• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بښنې نړۍوال سازمان:د سیاسي ارادې نشتوالي او نړۍوالې چوپتیا د افغان ښځو مبارزه ناکامه کړې

۱۸ کب ۱۴۰۳ - ۸ مارچ ۲۰۲۵، ۰۲:۵۰ GMT+۰

د ښځو نړۍوالې ورځې (د مارچ ۸مې) په مناسبت، د بښنې نړۍوال سازمان د افغانستان د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتنه کړې، چې د طالبانو د سېسټماټیک ظلم پر وړاندې چوپ پاتې نه شي.

یاد سازمان ویلي، طالبانو نه یوازې دا چې د تبعیضي قوانینو له لارې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کړي؛ بلکې په سختو ځپونکو تګلارو سره یې ښځې او نجونې له ټولنې اېستلې او هغوی یې یوازې د ماشوم زېږولو او د کور چارو ته محدودې کړې دي.

څه باندې درې کاله کېږي، چې طالبان پر افغانستان واکمن دي او په دې موده کې یې د ښځو بنسټیز حقونه لکه زده‌کړې، کار او پر ازاد تګ راتګ سخت بندیزونه لګولي دي.

طالبان ان دا هم نه مني، چې ښځې دې په عامه ځایونو کې ښکاره شي یا غږ یې واورېدل شي. افغان ښځې تر وېرې او ګواښ لاندې په خپلو کورونو کې زنداني شوې او د ښځو ځوان نسل له خپل راتلونکي بې برخې شوی دی.

د نړۍوالو خاموشي؛ د ظلم منل دي

د بښنې سازمان وايي، دا ظلم یوازې د افغانستان ستونزه نه ده؛ بلکې دا نړۍوالو قوانینو، بشري حقونو ته د نړۍوالو ژمنو او فیمینسټي خوځښتونو لپاره یوه ازموینه ده.

په دې اړوند خبرپاڼه کې راغلي:« نړۍ به دې ښکاره ظلم ته څه ډول ځواب ورکوي؟ ایا نړۍواله چوپتیا به دا معنی ولري، چې ځپونکي اقدامات او بې‌عدالتي ومنل شي؟».

هغه افغان ښځې چې لارو کوڅو ته راوتلي یا پټ احتجاجونه کوي؛ له ګواښونو، جبري نیونو، شکنجو او ان له مرګ سره مخ دي.

زرګونه کسان چې پکې د طالبانو ضد نارینه هم شامل دي، همدا اوس زندانونو ته اچول شوي دي.

راپور کې راغلي، نړۍوال مشران لاهم له طالبانو سره د ډېپلوماسۍ په نوم غونډې کوي او مېلیونونه ډالره مرسته افغانستان ته پرته له دې چې د بشري حقونو رعایت شرط وګرځوي، استول کېږي.

ان د ملګرو ملتونو تر سیوري لاندې د دوحې ناستې هم د بشري حقونو، نړۍوالو قوانینو او حساب ورکولو روښانه تعهد نه لري.

نیمګړی نړۍوال ملاتړ

د طالبانو د واکمنۍ له درې کلونو وروسته، د ښځو د مقاومت لپاره ځینې حقوقي او سیاسي ګامونه پورته شوي.

یو شمېر هېوادونه غواړي د طالبانو جنایتونه نړۍوالې جزایي محکمې (ICC) ته یوسي او د یادې محکمې څارنوال د طالب مشرانو د نیولو غوښتنه کړې ده.

سربېره پر دې هڅې روانې دي، څو د «جنسیتي اپارټایډ» جرم د بشریت پر ضد جنایت وپېژندل شي.

خو د بښنې سازمان خبرداری ورکوي، چې د ښځو د مبارزې د بریا اصلي خنډ د سیاسي ارادې کمښت او نړۍواله چوپتیا ده.

دغه سازمان له نړۍوالې ټولنې په ځانګړې توګه له فیمینسټي خوځښتونو غوښتي، چې د افغان ښځو غږونه نور هم لوړ کړي او اجازه ورنه کړي چې دا جنایتونه بې‌ سزا پاتې شي.

دغه سازمان ټینګار کوي، چې د افغان ښځو د عزت دفاع د نړۍ د ټولو ښځو د عزت دفاع ده؛ که نړۍ اجازه ورکړي چې د طالبانو دغه سېسټماټیک ظلم او د افغانستان د نفوس نیمايي برخې محوه کول دوام وکړي، نو دا به ټول سرغړونکو او ځپونکو ته دا پیغام ولېږي چې د ښځو پر ضد جنایتونه له مجازاتو پرته ترسره کېدای شي.

د بښنې نړۍوال سازمان له افغانانو غواړي، چې له خپلو ټاکل شوو استازو سره اړیکه ونیسي او ترې وغواړي چې د افغان ښځو ملاتړ لپاره مشخص ګامونه واخلي.

د بشري حقونو دغه نړۍوال ملاتړی سازمان خبرداری ورکوي، چې د ښځو دغه نړۍواله ورځ باید د طالبانو پر وړاندې د مبارزې یوه نوې څپه وي؛ څو راتلونکی کال نړۍ د افغان ښځو پر ضد د دغه ظالمانه جنایتونو دوام نور ونه ګوري.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

اتمر: په معاصرې نړۍ کې له افغان ښځو سره د طالبانو «ظلم» بې‌مثاله دی

۱۸ کب ۱۴۰۳ - ۸ مارچ ۲۰۲۵، ۰۰:۳۹ GMT+۰

د مارچ ۸مې له رارسېدو سره جوخت، د افغانستان د وروستي جمهوري نظام د بهرنیو چارو مخکېنی وزیر محمدحنیف اتمر وايي، چې له افغان ښځو سره د طالبانو روان ظلم په اسلامي هېوادونو او معاصرې نړۍ کې هېڅ مثال نه‌لري.

ښاغلي اتمر د شبنې پر ورځ (د کب ۱۸مه) د خپلې اېکس‌پاڼې له لارې ښځو ته د مبارکۍ وړاندې کولو ترڅنګ زیاته کړې چې افغان ښځې د ظلمونو او بشري حقونو د سرغړونو له سختو ناوړو پېښو سره مخامخ دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو مخکېني وزیر پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي دي: «د افغان ښځو زړورتیا، مبارزې او تاریخي قربانۍ د درناوي وړ دي.»

محمد حنیف اتمر څرګنده کړې چې د هېواد تاریخ په دې مبارزه کې د افغان نارینه‌وو شرافت، عزت او وقار ازمایلی او د هغوی برخلیک یې ورسره تړلی دی. نوموړي ویلي چې که د طالبانو چلند د بشري فاجعې او شرم لامل شوی وي، د هېواد نارینه کولای شي د ښځو لپاره د غازي امان‌الله خان مبارزې ته نظر وکړي.

هغه د ښځو پر وړاندې د طالبانو ځپونکي سیاست او چلند ته په اشارې وايي چې دا ظلم تلپاتې نه دی او ښځې د حق او باطل ترمنځ په دې مبارزه کې یوازې نه دي.

د هغه په خبره، طالبان له افغان نجونو او ښځو سره ظلم کوي چې له امله یې دغې ډلې د هېواد اوسنی او راتلونکی وضعیت له خطر سره مخ کړی دی.

د افغانستان د جمهوري نظام د بهرنیو چارو مخکېنی وزیر محمدحنیف اتمر دا څرګندونې داسې مهال کوي چې نن د (مارچ ۸مه) له ښځو سره د پېوستون نړۍواله ورځ ده او دا ورځ د نړۍ په ګوټ-ګوټ کې د ښځو د درناوي په پار نمانځل کېږي، خو پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې افغان ښځې د زده‌کړو، کار او عامه ژوند په ګډون له خپلو ټولو بنسټيزو حقونو څخه محرومې شوې دي.

د مارچ اتمه څنګه د ښځو د نړۍوالې ورځې په نوم ونومول شوه؟

۱۷ کب ۱۴۰۳ - ۷ مارچ ۲۰۲۵، ۲۳:۱۶ GMT+۰
•
مرضیه حفیظي

د مارچ اتمه چې د ښځو له نړۍوالې ورځې سره برابره ده، هر کال د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په بېلابېلو پروګرامونو سره نمانځل کېږي.

په ځينو پروګرامونو کې ښځې ستایل کېږي، ځيني پروګرامونه بیا هغو ښځو ته ځانګړې کېږي چې لویې لاسته راوړنې ولري، ډېر شمېر ښځې په دې ورځ ډالۍ ترلاسه کوي، خو برعکس په ځينو نورو هېوادونو کې بیا ښځې ان پر دې نه پوهېږي چې دغه ورځ د دوی په نوم نومول شوې او ځیني نور که پوهېږي هم، خو دغه ورځ ورته ځانګړی ارزښت نه لري.
د دې ورځې په اړه لوستې او د پرمختللو هېوادونو ښځې تر ډېره معلومات لري، خو د جنګ‌ځپلو او وروسته پاتې هېوادونو او هغه مېرمنې چې په کافي اندازه لوستې نه دي، ډېرې نه پوهېږي.
په نړۍواله کچه د مارچ اتمه د ښځو لپاره تر ځانګړېدو وروسته په افغانستان کې د شاه امان الله خان د واکمنۍ پر مهال د ښځو د حقونو د رعایت کولو زرینه دوره پیل شوه.
د دې ترڅنګ چې په دې دوره کې د لومړي ځل لپاره د نجونو ښوونځي جوړ شول، په لومړي ځل ۱۵ نجونې د روغتیا په برخه کې د زده کړو ترلاسه کولو په موخه له هېواده بهر ولېږل شوې.

د مارچ اتمه څنګه او څه وخت د ښځو د نړۍوالې ورځې په نوم ونومول شوه؟
له نن څخه ۱۱۷ کاله مخکې د امریکا په نیویارک کې ۱۵ کارګرو ښځو د ظلم، بې‌عدالتۍ او د جنسیتي توپير پر وړاندې د درېدو تاریخ جوړ کړ.
له ۱۹۰۸ کال څخه مخکې چې د ښځو کاري ساعتونه زیات او تنخواوې یې کمې وې او د نړۍ په هېڅ یوه هېواد کې ښځو د رایې ‌ورکولو حق نه درلود، زرګونو ښځو د یوه اعتراضي لاریون په ترڅ کې د برابرۍ، لوړو تنخواوو، د کاري شرایطو د سمون شعارونه ورکړل او نړۍ یې په خپل غږ ولړزوله.
له دې اعتراضونو یو کال وروسته د ښځو ملي ورځ د امریکا د سوسیالست ګوند له‌خوا اعلان شوه او په دې سره بیا د توپيري چلند پر ضد مبارزه نوره هم غښتلې شوه.
په ۱۹۱۰ زېږدیز کال کې د جرمني سوسیالستې مبارزې او د ښځو د حقونو فعالې کلارا زېټکېن په کوپنهاګن کې د کارګرو ښځو په نړۍوال کنفرانس کې د ښځو د نړۍوال پیوستون د ورځې په نامه د کال د یوې ورځې وړاندیز وکړ.
په دغه نړۍوال کنفرانس کې چې د نړۍ له ۱۷ هېوادونو څخه سلو ښځینه فعالانو برخه اخیستې وه، په یوه غږ سره د زېټکېن وړاندیز ومانه او د مارچ اتمه یې د ښځو د نړۍوالې ورځې په توګه اعلان کړه.
تر دې وروسته بیا په ۱۹۱۱م کال کې دغه ورځ په لومړي ځل په اتریش، ډېنمارک، جرمني او سویتزرلېنډ کې ونمانځل شوه.
که څه هم ډېر کلونه دغه ورځ د ښځو د ورځې په نوم ونمانځل شوه، خو د نړۍوالو رسمي سازمانونو له‌خوا یې بیا کوم رسمیت نه درلود.
د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په ځانګړې توګه بیا د اروپایي او امریکایي ښځو د کلونو مبارزو وروسته په ۱۹۷۵ زېږدیز کال کې د مارچ اتمه د ملګرو ملتونو له‌خوا په رسمیت وپېژندل شوه.

100%

د ښځو لپاره ښه او بد هېوادونه
د امریکایي او اروپایي ښځو د مبارزو له پیل څخه تراوسه پورې په ډېرو هېوادونو کې د هرې ورځې په تېرېدو او د مبارزو په دوام ښځو وار په وار خپل حقونه ترلاسه کړل، تر هغه چې په ۲۰۲۳ کال کې د جورج ټاون انسټېټیوټ او د اوسلو د سولې څېړنیزې موسسې د خپلو موندنو په اړه د یوه راپور په خپرولو سره وویل، چې ډنمارک، سویس، سویډن، فنلینډ، ایسلینډ، لوګزامبورګ، ناروې، اتریش، هالنډ او نیوزیلېنډ په څېر هېوادونه د ښځو لپاره د ۱۰ غوره هېوادونو په نوملړ کې دي.
دغې څېړنې په ۱۷۷ هېوادونو کې نورې برخې لکه د ښځو زده‌کړې، د مېندو مړینه، د ښځو لپاره کارموندنه، سیسټماټیک تاوتریخوالی، جنسي تاوتریخوالی او داسې نور هم څېړلي دي.
د دغه انسټیټیوټ په څېړنه کې راغلي، هغه هېوادونه چې د«څپ څپانده دولت» په کټګورۍ کې ډلبندي شوي، ترټولو خراب فعالیت لري.
په دې کټګورۍ کې افغانستان چې د «څپ څپانده دولت» درلودونکی دی، د ښخو پر وړاندې تر ټولو ناوړه حالت کې دی.
د جورج ټاون انسټېټیوټ او د اوسلو د سولې څېړنیزې ټولنې د معلوماتو پر بنسټ، افغانستان د ښځو د پرمختګ له پلوه د ۱۷۷ هېوادونو په منځ کې وروستی ځای لري.
پر افغانستان سربېره یمن، مرکزي افریقا، د کانګو ډېموکراټیک جمهوریت، سوډان، سوریه، سومالیا او عراق د ښځو لپاره تر ټولو بد هېوادونه بلل کېږي.

د شاه غازي امان‌الله خان د واکمنۍ پرمهال د افغان ښځو وضعیت
شاه امان الله خان د افغانستان په کچه یو پرمختللی او عصري پاچا وو او د ښځو د تعلیم او پرمختګونو په برخه کې یې لوی لاس درلود .
نوموړي د افغانستان د پرمختګ لپاره ترټولو ډېره پاملرنه معارف ته کړې وه او د روایتونو پر اساس، هغه خپله په ښوونځیو او د سواد د زده‌کړو په کورسونو کې تدریس کاوه.
د ښځو د پرمختګونو لپاره د شاه اما‌ن الله خان اصلي موخه دا وه، چې افغانې ښځې له جنسيتي توپیر پرته د اروپايي هېوادونو د فرهنګي هڅو د سیالۍ وړ وګرځي.
په ۱۹۱۹م کال کې د هېواد د یاد مترقي پاچا په لارښوونه د خلکو لپاره د پوهنې او پالنې زمینه برابره شوه، چې د همدې پرېکړې په رڼا کې ملکه ثریا په ۱۹۲۰م کال د کابل د مېرمنو په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال وویل: «ایا تاسې د اروپا له ښځو څخه هم ډېرې نازکې یاست!هغوی په فابریکو، ورکشاپونو او داشونو کې کار کوي او هېڅکله يې د ګرمۍ ، یخنۍ او یا د دروند کار کولو څخه شکایت نه دی کړی.»
د ملکه ثریا د خبرو په پای کې پنځوسو ښځو د پوهنې په ډګر کې خدمت کولو ته چمتو شوې، چې د ښځو او نجونو په پوهنه او روزنه کې فعاله ونډه واخلي او د نجونو د ښوونځي د پرانېستلو په لور يې کوټلي ګامونه واخیستل، چې د همدې روشنفکرو مېرمنو د هڅو په ملاتړ په همدې کال ۱۹۲۰م کې د ښځو او نجونو د لومړني ښوونځي لپاره ځانګړی ځای وټاکل شو.
د نجونو لومړنی ښوونځی د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره په رسمي توګه د ۱۹۲۱م کال د جنوري په ۹مه د مستوراتو په نوم پرانیستل شو او کوچنیو نجونو لپاره يې د زده‌کړې زمینه برابره کړه.
له دې سره د نجونو د زده‌کړو لړۍ له سلګونو ستونزو او خنډونو سره دوام وکړ او د جمهوریت تر سقوط پورې د هېواد په بېلابېلو برخو کې مېلیونونو نجونو په ښوونځيو او پوهنتونونو کې زده کړې وکړې.
د شاه اما‌ن‌الله خان د واکمنۍ پرمهال د لومړي ځل لپاره ۱۵ نجونې د روغتیاپالنې په برخه کې د زده‌کړو لپاره د ترکیې استانبول ته واستول وشوې.
له دې سره، شاه امان‌الله خان لومړنی پاچا و، چې د هغه د واکمنۍ پرمهال د ښځو غورځنګ جوړ شو.
نوموړي د ښځو حرمسرا باطل اعلان کړه او ټولې هغه ښځې یې ازادې کړې، چې امیر حبیب الله خان هغوی په یوه ځای کې سره راټولې کړې وې او له دې سره یې اعلان وکړ، چې تر دې وروسته هېڅوک حق نه لري د هېواد په تاریخ کې حرمسرا جوړه کړي.
د دغه مترقي پاچا په کارنامو کې ښځو ته د زده کړو د زمینې د برابرولو ترڅنګ د کوچنیو نجونو د نکاح منع کېدل، په ښوونځيو کې د بهرنیو ژبو زده کړه، د کورني برده ګۍ له منځه تلل او له یوې څخه زیاتو ښځو سره د واده منع کېدل شامل دي، چې ځيني یې بیا عملي نشوې او یا هم د وخت په تېرېدو سره یې بدلون وکړ.
کله چې شاه امان‌الله خان جلا وطنی شو، سره له دې چې د ښځو د پرمختګونو لپاره باید ډېر نور کارونه هم شوي وای، خو برعکس یو ځل بیا د ښځو شا تګ ته زمینه برابره شوه.

100%

په تېرو درېیو لسیزو کې د افغان ښځو وضعیت ته لنډه کتنه
د ډېرو نظامونو له تلو راتلو وروسته په ۱۹۹۶ کال کې د ملا محمدعمر په مشرۍ د طالبانو پنځه کلنه دوره پیل شوه.
دغه دوره د ټولو ناخوالو ترڅنګ د افغانستان د ښځو لپاره یوه سخته ځپونکې، تیاره او کړونکې دوره وه.
د ښځو او نجونو پروړاندې د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې بندې شوې، له کار کولو منع شول، د چادري په سر کول جبري شو، له محرم پرته د ښځو تګ و راتګ باندې بندیز ولګېده او لسګونه نور موارد و، چې ښځې ورسره مخ شوې.
دغې پنځه کلنې دورې د لسېزو په اندازه د ښځو د پرمختګونو مخه ونیوله.
له زده‌کړو نیولې تر ورزش، هنر، موسیقۍ او دې ته ورته لسګونه برخې وې، چې ښځو په‌کې ستر تاوانونه وکړل.
په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د واکمنۍ ختمېدو او د یوې نوې ادارې په رامنځته کېدو سره بیاځلې د ښځو پرمختګونو ته زمینې برابرې شوې.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د افغانو ښځو لپاره دا یوه ډېره د پرمختګونو ډکه دوره وه او په دې وخت کې افغان نجونو او ښځو له امنیتي او ټولنیزو ستونزو سره سره له زده‌کړو څخه نیولې بیا تر سیاست، ورزش، ولایت او ښاروالۍ، قضا او څارنوالۍ، موسیقي او همدارنګه تر ماسټری او دوکتورا پورې لوړې زده‌کړې ترلاسه کړې او ډېرې ښې وځلیدلې.

100%

د دغو پرمختګونو پر دوام کله چې بل ولسمشر محم اشرف غني واک ته ورسېد، نو د هغه د واکمنۍ پرمهال د ښځو د پرمختګونو لپاره لا ډېرې زمینې برابرې شوې او د ښځو هیلې او موخې نورې هم زیاتې شوې، ځکه په دې وخت کې په پراخه توګه د ښځو ملاتړ وشو.
په لوړو څوکیو کې د ښځو ګورمال، په سیاست کې د ښځو پراخ حضور، په سوداګرۍ برخه کې د ښځو ډېره ونډه، په رسنیو کې د بې شمېره ښځو حضور، په ورزش کې د ښځو لاسته راوړنې او دې ته ورته لسګونه نور موارد د ولسمشر غني د حکومتولۍ لاسته راوړنې بلل کېږي.
دې لاسته راوړنو او پرمختګونو ته په کتو سره هېچا تصور نه و کړی، چې دا به یوه ورځ په دومره اسانۍ سره له لاسه ورکوي او ښځې به بیا ځلې د تېرو وختونو په شان شاتګ کوي او تیارو ته به ستنېږي.

100%

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په پنځلسمه تېر جمهوري دولت سقوط او یو ځل بیا طالبان په ټول افغانستان واکمن شول.
په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راپدېخوا، د افغان ښځو پر وړاندې د ټولنیز، اقتصادي او کلتوري محدودیتونو یوه ځپونکې لړۍ پیل شوې ده.
دغې ډلې نه یوازې افغان ښځې له زده‌کړو راګرځولي، بلکې هغوی د کارکولو، سفرکولو او ان په تفریحي ځایونو کې د ګرځېدو له حق څخه هم محرومې کړي دي.
افغان ښځې نه یوازې د زده‌کړو له حقونو محرومې دي؛ بلکې په دولتي او نادولتي ادارو کې هم هېڅ د کارکولو اجازه نه‌لري.
د ښځو اقتصادي خپلواکي چې د یوې ټولنې د هر فرد د ژوند بنسټيز حق بلل کېږي، د طالبانو له خوا تر هراړخیز برید لاندې ده.
د ښځو پر زده‌کړو بندیز کومه ساده او عادي پرېکړه نه ده، دا یو غېرانساني او دومره ځپونکی بندیز دی، چې د یوې ټولنې پرمختګ له نابودۍ سره مخ کوي.
د ښځو زده‌کړه چې د نړۍ په کچه د ماډرن ملتونو د پرمختګ یوه بنسټیزه غوښتنه ده، نن په افغانستان کې د طالباني ایډیالوژۍ له امله د اور په لمبو کې سوځي.
که څه هم د نړۍ هېوادونو او د بشري حقونو بنسټونو په وار - وار له طالبانو غوښتي، څو د ښځو پروړاندې خپل دریځ بدل کړي، خو دغه ډله وایي چې په افغانستان شرعي قوانین پلي کوي.
پر ښځو محدودیتونه او بندیزونه او همداراز له بشري حقونو سرغړونه هغه لاملونه دي، چې د درېیو کلونو په تېرېدو سره د نړۍ هېڅ یوه هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د مقاومت په نوم جبهې په کابل او بلخ کې د ۷ طالبانو د وژل‌کېدو ادعا وکړه

۱۷ کب ۱۴۰۳ - ۷ مارچ ۲۰۲۵، ۲۱:۵۴ GMT+۰

د افغانستان د مقاومت په نوم د طالبانو مخالفې جبهې د دوو جلا بیانونو له مخې ادعا کړې چې په بلخ او کابل ولایتونو کې یې اووه طالبان وژلي دي.

دغې جبهې د جمعې پر ورځ (د کب ۱۷مه) په خپلې لومړنۍ اعلامیې کې ویلي چې وسله‌والو یې د کابل ښار د څرخي پله په سیمه کې پر طالبانو چریکې برید کړی او په ترڅ کې یې د دغې ډلې څلور غړي وژل شوي دي.

د طالبانو نوموړې مخالفې جبهې همداراز زیاته کړې، چې د دغه برید په ترڅ کې د طالبانو موټر هم سوځېدلی دی. بیان کې راغلي: «په دغه برید کې د مقاومت جبهې وسله‌والو او هم یا ملکيانو ته کوم زیان نه دی رسیدلی.»

ورته مهال، له دې پېښې شاوخوا څلور ساعته وروسته یادې جبهې په یوه بل بیان کې ادعا کړې چې د بلخ ولایت په مزارشریف ښار کې یې پر طالبانو د یوه برید په ترڅ کې د دغې ډلې درې غړي وژلي او پنځه نور ټپیان کړي دي.

په بیان کې ویل شوي چې دا برید د طالبانو پر یوې پوستې شوی او په وینا یې، د نوموړې جبهې وسله‌والو‌ ته په‌کې کوم زیان نه دی رسېدلی.

طالبان نه یوازې د خپلو مخالفو خوځښتونو بریدونه ردوي، بلکې په وار-وار یې ادعا کړې چې په افغانستان کې د دغې ډلې هېڅ مخالف خوځښت فعالیت نه‌لري.

د یادونې ده چې وړمه ورځ په افغانستان کې د ملګروملتونو مرسته‌رسونکي دفتر یا یوناما راپور ورکړی و چې په تېرو شاوخوا درېیو میاشتو کې د د مقاومت او ازادۍ جبهو په ګډون د طالبانو مخالفو خوځښتونو پر دغې ډلې ۹۱ بریدونه ترسره کړي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان: ای سي سي دې د افغان کرېکټ غړیتوب وځنډوي

۱۷ کب ۱۴۰۳ - ۷ مارچ ۲۰۲۵، ۲۰:۳۴ GMT+۰

د بشري حقونو څار سازمان د کرېکټ له نړۍوالې شورا (ICC) څخه غوښتي تر څو چې نجونې او ښځې د کرېکټ لوبو کې برخه وانخلي تر هغې دې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان غړیتوب وځنډوي. دغه غوښتنه د کرېکټ نړۍوالې شورا مشر جې شاه ته په یوه لیک کې شوې، چې نن خپور شو.

د ۲۰۲۵ م کال د کرېکټ د نړۍوال جام اتلولي چې د افغانستان په ګډون اته ټیمونه په کې برخه لري، د ۲۰۲۵ کال د مارچ په نهمه په دوبۍ کې پیلیږي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې افغانستان کې د واک تر لاسه کولو وروسته، طالبانو د ښځو او نجونو پر ټولو سپورتونو بندیز ولګاوه. د افغانستان د ښځینه کرېکټ ملي لوبډلې غړي له هېواده ووتلې خو تمریناتو ته یې دوام ورکړ او غواړي چې د نارینه وو د ملي لوبډلې په څېر په نړۍواله کچه وپیژندل شي.

د بشري حقونو د څار په نړۍوال سازمان کې د نړۍوالو نوښتونو مشرې مینکي ورډن وویل: "د افغان ښځو او نجونو د سپورت په برخه کې د طالبانو د تبعیضي ممانعت په اړه د کرېکټ د نړۍوالې شورا چوپتیا د بنسټیزو بشري حقونو په وړاندې د پام وړ بې غوري څرګندوي. د ۲۰۲۱ کال د اګست راهیسې، طالبانو په ښځو او نجونو باندې داسې تګلارې تحمیل کړې چې له ثانوي او لوړو زده کړو څخه یې منع کړي او د کارموندنې او د بیان ازادي یې محدوده کړې او همدا راز په سپورتونو او نورو بهرني فعالیتونو یې بندیز لګولی."

د افغانستان د ښځینه کرېکټ ملي لوبډلې ډېری غړو په اسټرالیا او کاناډا کې تمریناتو او لوبو ته دوام ورکړی دی. دوی د جنورۍ په میاشت کې یوه لوبه ترسره کړه، د ښځينه ملي لوبډلې لوبډلمشرې فیروزې امیري له دغه سیالۍ وروسته اسوشیټیډ پریس ته وویل چې د هغې ټیم "په افغانستان کې د میلیونونو مېرمنو استازیتوب کوي چې له خپلو حقونو څخه بې برخې دي."

د کرېکټ د نړۍوالو قوانینو له مخې، غړي هېوادونه اړ دي چې د نارینه ټیم لپاره د ښځینه ټیم په توګه په نړۍواله کچه لوبې وکړي. افغانستان د ۲۰۲۱ کال له اګسټ راهیسې دغه اړتیا نه ده پوره کړې، افغان ښځینه کرېکټ لوبغاړي وايي، د کرېکټ نړۍوالې شورا ته یې د ملاتړ او پېژندنې لپاره لیکلي، خو ځواب یې نه دی ترلاسه کړی.

د طالبانو حکومت په افغانستان د بیا واکمنېدو سره د ښځو او نجونو پر ټولو سپورتونو بندیز لګولی، ورزشي روزنیز مرکزونه یې تړلي او ښځینه ورزشکارانې یې ګواښلي دي.

ځینې افغان مېرمنې او نجونې چې سپورتي لوبغاړې دي له هېواده تښتیدلي او په جلاوطنۍ کې یې خپل ژوند او سپورت ته ادامه ورکړې.

د بشر حقونو د څار اداره: افغان مېرمنو د طالبانو شکنجو سربیره مبارزه نه ده پریښي

۱۷ کب ۱۴۰۳ - ۷ مارچ ۲۰۲۵، ۱۹:۰۴ GMT+۰

د بشر حقونو د څار نړۍوالې ادارې د ښځو نړۍوالې ورځ په مناسبت افغانې مېرمنې زړورې یادې کړي او ویلي یې دي، چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو راهیسي ښځو د خپلو حقونو لپاره په داسې حال کې مبارزه کړې چې حتا د دوی غږ ګناه ګڼل کیږي او فعالیت یې د شکنجې په سزا محکوم شوی دی.

دغې ادارې په خپله ویب پاڼه د افغان مېرمنو له زړوړتیا مننه کړې او لیکلي یې دي، موږ د طالبانو د حساب ورکولو په لور - ناکافي - مهم ګامونه لیدلي دي.

د بشر حقونو د څار دغې ادارې د سپټمبر په میاشت کې اسټرالیا، کاناډا، جرمني او هالنډ ژمنې ته چې د طالبانو پر وړاندې به د افغان ښځو تر څنګ دریږي اشاره کړې.

همدا ډول د اروپا د عدلیې محکمې د اکتوبر په میاشت کې پرېکړه وکړه چې ټولې افغان مېرمنې د طالبانو د سیسټماټیک ځورونې له امله د اروپایي اتحادیې په هېوادونو کې د پناه اخیستو وړ دي. ویلي:« افغان ښځې او نجونې چې د طالبانو له ظلم څخه تښتیدلې دي په ټوله اروپا، شمالي امریکا او نورو خوندي ځایونو کې د پناه اخیستو لپاره خوندي او قانوني لارو ته اړتیا لري چې دا مهال شتون نلري.»

د بشر حقونو د څار ادارې لیکلي، د اکتوبر په میاشت کې ۸۳ هېوادونو د طالبانو کړنې د جنسیتي ځورونې په نوم بللي او د نومبر په میاشت کې، د نړۍوالې جنایي محکمې (ای سي سي) شپږو غړو هېوادونو افغانستان د تحقیقاتو لپاره د ای سي سي څارنوالۍ ته راجع کړی، چې په افغانستان کې د بشري حقونو د جدي خرابیدو په اړه اندیښنه څرګندوي، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره. په تېره جنورۍ کې، د جرمونو نړۍوالې محکمې څارنوالۍ دفتر محکمې ته د جنسیتي ځورونې د بشریت ضد جرم په تور د دوو طالب مشرانو د نیولو امر صادر کړ.

د افغان ښځو او د هغوی د متحدینو له خوا د نړیۍالو قوانینو له مخې د جنسیت او توکمپالنې د تعریف په لور مخ په زیاتیدونکی ملاتړ ترلاسه کړی. چې دا مهال د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې بحث کیږي. د دولتونو مخ په زیاتیدونکي لېست د دې هڅې ملاتړ کوي.

دغې ادارې لیکلي: «افغان مېرمنو له سختو ستونزو سره سره خپل برخلیک په خپل لاس کې اخیستی دی. دوی د طالبانو سرغړونې تنظیموي، لاریونونه کوي او افشا کوي یې، حتی په داسې حال کې چې دوی د خپلواکۍ لپاره د خپلې هڅې ویجاړونکی قیمت ادا کوي. اوس نړۍواله ټولنه او محکمې بايد دغه قانوني پروسې پرمخ يوسي، طالبانو سره حساب کتاب وشي او دغو سرغړونو ته د پاى ټکى کېږدي.»

په افغانستان کې د طالبانو بیا واکمنېدو سره د ښځو پر وړاندې بندیزونه شروع شول، د دوی پر وړاندې د زده کړو دروازې وتړل شوې، د کار او سیاسي ګډون لپاره پرې بندیز ولګېد او همدا ډول تفریح او د سفر کولو پر مهال پرې محدودیت وضعه شو، اوس تر ډېره افغان مېرمنې او نجونې تر کورونو محدودې شوي. د طالبانو دغه اقداماتو په کور دننه او بهر سخت غبرګونونه را وپارول خو دغو غبرګونونو د دوی دریځ نرم نشو کړای.