په جرمني کې پولیسو یو ۲۶ کلن افغان په ډزو وژلی

ګلف نیوز د جرمني رسنیو له حوالې خبر ورکړی، چې یو ۲۶ کلن افغان د جمعې په ورځ ماګدیبورګ ښار کې هغه مهال پولیسو په ډزو ووېشت چې دوی ته یې د چړې پر مټ د مرګ ګواښ وکړ.

ګلف نیوز د جرمني رسنیو له حوالې خبر ورکړی، چې یو ۲۶ کلن افغان د جمعې په ورځ ماګدیبورګ ښار کې هغه مهال پولیسو په ډزو ووېشت چې دوی ته یې د چړې پر مټ د مرګ ګواښ وکړ.
پولیسو زیاته کړې، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې یاد افغان وګړي خپل یو جرمنی همزولی د ماګدیبورګ د شوینبیک سیمې یوه استوګنځي ته وروغوښت او په مرګ یې وګواښه.
پولیسو ویلي، دغه کس دوی ته هم د مرګ ګواښ وکړ چې په ځواب کې دوی پرې ډزې کړې دي.
پولیسو لا تراوسه د دغو دوو تنو د شخړې د لامل په تړاو څه ندي ویلي؛ خو په وینا یې یاد افغان وګړي د ژورو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړې ده.
د جرمني د ختیځ ایالت سیکسوني انالټ پولیسو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د پېښې په اړه یې څېړنې پیل کړې او ژر به د پېښې اصلي لامل په ډاګه کړي.
دا لومړی ځل نه دی، چې په جرمني رسنیو کې د افغان وګړو د جرمنو په تړاو خبرونه خپرېږي؛ بلکې تېره میاشت هم یوه افغان کډوال د المان په مونیخ ښار کې پر خلکو موټر وخېژاوه، چې له امله یې له ۳۰ زیات کسان ټپیان شول.
دغه افغان وګړی د ۲۰۱۶کال په وروستیو کې د بې سرپرسته ماشوم په توګه جرمني ته تللی و.
د ده د پناه غوښتنه رد شوه او د جرمني حکومت یې د اېستلو پرېکړه کړې وه؛ خو د ۲۰۲۱ کال په اکټوبر کې د افغانستان د سیاسي وضعیت د بدلون له امله د مونیخ چارواکو ورته د استوګنې اجازه ورکړه.


د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر وايي، د مهسا په مستعار نوم یوه ځوانه افغانه نجلۍ د طالبانو له سختو محدودیتونو سره، سره په انلاین ډول خپلو زدهکړو ته دوام ورکړی او په یوه مرستندویه اداره کې دنده هم کوي.
مهسا چې شل کلنه ده وايي: «زدهکړې زموږ لپاره د برابرۍ او ازادۍ معنا لري. که زدهکړې ونه لرو، راتلونکی نه لرو».
مهسا د هرات ده؛ خو د ماشوموالي پر مهال یې له کورنۍ سره کابل ته کډه وکړه. کورنۍ یې تل د زدهکړو ملاتړ کړی؛ خو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې چې طالبان واک ته ورسېدل، د هغې د زدهکړو او کار مخه ونیول شوه.
مهسا چې د تجارت پوهنځي زدهکړې پیل کړې، طالبانو د ۲۰۲۲ کال په مارچ کې د نجونو له شپږم ټولګي پورته زدهکړې بندې کړې.
د هماغه کال په ډېسمبر کې د نجونو پر پوهنتونونو هم بندیز ولګېد.
مهسا چې د لېسانس نیمايي برخه یې لوستې وه، دې محدودیتونو ته سخته اندېښمنه وه؛ خو ژر یې یوه بله لاره پیدا کړه.
د مهسا پلار چې د هغې لپاره یو الهام بښونکی شخصیت دی تل یې ورته ویلي، هڅه دې وکړي او هېڅکله دې د طالبانو دغو بندیزونو ته تسلیمه نشي.
راپور کې راغلي، مهسا وکولای شول خپل درسونه د افغانستان د امریکايي پوهنتون د قطر له څانګې سره په انلاین توګه پیل کړي.
مهسا د USAID لهخوا د زدهکړو تمویلېدونکي پروګرام ته وټاکل شوه.
د اوچا راپور زیاتوي، مهسا د ورځې کار کوي او د شپې زدهکړې کوي.
هغه سهار وختي پاڅېږي، نږدې مازیګر مهال انلاین ټولګیو ته حاضري ورکوي او د شپې خپل درسونه تکراروي. سره له ټولو ستونزو هغه هیله لري، چې د لېسانس سند ترلاسه کړي.
مهسا د لومړي ځل لپاره د بشري مرستو له مفهوم سره هغه مهال اشنا شوه، چې شپږم ټولګي کې یې زدهکړې کولې او ځینو ټولګیوالو یې درسي توکي نه لرل چې د ملګرو ملتونو یوې ادارې هغوی ته کتابونه، کتابچې او د ښوونځي بکسې ورکړې.
هماغه ورځ مهسا هم خپلې کتابچې اړمنو ټولګیوالو ته ورکړې. دې کار د هغې د ژوند لاره بدله کړه او له بشري مرستو سره یې مینه پیدا شوه.
اوس مهسا د یوې مرستندویه ادارې لپاره کار کوي او وايي: «زه خوشاله یم، چې د بشري مرستو برخه کې کار کوم؛ خو کله کله دا هیله لرم، چې کاشکي ډېر څه وکړای شم».
خو د طالبانو د محدودیتونو له امله، مهسا ډېری وختونه اړه ده، چې «د پردې تر شا» پاتې شي. هغه هیله لري، چې زدهکړې یې بشپړې شي او وکولای شي خلکو ته لا ډېرې مرستې ورسوي.
هغې وویل: «زه غواړم داسې کار وکړم، چې خلکو ته ګټه ورسوم او د هغوی ژوند ته بدلون ورکړم. زدهکړې او د کار حق یوازې زما لپاره نه؛ بلکې د ټولو افغان نجونو لپاره مهم دي.»
سره له دې د مهسا د زدهکړو راتلونکی لا هم ناڅرګند دی.
د اوچا د راپور پر بنسټ، د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې چې د ترمپ له لوري د امریکا بهرنۍ مرستې وځنډول شوې او د امریکا د پراختیایي ادارې USAID د زدهکړو پروګرام هم بند شو؛ نو ورسره هممهاله د مهسا د زدهکړو انلاین ټولګي هم بند شول. اوس هغه اندېښمنه ده او نه پوهېږي، چې خپلې زدهکړې څنګه بشپړې کړي.
ملګري ملتونه وایي، د مهسا کیسه د هغو افغان نجونو د زړورتیا یوه بېلګه ده چې د ټولو ستونزو سره، سره د روښانه راتلونکي لپاره هڅه کوي او خپلې هیلې مړاوې کېدو ته نه پرېږدي.

په پاکستان کې مېشت هغه افغانان چې امریکا ته د بیا مېشتېدو لپاره انتظار باسي؛ له سختو ستونزو سره مخ دي. یوې امریکایي رسنۍ په دغه راپور کې په پاکستان کې د مېشتو افغانانو ستونزو ته کتنه کړې ده.
د یوې امریکایي رسنۍ اېن پي ار (NPR د راپور له مخې د پاکستان د پلازمینې اسلامآباد په یوه اپارتماني سیمه کې، د چهارشنبې ورځې غرمه، افغان کډوالو په وېره یو بل ته خبر ورکړ چې پولیس راځي. دا اپارتمانونه تقریباً ټول افغانانو نیولي دي.
کله چې د پولیسو د راتګ خبر خپور شو، ماشومان چې په دهلېزونو کې یې لوبې کولې په بېړه خپلو کورونو ته لاړل.
یوې مېرمنې غلې خپله دروازه بنده کړه او یو بل ګاونډي له دباندې د هغوی دروازه قلف کړه؛ څو پولیس وپوهېږي چې د کور دننه څوک نشته. یو بل کس خپل مېلمانه کور ته دننه کړل او ورته ویې ویل چې چوپ پاتې شي.
څو دقیقې وروسته یوه ګاونډي غږ وکړ، چې حالت ارام دی. دروازې پرانیستل شوې او خلک له خپلو پټنځایونو راووتل.
خو دا حالت د هغو افغانانو لپاره د هرې ورځې په څېر یوه عادي پېښه ده، چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته پاکستان ته راغلي دي.
د اېن پي ار د راپور له مخې، دغه افغانان اوس حیران پاتې دي؛ ځکه نه امریکا ته تلای شي، نه پاکستان کې ارام ژوند کولی شي او که بېرته افغانستان ته ستانه شي؛ نو د طالبانو لهخوا د نیولو یا وژلو له ګواښ سره مخ دي.
د پاکستان امر؛ افغانان وباسئ
د پاکستان د لومړي وزیر له دفتره یوه پټه رسمي پاڼه چې یو پاکستاني چارواکي د NPR سره شریکه کړې، دا ښيي چې پاکستان په جنورۍ میاشت کې خپلو اړوندو دفترونو ته لارښوونه کړې چې ټول هغه افغانان چې د درېیم هېواد (لکه امریکا) ته د تګ پروسه یې تر مارچ ۳۱مې پورې بشپړه نشي؛ له هېواده به واېستل شي.
یاد چارواکی چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، وویل: «دا امر دی چې دا تګلاره باید عامه نه شي».
د پاکستان د دغه تګلارې له امله ډېری افغانان زیانمن شوي په ځانګړې توګه هغه افغانان چې د طالبانو د ګواښونو له کبله یې یاد هېواد ته پناه وروړې او له امریکايي ادارو سره یې په افغانستان کې دندې ترسره کړې دي.
د پروسې د ځنډ له امله د افغانانو اندېښنه
د دغو افغانانو له ډلې څخه یو هم ۳۸ کلن کس دی، چې د افغانستان په ملي دفاع وزرات کې یې له امریکایانو سره څنګ په څنګ همکاري لرله.
هغه وایي: «زه د ۲۰۲۲ کال له پیله له خپلې کورنۍ سره پاکستان ته راغلم؛ ځکه امریکا ته د تګ لپاره مې غوښتنلیک ورکړی و».
دی زیاتوي: «ما فکر کاوه دا پروسه به ژر تر ژره بشپړه شي؛ ځکه زه د امریکا د حکومت لهخوا دې پروګرام ته معرفي شوی وم؛ خو اوس درې کاله وشول، پیسې مې خلاصې شوې، نه کار کولی شم، نه خپل راتلونکي ته فکر کولی شم. زه له خپلوانو او دوستانو پور اخلم، چې ژوند پرې وکړم».
بل افغان چې له خپلې مېرمنې سره په پاکستان کې امریکا ته د بیا مېشتېدو لپاره انتظار باسي وایي: «زموږ لور په امریکا کې ده او هلته د افغانانو د بیا مېشتېدو له پروسې سره مرسته کوي؛ خو زموږ کاغذونه لا بند پاتې دي. موږ د پاکستان ویزه نه لرو، هره ورځ د پولیسو له لوري د نیول کېدو له ګواښ سره مخ یو».
له اسلام اباده د افغانانو اېستل
پاکستاني چارواکو ویلي، چې افغانان باید تر مارچ میاشتې پورې له اسلاماباد او راولپنډۍ واېستل شي.
دا لا روښانه نه ده، چې دوی به د پاکستان نورو ښارونو ته د کډه کېدو اجازه ولري یا به بېرته افغانستان ته وشړل شي.
تېر کال د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي اعلان وکړ، چې هیڅ افغان به د حکومت له اجازې پرته اسلام اباد کې پرېنږدي.
امریکا هم د پاکستان له حکومته غوښتي، چې هغه ۲۴ زره افغانان چې اسناد یې د امریکا د بیا مېشتېدو پروسه کې دي باید له خپل هېواده ونه باسي.
د امریکا نوی قوانین اوس ډېر افغانان اړ باسي، چې یا خو په پاکستان کې ناقانونه ژوند وکړي اوی یا بېرته افغانستان ته ستانه شي؛ خو بېرته تګ یې د طالبانو له لوري ژوند له جدي ګواښونو سره مخ کولای شي.
یو پخوانی افغان څارنوال چې د امریکا تر ملاتړ لاندې په یوې عدلي اداره کې یې کار کاوه وایي: «زما د بیا مېشتېدو غوښتنه د امریکا لهخوا رد شوې ده او اوس بله لاره نه لرم. که زه وغواړم پرېکړې ته اعتراض وکړم، باید وکیل ولرم؛ خو زه دومره پیسې نه لرم».
دی زیاتوي: «کله چې زما غوښتنلیک رد شو، زه او زما کورنۍ شل دقیقې غلي ناست وو او هېڅ مو باور نه کېده».
تېره میاشت، دی له خپلې مېرمنې او اولادونو سره په اسلام اباد کې نیول شوی و او د تورخم له لارې بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوي. اوس دغه کورنۍ په افغانستان کې په پټه ژوند کوي.
په همدې حال کې هغه پخوانی دفاعي کارکوونکی چې درې کاله کېږي پاکستان کې بند پاتې دی وایي: «زما ماشومان ښوونځي ته نه شي تلای، زما دوه خویندې دلته له زدهکړو بې برخې دي، اوس له لکه زندانیانې کور کې ناستې دي؛ ځکه دلته دولتي ښوونځیو کې د زدهکړو اجازه نه لري او د شخصي هغو مالي توان نه لرم».
دی زیاتوي: «ما امریکایانو سره کار کړی، د هغوی په نظام کې لوی شوی یم، زه احساس کوم لکه یو امریکایی، که هلته ولاړ نشم هم فکر مې امریکایي دی».
دا افغانان لا له یو ناڅرګند برخلیک سره مخ دي او نه پوهېږي چې سبا به څه کېږي، پاکستان به یې وباسي، امریکا به یې ومني یا به بېرته افغانستان ته ستانه شي او دغه ډول نورې ګڼې پوښتنې یې د ژوند یوه برخه ګرځېدلې ده.
د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د دوی بېرته تګ هم له ګواښونو او کړاوونو خالي نه دی.

د ښځو نړۍوالې ورځې (د مارچ ۸مې) په مناسبت، د بښنې نړۍوال سازمان د افغانستان د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتنه کړې، چې د طالبانو د سېسټماټیک ظلم پر وړاندې چوپ پاتې نه شي.
یاد سازمان ویلي، طالبانو نه یوازې دا چې د تبعیضي قوانینو له لارې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کړي؛ بلکې په سختو ځپونکو تګلارو سره یې ښځې او نجونې له ټولنې اېستلې او هغوی یې یوازې د ماشوم زېږولو او د کور چارو ته محدودې کړې دي.
څه باندې درې کاله کېږي، چې طالبان پر افغانستان واکمن دي او په دې موده کې یې د ښځو بنسټیز حقونه لکه زدهکړې، کار او پر ازاد تګ راتګ سخت بندیزونه لګولي دي.
طالبان ان دا هم نه مني، چې ښځې دې په عامه ځایونو کې ښکاره شي یا غږ یې واورېدل شي. افغان ښځې تر وېرې او ګواښ لاندې په خپلو کورونو کې زنداني شوې او د ښځو ځوان نسل له خپل راتلونکي بې برخې شوی دی.
د نړۍوالو خاموشي؛ د ظلم منل دي
د بښنې سازمان وايي، دا ظلم یوازې د افغانستان ستونزه نه ده؛ بلکې دا نړۍوالو قوانینو، بشري حقونو ته د نړۍوالو ژمنو او فیمینسټي خوځښتونو لپاره یوه ازموینه ده.
په دې اړوند خبرپاڼه کې راغلي:« نړۍ به دې ښکاره ظلم ته څه ډول ځواب ورکوي؟ ایا نړۍواله چوپتیا به دا معنی ولري، چې ځپونکي اقدامات او بېعدالتي ومنل شي؟».
هغه افغان ښځې چې لارو کوڅو ته راوتلي یا پټ احتجاجونه کوي؛ له ګواښونو، جبري نیونو، شکنجو او ان له مرګ سره مخ دي.
زرګونه کسان چې پکې د طالبانو ضد نارینه هم شامل دي، همدا اوس زندانونو ته اچول شوي دي.
راپور کې راغلي، نړۍوال مشران لاهم له طالبانو سره د ډېپلوماسۍ په نوم غونډې کوي او مېلیونونه ډالره مرسته افغانستان ته پرته له دې چې د بشري حقونو رعایت شرط وګرځوي، استول کېږي.
ان د ملګرو ملتونو تر سیوري لاندې د دوحې ناستې هم د بشري حقونو، نړۍوالو قوانینو او حساب ورکولو روښانه تعهد نه لري.
نیمګړی نړۍوال ملاتړ
د طالبانو د واکمنۍ له درې کلونو وروسته، د ښځو د مقاومت لپاره ځینې حقوقي او سیاسي ګامونه پورته شوي.
یو شمېر هېوادونه غواړي د طالبانو جنایتونه نړۍوالې جزایي محکمې (ICC) ته یوسي او د یادې محکمې څارنوال د طالب مشرانو د نیولو غوښتنه کړې ده.
سربېره پر دې هڅې روانې دي، څو د «جنسیتي اپارټایډ» جرم د بشریت پر ضد جنایت وپېژندل شي.
خو د بښنې سازمان خبرداری ورکوي، چې د ښځو د مبارزې د بریا اصلي خنډ د سیاسي ارادې کمښت او نړۍواله چوپتیا ده.
دغه سازمان له نړۍوالې ټولنې په ځانګړې توګه له فیمینسټي خوځښتونو غوښتي، چې د افغان ښځو غږونه نور هم لوړ کړي او اجازه ورنه کړي چې دا جنایتونه بې سزا پاتې شي.
دغه سازمان ټینګار کوي، چې د افغان ښځو د عزت دفاع د نړۍ د ټولو ښځو د عزت دفاع ده؛ که نړۍ اجازه ورکړي چې د طالبانو دغه سېسټماټیک ظلم او د افغانستان د نفوس نیمايي برخې محوه کول دوام وکړي، نو دا به ټول سرغړونکو او ځپونکو ته دا پیغام ولېږي چې د ښځو پر ضد جنایتونه له مجازاتو پرته ترسره کېدای شي.
د بښنې نړۍوال سازمان له افغانانو غواړي، چې له خپلو ټاکل شوو استازو سره اړیکه ونیسي او ترې وغواړي چې د افغان ښځو ملاتړ لپاره مشخص ګامونه واخلي.
د بشري حقونو دغه نړۍوال ملاتړی سازمان خبرداری ورکوي، چې د ښځو دغه نړۍواله ورځ باید د طالبانو پر وړاندې د مبارزې یوه نوې څپه وي؛ څو راتلونکی کال نړۍ د افغان ښځو پر ضد د دغه ظالمانه جنایتونو دوام نور ونه ګوري.

د مارچ اتمه چې د ښځو له نړۍوالې ورځې سره برابره ده، هر کال د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په بېلابېلو پروګرامونو سره نمانځل کېږي.
په ځينو پروګرامونو کې ښځې ستایل کېږي، ځيني پروګرامونه بیا هغو ښځو ته ځانګړې کېږي چې لویې لاسته راوړنې ولري، ډېر شمېر ښځې په دې ورځ ډالۍ ترلاسه کوي، خو برعکس په ځينو نورو هېوادونو کې بیا ښځې ان پر دې نه پوهېږي چې دغه ورځ د دوی په نوم نومول شوې او ځیني نور که پوهېږي هم، خو دغه ورځ ورته ځانګړی ارزښت نه لري.
د دې ورځې په اړه لوستې او د پرمختللو هېوادونو ښځې تر ډېره معلومات لري، خو د جنګځپلو او وروسته پاتې هېوادونو او هغه مېرمنې چې په کافي اندازه لوستې نه دي، ډېرې نه پوهېږي.
په نړۍواله کچه د مارچ اتمه د ښځو لپاره تر ځانګړېدو وروسته په افغانستان کې د شاه امان الله خان د واکمنۍ پر مهال د ښځو د حقونو د رعایت کولو زرینه دوره پیل شوه.
د دې ترڅنګ چې په دې دوره کې د لومړي ځل لپاره د نجونو ښوونځي جوړ شول، په لومړي ځل ۱۵ نجونې د روغتیا په برخه کې د زده کړو ترلاسه کولو په موخه له هېواده بهر ولېږل شوې.
د مارچ اتمه څنګه او څه وخت د ښځو د نړۍوالې ورځې په نوم ونومول شوه؟
له نن څخه ۱۱۷ کاله مخکې د امریکا په نیویارک کې ۱۵ کارګرو ښځو د ظلم، بېعدالتۍ او د جنسیتي توپير پر وړاندې د درېدو تاریخ جوړ کړ.
له ۱۹۰۸ کال څخه مخکې چې د ښځو کاري ساعتونه زیات او تنخواوې یې کمې وې او د نړۍ په هېڅ یوه هېواد کې ښځو د رایې ورکولو حق نه درلود، زرګونو ښځو د یوه اعتراضي لاریون په ترڅ کې د برابرۍ، لوړو تنخواوو، د کاري شرایطو د سمون شعارونه ورکړل او نړۍ یې په خپل غږ ولړزوله.
له دې اعتراضونو یو کال وروسته د ښځو ملي ورځ د امریکا د سوسیالست ګوند لهخوا اعلان شوه او په دې سره بیا د توپيري چلند پر ضد مبارزه نوره هم غښتلې شوه.
په ۱۹۱۰ زېږدیز کال کې د جرمني سوسیالستې مبارزې او د ښځو د حقونو فعالې کلارا زېټکېن په کوپنهاګن کې د کارګرو ښځو په نړۍوال کنفرانس کې د ښځو د نړۍوال پیوستون د ورځې په نامه د کال د یوې ورځې وړاندیز وکړ.
په دغه نړۍوال کنفرانس کې چې د نړۍ له ۱۷ هېوادونو څخه سلو ښځینه فعالانو برخه اخیستې وه، په یوه غږ سره د زېټکېن وړاندیز ومانه او د مارچ اتمه یې د ښځو د نړۍوالې ورځې په توګه اعلان کړه.
تر دې وروسته بیا په ۱۹۱۱م کال کې دغه ورځ په لومړي ځل په اتریش، ډېنمارک، جرمني او سویتزرلېنډ کې ونمانځل شوه.
که څه هم ډېر کلونه دغه ورځ د ښځو د ورځې په نوم ونمانځل شوه، خو د نړۍوالو رسمي سازمانونو لهخوا یې بیا کوم رسمیت نه درلود.
د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په ځانګړې توګه بیا د اروپایي او امریکایي ښځو د کلونو مبارزو وروسته په ۱۹۷۵ زېږدیز کال کې د مارچ اتمه د ملګرو ملتونو لهخوا په رسمیت وپېژندل شوه.

د ښځو لپاره ښه او بد هېوادونه
د امریکایي او اروپایي ښځو د مبارزو له پیل څخه تراوسه پورې په ډېرو هېوادونو کې د هرې ورځې په تېرېدو او د مبارزو په دوام ښځو وار په وار خپل حقونه ترلاسه کړل، تر هغه چې په ۲۰۲۳ کال کې د جورج ټاون انسټېټیوټ او د اوسلو د سولې څېړنیزې موسسې د خپلو موندنو په اړه د یوه راپور په خپرولو سره وویل، چې ډنمارک، سویس، سویډن، فنلینډ، ایسلینډ، لوګزامبورګ، ناروې، اتریش، هالنډ او نیوزیلېنډ په څېر هېوادونه د ښځو لپاره د ۱۰ غوره هېوادونو په نوملړ کې دي.
دغې څېړنې په ۱۷۷ هېوادونو کې نورې برخې لکه د ښځو زدهکړې، د مېندو مړینه، د ښځو لپاره کارموندنه، سیسټماټیک تاوتریخوالی، جنسي تاوتریخوالی او داسې نور هم څېړلي دي.
د دغه انسټیټیوټ په څېړنه کې راغلي، هغه هېوادونه چې د«څپ څپانده دولت» په کټګورۍ کې ډلبندي شوي، ترټولو خراب فعالیت لري.
په دې کټګورۍ کې افغانستان چې د «څپ څپانده دولت» درلودونکی دی، د ښخو پر وړاندې تر ټولو ناوړه حالت کې دی.
د جورج ټاون انسټېټیوټ او د اوسلو د سولې څېړنیزې ټولنې د معلوماتو پر بنسټ، افغانستان د ښځو د پرمختګ له پلوه د ۱۷۷ هېوادونو په منځ کې وروستی ځای لري.
پر افغانستان سربېره یمن، مرکزي افریقا، د کانګو ډېموکراټیک جمهوریت، سوډان، سوریه، سومالیا او عراق د ښځو لپاره تر ټولو بد هېوادونه بلل کېږي.
د شاه غازي امانالله خان د واکمنۍ پرمهال د افغان ښځو وضعیت
شاه امان الله خان د افغانستان په کچه یو پرمختللی او عصري پاچا وو او د ښځو د تعلیم او پرمختګونو په برخه کې یې لوی لاس درلود .
نوموړي د افغانستان د پرمختګ لپاره ترټولو ډېره پاملرنه معارف ته کړې وه او د روایتونو پر اساس، هغه خپله په ښوونځیو او د سواد د زدهکړو په کورسونو کې تدریس کاوه.
د ښځو د پرمختګونو لپاره د شاه امان الله خان اصلي موخه دا وه، چې افغانې ښځې له جنسيتي توپیر پرته د اروپايي هېوادونو د فرهنګي هڅو د سیالۍ وړ وګرځي.
په ۱۹۱۹م کال کې د هېواد د یاد مترقي پاچا په لارښوونه د خلکو لپاره د پوهنې او پالنې زمینه برابره شوه، چې د همدې پرېکړې په رڼا کې ملکه ثریا په ۱۹۲۰م کال د کابل د مېرمنو په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال وویل: «ایا تاسې د اروپا له ښځو څخه هم ډېرې نازکې یاست!هغوی په فابریکو، ورکشاپونو او داشونو کې کار کوي او هېڅکله يې د ګرمۍ ، یخنۍ او یا د دروند کار کولو څخه شکایت نه دی کړی.»
د ملکه ثریا د خبرو په پای کې پنځوسو ښځو د پوهنې په ډګر کې خدمت کولو ته چمتو شوې، چې د ښځو او نجونو په پوهنه او روزنه کې فعاله ونډه واخلي او د نجونو د ښوونځي د پرانېستلو په لور يې کوټلي ګامونه واخیستل، چې د همدې روشنفکرو مېرمنو د هڅو په ملاتړ په همدې کال ۱۹۲۰م کې د ښځو او نجونو د لومړني ښوونځي لپاره ځانګړی ځای وټاکل شو.
د نجونو لومړنی ښوونځی د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره په رسمي توګه د ۱۹۲۱م کال د جنوري په ۹مه د مستوراتو په نوم پرانیستل شو او کوچنیو نجونو لپاره يې د زدهکړې زمینه برابره کړه.
له دې سره د نجونو د زدهکړو لړۍ له سلګونو ستونزو او خنډونو سره دوام وکړ او د جمهوریت تر سقوط پورې د هېواد په بېلابېلو برخو کې مېلیونونو نجونو په ښوونځيو او پوهنتونونو کې زده کړې وکړې.
د شاه امانالله خان د واکمنۍ پرمهال د لومړي ځل لپاره ۱۵ نجونې د روغتیاپالنې په برخه کې د زدهکړو لپاره د ترکیې استانبول ته واستول وشوې.
له دې سره، شاه امانالله خان لومړنی پاچا و، چې د هغه د واکمنۍ پرمهال د ښځو غورځنګ جوړ شو.
نوموړي د ښځو حرمسرا باطل اعلان کړه او ټولې هغه ښځې یې ازادې کړې، چې امیر حبیب الله خان هغوی په یوه ځای کې سره راټولې کړې وې او له دې سره یې اعلان وکړ، چې تر دې وروسته هېڅوک حق نه لري د هېواد په تاریخ کې حرمسرا جوړه کړي.
د دغه مترقي پاچا په کارنامو کې ښځو ته د زده کړو د زمینې د برابرولو ترڅنګ د کوچنیو نجونو د نکاح منع کېدل، په ښوونځيو کې د بهرنیو ژبو زده کړه، د کورني برده ګۍ له منځه تلل او له یوې څخه زیاتو ښځو سره د واده منع کېدل شامل دي، چې ځيني یې بیا عملي نشوې او یا هم د وخت په تېرېدو سره یې بدلون وکړ.
کله چې شاه امانالله خان جلا وطنی شو، سره له دې چې د ښځو د پرمختګونو لپاره باید ډېر نور کارونه هم شوي وای، خو برعکس یو ځل بیا د ښځو شا تګ ته زمینه برابره شوه.

په تېرو درېیو لسیزو کې د افغان ښځو وضعیت ته لنډه کتنه
د ډېرو نظامونو له تلو راتلو وروسته په ۱۹۹۶ کال کې د ملا محمدعمر په مشرۍ د طالبانو پنځه کلنه دوره پیل شوه.
دغه دوره د ټولو ناخوالو ترڅنګ د افغانستان د ښځو لپاره یوه سخته ځپونکې، تیاره او کړونکې دوره وه.
د ښځو او نجونو پروړاندې د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې بندې شوې، له کار کولو منع شول، د چادري په سر کول جبري شو، له محرم پرته د ښځو تګ و راتګ باندې بندیز ولګېده او لسګونه نور موارد و، چې ښځې ورسره مخ شوې.
دغې پنځه کلنې دورې د لسېزو په اندازه د ښځو د پرمختګونو مخه ونیوله.
له زدهکړو نیولې تر ورزش، هنر، موسیقۍ او دې ته ورته لسګونه برخې وې، چې ښځو پهکې ستر تاوانونه وکړل.
په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د واکمنۍ ختمېدو او د یوې نوې ادارې په رامنځته کېدو سره بیاځلې د ښځو پرمختګونو ته زمینې برابرې شوې.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د افغانو ښځو لپاره دا یوه ډېره د پرمختګونو ډکه دوره وه او په دې وخت کې افغان نجونو او ښځو له امنیتي او ټولنیزو ستونزو سره سره له زدهکړو څخه نیولې بیا تر سیاست، ورزش، ولایت او ښاروالۍ، قضا او څارنوالۍ، موسیقي او همدارنګه تر ماسټری او دوکتورا پورې لوړې زدهکړې ترلاسه کړې او ډېرې ښې وځلیدلې.

د دغو پرمختګونو پر دوام کله چې بل ولسمشر محم اشرف غني واک ته ورسېد، نو د هغه د واکمنۍ پرمهال د ښځو د پرمختګونو لپاره لا ډېرې زمینې برابرې شوې او د ښځو هیلې او موخې نورې هم زیاتې شوې، ځکه په دې وخت کې په پراخه توګه د ښځو ملاتړ وشو.
په لوړو څوکیو کې د ښځو ګورمال، په سیاست کې د ښځو پراخ حضور، په سوداګرۍ برخه کې د ښځو ډېره ونډه، په رسنیو کې د بې شمېره ښځو حضور، په ورزش کې د ښځو لاسته راوړنې او دې ته ورته لسګونه نور موارد د ولسمشر غني د حکومتولۍ لاسته راوړنې بلل کېږي.
دې لاسته راوړنو او پرمختګونو ته په کتو سره هېچا تصور نه و کړی، چې دا به یوه ورځ په دومره اسانۍ سره له لاسه ورکوي او ښځې به بیا ځلې د تېرو وختونو په شان شاتګ کوي او تیارو ته به ستنېږي.

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په پنځلسمه تېر جمهوري دولت سقوط او یو ځل بیا طالبان په ټول افغانستان واکمن شول.
په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راپدېخوا، د افغان ښځو پر وړاندې د ټولنیز، اقتصادي او کلتوري محدودیتونو یوه ځپونکې لړۍ پیل شوې ده.
دغې ډلې نه یوازې افغان ښځې له زدهکړو راګرځولي، بلکې هغوی د کارکولو، سفرکولو او ان په تفریحي ځایونو کې د ګرځېدو له حق څخه هم محرومې کړي دي.
افغان ښځې نه یوازې د زدهکړو له حقونو محرومې دي؛ بلکې په دولتي او نادولتي ادارو کې هم هېڅ د کارکولو اجازه نهلري.
د ښځو اقتصادي خپلواکي چې د یوې ټولنې د هر فرد د ژوند بنسټيز حق بلل کېږي، د طالبانو له خوا تر هراړخیز برید لاندې ده.
د ښځو پر زدهکړو بندیز کومه ساده او عادي پرېکړه نه ده، دا یو غېرانساني او دومره ځپونکی بندیز دی، چې د یوې ټولنې پرمختګ له نابودۍ سره مخ کوي.
د ښځو زدهکړه چې د نړۍ په کچه د ماډرن ملتونو د پرمختګ یوه بنسټیزه غوښتنه ده، نن په افغانستان کې د طالباني ایډیالوژۍ له امله د اور په لمبو کې سوځي.
که څه هم د نړۍ هېوادونو او د بشري حقونو بنسټونو په وار - وار له طالبانو غوښتي، څو د ښځو پروړاندې خپل دریځ بدل کړي، خو دغه ډله وایي چې په افغانستان شرعي قوانین پلي کوي.
پر ښځو محدودیتونه او بندیزونه او همداراز له بشري حقونو سرغړونه هغه لاملونه دي، چې د درېیو کلونو په تېرېدو سره د نړۍ هېڅ یوه هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د افغانستان د مقاومت په نوم د طالبانو مخالفې جبهې د دوو جلا بیانونو له مخې ادعا کړې چې په بلخ او کابل ولایتونو کې یې اووه طالبان وژلي دي.
دغې جبهې د جمعې پر ورځ (د کب ۱۷مه) په خپلې لومړنۍ اعلامیې کې ویلي چې وسلهوالو یې د کابل ښار د څرخي پله په سیمه کې پر طالبانو چریکې برید کړی او په ترڅ کې یې د دغې ډلې څلور غړي وژل شوي دي.
د طالبانو نوموړې مخالفې جبهې همداراز زیاته کړې، چې د دغه برید په ترڅ کې د طالبانو موټر هم سوځېدلی دی. بیان کې راغلي: «په دغه برید کې د مقاومت جبهې وسلهوالو او هم یا ملکيانو ته کوم زیان نه دی رسیدلی.»
ورته مهال، له دې پېښې شاوخوا څلور ساعته وروسته یادې جبهې په یوه بل بیان کې ادعا کړې چې د بلخ ولایت په مزارشریف ښار کې یې پر طالبانو د یوه برید په ترڅ کې د دغې ډلې درې غړي وژلي او پنځه نور ټپیان کړي دي.
په بیان کې ویل شوي چې دا برید د طالبانو پر یوې پوستې شوی او په وینا یې، د نوموړې جبهې وسلهوالو ته پهکې کوم زیان نه دی رسېدلی.
طالبان نه یوازې د خپلو مخالفو خوځښتونو بریدونه ردوي، بلکې په وار-وار یې ادعا کړې چې په افغانستان کې د دغې ډلې هېڅ مخالف خوځښت فعالیت نهلري.
د یادونې ده چې وړمه ورځ په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستهرسونکي دفتر یا یوناما راپور ورکړی و چې په تېرو شاوخوا درېیو میاشتو کې د د مقاومت او ازادۍ جبهو په ګډون د طالبانو مخالفو خوځښتونو پر دغې ډلې ۹۱ بریدونه ترسره کړي دي.