• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان: د هند او طالبانو په ملاتړ د اورګاډي برید کې د ۲۳ پوځیانو په ګډون ۳۱ کسان وژل شوي

۲۴ کب ۱۴۰۳ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۵، ۱۶:۲۴ GMT+۰

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو مسول جنرال احمد شریف چودري او د بلوچستان سر وزیر سرفرازبګتي په بلوچستان کېګډ خبرې کنفرانس کې ویلي، چې پر جعفر اکسپریس برید «د هند او افغانستان په ملاتړ شوی». نوموړي زیاته کړه چې دې برید کې د ۲۳ پوځیانو په ګډون ۳۱ کسان وژل شوي دی.

احمد شریف چودري یو ځل بیا په دغه برید کې د هند او افغانستان کې د طالبانو حکومت ته ګوته ونیوله، خو دغو دواړو دا تورونه رد کړي دی.

د پاکستان د پوځ ویاند وايي، په دغه پېښه کې ښکېل بریدګر په افغانستان کې له خپلو ملګرو سره په اړېکه کې وو:«له افغانستان څخه عصري بهرنۍ وسلې راوړل کېږي او په پاکستان کې په ترهګريزو عملياتو کې کارول کېږي، او د جعفر ایکسپریس پېښه د هند د ترهګريز ذهنیت دوام دی.»

همدارنګه نوموړی وایي، چې هند د پاکستان د بې ثباته کولو لپاره په بلوچستان کې د ترهګرۍ ملاتړ کوي.

جودري وویل:«په بلوچستان کې د دې اورګاډي پیښيي او له هغې مخکې رامنځته شویو پېښو اصلي ملاتړی ختیځ ګاوندی هېواد دی.»

همدارنګه د‌پاکستان د پوځ ویاند زیاتوي، چې په بلوچستان کې د اورګاډي دا پېښه او له دې مخکې نورې پېښي د هند له خوا تمویل شوې دي.

پر همدغه مهال د بلوچستان سر وزیر سرفراز بګټي ویل:«موږ د افغانستان له لارې د هند د جاسوسۍ ادارې او نورو دښمنو ادارو لخوا د پاکستان د حکومت پر وړاندې په یوه تبلیغاتي جګړه کې ښکېل یو. د افغانستان خاوره په ځانګړي ډول زموږ پر وړاندې د ترهګریزو فعالیتونو لپاره کارول کیږي.»

پاکستاني چارواکي دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې بلوڅ ازادۍ پوځ د سې شنبې په ورځ له بلوچستان څخه پېښور ته د جعفر اکسپریس اورګاډي باندې برید وکړ او د اورګاډي له ۴۰۰ څخه ډیر مساپر یې یرغمل کړل.

بلوڅ ازادۍ غوښتونکو ځواکونو د یادو یرغملو په بدل کې د پاکستان په زندانونو کې د بلوڅانو د راخوشې کېدو وړاندیز وکړ.

خو د پاکستان پوځ له دغه پېښې دوه ورځې وروسته اعلان وکړ، چې د یرغمل شویو کسانو د ژغورلو په عملیاتو یې ۳۳ وسله ووژل خو د وسله والو له لوري د پاکستاني نظامیانو په ګډون د ۳۱ یرغمل شویو کسانو وژل کېدل هم مني.

د پوځ ویاند وايي، په دې پېښه کې ۲۳ پوځیان، پنځه سپرلۍ او درې د پټلۍ عمله وژل شوي دي.

خو بلوڅ وسلوال په مقابل کې وايي، چې په اورګاډي کې یې ۵۰ پوځیان وژلي دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

په پاړه چنار کې زدکوونکې د ښوونيزو ستونزو د حل لپاره سړکونو ته را ووتلې

۲۴ کب ۱۴۰۳ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۵، ۱۵:۲۲ GMT+۰

د کورمې په مرکز پاړه چنار کې د ښوونځيو یو شمېر زدکوونکو د اعتراض په ډول سړکونه بند کړي او د ښوونيزو ستونزو د حل غوښتنه کوي. اعتراض کوونکې وایي، د پاړه چنار ډېری ښوونځي دښوونکو، کتابونو او ترانسپورټ د نشتوالي له کبله له زدکوونکو خالي دي.

دغه زدکوونکې وايي، چې ښوونيز کال پیل شوی؛ خو ښوونځي يې د کتاب، ښوونکي او ترانسپورټ د نشتون له کبله بند دي.

د دوی په خبره، په کورمه کې د ډيزلو او پټرولو کمښت د یو شمېر ښوونځيو پر ترانسپورټ زيات اغېز لري او له همدې کبله زيات شمېر زدکوونکي هم ښوونځیو ته له تګ پاتيږي.

اعتراض کوونکو له حکومت په جدي ډول د ستونزو د حل غوښتنه کول.

په پاړه چنار کې له تېرو څلورو میاشتو د لارو او ښوونځيو خلاصېدو، امنیتي وضعت د سمېدو او ورته نورو برخو کې بیلابیل لاریونونه او پرلتونه شروع دي.

دو پرله پسې له حکومت د پاملرني غوښتنه کړې.

پاړه چنار ته تللې لار د شیعه او سني ترمنځ د تاوتریخوالي له امله تړلې ده، چې له امله یې بره کورمه کې د خوړو او درملو په ګډون سونتوکي او نور اړین مواد کم دي.

محمود خان اڅکزی: که بلوڅانو ته حق ورکړل شي ترهګري به ختمه شي

۲۴ کب ۱۴۰۳ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۵، ۱۴:۱۷ GMT+۰

د پښتوخوا ملي عوامي ګوند مشر په بلوچستان کې ورستیو نامنیو ته په اشاره وايي، که بلوڅانو ته خپل حق ور کړل شي، په دغه صوبه کې به ترهګري ختمه شي. محمود خان اڅکزی د پاکستان پوځ حکومت کې په لاسوهنه تورنوي او زیاتوي، که پارلمان ته واک ور نه کړل شي، پاکستان به پرمختګ ونه شي کړای.

محمود خان اڅکزي د بلوچستان په بولان کې پر جعفر اکسپریس اورګادي د بلوڅ وسلوالو برید ته په غبرګون قومي اسمبلۍ کې د وینا پر مهال ویلي، که بلوڅانو ته حق ورکړل شي، ترهګري په ختمه شي.

بلوڅ وسلوال د پاکستان مرکزي حکومت د دې صوبې د زېرمو په لوټلو تورنوي.

محمود خان اڅکزی د دوی د خبرې په یو ډول تایید سره وایي:«ضمانت درکوم، چې تاسو د بلوچستان د سرچینو حق لومړۍ بلوڅانو ته ورکړې او دې په اړه ورته نړیوال ضمانت ورکړی نو ټوله ترهګرې به ختمه شي.»

د پښتونخوا عوامي ګوند مشر د پاکستان د پاکستان د پوځ ناسمو پالیسیو ته په اړه ویلي، چې په دغه هېواد کې پښتانه، بلوڅان، سندیان او د ګلګت بلتستان خلک د مستعمري په شکل ژوند لري.

نوموړی په دې ورستیو کې د پاکستان د پوځ د پالیسیو په اړه سختي نیوکي کوي، نوموړي څه موده وړاندې ویلي، چې د پاکستان د قومي اسمبلۍ د غړي په توګه له پوځ پرته د پاکستان د قانون دفاع او احترام کوي.

سرچینې: د اسلام اباد پولیسو د شپې ناوخته شاوخوا ۳۰ تنه افغانان له خپلو کورونو نیولي دي

۲۴ کب ۱۴۰۳ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۵، ۰۸:۵۵ GMT+۰

له اسلام اباده سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته خبر ورکړی، چې پولیس د شپې ناوخته په ۲:۳۰ بجو ګلبرګ ګرین ښارګوټي ته ورغلي او شاوخوا ۳۰ تنه افغانان یې له خپلو کورونو نیولي دي.

د سرچینو په وینا، پولیسو ځیني هغه کډوال هم له ځانه سره وړي چې قانوني ویزې یې لرلې.
سرچینو زیاته کړې، پولیسو دوه موټره له کډوالو ډک کړل او له ځان سره یې یوړل.
د روان زېږدیز کال له پیل راهیسې پاکستان په دغه هېواد کې د افغان کډوالو نیولو او بېرته ستنولو لړۍ چټکه کړې ده.

سرچینه وړاندې وایي، د پاکستان پولیس وخت ناوخت د افغان کډوالو کورونو ته ورځي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ افغانان له ځان سه بیايي چې ځیني یې بیا د پیسو په بدل کې بېرته خوشې کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان حکومت هغو کډوالو ته د روان کال د جون میاشتې تر وروستۍ نېټې وخت ورکړی و، چې لوېديځو هېوادونو ته د تګ لپاره د ویزو په تمه دي.

خو تېره شپه پولیس د همدې کډوالو کورونه ته ورغلي، چې د لوېدیځو هېوادونو ویزو ته په تمه دي.

له بل پلوه په پاکستان کې افغان کډوال اسامه وایي، چې د ویزو د تمدید په برخه کې له خورا ستونزو سره مخ دي.

د هغه په وینا، ویزې یې په خپل وخت نه تمدېدېږي او د ویزو موده یې یوې میاشتې ته راکمه شوې چې له امله یې په ویزو ګڼه ګوڼه ډېره شوې او د ویزو په تمدېد کې ځنډ د دوی د نیولو لامل کېږي.

له بل پلوه تازه پاکستانۍ ورځپاڼې ډان خبر ورکړی، چې د راولپنډۍ په حاجي کمپ کې شاوخوا ۱۴۰ کډوال بند پاتې دي.

د ډان ورځپاڼې د خبر له مخې، په تېرې یوې اونۍ کې شاوخوا ۸۲۰ افغان کډوال په راولپنډۍ ښار کې نیول شوي دي.

سرچینې: ټاکل شوې، چې د شنبې په ورځ یو وار بیا د تورخم د ستونزې حل لپاره مذاکرات وشي

۲۴ کب ۱۴۰۳ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۵، ۰۷:۴۸ GMT+۰

په تورخم کې سرچینو د افغانستان انټرنشنل پښتو خبریال جواد شینواري ته ویلي، ټاکل شوې ده چې د شنبې په ورځ یو وار بیا د تورخم د ستونزې حل لپاره مذاکرات وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تورخم ستونزه لا هم نه ده حل شوې او د تورخم دروازه نن د ۲۱مې ورځې لپاره هم تړلې پاتې ده.
له جرګې سرچینې وایي، چې نن جمعه د افغانستان رسمي رخصتي ده؛ نو خبرې اترې سبا لپاره پاتې شوې.
د تورخم دروازې د ستونزې حل لپاره د جوړې شوې جرګې پاکستاني اړخ مشر سید جواد حسین کاظمي تېره ورځ د افغانستان انټرنشنل پښتو خبریال جواد شینواري ته ویلي و، چې د جرګې لپاره یې ۵۰ کسیزه ډله جوړه شوې ده.
نوموړي ویلي و، چې د افغان جرګې اندېښنې لرې کړل شوې دي او هغه کسان چې په جرګه کې یې ګډون ته اړتیا نه وه؛ له دغه نوملړه اېستل شوي دي.
تر دې وړاندې هم د دغه ستونزې د حل لپاره (د مارچ په ۹مه) د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډه جرګه جوړه شوې وه او جرګې اوربند وړاندیز کړی و.

د تورخم دروازې د تړل پاتې کېدو له امله د خلکو لالهاندي
د دغې لارې تړل پاتې کېدو زرګونه مساپر ناروغان او سوداګر له سختو ستونزو سره مخ کړي دي او د نښتو له امله دواړو غاړو ته ګڼ شمېر کورنۍ بې‌ځایه شوې هم دي.

له بل پلوه په تورخم کې د بشري مرستو په ګډون سلګونه بار وړونکې لارۍ هم بندې پاتې دي.
د افغانستان انټرنشنل خبریال جواد شینواری وایي، چې بې ځایه شوو خلکو د لنډي کوتل جامع جومات ته پناه وړې او خپله د لنډي کوتل څخه تر تورخمه پورې لاره د بار وړونکو موټرو څخه ډکه ده او موټرچلوونکي له سختو ستونزو سره مخ دي.
د عمران په نوم یو موټرچلوونکي د افغانستان انټرنشنل پښتو خبریال جواد شینواري ته ویلي، چې هغه له تېرو ۲۰ ورځو راهیسې مچني پوستې ته نږدې له خپل موټر سره بند پاتې دی.
نوموړي ویلي، ځايي رضاکارانو د دوی لپاره روژه ماتی برابروي.
د هغه په وینا، هلته بازار نشته او نه هم دوی سره دومره پیسې شته چې خوراکي توکي پرې وپېري.

هند پاکستان ته: نړۍ اوس په دې پوهېږي، چې د ترهګرۍ مرکزونه چېرته دي

۲۴ کب ۱۴۰۳ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۵، ۰۷:۲۴ GMT+۰

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جېسوال د پاکستان هغه تورونه «بې بنسټه» وبلل، چې ګوندې په بلوچستان کې د جعفر اېکسپرېس پر رېل ګاډي برید کې هند هم لاس لري. 

جېسوال ویلي،‌ ډیلي د اسلام اباد دغه تورونه ردوي او دوی پوهېږي چې د ترهګرۍ اصلي ریښې چېرته دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند پاکستاني چارواکو ته په ځواب کې وویل:« د دې پر ځای چې نورو ته ګوته ونیسئ، د خپلو ستونزو او ناکامۍ تورونه پرې ولګوئ؛ باید خپل ځان ته وګورئ».

دغه غبرګون وروسته له هغه مخې ته راځي، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان د پنجشنبې په ورځ په خپله اوونیزه خبري غونډه کې ادعا وکړه چې هند د بلوچستان په وروستي خونړي برید کې لاس لري.

نوموړي ادعا وکړه، چې دغه برید د بهر مېشتو وسله‌والو ډلو د مشرانو له‌خوا طرحه شوی و او په هند کې مېشتې ډلې په مستقیم ډول پکې ښکېلې وې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دا هم ویلي و، چې د دوی د استخباراتي معلوماتو او څارل شوو اړیکو له مخې د بلوڅ بېلتون پاله بریدګرو له خپلو همکارانو سره په افغانستان کې د برید پر مهال اړیکې ټینګولې.

د تېرې سې شنبې په ورځ لسګونه بلوڅ بېلتون پاله وسله‌والو د جعفر اېکسپرېس رېل ګاډی چې له ۴۰۰ زیات مساپر یې لېږدول په چاودېدونکو توکو والوځاوه او لسګونه سپرلۍ یې یرغمل کړې. دغه پېښه د کوټې ښار څخه ۱۴۷ کیلومتره لرې سوېل ختیځ کې، د سیبي سیمې ته نږدې په یوې غرنیزه سیمه کې شوې ده.

د پاکستان پوځ د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ: «د امنیتي ځواکونو نښه وېشتونکو ځانمرګي بریدګر له منځه یوړل».

د پوځ په وینا، د ځانګړو ځواکونو عملیاتو کې ۳۳ بلوڅ وسله‌وال وژل شوي او یرغمل شویو کسانو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

پوځ زیاته کړه، چې د عملیاتو تر پیل مخکې ۲۱ یرغمل شوي مساپر د بریدګرو له‌خوا وژل شوي وو.

بل خوا، افغانستان انټرنشنل وړاندې تر دې د پاکستان د امنیتي ادارو له قوله راپور ورکړی و چې د بریدګرو او د هغوی د مشرانو تر منځ ثبت شوې اړیکې ښيي چې له افغانستان، هند او اروپا سره د همغږۍ یوه کړۍ موجوده ده.