طالبان وايي په ۱۳ ولایتونو کې یې ۲۰زره جریبه ځمکه له غصب راګرځولې

د طالبانو عدلیې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په تېره یوه میاشت کې یې په ۱۳ ولایتونو کې له پلټنو وروسته ۲۰ زره او ۴۴۴ جریبه دولتي ځمکه له غصب راګرځولې ده.

د طالبانو عدلیې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په تېره یوه میاشت کې یې په ۱۳ ولایتونو کې له پلټنو وروسته ۲۰ زره او ۴۴۴ جریبه دولتي ځمکه له غصب راګرځولې ده.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ځمکو غصب د مخنیوي کمېسون دغه دولتي ځمکه په تېره یوه میاشت کې په ننګرهار، کندوز، جوزجان، فاریاب، تخار، دایکندي، غور، خوست، نیمروز، پنجشیر، بادغیس، میدان وردګ ولایتونو کې راګرځولې او اړوندو ادارو ته یې تسلیم کړې ده.
د طالبانو د عدلیې وزارت ویلي، تر ټولو ډیره ۸۳۵۱ جریبه ځمکه یې په بامیان کې له غصب نه راګرځولې.
دغه وزارت ویلي، چې د ځمکوغصب د مخنیوي کمېسیون د روانې میاشتې په اوږدو کې د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې څه باندې ۲۵۳۵۳۱جریبه ځکه تثبیت کړې او څه باندې ۴۹۷۹۵۴ جریبه نوره ځمکه یې په ۳۱ ولایتونو کې تر ارزونې لاندې نیولې چې تر تثبیت وروسته به یې اړوندو ادارو ته تسلیم کړي.

د افغانستان-پاکستان ګډې سوداګریزې خونې رییس جنید اسماعیل مکده د پاکستان له حکومته غوښتنه کړې چې له افغانستان او منځنۍ اسیا سره د ورځ تر بلې ډېرېدونکي سوداګریز کړکېچ د حل لپاره سملاسي ګامونه واخلي.
مکده ټینګار کړی چې پاکستان د نړیوالو پروتوکولونو له مخې مکلف دی چې د افغانستان په څېر په وچه محاط هیوادونو ته سوداګریزه اسانتیا برابره کړي او د دې ژمنو نه پوره کول نه یوازې د پاکستان نړیوال حیثیت ته زیان رسوي، بلکې سیمه ییزو سیالانو ته هم ګټه رسوي، چې د هند بندرونه د بدیلې سوداګرۍ په توګه وکاروي.
دغه پاکستانی چارواکی وايي، چې د سوداګرۍ پر وړاندې ډېرېدونکي خنډونه، د ترانسپورت لوړ لګښتونه او د تورخم اوږدمهاله بندېدو له کرښې پورې سوداګري سخته اغیزمنه کړې او د پاکستان اقتصاد ته یې لوی زیان اړولی.
نوموړي د ۲۰۲۴ کال ډسمبر کې د پاکستان دځانګړې پانګونې اسانتیا شورا (SIFC) غونډې پرمهال راپورته شويو اندېښنو ته په اشاره ویلي، چې د وروستیو صادرو شویو مقرراتو له امله سوداګري کمزورې شوې او له ګاونډیو هیوادونو سره اړیکې ترینګلې شوې دي.
د پاکستاني رسنیو د رپوټونو له مخې، په دې وروستیو کې د خیبر پښتونخوا حکومت د زیربنایي پراختیا محصول له دوه عشاریه صفر سلنې څخه یو عشاریه صفر سلنې ته راکم کړ، خو لا هم د افغانستان پر ترانزیټي سوداګرۍ پلی کیږي، چې قانوني سوداګري ته زیان رسوي او له نړیوالو ژمنو سره په ټکر کې دی.
مکده وویل، « یو عشاریه صفر سلنې ته د زیربنایي پراختیا محصول راکمول یوه وړه اسانتیا ده خو پر ټرانزیټي سوداګرۍ باید هیڅ مالیه وضع نه شي».
هغه زیاته کړه، « دا مالیه او د لارې بندیدل سوداګر مجبوروي چې د پاکستاني لارو پر ځای د ایران بندرونه وکاروي، چې زموږ د سوداګرۍ شبکې ته اوږدمهاله زیان رسوي».
رپوټ وايي، سره له دې چې د افغانستان-پاکستان د ګډې سوداګرۍ خونه پرله پسې هڅې کوي، خو وضعیت نور هم خراب شوی.
د تورخم لاره د فبرورۍ له ۲۱مې راهیسې د طالبانو د پوستې جوړولو پر سر د شخړې له امله تړلې پاتې ده، چې دوه اړخیزه سوداګري یې په ټپه درولې. دواړو خواوو ته له پنځو زرو ډېر موټر ولاړ دي، چې استهلاک کېدونکي توکي هم پکې بار دي.
د پاکستان اقتصادي کارپوهان په دې باور دي، چې د تورخم دغه اوږدمهاله بندښت سوداګري د چابهار او بندرعباس په څېر نورو سیالو لارو ته اړوي.
د افغانستان-پاکستان ګډې سوداګریزې خونې مرستیال ضیاء الحق سرحدي د کوچنیو او متوسطه سوداګریزو شرکتونوپه اړه جدي اندېښنه څرګنده کړې او وایي، « اوږدمهالی ځنډ او نامعلوم وضعیت د سوداګرو باور له منځه وړي او پانګوال یې ویرولي».
د افغانستان او پاکستان سوداګرۍ خونې رییس د پاکستان له حکومته غوښتي چې سرحدي مدیریت ښه کړي، په ترانسپورتي لګښتونو کې کموالی راولي او د ترانزیټي سوداګرۍ د زیربنایي پراختیا محصول له منځه یوسي.
مکده زیاته کړې: « له ازبکستان سره د لومړي وزیر د اړیکو پیاوړي کولو هڅې مثبت ګام دی، خو که سوداګریز خنډونه ژر حل نه شي، پاکستان به د یوه لوی سوداګریز دهلیز د جوړیدو فرصت له لاسه ورکړي».

افغانستان ته له اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره ۱۰ میلیونه ډالره بودجه تصویب شوې ده. د طالبانو تر واک لاندې د چاپیریال ساتنې ملي اداره وايي، دغه بودجه د چاپیریالي اسانتیاوو نړیوالې ادارې لهخوا د کم وده هېوادونو صندوق شورا ناسته کې تصویب شوې ده.
د طالبانو تر واک لاندې د چاپیریال ساتنې ملي ادارې نن یکشنبه «د کب ۲۶مه» په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د چاپېریال ساتنې او د ځایي ټولنو د ژوند د ښه والي په برخه کې د ټولنې پر بنسټ د اقلیم بدلون ته د ځواب ویلو پروژه د ځنګلونو کرنې او د معیشت ښه والي له لارې تمویل شوې ده.
د دې پروژې ارزښت ۹.۹۸ میلیونه ډالر دی، چې د چاپېریالي اسانتیاوو نړیوال صندوق له لوري د کم وده هېوادونو د صندوق په شورا کې تصویب شوه.
له دې بودجې څخه ۸.۹۸ میلیونه ډالره د چاپېریالي اسانتیاوو نړیوال جي،اي،اېف له لوري او یو میلیون ډالر د ملګرو ملتونو د انکشافي پروګرام د داخلي مالي همکارۍ له لارې برابرېږي.
یاده پروژه به د پنځو کلونو لپاره د بدخشان او کونړ په ولایتونو کې پلې کېږي، چې موخه یې د ځایي ټولنو د اقلیم بدلون پر وړاندې مقاومت زیاتول او د هغوی معیشت ښه کول دي.
د دې پروژې پلي کېدل د ملګرو ملتونو د انکشافي پروګرام (یو،اېن،ډي،پي) له لوري د طالبانو چاپېریال ساتنې ملي ادارې او نورو اړوندو ادارو په همکارۍ ترسره کېږي.
د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، په دې پروژه کې د انعطاف وړ کرنې ترویج او د زیانمنو ځمکو احیا، د ټولنو د مقاومت لوړول او د معیشت ښه کولو ترڅنګ د تخریب شویو ځنګلونو بیا رغونه او د طبیعي سرچینو دوامداره مدیریت، د اوبو او خاورې ساتنه او د اوبولګولو سیسټمونو ښه والی، د وچکالۍ پر وړاندې د مقاومو نباتي انواعو معرفي کول، د څړځایونو پراخول، د کرنیزو تولیداتو زیاتوالی او د اوبولګولو عصري سیستمونه رامنځته کول شامل دي.
په خبرپاڼه کې طالبانو ادعا کړې، چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او د ملګرو ملتونو د انکشافي پروګرام (یو،اېن، ډي،پي) د ګډو هڅو پایله ده او د اقلیم بدلون پر وړاندي د مبارزې او د هېواد د طبیعي سرچینو د ساتنې په برخه کې یو مهم ګام بلل کېږي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې دغه ډلې په نورستان ولایت کې د کانونو څخه ترلاسه شوې ګران بیه ډبرې په ۶۴ مېلیونه ۷۶۸ زره او ۶۵۰ افغانیو پلورلې دي.
باختر اژانس په نورستان ولایت کې د کانونو او پټرولیم مشر سید رحیم عمیر له حوالې لیکلي، چې په دغو ګران بیه ډبرو کې بېروج، کنزېټ او مارګانېټ شامل دي.
د هغه په وینا، دغه ګران بیه ډبرې تېره ورځ د یاد ریاست لهخوا د بولۍ له لارې پر سوداګرو وپلورل شوې.
راپور زیاتوي، چې دغه ډبرې د نورستان ولایت د دواب ولسوالۍ د ماوي له کانونو څخه ترلاسه شوې وې.
خو پر طالبانو نیوکې دا دي، چې د افغانستان کانونه او ګران بیه ډبرې په نا مسلکي ډول سپړي او له پلور وروسته یې عواید شخصي جېبونو ته اچوي.
له هېواده بهر د افغانستان بېروج په ځانګړي ډول د کونړ او نورستان هغه په بازارونو کې په خورا لوړو بیو پلورل کېږي او د نړۍوالو مینهوالو پام یې ځانته اړولی دی.
نورستان د افغانستان یو له هغو ولایتونو ګڼل کېږي، چې د ګران بیه ډبرو پراخ کانونه لري؛ خو په ناقانونه او نامسلکي ډول کېندل او پلورل کېږي.
ځايي اوسېدونکو په وار، وار نیوکې کړې دي، چې د طالبانو ځینو کړیو په خپلسري توګه د ټول هېواد سربېره په نورستان کې هم د ګران بیه ډبرو ناقانونه کېندنې کوي.

د نوي ښوونیز کال په درشل کې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، چې له زدهکړو د نجونو منع کول، د ټولنې پرمختګ ته لوی خنډ دی چې ځوانان او کورنۍ کډوالېدو ته اړ باسي.
هغه پر اېکس پاڼه لیکلي:« درې کاله وشول، چې زموږ د هېواد نجونې د خپلو ښوونځیو زنګ ته په انتظار، له دې خوښۍ بې برخې پاتې شوې دي.»
هغه یو وار بیا په طالبانو غږ کړی، چې «د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي؛ څو دوی هم وکولای شي د خپلو وروڼو په څېر تعلیم یافته شي او د هېواد د روښانه راتلونکي لپاره هڅه وکړي.»
هغه زیاته کړې، چې زدهکړه یوازې یو حق نه دی؛ بلکې دا د هېواد د سوکالۍ، عزت او بقا لپاره یوه حیاتي اړتیا ده.
دا په داسې حال کې ده، چې نن ۱۲۷۶مه ورځ ده چې د شپږم ټولګي پورته نجونې له زدهکړو بې برخې شوې او بیا ۸۱۶مه ورځ ده چې نجونې له لوړو زدهکړو بې برخې شوې دي.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق بیا تر دې څو میاشتې وړاندې ویلي و، چې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر زدهکړو د طالبانو لهخوا لګېدلي بندیز نږدې ۱.۵ مېلیونه نجونې اغېزمنې کړې دي.
په دغې لیکنه کې راغلي و، چې سږکال ۳۸زره نجونو شپږم ټولګی بشپړ کړی؛ خو په ځینو ولایتونو کې د ښوونیز کال په پیلېدو سره دوی نه شي کولای، چې خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي.

سارا انټویسټل چې د طالبانو په بند کې د بریتانوي ښځې او خاوند مشره لور ده؛ سنډې ټایمز رسنۍ ته یې ویلي، چې د پلار روغتیایي حالت یې ښه نهدی او طالبانو د هغې مور او پلار د لوړې کچې امنیتي نامعلوم زندان ته انتقال کړي او د هغې مور ته یې ویلي چې له دې وروسته له خپل خاوند سره نشي کتلی.
هغه وایي، پلار یې د سږو ناروغي لري که په سملاسي توګه د اړتیا وړ درملو ته لاسرسی پېدا نه کړي؛ نو ژوند به یې د لا جدي ګواښ سره مخامخ شي.
نوموړې ویلي، چې د بند پر مهال یې پلار وهل شوی او په زنځېرونو تړل شوی هم دی.
په ورته مهال سارا د خپل مور او پلار د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې او له طالبانو یې غوښتي، چې هغوی خوشې کړي ترڅو خپل کور ته ستانه شي.
۷۹ کلن پیټر رینولډز او د هغه ۷۵ کلنه مېرمن باربي څه موده وړاندې په بامیان ولایت کې خپل کور ته د ستنېدو پر مهال د طالبانو لهخوا ونیول شول، چې د اګست په شپږمه طالبانو د دغو بریتانوي وګړو نیول تایید کړل.
دغې بریتانوي جوړې په افغانستان کې له نږدې دوو لسیزو راهیسې د بیارغونې په نوم یوه موسسه چلوله، چې د سوداګرۍ په برخه کې یې تعلیمي موسسو او نادولتي ډلو لپاره روزنیز پروګرامونه چمتو کول.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د دغه کسانو د نیول کېدو د لامل په اړه د جزییاتو له ورکولو پرته وویل، چې له لازمو څېړنو وروسته به یاده جوړه ژر تر ژره خوشې شي.
بل خوا ډیلي میل بهرنۍ رسنۍ راپور ورکړی و، چې طالبان هڅه کوي دا معلومه کړي چې ایا دغه بریتانوي جوړه پیټر او باربي په افغانستان کې کوم ځانګړي مذهب ته وده نه ورکوي.
څو ورځې وړاندې هم ټېلیګراف ورځپاڼې د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی و، چې حقاني شبکې دغه برتانوي جوړه د طالبانو پر مشر ملاهبت الله د نړۍوالو فشارونو د راوستلو لپاره د یوه «سیاسي عمل» په توګه نیولې ده.
