترمنځ پولې ته نږدې د بریالیو عملیاتو په ترڅ کې نیول شوی و».
ټرمپ دا خبرې داسې مهال کړې دي، چې په خېبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې د تېرو څلورو ورځو راهیسې درې ځانمرګي بریدونه شوي دي.
بل خوا د نړۍوال اقتصاد او سولې انسټیټیوټ تازه راپور ښيي، چې پاکستان د ترهګرۍ له اړخه په نړۍ کې دوهم ځای لري او یوازې بورکینافاسو ترې مخکې دی.
نیویارک ټایمز لیکلي، چې په پاکستان کې ترهګریز بریدونه دا مهال د ۲۰۱۴ کال له کچې هم زیات شوي دي.
پاکستان چې له اقتصادي ستونزو سره مخ دی، په ۲۰۲۲ کال کې د عمران خان تر لرې کېدو وروسته سیاسي کړکېچ هم تجربه کوي.
سربېره پر دې، له هغه وخته چې طالبان په افغانستان واکمن شوي په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د وسلهوالو بریدونه هم زیات شوي دي.

رویټرز راپور ورکړی چې د امریکا د دفاع وزیر پېټ هېګسټ هغه تورونه چې ګواکې واشنګټن له روسیې ملاتړ کوي، رد کړي او «بېمانا» یې بللي دي.
رویټرز د پنجشنبې په ورځ (مارچ ۶مه) د هېګسټ په حواله راپور ورکړی چې ټرمپ اوکراین ته د سولې راوستو په لټه کې دی او غواړي پر دغه هېواد د روسیې یرغل پای ته ورسېږي.
هېګسټ د ټرمپ دولت لهخوا د روسیې د ملاتړ په تړاو د نیوکې په ځواب کې ویلي چې د امریکا ولسمشر یوازې سوله غواړي او دا د روسیې د ملاتړ په مانا نه ده.
هېګست په پنټاګون کې خبریالانو ته وویل: «رسنۍ د کیسو او روایتونو جوړونې ته لېواله دي، خو زموږ ولسمشر سولې ته لېواله دی او موخه یې د وژنو پای ته رسول دي.»
هغه همداراز وايي چې متحدهایالات د یو اړخ په توګه د دغه ناورین د بشپړ حل په لټه کې دی او زیاتوي چې له د روسیې د واشنګټن ملاتړ ادعاوې ټولې بېبنسټه دي.
ورته مهال، د برېټانیا دفاع وزیر جان هیلي هم له هېګسټ سره په غونډه کې ګډون او ټینګار یې کړی چې د اوکراین سولې حل لپاره خبرېاترې روانې دي.
هیلي ویلي چې د دې خبرواترو جزییات په نارسمي ډول او د بندو دروازو شاته کېږي او هیلهمن دی څو د بېلابېلو هېوادونو د همکارۍ له لارې اوکراین ته سوله راشي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي په سعودي عربستان کې د اوکرایني مذاکرهکوونکي امریکایي چارواکو له لیدنې خبر ورکړی و.
زېلېنسکي د خپلې اېکسپاڼې له لارې د دې موضوع د مطرح کولو ترڅنګ زیاته کړې چې هغه یوې «مانالرونکې لیدنې» ته هیلهمن دی.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي وايي چې اوکرایني مذاکرهکوونکي به په سعودي عربستان کې له امریکایي چارواکو سره لیدنه او خبرېاترې وکړي.
زېلېنسکي د پنجشنبې په ورځ (مارچ ۶مه) د خپلې اېکسپاڼې له لارې د دې موضوع د مطرح کولو ترڅنګ زیاته کړې چې هغه یوې «مانالرونکې لیدنې» ته هیلهمن دی.
د اوکراین ولسمشر لیکلي دي: «راتلونکې دوشنبه د سعودي عربستان له ولیعهد سره د لیدنې لپاره دغه هېواد ته سفر پلان شوی دی. له هغې وروسته به زما ټیم په سعودي عربستان کې پاتې شي څو زمونږ له امریکایي همکارانو سره کار وکړي.»
دا لیدنه سعودي عربستان ته د اوکراین ولسمشر د سفر په څنډه کې کېږي او ټاکل شوې نوموړی د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره هم وګوري. سلمان له دې مخکې په سعودي عربستان کې د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ د غونډې اسانتیا برابره کړې وه.
ورته مهال، د منځني ختیځ لپاره د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي سټیف وېټکوف هم ویلي چې د روسیې او اوکراین جګړې پای ته رسېدو لپاره د سولې هوکړې په اړه له اوکرایني چارواکو سره خبرې کوي.
نوموړي زیاته کړې چې ټاکل شوې راتلونکې اونۍ له اوکراینیانو سره په سعودي عربستان کې یوه غونډه وشي. هغه په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو ته د خبرو پرمهال وویل: «موږ اوس مهال له اوکراینیانو سره د یوې غونډې د همغږۍ په هکله خبرې کوو. ښايي دا غونډه په ریاض کې جوړه شي.»
دا امریکا او اوکراین استازو ترمنځ له مسکو سره د کییف د روانې جګړې په تړاو راتلونکې لیدنه وروسته له هغې کېږي چې شاوخوا یوه نیمه اونۍ مخکې د زېلېنسکي او امریکا ولسمشر لیدنه لفظي شخړې، خپګان او ان له سپینۍ ماڼۍ څخه د هغه تر پرېښودو ورسېده.

د فوربز مجلې د یوه راپور پر بنسټ، د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو اداره پلان لري څو د ټولو هغو کسانو ټولنیزو رسنیو اکونټونو ته چې د تابعیت، دایمي استوګنې یا کډوالۍ غوښتنه کوي، لاسرسی ومومي او ویې څېړي.
د فوربز مجلې دا راپور د چهارشنبې په ورځ خپور شوی او پهکې راغلي چې د کډوالۍ ادارې چارواکو دا اقدام د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له اجراییوي فرمان سره سم د پليکېدو لپاره لازم بللی دی.
د نوموړې مجلې راپور زیاتوي چې د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو اداره د پناهغوښتونکو د ټولنیزو رسنیو معلومات د هویت تصدیق کولو، د ملي امنیت ګواښونو او د عامه خونديتوب د اروزنې په موخه راټولوي او څېړنه یې کوي.
د یادې مجلې راپور څرګنده کړې چې د پناهغوښتونکو دغه معلومات د امنیتي ارزونو او د ممکنه ګواښونو د مخنیوي لپاره په پام کې نیول شوي او په وینا یې، د کډوالۍ چارواکو دا اقدام د پناهغوښتونکو د لا بشپړې او فعالې ارزونې د ترسرهکېدو لپاره دی.
د فوربز مجلې راپور وايي، چې دغه پلان د ټرمپ د دویم ځل ولسمشرۍ له لومړیو ورځو راهیسې له بهرنیو امنیتي ګواښونو سره د مبارزې لپاره یوه وسیله ګڼل کېده او اوس داسې ښکاري چې کډوالي هم د دې ګواښونو یو اړخ بلل کېږي.
ورته مهال یاده مجله وايي چې دغه پلان د عامه مشورې په پړاو کې دی او خلکو ته له تېرې چهارشنبې څخه تر ۶۰ ورځو پورې وخت ورکړل شوی څو د دغه نوي سیاست په تړاو خپل نظریات وړاندې کړي.
فوربز مجلې د امریکا د کډوالۍ او تابعیت خدمتونو ادارې په حواله ویلي چې د ټولنیزو رسنیو دا ارزونه دوی ته اجازه ورکوي څو د پناهغوښتونکي په بشپړه توګه وارزوي او ملي امنیت پر وړاندې د هر ډول ممکنه ګواښونو مخه ونیسي.
دا په داسې حال کې ده چې ډونالډ ټرمپ پر امریکا د واکمنېدو په لومړنیو ورځو کې د افغانانو په ګډون دغه هېواد ته د یو شمېر پناهغوښتونکو سفرکول د شاوخوا ۹۰ ورځو لپاره وځنډاوه.
د یادونې ده چې پر کډوالۍ د ټرمپ د بندیزونو سیاست نه یوازې د زرګونو افغان کډوالو ژوند اغېزمن کړی، بلکې د امریکا نړۍوالو بشري ژمنو ته یې هم قوي زیان رسولی دی.