د طالبانو دفاع وزارت وايي د ځانګړو ځواکونو ۵۱۳ منسوبین یې فارغ کړل

د طالبانو دفاع وزارت وايي، د ځانګړو ځواکونو ۵۱۳ منسوبین یې د دې ځواکونو اړوند فرقې له څلور میاشتو کمانډويي زدکړو فارغ شول.

د طالبانو دفاع وزارت وايي، د ځانګړو ځواکونو ۵۱۳ منسوبین یې د دې ځواکونو اړوند فرقې له څلور میاشتو کمانډويي زدکړو فارغ شول.
د طالبانو دفاع وزارت نن شنبې «د کپ ۲۵مه» په اېکسپاڼه کې لیکلي چې د دې ډلې لوی درستیز تازه فارغ شوو منسوبینو ته وویل «پرون مو کفارو پر وړاندې جګړه کوله او اوس د اسلامي نظام د بقا ساتنه کوي.»
د طالبانو دفاع وزارت تر اوسه د خپلو ځانګړو او ټولو ځواکونو شمېر نه دی روښانه کړی.
په همدې حال کې دا هم نه ده معلومه چې د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته د پخواني حکومت نظامیان زدکړې ورکوي که بل څوک دي.

د طالبانو د استخباراتو اړوند رسنۍ المرصاد وايي، طالبانو له پاکستان سره د دې ډلې د کډوالو چارو وزیر خلیل الرحمان حقاني د وژل کېدو په اړه معلومات شریک کړي دي. دې رسنۍ خپله وروستۍ تبصره کې لیکلي:«برید له پاکستان رهبري شوی و او بریدګر له بلوچستان څخه افغانستان ته راغلی و.»
المرصاد ادعا کړې ده، چې همدغه راز په کندز کې په کابل بانک برید هم له پاکستان رهبري او بریدګر له پاکستان راغلی و.
دوی همدراز وايي چې د دې ټولو په اړه پاکستان ته ویل شوي او شواهد هم ورسره شریک شوي دي.
دې رسنۍ په بلوچستان کې پر اورګاډي د وروستي برید په هکله د پاکستان استخباراتي ادارو ادعاوې ناسمې بللې دي او لیکلي یې دي، پاکستان غواړي افغانستان د خپلو ټولو ناکامیو زمه دار ثابت کړي او ځان د خپلو خلکو له انتقاد وژغوري.
پاکستان د المرصاد دې ادعا ته کوم غبرګون نه دی ښودلی او نه یې هم دا تایید کړي چې طالبانو له دوی سره په د خلیل الرحمان حقاني د وژل کېدو په اړه کوم شواهد شریک کړي دي.
د طالبانو د کډوالو چارو وزیر خلیل الرحمان حقاني د (لیندۍ ۲۱مه) په خپل وزارت کې دننه د ماسپښین له لمانځه وروسته د یوه ځانمرګي برید په پایله کې ووژل شو او مسوولیت یې داعش ومانه.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزير امیرخان متقي په پکتيا کې د خلیل الرحمان حقاني د جنازې په مراسيمو پرمهال ویلي و، چې په تېرو ۷ مياشتو کې داعش ډلې په افغانستان کې ۷ بريدونه کړې، چې ۶ يې د افغانستان څخه بهر پلان شوي وو.

د خوندیتوب لپاره د نړیوال مسوولت مرکز وايي، په افغانستان کې خلک د طالبانو له لوري د بشري حقونو له سیستماتیکو سرغړونو سره مخ دي او یو شمېر نورې توندلارې وسله والې ډلې هم د دغه هېواد د خلکو ژوند ګواښي.
د خوندیتوب لپاره د مسوليت نړیوال مرکز پرون د افغانستان د وضعت په اړه په خپل راپور کې ویلي، چې طالبانو د خپلو پاليسو او کړونو له مخي له نجونو او ښځو بشري حقونه اخیستي، جنستي تبعیض ته لا هم دوام ورکوي او د ښځو په وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو له کنوانسیون ښکاره سرغړونه کوي.
په رپوټ کې راغلي چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال له اګست مياشتې راهیسې له ۱۰۰ زيات احکام، فرمانونه او مقررات نافذ کړي، چې په کې ډېره برخه یې له ښځو او نجونو د ټولنيز ژوند، ګرځېدو، کار، زدکړو، روغتیا، سیاسي برخو کې د فعالیت او د بیان ازادۍ حقونه اخيتسي او محدودي کړي دي.
په راپور کې ويل شوي، چې په ۲۰۲۴ کال کې د امربالمعروف قانون پلي کول له ټولنې د ښځو د محوه کولو په مانا دی، چې د بشپړ حجاب مراعتول، په عامه ځایونو کې د خبرو منعه کول هم په کې شامل وه.
په راپور کې راغلي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) د طالبانو کړنې، د دوی د امر نه منلو له کبله د ښځو او نجونو خپل سري نيونې، زنداني کول او بندیزونه مستند کړي دي.
دوی د یوناما له قوله ويلي، چې ښځي د امربالمعروف د قانون تر اعلان وروسته له نیولو او سزا ورکولو ويرېږي او په ځينو سیمو کې ښځي او نجونې په زور د پولیسو موټرو ته اچول شوې دي.
د یوناما په دغه راپور کې د طالبانو هدفي وژنو، خپل سري نيونو، نادرکیو، زنداني کېدو، جبري ورکېدو، جنستي تبعيض، بريدونو، شکنجو او ځورونو ته اشارې شوې، چې د پخواني حکومت له کارمنانو، د رسنيو له کارکوونکو او مدنې فعالانو سره شوي.
د راپور له مخې، چې په افغانستان کې د بشري حقونو دخپلواک کمیسیون، د لوی څارنوال دفتر او د ځينې اړوند مهمې ادارې نشته او طالبانو د ملګرو ملتونو ځانګړی راپورټر هم معلوماتو ته له لاسرسي منع کړی دی.
د همدې راپور په وروستي برخه کې راغلي، چې طالبان باید د بشري حقونو په تړاو سرغړونې او ناوړه ګټه اخيستنه بنده کړې او په افغانستان کې له جنستي تبعیض، مذهبي، قومي، سمتي او توپیریز چلند پرته د ټولو خلکو مساوی بشري حقونه ورکړي.
په راپور کې غوښتنه شوې، چې له طالبانو سره د اړیکو عادي کولو هڅې باید د نړیوال قانون سره سم د بشري حقونو او ښځونو حقونو ته درناوي پورې تړلې تر سره شي.
دوی عدالت ته د کش کولو لپاره د جرمونو نړیوالې محکمې د څارنوال له خوا د طالبانو د مشر او لوی قاضي په هکله غوښتنې ته په اشاره ویلی، چې نړيواله ټولنه باید په افغانستان د ظلمونو او جرمونو لپاره عدالت ته دوام ورکړي.
د خوندیتوب لپاره د نړیوال مسوولیت مرکز دا هم وايي، چې د داعش په څېر افراطي ډلې په افغانستان کې پر لږکیو بریدونه روان ساتلي او ژوند ته یې ګواښ دی.

ځینې افغان محصلینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، پاکستاني پوهنتونونو ته بریالي شوي، خو اوس په کابل کې د پاکستان سفارت یې ویزې ځنډولې دي. په ورته مهال په پاکستان کې پر زدکړو بوخت افغان ځوانان وايي، چې اوس هلته د دوی ویزې نه نوې کېږي او ورته ویل کېږي چې په کابل کې یې باید نوې کړي.
دوی وايي چې له تېرو څلورو میاشتې راهسې دغه سفارت نه نويو او نه هم برحاله محصلینو ته وېزې ورکړې دي.
په کابل کې ځینو افغان محصلینو نن «د کپ ۲۵مه» وویل چې درسونه یې هم پیل شوي خو دوی تر اوسه وېزې ته په تمه دي.
یو افغان محصل چې پیښور پوهنتون ته بریالی شوی وايي:« په پېښور پوهنتون کې درسونه پیل شوي دي او که وېزې مو رانشي نو دا کال مو ضایغ کېږي.»
افغان محصلین زیاتوي چې د وېزو د ستونزو د حل په موخه د طالبانو بهرنیو چارو او د لوړو زکړو وزارتونو ته هم ورغلي.
دوی وايي، د طالبانو حکومت ورسره ژمنې کوي چې د ستونزو د حل لپاره به دوی له اړوند پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي خو تر اوسه یې کومه نتیجه نه ده ورکړې.
ځینو افغان محصلینو د ۲۲ تنو هغو محصلینونو لېست افغانستان انټرنشنل سره شریک کړل چې پېښور پوهنتون ته بریالي شوي خو د وېزو لپاره په تمه دي.
په پاکستان کې بیا ځینې محلصین وايي، چې د پاکستان سکالریشیپونه باندې زدکړې کوي خو پاکستان اړوند ادارې ورته وېزې نه تمدیدوي او ورته ویل کېږي چې باید افغانستان ته لاړ شي او هلته سفارت ته مراجعه وکړی.
دوی وايي، تر دې مخکې به یې له پوهنتون یو سند د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ته ووړ او له مخې به یې دوی ته ویزې ور کول کېدې.
د افغان زدکوونکو دا ستونزې له پاکستان سره پر ډیورنډ کرښه د تاوتریخوالي سره هممهاله دي، چې له امله یې له ۲۲ ورځو تورخم لار هم تړلې ده.
یو افغان محصل په نیوکې سره وايي چې د دواړو لورو خپلمنځي جنجال له امله باید له محصلینو سره سیاسي چلند ونه شيي.
تر اوسه نه طالبانو او نه هم د پاکستان سفارت د افغان محصلینونو د وېزو د ځنډولو په اړه په رسمي ډول څه ویلي دي.
پاکستان هر کال د افغان محصلین لپاره سکالریشپونه اعلانوي او په بېلابېلو پوهنتونونو کې محصلین مني.

په ملګرو ملتونو کې د البانیا استازې سوېلا جانینا له افغان ښځو د ملاتړ له اعلان سره وایي، افغان ښځې یوازې پیوستون ته نه؛ بلکې عملي اقدام ته اړتیا لري.
هغې زیاته کړه:« البانیا له تاسې سره ده؛ خو هغه څه چې تاسو ورته اړتیا لرئ عمل دی. هغه کسان چې له طالبانو سره خبرې کوي باید دا شرط وټاکي، چې په دغو خبرو اترو کې به د ښځو له ګډون او د هغوی د غږ له اورېدلو پرته به پرمختګ ونه شي.»
دغه څرګندونې اغلې سویلا جانینا د افغان ښځو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو کمېسیون په ۶۹مه ناسته کې چې د (افغان ښځې د عملي اقدام غوښتنه کوي) تر سرلیک لاندې کړې دي.
په همدې غونډه کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي ماموریت سرپرست نصیر احمد فایق ویلي، چې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې د طالبانو لهخوا په سیستماتیک ډول ښځې له عامه ډګره اېستل شوې دي.
هغه زیاته کړه:« دا د ښځو د حقونو په برخه کې یو بې ساری خنډ دی او د طالبانو لهخوا په ډېرې سپین سترګۍ سره دوام لري. خو افغان مېرمنې د ظلم پر وړاندې مقاومت ته دوام ورکوي او د خپلو بنسټیزو حقونو لپاره مبارزه کوي.»
بل خوا بیا په یاده غونډه کې پخوانۍ وزیرې نرګس نهان له طالبانو سره د ځينو هېوادونو پر تعامل د نيوکې ترڅنګ وويل:« يو شمېر هېوادونه له طالبانو سره د حساب کولو پر ځاى له دې ډلې سره اړيکې لري او خپلو جيو پوليټيکي او امنيتي ګټو ته لومړيتوب ورکوي.»

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس په بغلان ولایت کې د دغې ډلې د ځایي چارواکو له حوالې خبر ورکړی، چې په بغلان ولایت کې یې په روان کال کې په بېلابېلو ښوونځیو کې ۱۴۰۰ ښوونکي پر دندو ګومارلي؛ خو له دې ډلې یوازې ۲۵۰ هغه یې ښځینه ښوونکې دي.
په بغلان ولایت کې د طالبانو د پوهنې ریاست د تعلیماتو مسوول امان الله حقیار ویلي، چې ګومارنه په دغه ریاست کې د ازموینې له لارې ترسره شوې ده.
د هغه په وینا؛ د راروان ښوونیزو کال لپاره یې ۲۲ زره او ۲۴ تنه نارینه زدهکوونکي او ۱۸ زره او ۲۳۸ ښځینه زدهکوونکې جذب کړې دي، چې د لومړیو ټولګیو لپاره د ټولو جذب شوو زدهکوونکو شمېر ۴۰ زره ۲۶۱ تنو ته رسېږي.
دغه طالب چارواکی په داسې حال کې د ۲۵۰ ښځینه ښوونکو د ګومارلو خبره کوي، چې په افغانستان کې د جمهوري نظام ړنګېدو او طالبانو د بیا واک ته رسېدو سره سم یادې ډلې د نجونو لپاره له شپږم ټولګي پورته د ښونځيو دروازې وتړلې.
څو ورځې وړاندې په ملګرو ملتونو کې د بریتانیا دایمي استازي مرستیال جېمز کاریوکي د امنیت شورا ته په خپله وینا کې وویل، کله چې طالبانو د نجونو لپاره له شپږم ټولګي پورته ښوونځي وتړل؛ نو دوی وویل چې دغه پرېکړه لنډمهاله ده؛ خو له درېیو کالو هم ډېره موده وشوه، چې افغان نجونې له زدهکړو بې برخې دي.
د طالبانو له دغې پرېکړې وروسته په ټول افغانستان کې له شپږمو د لوړو ټولګیو ښځینهو ښوونکو برخلیک لاهم ناروښانه دی.
